د افغانستان په جګړه کې ملکي مرګ ژوبله (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د جګړې په اوږدو کې، د جګړې د لګښتونو  پروژې  (Costs of War Project) د معلومات پر بنسټ، په افغانستان کې جګړې ۱۷۶۰۰۰ کسان ووژل، چې ۴۶۳۱۹ ملکیان، ۶۹۰۹۵ پوځیان او پولیس او لږ تر لږه ۵۲۸۹۳ یې مخالف وسله وال وو. خو د مړینې شمېر ښایي لوړ وي ځکه چې د جګړې په پایله کې د "ناروغیو؛ خوړو، اوبو، زیربناوو ته د لاس رسي بایلل او/یا د جګړې د نورو غیر مستقیمو پایلو" له امله نورې مړینې نه دی حساب شوې. د اپسالا د نښتو د ډېټا پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، په نښتو کې ۲۱۲۱۹۱ کسان وژل شوي دي. په ۲۰۱۵ کال کې د جګړې لګښت، پروژې اټکل وکړ چې هغه شمېر کسان چې د جګړې اړوند د غیر مستقیمو لاملونو له امله وژل شوي، ښایي په اوسنیو نښتو کې د غیر مستقیمو او مستقیمو مړینو د نسبت له مخې تر ۳۶۰۰۰۰ نور هم لوړ وي.  [۱][۲][۳]

"د تلپاتې آزادۍ د عملیاتو" تر نوم لاندې جګړه چې د متحده ایالاتو له لوري په ۲۰۰۱ کال کې په لاره واچول شوه، لومړۍ په هوایي بریدونو پیل شوه چې سمدلاسه یې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه اندیښنې راپورته کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له قوله، هر کال د ملکي مرګ ژوبلې لویه برخه د طالبانو او نورو مخالفو ډلو له اړخه وي، چې دا شمېرې هر کال د ۶۱٪ څخه تر ۸۰٪ وي. د جګړې په وروستیو کلونو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه وه، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په پرله پسې ډول د کلنۍ ملکي مرګ ژوبلې ریکارډ مات شو. ملکي تلفات د ۱۹۸۰ کلونو د شوروي – افغان جګړې د لوړې مرګ ژوبلې او له هغې وروسته د کورنیو جګړو د دریو دورو: ۱۹۸۹–۱۹۹۲ کلونه، ۱۹۹۲–۱۹۹۶ کلونه، او ۱۹۹۶–۲۰۰۱ د مرګ ژوبلې دوام دی.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اټکلونه[سمول]

له ۲۰۰۱ کال وروسته د جګړې له امله د وژل شویو ملکي وګړو د مجموعي شمېر په اړه رسمي ارقام نشته، خو د مشخصو کلونو یا مودې محاسبات د یو شمېر خپلواکو ادارو له خوا خپاره شوي او په لاندې جدول کې۲۱‍ وړاندې شوي دي.

زیاتره بنسټونه، خو ټول نه، وایي چې د دوی محاسبات ښایي کم اټکل شوي وي.

