د افغانستان ملي پوځي اکاډمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان ملي پوځي اکاډمي (په دري:اکاډمی ملی نظامی افغانستان) د مارشال فهیم د ملي دفاعي پوهنتون یو له دریو علمي بنسټونو څخه وه. دا د څلور کلنو پوځي زده کړو هغه بنسټ و چې د افغان ملي اردو او افغان هوايي ځواک افسرانو ته ځانګړی شوی و. د دغې اکاډمۍ ماموریت د افغانستان د وسله والو ځواکونو لپاره د افسرانو روزنه وه چې د څلور کلنو زده کړو له پای وروسته یې فارغینو ته د لیسانس سند ورکاوه. دغه اکاډمي د متحده ایالاتو د پوځي اکاډمۍ او د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د اکاډمۍ څخه په تقلید جوړه شوې وه. د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پاشل کېدو سره هم مهاله افغان ملي اردو او د افغانستان هوايي ځواک وپاشل شو، دغه اکاډمي هم په رسمي توګه وتړل شوه.

پوهنځۍ[سمول]

د افغانستان له ملي پوځي اکاډمۍ څخه فارغېدونکو ټولو افسرانو د لیسانس په کچه د زده کړو سند ترلاسه کوه چې د انګریزي ژبې، ساختماني انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، مدیریت او حقوقو (اسلامي، قانوني او عرفي قوانینو) پوهنځۍ یې لرلې.

د انګریزي ژبې په پوهنځي کې زده کړیالانو څلور کاله زده کړې کولې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د انګریزي ژبې د انستیتیوت له خوا یې د امریکايي انګریزي ژبې لیکل شوی نصاب لوست. په دغو کې د مکالمې ټولګي او همدارنګه د تعاملي مولټي میډیا زده کړې شاملې وې.

زده کړیالانو د افسرۍ د زده کړو د برخې په توګه په اکاډمۍ کې دننه د جسماني چمتووالي په سهارنيو تمریناتو او همدارنګه له غرمې وروسته ورزش کې ونډه اخیسته.

پوځي روزنیز پروګرامونه[سمول]

له دغې اکاډمۍ څخه فارغېدونکي زده کړیالان د افغانستان په ملي اردو او یا د افغانستان په هوايي ځواک کې د دویم بریدمن په رتبه ګمارل کېدل. په پیل کې تر ډېره د ملي اردو د روزونکو په روزنه باندې ټینګار شتون درلود څو په راتلونکي کې وکولای شي د نویو استخدام شوو سرتېرو په روزنه کې ونډه واخلي. د ۲۰۱۰ زکال له نیمايي څخه د ۲۰۱۱ زکال تر نیمايي پورې د دغې اکاډمۍ د ښوونځیو شمېر له اتو څخه دوولسو ته زیات شو. چې په دغو کې د زرهي قواوو، توپخانې، بشري منابعو، مخابرې، پیاده نظام، انجینرۍ، حقوقو، نظامي پولیسو، لوژستیک، مذهبي/کلتوري چارو، استخباراتو او مالي چارو ښوونځي شامل وو. [۱]

د زرهي قواوو ښوونځی[سمول]

د فرانسې او یونان هېوادونو د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ د زرهي قواوو د ښوونځي چارې پر غاړه لرلې. هغوی په اصل کې د ملي اردو د میکانیزه لوا یعنې په جلال اباد کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو د دریمې لوا او په کابل کې د ۱۱۱مې فرقې د دریمې لوا د زرهي قواوو د رهنمايي او روزنې مسئولیت پر غاړه درلود. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د توپچي ښوونځی[سمول]

د توپچي ښوونځی د ۲۰۱۰ زکال په اکتوبر میاشت کې پرانیستل شو، له ۲۰۱۱ زکال را وروسته دغه ښوونځی د زده کړو او ملاتړ په برخه کې د آیساف ځواکونو څارنې او مرستو ته د اړتیا لرونکي ښوونځي په توګه ارزیابي شو. په دغه ښوونځي کې زده کوونکو د ۱۲۲ ملي متري ډي ۳۰ هویتزر توپونو په کارونې زده کړې کولې چې یو خو ساده و او بل دا چې د دغو توپونو یو شمېر یې د شوروي اتحاد له ځواکونو څخه په افغانستان کې پاتې شوي وو. د ډي-۳۰ توپونو د سم هدف ویشتو محدوده ۱۵.۴ کیلومتره ده.

