د افغانستان په جګړه کې د جورجيا ونډه (2001-2021)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورجيا په 2004ز کال کې د افغانستان له جګړې سره يو ځای شو، او د 2012ز کال تر وروستيو پورې دا هيواد له ناټو پرته، او د سرتيرو له اړخه د نړیوالو امنيتي مرستندويه ځواکونو تر ټولو ستر مرسته کونکی هېواد وګرځېد، چې د 2013ز کال د مۍ تر مياشتې يې له 1560 زيات سرتيري په سيمه کې درلودل. د خپلې دندې په عروج کې، جورجيا په هلمند کې له متحده ايالاتو سره د خدمت کولو په موخه دوه بشپړې پلې لواء ګانې واستولې. د دوی د ماموریت له پيل راهيسې، له 11000 څخه زياتو جورجيايي سرتېرو افغانستان کې خدمات وړاندې کړي.[۱][۲][۳]

د 2014ز کال د جولای په مياشت کې په هلمند کې جورجايي ماموريت پای ته ورسېد. د 2014ز کال د ديسمبر په مياشت کې جورجيا په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غير جنګي، روزنيز، سلاکارۍ، او مرستندوی پرېکنده ملاتړ ماموريت سره د شا اوخوا 750 سرتېرو ژمنه وکړه. په بېلا بېلو وختونو کې، دې هېواد همدا راز د پليو سرتېرو ټولی واستو، چې په کابل کې يې د فرانسوي سرتېرو سره یوځای خدمات وړاندې کړل، او يو پلی ټولی يې په چغچران کې د لتوانيايي ولايتي بيا رغونې له ټيم سره د طبي عملې په توګه، او يو شمېر انفردي افسران هم وګومارل.[۴][۵]

د 2010ز کال د جولای له مياشتې تر 2014ز کال پورې، دوه دېرش تنه جورجيايي سرتيري ووژل شول، ټول د هلمند په جګړه کې و، او 435 نور ټپیان شول، چې په دوی کې پنځه دېرشو يې د بدن غړي له لاسه ورکړي وو.[۶][۷][۸]

د 2016ز کال د مۍ تر مياشتې پورې، جورجيا له متحده ايالاتو او المان څخه وروسته د افغانستان په ماموریت کې تر ټولو ستر ونډه لرونکی هېواد و. دې هېواد په سيمه کې 861 سرتيري درلودل چې په کابل، بګرام هوايي ډګر، او د مزارشريف په مارمل کمپ کې مېشت وو. په ټوليز ډول، له 20000 څخه زياتو جورجيايي سرتېرو په افغانستان کې خدمات وړاندې کړي. د 2021ز کال د جون د مياشتې په يوويشتمه نېټه په افغانستتان کې د دې هېواد ماموريت په بشپړ ډول پای ته ورسېد.[۹][۱۰]

ابتدايي ښکېلتيا، 2004-2009[سمول]

جورجيا چې د ناټو د غړيتوب تر لاسه کولو هيله لري، په لومړي ځل په 2004ز کال کې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو له جګړه ييزو هڅو سره يو ځای شو، هغه مهال چې د شپاړسمې غرنۍ لواء پنځوس سرتيري يې د سل ورځو لپاره د المان تر مشرۍ لاندې، د 2004ز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت لپاره واستول. د 2007ز کال د نومبر په مياشت کې جورجيايي روغتيايي کارکونکي (پرسونل)، د ليتوانيا په مشرۍ  د مرکزي افغانستان غور ولايت د چغچران د بيا رغونې ولايتي ټیم سره يوځای شول.[۱۱][۱۲][۱۳]

د 2005ز کال د مارچ د مياشتې په دويمه نېټه، د جورجيا د بهرنيو چارو وزير «سلوم زورابیچولي» او د ناټو سکرتر جنرال «جاپ ډي هوپ شيفر»، په افغانسنا کې د ناټو ځواکونو او ناټو کارکونکو څخه د جورجيا د ملاتړ او هغوی ترانزيت په اړوند يو تړون لاسليک کړ.[۱۴]