د مرګ ژوبلې عمومي مجموع[سمول]

کال د بلواګرو د فعالیتونو له امله وژل شوي ملکیان د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو په پایله کې ملکي وګړي وژل شوي دي د د جګړې په پایله کې ملکي وګړي وژل شوي دي
۲۰۰۱ معلومات نشته
  • د دفاعي بدیلونو پروژې اټکل کړی چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷ او د ۲۰۰۲ کال د جنوري د ۲ تر منځ د دریو میاشتو په موده کې څه کم د ۱۰۰۰ – ۱۳۰۰ تر منځ ملکي وګړي په مستقیم ډول د متحده ایالاتو په مشرۍ د هوایي بمباریو په عملیاتو کې وژل شوي، او دا شمېرې د ۲۰۰۲ کال د جنوري په نیمایي کې، څه کم ۳۲۰۰ نور افغانان د جګړې په پایله کې "د لوږې، ناروغیو، یا د جګړې له سیمو څخه د تېښتې په وخت کې د ټپي کېدو له امله" مړه شوي دي. [۱۱][۱۲]
  • لاس انجلس ټایمز وموندله چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر له ۷ څخه  د ۲۰۰۲ کال د فبروري تر ۲۸ پورې د ۵ میاشتو په اوږدو کې، په هوایي عملیاتو کې د ۱۰۶۷ او ۱۲۰۱ ترمنځ ملکي تلفات را منځ ته شوي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا او پاکستان په ورځپاڼو او نړیوالو خبري اژانسونو کې یې راپورونه ورکړل شوي دي.  [۱۳]
  • د ګارډین د معلومات پر بنسټ، ښایي د متحده ایالاتو د لومړنیو هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په غیر مستقیمه پایله کې تر ۲۰۰۰۰ پورې افغانان په ۲۰۰۱ کال کې وژل شوي وي. [۱۴]
  • د نیو هیمپشایر د پوهنتون پروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر له ۷ څخه د ۲۰۰۳ کال د جون تر ۳ پورې د ۲۰ میاشتو په اوږدو کې څه کم د ۳۱۰۰ څخه تر ۳۶۰۰ پورې ملکي وګړي په مستقیم ډول د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د ځواکونو له لوري وژل شوي.[۱۵]
۲۰۰۲ معلومات نشته
۲۰۰۳ معلومات نشته
۲۰۰۴ معلومات نشته معلومات نشته معلومات نشته
۲۰۰۵ معلومات نشته
  • د نیو هیمپشایر پوهنتون پروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې څه کم د ۴۰۸ او ۴۷۸ ترمنځ افغان ملکیان په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو/ناټو د عملیاتو له امله وژل شوي دي.[۱۶]
  • مستقیمه ملکي مرګ ژوبله: شاوخوا د ۴۰۸ څخه تر ۴۷۸ پورې
۲۰۰۶
  • د بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۶ کال کې لږ تر لږه ۶۹۹ ملکي افغانان د بېلابېلو بلواګرو ډلو له خوا وژل شوي دي. [۱۷]
  • بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۶ کال کې لږ تر لږه ۲۳۰ ملکي افغانان د امریکا او ناټو د بریدونو له امله وژل شوي دي، چې ۱۱۶ یې د هوايي بریدونو او ۱۱۴ یې د ځمکنیو ډزو له امله دي. [۱۸]
  • د نیو هیمپشایر پوهنتون پروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې لږ تر لږه له ۶۵۳ څخه تر ۷۶۹ پورې افغانان په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو/ناټو د عملیاتو له امله وژل شوي دي. [۱۹]
  • د بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۶ کال کې لږ تر لږه ۹۲۹ ملکي افغانان د وسله والې جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي. په مجموعي ډول، دوی د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۶ کال کې له ۴۴۰۰ څخه زیات افغانان (ملکي وګړي او بلواګر) په جګړه ییز تاوتریخوالی کې وژل شوي، چې د ۲۰۰۵ کال په پرتله دوه چنده دي.[۲۰][۲۱]
  • د ناټو، ايتلاف او افغان چارواکو د راپورونو پر بنسټ د اسوشېټېډ پرس يوه محاسبه ښيي چې په ۲۰۰۶ کال کې ۴۰۰۰ افغانان (ملکي وګړي او بلواګر) وژل شوي دي.[۲۲]
۲۰۰۷
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې ۷۰۰ ملکي افغانان د دولت ضد کړیو له خوا وژل شوي، چې د ملکي تلفاتو ۴۶ سلنه جوړوي.[۲۳][۲۴]
  • د بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې لږ تر لږه ۹۵۰ ملکي افغانان د بېلابېلو یاغي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.  [۲۵]
  • د بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې لږ تر لږه ۴۳۴ افغانان د امریکا او ناټو په بریدونو کې وژل شوي دي، چې ۳۲۱ یې د هوايي بریدونو او ۱۱۳ یې د ځمکنیو ډزو له امله دي. ۵۷ نور ملکي وګړي په نښتو کې وژل شوي او ۱۹۲ نور په ناڅرګندو حالاتو کې وژل شوي دي. [۲۶]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې د نړیوالو او افغان ځواکونو له خوا ۶۲۹ ملکي افغانان وژل شوي، چې د ملکي تلفاتو ۴۱ سلنه ګڼل کېږي[۲۷][۲۸]
  • د نیو هیمپشایر پوهنتون پروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې لږ تر لږه له ۱۰۱۰ څخه تر ۱۲۹۷ پورې افغان ملکي وګړي په مستقیمه توګه د متحده ایالاتو/ناټو د عملیاتو له امله وژل شوي دي. [۲۹]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې ۱۵۲۳ ملکي افغانان د مستقیمو وسله والو جګړو په پایله کې وژل شوي دي.[۳۰][۳۱]
  • د بشري حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۷ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۳ افغان ملکي کسان په وسله والو جګړو کې وژل شوي دي. [۳۲]
۲۰۰۸
  • د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې نږدې ۱۰۰۰ ملکي وګړي د بلواګرو ډلو له خوا وژل شوي دي.[۳۳]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د خپل راپور له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې د دولت ضد ډلو له لوري ۱۱۶۰ ملکي افغانان وژل شوي چې د ملکي تلفاتو ۵۵٪ ګڼل کېږي. [۳۴][۳۵]
