د افغانستان نوې کېدونکې انرژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان  نوې کېدونکې انرژي، چې په کې بایو مس، اوبو انرژي، لمریزه برېښنا (سولر) او بادي انرژي شامله ده. افغانستان چې په وچه کې را ایسارشوی هېواد دی، پېنځه هېوادونه ورنه چاپېر دي. افغانستان له ۳۵ میلیونو لږ نفوس په لرلو سره، په نړیواله کچه د لږ لګښت لرونکو هېوادونوله جملې نه دی. افغانستان یو له هغو هېوادونو نه دی، چې کوچنۍ ایکولوژيکي پېښې لري. دمګړۍ افغانستان د جغرافیايي موقعیت له امله، د اوبو انرژي د نوې کېدونکې انرژۍ اصلي سرچینه ده. پراخ غرنی جوړښت، د اوبو بندونو جوړولو شونتیا (د افغانستان بندونه او زیرمې جوړول وګورئ) او د اوبو انرژیو نور ډولونه اسانه کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دغه هېواد د نوې کېدونکې انرژۍ سرچینو وړتیا له ۳۰۰،۰۰۰ میګاواټه زیات اټکل شوی دی. دغه هېواد اوس مهال له خپلو ګاونډیو هېوادونو نه د ۶۷۰ میګاواټه برېښنا د واردولو په برخه کې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګوي. [۷][۸]

په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ بل ډول زیستي ګاز (biogas) دی. ټولنې د بیو ګاز له کارونې سره، د هغو په ګټو چې له چاپېریالي ګټو پورته دي، د ظرفیت لوړولو له لارې پوه شوي دي. [۹]

لمریزه او بادي برېښنا[سمول]

د راپورونو له مخې، افغانستان د دې  وړتیا، ظرفیت او امکانات( پوتانشیل) لري، چې د سولر له تختو په ګټنې سره، له ۲۲۲،۰۰۰ میګاواټه زیاته برېښنا تولید کړي. په ټول هېواد کې د سولر له تختو کار اخیستل، د زیاتوالي په حال کې دي. په منځنۍ کچه په هېواد کې د کال له ۳۰۰ ورځې ډېرې لمروي، چې په ورځ کې  له ۴ تر 6.5 kWh/m2   دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې: افغانستان د دې پوتانشیل لري، چې د بادي توربینونو په نصبولو او کارونې سره، له ۶۶،۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. سره له دې چې افغانستان د بادي برېښنا تولید په برخه کې ډېر امکانات لري، خو په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په توګه له بادي برېښنا کار اخیستل یوه معمولي چاره نه ده. باور پردې دی، چې له بادي انرژۍ نه د کار اخیستو ډېره شونتیا، د افغانستان په ختیځ او د افغانستان په ځینو شمالي سیمو کې ده.[۱۸]

اوبو برېښنا[سمول]

د راپورونو له مخې، افغانستان د اوبو ۲۳،۰۰۰ میګاواټه تولید برېښنا امکانات لري. دغه هېواد، د ۶۷۷،۹۰۰ کیلومتره مربع اوبه نیوونکې ساحې، په کال کې په منځنۍ کچه د ۳۰۰ ملي متره منځنۍ کچې اورښت او د اوبو سرچینو لرونکو پراخو غونډیو توپوګرافي سره د پام وړ ده. [۱۹][۲۰][۲۱]

اوس مهال د اوبو برېښناییز تجهیزات، د ۳۰۴ میګاواټه برېښنا لپاره نصب شوي دي، چې له دې جملې ۱۸۳ میګاواټه برېښنا تولیديږي. هغه سیستم چې اوس نصب شوی، سره له دې چې ښه کار کوي، خو له تاوان پرته نه دي. څرنګه چې یساح او نور وايي: « اوس معموله ستراتیژي دا ده، څو د برېښنا کوچني بندونه جوړ شي، چې په یوه ټولنه کې د ټولو کورنیو لپاره، د یوه ګروپ یا آب ګرمي د روښانه کولو وړتیا ولري. دا ډول تاسیسات منقلونو او نورو برقي وسایلو لپاره کافي برېښنا نه برابروي او نږدې نه ده چې، د افغانستان کلیوالي سیمو ته دې د برېښنا شبکې پراخې شي». له دې سره سره، هغه څه چې وویل شول، د اوبو برېښنا او د اوبو انرژي د اوس لپاره غوره ټاکنه ده. افغانستان غرنۍ جغرافیه لري او دغه کار د اوبو برېښنا بندونو جوړولو په اسانه ټاکنه بدل کړی. د دې په درک کولو سره چې، د انرژۍ د لګښت له نظره، د افغانستان  اکوژلوژیکي پېښو څار څومره ټیټ دی، دمګړۍ د کافي انرژي لرل شوني نه ښکاري. په حقیقت کې، «د افغانستان نوې کېدونکې اوبو سرچینو ۷۵ میلیونه مترمکعبه اوبو سرچینې، چې په واک یې لري، هم کولای شي، د اوبو د ځمکې لاندې اوبو د ډکولو اصلي سرچینه وي، ځکه په افغانستان کې د اورښت کچه ټیټه ده ». په نړۍ کې اوبه نن په یوه ارزښتناک توکي بدلې شوې او د یوې طبیعي سرچینې په توګه پرېماني یې د افغانستان لپاره نیک بختي بلل کېږي. په دې سربېره، هغه څه چې وویل شول، دغه استدلال هم مطرح دی، چې دغه مفکورې او پروپوزلونه، د اوبو انرژۍ لپاره اغېزناکه مثبته کارونه لري، خو هغه څه چې په رښتیا سره ورته اړتیا ده، د اوبو انرژۍ د کار لپاره پروژه ده. [۲۲][۲۳][۲۴]