د سرتېرو استول، 2009-2014[سمول]

جورجيا په 2009ز کال کې، د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې هغه مهال په غښتلتوب سره شامل شو، کله يې چې د اکتوبر په شپاړسمه نېټه، د درويشتمې لواء، دويم پياده غونډ، 173-پياوړی ټولی، د فرانسې تر مشرۍ لاندې د کابل Camp Warehouse ته واستو. د 2013ز کال د جون په مياشت کې له افغانستان څخه د فرانسې له پلان شوې انخلاء سره سم، دا پوځي واحد Camp Phoenix ته واستول شو، چې هغه مهال له پنځوسو سرتېرو جوړ و، دا کمپ د متحده ايالاتو د پوځ تر واک لاندې و، او د افغان پوځ د روزنې لپاره کار ځينې اخيستل کېدو.[۱۵]

جورجيا د 2010ز کال د اپريل په مياشت کې د متحده ايالاتو د سمندري (مرينز) ځواکونو سره د خدماتو لپاره، د سويلي افغانستان په نا ارامه هلمند ولايت کې ګومارل شويو سرتېرو شمېر، د يوې لواء ټولي 749 سرتيرو په اندازه خپل موجوديت زيات کړ، او د 2012ز کال د اکتوبر په مياشت کې يې خپله ونډه تر 1571 سرتېرو پورې دوه برابره لوړه کړه. له دې  ورهاخوا، د جورجيا د درندو وسلو روزونکو د 2011ز کال د اپريل له مياشتې د 2012ز کال د اپريل تر مياشتې پورې په کندهار ولايت کې د فرانسوي سرتېرو سره خدمات وړاندې کړل، او د 2010ز کال د جنورۍ له مياشتې د 2011ز کال د جنورۍ تر مياشتې پورې د دې هېواد دوه رابط افسران په کابل کې د ترکي مامورينو سره يوځای وو.  په همدې ډول، د 2012ز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې، جورجيا له استراليا سره يوځای د ايساف عملیاتو سره د غېر ناټو سترو مرستندويو هېوادونو څخه يو وګرځېد، د کوم هېواد ونډه چې په کلني ډول اوسط 1550 وه. [۱۶][۱۷][۱۸]

په افغانستان کې ګومارل شويو جورجيايي سرتيرو ته د متحده ايالاتو د پوځ په مرسته د جورجيا د ګومارنې پروګرام – نړيوال امنيتي مرستندوی ځواک (GDP-ISAF)، په چوکاټ کې روزنه ورکړل شوې وه، کوم پروګرام چې په 2009ز کال کې د جورجيا په «Krtsanisi National Training Centre »، او د المان د «Hohenfels» په نوم، د چمتوالي په څو هېواديز مرکز کې پيل شوی و. [۱۹][۲۰]

د 2014ز کال د جولای په پنځلسمه نېټه، هغو جورجيايي سرتېرو چې د سويل لوېديځې سیمه ييزې قوماندانۍ تر مشرۍ لاندې يې خدمات وړاندې کول، په هلمند کې خپله څلور کلنه دنده، په Camp Leatherneck  کې د توغ د راښکته کولو په مراسمو سره پای ته ورسوله. شا اوخوا پنځوس جورجيايي سرتېرو په کابل کې دندې ته دوام ورکړ، او يوه ځانګړې غرنۍ لواء يې کندهار ته واستول شوه.[۲۱]

له 2014 وروسته ژمنتيا[سمول]