  • د افغانستان د حقونو د څار بنسټ د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې د بلواګرو له خوا له ۲۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې ۹۳۰ یې په ځانمرګو بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی.  [۳۶][۳۷]
  • د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د پوځی ځواکونو له خوا نږدې ۸۰۰ ملکي کسان وژل شوی دی.[۳۸]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د خپل راپور له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوالو ځواکونو له لوري ۸۲۸ ملکي افغانان وژل شوي چې د ملکي تلفاتو ۳۹ ګڼل کېږي. هوایي بریدونه د دې شمېرو تر ټولو لویه برخه، ۶۴٪ تشکیلوي، چې د متحده ایالاتو/ناټو د هوایي بریدونو په پایله کې ۵۵۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.[۳۹][۴۰]
  • په استرالیا کې د افغانستان د سفیر امان الله جېهون له قوله، په ۲۰۰۸ کال کې د ایتلافي ځواکونو له خوا ۱۰۰۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.[۴۱]
  • د افغانستان د حقوقو د څار بنسټ د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د پوځي ځواکونو له خوا تر ۱۶۲۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې ۶۸۰ یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. نوموړی بنسټ دا هم وایي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو او ایتلافي ځواکونو پوځي عملیاتو لږترلږه ۲۸۰۰ تنه ټپیان کړي او ۸۰۰۰۰ کسان یې له خپلو کورونو څخه بې ځایه کړي دي. [۴۲][۴۳]
  • د نیو هیمپشایر پوهنتون پروفیسور مارک ډبلیو هیرولډ د خپل اټکل پر بنسټ وایي چې په ۲۰۰۸ کال لږ تر لږه له ۸۶۴ څخه تر ۱۰۱۷ افغان ملکي وګړي د متحده ایالاتو/ناټو بهرنیو ځواکونو له لوري په مستقیم ډول وژل شوي. [۴۴]
  • د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې نږدې ۱۸۰۰ ملکي وګړي د وسله والو جګړو په پایله کې وژل شوي دي.[۴۵]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د خپل راپور له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې ۲۱۱۸ تنه ملکي افغانان د مستقیمو وسله والو جګړو په پایله کې وژل شوي، چې د ۲۰۰۱ کال د یرغل له لومړیو راهیسې ترټولو لوړ شمېر دی. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]
  • د افغانستان د حقوقو د څار بنسټ د خپل اټکل له مخې وایي چې په ۲۰۰۸ کال کې نږدې ۳۹۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي، له ۶۸۰۰ څخه زیات ټپیان شوي، او نږدې ۱۲۰۰۰۰ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. [۵۰][۵۱]
۲۰۰۹
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي چې په ۲۰۰۹ کال کې د ۱۶۳۰ ملکي افغانانو مرګ ژوبله د دولت ضد کړیو له خوا رامنځته شوې، چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په مشرۍ جګړه کې د ۲۴۱۲ ملکي افغانانو د وژلو دوه پر دریمه برخه تشکیلوي.[۵۲][۵۳]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي چې په ۲۰۰۹ کال کې د ۵۹۶ ملکي افغانانو مرګ ژوبله د نړیوالو ځواکونو له خوا رامنځ ته شوې، چې په ۲۰۰۹ کال کې د جګړې له امله د ۲۴۱۲ افغانانو د مرګ ژوبلې څلورمه تشکیلوي. [۵۲][۵۳]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په مشرۍ جګړه کې ۲۴۱۲ ملکي افغانانو مرګ ژوبله ثبت کړي، چې په ۲۰۰۸ کال کې د وژل شویو کسانو په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د ۱۸۶ (۸٪) د مړینې په اړه، یوناما ونه توانیده چې په واضح ډول یې علت کوم اړخ ته منسوب کړي. [۵۴][۵۵]
۲۰۱۰
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۱۰ کال کې د ۲۰۸۰ ملکي افغانانو مرګ ژوبله د دولت ضد کړیو ته منسوب کړه، چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۲۸٪ زیاتوالی ښیي او د ۲۷۷۷ افغانانو ۷۴.۹٪ تشکیلوي چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا په مشرۍ په جګړه کې ثبت شوې ده. [۵۶][۵۷]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۱۰ کال کې ۴۴۰ ملکي وګړو مرګ ژوبله د امریکا په مشرۍ  پوځي ځواکونو ته منسبوب کړه، چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۲۶٪ کموالی ښود او د ۲۷۷۷ کسانو ۱۵.۹٪ تشکیلوي چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا په مشرۍ په جګړه کې ثبت شوې ده.  [۵۸][۵۹]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۱۰ کال کې امریکا په مشرۍ جګړه کې د ۲۷۷۷ ملکي وګړو وژنه ثبت کړه، چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۱۵ زیات ښیي. یوناما او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ونه توانیدل چې په واضح ډول د ۹٪ مړینو علت کوم اړخ ته منسوب کړي.[۶۰][۶۱]
۲۰۱۱
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۱۶۷ ملکي افغانانو مرګ ژوبله د دولت ضد کړیو ته منسوب کړه، چې د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي او د ټولټال ۱۴۶۲ وژل شوو افغانانو ۷۹.۸٪ تشکیلوي چې په دې موده کې یې په جګړو کې ثبت کړي دي. [۶۲]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۷ ملکي افغانانو مرګ ژوبله د امریکا په مشرۍ  پوځي ځواکونو ته منسوبوي، چې د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله ۹ سلنه کموالی ښيي او د ۱۴۶۲ ملکي تلفاتو ۱۴.۲٪ تشکیلوي چې دوی په جګړه کې ثبت کړي دي.[۶۳]
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو  کې د امریکا په مشرۍ جګړه کې ۱۴۶۲ ملکي افغانانو مړینه ثبت کړه، چې د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. یوناما او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ونه توانید چې د ۶٪ مرګ ژوبلي علت په واضح ډول کوم اړخ ته منسوب کړي. [۶۴]