د بایو مس انرژي[سمول]

ادعا کېږي، چې افغانستان د دې امکانات لري، څو د بایومس( biomass )له لارې نږدې ۴۰۰۰ میګاوټه برېښنا تولید کړي. په افغانستان کې د بایو مس انرژۍ تولید، لکه: د لرګیو او حیواني سرې له لارې نږدې ۹۰٪ غوښتنه ځواب کېږي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

بیوگاز[سمول]

بیوګاز، په بېلابېلو هېوادونو کې له ورته کارونو سره کارول کېږي. په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ سکټور نن د بیو ګازو له لارې د ودې په حال کې دی. «له بیو ګازو کار اخیستل، چې د ارګانیک anaerobic موادو له تجزیې ترلاسه کېږي، دا ډول بیو ګاز معمولاً د مساوي CH4 او CO2 درلودونکي دي». یوازې په هغه حالت کې چې بیو ګاز په صحیح توګه تبدیل شي، انرژي او نوې کېدونکې انرژي کولای شي، هایدروجن له اضافي توکو بېل کړي. بیو ګاز «د ښاروالۍ جامد کثافات په انیروبیک ډول تخریبوي اود ځمکې ډکولو ګاز د انرژۍ پروژوته رسوي، چې په مستقیم ډول د ځمکې ګاز انرژي تولیدوي». د بیو ګاز قدرت ډېر دی او دا یو ثابت شوی کار دی چې د «بایو ګاز انرژي کولای شي، ۷۰ سلنه خلکو ته چې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي، د انرژۍ لپاره ښه بدیل وي. له بیوګاز نه د کار اخیستو تجهیزاتو نصبول کولای شي، چې یوه بله موکه( فرصت) وي. د دې لپاره چې دغه ټکنالوژي د بزګر کور دروازې ته ور وړل شي، د یوې ملي پالیسۍ لرل حتمي دي.     نوې کېدونکې انرژي د دې خبر ورکوي، چې په هره ټولنه کې په زیاته کچه د کاربن کمول شوني دي. د بیو ګاز سیستم، د ظرفیت جوړونې لپاره د یوه جدي پوتانشیل په پروسه کې، د ټولنې ښکېلول رامنځ ته کوي. په دغه نوښت کې ډله ییزکار اجتناب نه منونکی دی او د دې لامل کېږي، څو د ټولنې ترمنځ نوې او مخکې پوهې شریکې شي. له هغې وروسته ظرفیت جوړول، د جوړښت جوړول پيلوي او په پایله کې د سرچینو وده او مارکیټ په چټکۍ سره زیاتېږي. یوازینۍ لار چې دغه نوې کېدونکې انرژي کولای شي، په اغیزناکه توګه جوړه شي، دا ده چې، د ټولو خواوو لپاره دې دعدالت غوښتنه وشي. د ملګروملتونو چاپېریال ساتنې پروګرام (UNEP) د دغې موضوع په اړه بحث کړی او په افغانستان کې د دغې ادارې مدیر وویل: [۳۱] [۳۲] [۳۳] [۳۴]

د ملګروملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام له دې امله چې، د افغانستان د بیو ګازو کنسرسیوم ماموریت لرلید ترتیبوي، خوشحاله دی. د افغانستان ډېری خلک د پخلي او تودولو لپاره، له سکرو او لرګیو کار اخلي؛ یوې پایداره انرژۍ ته اړتیا لري. ... د ملګروملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام ژمنه کړې، څو  په لوړه کچه لارښوونې برابرې کړي او له ملي ستراتيژیواو پالیسي ګانو سره په سمون کې د فعالیتونو د تنظیم لپاره له دغه کنسرسیوم سره مرسته وکړي. د ملګروملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام، له هغو ارزښتونو او مطالعاتو، چې په افغانستان کې د بیوګاز کنسرسیوم کارونو په پایله کې رامنځ ته کېږي، هم ملاتړ کوي. [۳۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Da Afghanistan Breshna Sherkat" (PDF). United States Energy Association (USEA). 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په November 20, 2014 باندې). Central Asia's Largest Off-grid Solar Power System: Bringing electricity & hope to Afghanistan. North American Clean Energy
  4. (په September 17, 2017 باندې). First-ever solar-wind power plant goes functional in Herat. Pajhwok Afghan News
  5. (په May 22, 2018 باندې). First-ever Kabul solar energy plant goes functional. Pajhwok Afghan News
  6. Mainali, Brijesh; Silveira, Semida (September 2013). "Alternative pathways for providing access to electricity in developing countries". Renewable Energy. 57: 299–310. doi:10.1016/j.renene.2013.01.057. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په November 26, 2017 باندې). ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant. Pajhwok Afghan News
  8. (په September 1, 2020 باندې). Afghanistan Annually Pays $280M for Imported Power. TOLOnews
  9. * کينډۍ:Cite video
  10. (په February 20, 2019 باندې). Home solar-storage programme targets Afghanistan’s 20 million living off-grid.
  11. (په July 9, 2019 باندې). Solar Power Plants To Be Inaugurated In Kabul, Kandahar. TOLOnews
  12. (په May 22, 2018 باندې). First-ever Kabul solar energy plant goes functional. Pajhwok Afghan News
  13. (په September 17, 2017 باندې). First-ever solar-wind power plant goes functional in Herat. Pajhwok Afghan News
  14. (په April 14, 2018 باندې). Eastern Provinces To Get Solar Energy Boost. TOLOnews
  15. (په November 20, 2014 باندې). Central Asia's Largest Off-grid Solar Power System: Bringing electricity & hope to Afghanistan. North American Clean Energy
  16. ECOsys Implements the Hybrid Solar and Wind Power Plant in Herat Province-Afghanistan
  17. Solar powered hatchery in Balkh to increase poultry production
  18. Elliott, Dennis. "Wind Resource Assessment and Mapping for Afghanistan and Pakistan." South Asia Regional Initiative for Energy Integration. National Renewable Energy Laboratory, June 2007. Web. 30 Jan. 2016.
  19. (په November 26, 2017 باندې). ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant. Pajhwok Afghan News
  20. "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Afghanistan Can Generate 23,000 Megawatts Of Hydroelectric Power". TOLOnews. August 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ahmad, Masood, and Mahwash Wasiq. Water Resource Development in Northern Afghanistan and Its Implication for Amu Darya Basin. 36th ed. United States of America: World Bank, 2004. Google Books. Web. 29 Jan. 2016.
  23. Ahmad, Masood, and Mahwash Wasiq. Water Resource Development in Northern Afghanistan and Its Implication for Amu Darya Basin. 36th ed. United States of America: World Bank, 2004. Google Books. Web. 29 Jan. 2016.
  24. Yarash, Nasratullah, Paul Smith, and Katja Mielke. "The Fuel Economy of Mountain Villages in Ishkamish and Burka (Northeast Afghanistan). Rural Subsistence and Urban Marketing Patterns." Working Paper Series 9 (2010): 20-50. Zentrum Für Entwicklungsforschung Center for Development Research. Web. 30 Jan. 2016.
  25. (په November 26, 2017 باندې). ADB to provide $44.76m for construction of solar power plant. Pajhwok Afghan News
  26. "The Power of Nature: How Renewable Energy is Changing Lives in Afghanistan". United Nations Development Programme (UNDP). September 13, 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Assessment of Biomass Resources in Afghanistan" (PDF). United States: www.nrel.gov. January 2011. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Assessment of Biomass Resources in Afghanistan
  29. * کينډۍ:Cite video
  30. "Afghanistan Sustainable Energy for Rural Development (ASERD)". United Nations Development Programme (UNDP). 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. * کينډۍ:Cite video
  32. "BORDA in Afghanistan". Bremen Overseas Research and Development Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Amjid, Syed, Muhammad Q. Bilal, Muhammad S. Nazir, and Atlaf Hussain. "Biogas, Renewable Energy Resource for Pakistan." Renewable and Sustainable Energy Reviews: 2833-837. Elsevier. 20 Feb. 2011. Web. 29 Jan. 2016.
  34. Barrai, Frederico, Tracy Jackson, Noah Whitmore, and Marco J. Castaldi. "The Role of Carbon Deposition on Precious Metal Catalyst Activity during Dry Reforming of Biogas." Catalysis Today 129.3-4 (2007): 391-96. Elsevier. Web. 30 Jan. 2016.
  35. "BORDA in Afghanistan". Bremen Overseas Research and Development Association. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)