د جورجيا د دفاع وزير «اراکلي الاسانيه» د 2014ز کال د جولای په مياشت کې اعلان کړی و، چې جورجيا به له 2014ز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو غېر جنګي ماموريت تر مشرۍ لاندې 750 سرتيري واستوي؛ د يو پوځي ټولي په اندازه يو واحد به د المان تر مشرۍ لاندې مزارشريف ته واستول شي او پاتې سرتيري به د متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندې په باګرام کې خدمات تر سره کوي. د 2013ز کال د اکتوبر په مياشت کې، جورجيا همدا راز ناټو ته وړانديز وکړ، چې په 2014ز کال کې به د ناټو د پلان شوې جنګي ماوريت له تخليې وروسته، هم په جورجيا او هم په افغانستان کې افغان پوځ ته روزنه ورکړي. کله چې جورجيا له مزاشريف څخه د يو ټولي په اندازه واحد په ايستلو سره، انخلاء پيل کړې وه، نو جورجيا د 2021ز کال د مۍ تر مياشتې پورې شا اوخوا 860 سرتيري د پرېکنده ملاتړ ماموريت د برخې په توګه افغانستان کې درلودل. د جون په اته ويشتمه نېټه، په باګرام کې ميشت دوه دېرشم پلی کندک، د جورجيا د لویېيځې قوماندانۍ درېیم پلی کنډک، چې وروستی پاتې واحد و، خپل هېواد ته ستون شو.[۲۲][۲۳]

له 2010ز کال راهيسې د جورجيايي لواء ګانو ګومارنې[سمول]

  1. اپريل 2010 – نومبر 2010: یو دېرشمه پلې لواء، درېيم پلی غونډ.
  2. نومبر 2010 – اپريل 2011: دوه دېرشمه پلې لواء، درېیم پلی غونډ.
  3. اپريل 2011 – نومبر 2011: دري دېرشمه پلې لواء، درېیم پلی غونډ.
  4. نومبر 2011-اپريل 2012: يو دېشمه پلې لواء، درېيم پلی غونډ
  5. اپريل 20112 – اکتوبر 2012: درويشتمه پلې لواء، دويم پلی غونډ.
  6. اکتوبر 2012 – مارچ 2013: دولسمه پلې لواء، لومړی پلی غونډ، او دوه دېرشمه پلې لوار، درېيم پلی غونډ.
  7. مارچ 2013 -  اکتوبر 2013: دري دېءشمه پلې لواء، درېیم پلی غونډ، او دوه څلوېښتمه پلې لواء، څلورم پلی غونډ.
  8. اکتوبر 2013 – مارچ 2014: يو دېشمه پلې لواء، درېیم پلی کنډک، او جلا Batumi Light پلې لواء.[۲۴]
  9. مارچ 2014 – جولای 2014: درويشتمه پلې لواء، دويم پلی غونډ، غرنۍ استخباراتي لواء، او ملاتړ شوې ډلګۍ، ديارلسمه پلې لواء، لومړی پلی غونډ.
  10. سپتمبر 2014- ؟: يو پنځوسمه کوچنۍ پلې لواء، پنځم پلی غونډ.

مرګ ژوبله[سمول]