  • یادونه: د یوناما/د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په میتودولوژي کې، د موجودو شواهدو له ارزونې کله چې څرګنده نه شي چې آیا قرباني ملکي وګړی دی او که نه، د یوناما/د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون  نوموړی قرباني د احتمالي ملکي مرګ ژوبلې په توګه نه شمېري. د دې ډول قربانیانو شمېر نه ورکول کېږي. [۶۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001-2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "UCDP - Uppsala Conflict Data Program". www.ucdp.uu.se. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Crawford, Neta (22 May 2015). "War-related Death, Injury, and Displacement in Afghanistan and Pakistan 2001-2014" (PDF). Costs of War. Brown University. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. The Geneva Declaration Secretariat, which closely examined data from armed conflicts occurring in the period of 2004-2007, suggests that, 'a reasonable average estimate would be a ratio of four indirect deaths to one direct death in contemporary conflicts.' If we use this ratio, the ongoing war in Afghanistan is perhaps responsible for as many as an additional 7 indirect deaths. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Crawford, Neta (22 May 2015). "War-related Death, Injury, and Displacement in Afghanistan and Pakistan 2001–2014" (PDF). Costs of War. Brown University. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Afghan civilian deaths rise, insurgents responsible for most casualties – UN". U.N. News Centre. 14 July 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Damien Pearse and agencies (4 February 2012). "Afghan civilian death toll reaches record high". Guardian. London. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Sharp rise in children killed and maimed in Afghan war, UN report reveals". The Guardian. 6 February 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Citing rising death toll, UN urges better protection of Afghan civilians". United Nations Assistance Mission in Afghanistan. 9 March 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جولای ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "August deadliest month of 2009 for Afghan civilians, UN says". CNN. 26 سيپټمبر 2009. مؤرشف من الأصل في 19 جون 2017. د لاسرسي‌نېټه 14 اکتوبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghan civilian casualties at record high in 2016: UN". Al Jazeera English. 6 February 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Operation Enduring Freedom: Why a Higher Rate of Civilian Bombing Casualties?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Strange Victory: A critical appraisal of Operation Enduring Freedom and the Afghanistan war". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Americans ... They Just Drop Their Bombs and Leave". Los Angeles Times. د اصلي آرشيف څخه پر June 4, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jonathan Steele. "Forgotten victims". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Dossier on Civilian Victims of United States' Aerial Bombing". مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Matrix of Death: (Im)Precision of U.S Bombing and the (Under)Valuation of an Afghan Life". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Human Rights Watch – Airstrikes and Civilian Deaths in Afghanistan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Human Rights Watch – US and NATO Bombing and Civilian Deaths". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Matrix of Death: (Im)Precision of U.S Bombing and the (Under)Valuation of an Afghan Life". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Human Rights Watch – Airstrikes and Civilian Deaths in Afghanistan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "More than 1,000 Afghan civilians killed in 2006". CTVNews. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "More than 1,000 Afghan civilians killed in 2006". CTVNews. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Canadian soldier killed in Afghan blast". www.vancouversun.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2008 p. 13 graph 2" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 9, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Human Rights Watch – Airstrikes and Civilian Deaths in Afghanistan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Human Rights Watch – US and NATO Bombing and Civilian Deaths". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Canadian soldier killed in Afghan blast". www.vancouversun.