لومړۍ جورجيايي مړينه د 2010ز کال د سپتمبر په پنځمه رامنځ ته شوه. د 2017ز کال د اګست تر مياشتې پورې په افغانستان کې، ټولټال دوه دېرش جورجيايي سرتيري وژل شوي، او شا اوخوا 280 نور ټپيان شوي دي. په یوه پېښه کې تر ټولو زياتو جورجيايي سرتېرو ته مرګ ژوبله د 2013ز کال د جون په شپږمه نېټه رسېدلې وه، کله چې د هلمند په ولايت کې له چاوديدونکو تکو ډک لارۍ موټر د جورجيايي سرتېرو له يوې پوستې سره وجنګېد، اوه تنه يې ووژل شول او نهه نور ټپيان شول. د 2010ز کال د سپتمبر په دېرشمه نېټه، د ماين په يوه چاودنه کې څلور سرتيري ووژل شول، په افغانستان کې د جورجيايي سرتېرو تر ټولو لوړ پوړی قوماندان ډګروال «رماز ګوګياشويلي» هم دې پېښه کې ووژل شو. د جورجيايي ځواکونو تر مسئوليت لاندې سيمه کې تر ټولو ستر بريد د 2013ز کال د مۍ په څوارلسمه منځ ته راغلی، کله چې د هلمند ولايت د «شيرغزي» په سيمه کې د ايساف پر مرکز له چاوديدنکو توکو د ډک موټر په واسطه ځانمرګی بريد وشو، او ورپسې يوې ډلې باغيانو وسله وال بريد پيل کړ. جورجيايانو ټول هلته ننوتي کسان ووژل، او سیمه يې خوندي کړه، په دې جګړه کې يې درې تنه له لاسه ورکړل او اوه ويشت نور ټپيان شول.[۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 14 May 2013 باندې). MoD Releases Details on Georgian Troops Wounded in May 13 Helmand Attack.
  2. (په 4 August 2010 باندې). Georgia deploying 750 soldiers to Afghanistan.
  3. Ostroska, Jessica, Staff Sgt. (16 July 2014). "Georgian Army ends mission in Helmand". Afghanistan International Security Assistance Force. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 16 December 2014 باندې). Georgian Troops Head to Mazar-i-Sharif. Civil Georgia.
  5. "NATO's relations with Georgia". www.nato.int. NATO. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Georgian Soldier Killed in Afghanistan Archived 2018-02-14 at the Wayback Machine. : "bringing the total number of Georgia’s Afghanistan death toll to 32", 4 August 2017
  7. (په 17 July 2014 باندې). Georgian Troops End Mission in Helmand.
  8. (په 8 June 2015 باندې). Georgian Soldier Succumbs to Injuries Suffered in Afghanistan. Civil Georgia.
  9. (په 5 June 2016 باندې). Defense Minister Visits Afghanistan. Civil Georgia.
  10. (په 21 June 2021 باندې). Last Georgian unit in NATO's Afghan mission begins drawdown. Agenda.ge.
  11. (په 14 May 2013 باندې). MoD Releases Details on Georgian Troops Wounded in May 13 Helmand Attack.
  12. "NATO's relations with Georgia". www.nato.int. NATO. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "სამშვიდობო მისია. ISAF" [Peacekeeping mission. ISAF]. mod.gov.ge (په جورجيايي ژبه کي). Ministry of Defense of Georgia. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2 March 2005 باندې). NATO and Georgia sign transit agreement.
  15. (په 3 June 2013 باندې). Georgian Troops in Kabul Placed Under U.S. Command.
  16. (په 14 May 2013 باندې). MoD Releases Details on Georgian Troops Wounded in May 13 Helmand Attack.
  17. "სამშვიდობო მისია. ISAF" [Peacekeeping mission. ISAF]. mod.gov.ge (په جورجيايي ژبه کي). Ministry of Defense of Georgia. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 20 November 2012 باندې). MoD: 1,571 Georgian Soldiers Serve in Afghanistan.
  19. "სამშვიდობო მისია. ISAF" [Peacekeeping mission. ISAF]. mod.gov.ge (په جورجيايي ژبه کي). Ministry of Defense of Georgia. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Georgia Deployment Program". United States European Command. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 17 July 2014 باندې). Georgian Troops End Mission in Helmand.
  22. (په 25 July 2014 باندې). Georgia to Contribute 750 Troops to Post-2014 Afghan Mission.
  23. (په 28 June 2021 باندې). Georgia Completes Afghanistan Troop Withdrawal. Civil Georgia.
  24. "სამშვიდობო მისია. ISAF" [Peacekeeping mission. ISAF]. mod.gov.ge (په جورجيايي ژبه کي). Ministry of Defense of Georgia. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 6 June 2013 باندې). Six Georgian Soldiers Die in Afghan Truck Bomb Attack.
  26. (په 14 May 2013 باندې). MoD Releases Details on Georgian Troops Wounded in May 13 Helmand Attack.