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2008 p. 13 graph 2" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 9, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "The Matrix of Death: (Im)Precision of U.S Bombing and the (Under)Valuation of an Afghan Life". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Canadian soldier killed in Afghan blast". www.vancouversun.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "2,100 civilians killed in Afghanistan in 2008: UN – ABC News (Australian Broadcasting Corporation)". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Human Rights Watch – Airstrikes and Civilian Deaths in Afghanistan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2008" (PDF). UNAMA. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 9, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Number of Afghan civilian deaths in 2008 highest since Taliban ouster, says UN". د اصلي آرشيف څخه پر March 10, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Afghan unrest killed 4,000 civilians in 2008: report". د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2008" (PDF). UNAMA. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 9, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Number of Afghan civilian deaths in 2008 highest since Taliban ouster, says UN". د اصلي آرشيف څخه پر March 10, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په February 14, 2009 باندې). Australian troops kill 5 Afghan children.
  42. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Afghan unrest killed 4,000 civilians in 2008: report". د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Herold, Marc W. (2012). "The Obama/Pentagon War Narrative, the Real War and Where Afghan Civilian Deaths Do Matter" (PDF). Revista de Paz y Conflictos (په انګلیسي ژبه کي). University of Granada (5). ISSN 1988-7221. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "2,100 civilians killed in Afghanistan in 2008: UN – ABC News (Australian Broadcasting Corporation)". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2008" (PDF). UNAMA. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 9, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Number of Afghan civilian deaths in 2008 highest since Taliban ouster, says UN". د اصلي آرشيف څخه پر March 10, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Afghan Civilian Casualties May Surge as Well". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "AFGHANISTAN: UNAMA raps new report by rights watchdog". IRINnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Afghan unrest killed 4,000 civilians in 2008: report". د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. ۵۲٫۰ ۵۲٫۱ "'09 Deadliest Year for Afghans, U.N. Says". The New York Times. 14 January 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. ۵۳٫۰ ۵۳٫۱ "UNAMA – Afghanistan, Annual report on protection of civilians in armed conflict, 2009" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 19, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "'09 Deadliest Year for Afghans, U.N. Says". The New York Times. 14 January 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "UNAMA – Afghanistan, Annual report on protection of civilians in armed conflict, 2009" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر January 19, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "U.N.: 2010 deadliest year for Afghan civilians". Los Angeles Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "Afghanistan Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2010" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "U.N.: 2010 deadliest year for Afghan civilians". Los Angeles Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Afghanistan Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2010" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "U.N.: 2010 deadliest year for Afghan civilians". Los Angeles Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Afghanistan Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2010" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. "Afghanistan Midyear Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2011" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. "Afghanistan Midyear Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2011" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  64. "Afghanistan Midyear Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2011" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. "Afghanistan Annual Report on Protection of Civilians in Armed Conflict, 2010" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 4, 2011 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)