د توپچي په ښوونځي کې د بریدمنۍ له رتبې څخه تر جګړنۍ رتبې پورې د ملي اردو سرتېرو ته ۹ جلا روزنیز پروګرامونه وړاندې کېدل. په دغو پروګرامونو کې د توپخانې د قوماندانۍ کورس، د توپخانې د افسرۍ کورس، درې ابتدايي کورسونه، د توپخانې د ډلګۍ مشرۍ کورس او د توپخانې په ټولیو کې د بریدمنانو کورس شامل و. د دغه ښوونځي روزنیز پروګرامونه په دریو کلیدي برخو ویشل کېدل: د اور جهت، په اور سره د ځواکونو ملاتړ او د توپونو چمتو کول. سربېره پر دې زده کوونکو ته د توپخانې تاکتیکونه، د قوماندانۍ رهبري او مدیریت، د توپخانې د ډلګیو په جوړښت کې د هغې نقلیې وسیلې انتقال چې توپ پرې نصب وي، د مخابرې پروسیجرونه، د نقشې لوستل او له هغو ګټنه ورښوول کېدله. ورته مهال هر زده کوونکي ته د سواد او حساب زده کړې ۶۸ ساعته روزنیز پروګرام هم په پام کې نیول شوی و. [۸]

د ۲۰۱۱ زکال په اپریل میاشت کې د دغه ښوونځي لومړني ۵۵ تنه زده کوونکي له ۱۱ اونیزه زده کړو وروسته فارغ شول. په یوه مهال کې دغه ښوونځي ۴۴۰ تنه زده کوونکي لرل چې د دغه ښوونځي له ۹ کورسونو څخه یې په یوه کې زده کړې کولې. موخه دا وه چې د ۱۲ میاشتو په ترڅ کې ۱۲۰۰ افسرانو او سرتېرو ته د توپخانې په برخه کې زده کړه ورکول شي څو د ملي اردو د توپچي ۲۳ ډلګۍ جوړې کړي. په معاصرو پوځونو کې د توپخانې یو ټولی باید په معمول ډول له ۶ څخه تر ۸ هویتزر توپونه ولري او باید د یو تورن یا جګړن له خوا یې قومانداني وشي. [۹][۱۰][۱۱]

د مخابرې ښوونځی[سمول]

د ملي پوځي اکاډمۍ د مخابرې ښوونځی چې په ۲۰۱۰ زکال کې پرانیستل شو د کابل په شمال ختیځ کې یې د کابل د پوځي زده کړو په مرکز کې موقعیت درلود. د دغه ښوونځي مشري د فنلنډ، سویډن، ناروې، بریتانیا، کاناډا او متحده ایالاتو هېوادونو مربیانو کوله چې د مخابرې په برخه کې یې ښوونکي وړاندې کول. د دغه ښوونځي هر زده کوونکي د سواد زده کړې په یوه شپږ اونیز کورس کې هم ګډون کاوه. [۱۲][۱۳]

د انجینرۍ ښوونځی[سمول]

د انجینرۍ د ښوونځي اصلي دنده دا وه چې د افغانستان د ملي اردو د نویو تاسیس شوو ډلګیو لپاره د انجینرۍ په برخه کې په شرایطو برابر  افسران او سرتېري وروزي.

د ښځو ونډه[سمول]

دغې اکاډمۍ شاوخوا ۴۰ ښځینه زده کړیالانې لرلې چې په طبي برخو کې یې زده کړې کولې. د زده کړو دغې مشترکې څانګې ښځو ته اجازه ورکوله څو د پوهنتون په ودانۍ کې زده کړې وکړي په داسې حال کې چې هغوی په دغه سیمه کې د یو ملکي پوهنتون په لیلیه کې ځای پر ځای شوې وې. ورته مهال یادې اکاډمۍ پلان درلود چې تر ۲۰۱۷ زکال پورې یې د ښځینه زده کوونکو شمېر د ټولو زده کوونکو ۱۰٪ کچې ته ورسېږي.

ځانګړنې[سمول]

په سنتي ډول په افغانستان کې پوځي چارواکي ملي رهبر او یا هم تر ډېره پورې خپل قبیلوي رهبر ته وفاداره پاتې کېږي. د هغوی وفاداري له قبیلې څخه پیل بیا تر ولایت، هیواد او دین پورې اړوندیږي. دغې اکاډمۍ دنده لرله چې زده کړیالان د افغانستان د ۲۰۰۴ زکال اساسي قانون ته وفاداره و روزي نه دا چې کوم کس ته وفاداره وي. د دغو زده کوونکو د زده کړو بله فلسفه دا وه چې درک کړي د ملي اساسي قانون سره په ټکر لرونکو مواردو کې د چارواکو له اوامرو څخه سرغړونه توجیه وړ چاره ده.

دوی داسې یو اخلاقي منشور ته پابند روزل کېدل چې باید چاته چل ورنکړي، دروغ وه نه وايي، غلا وه نه کړي او یا هم د نورو پر وړاندې توطئه جوړه نه کړي.

له بهرنیو پوځي اکاډمیو سره اړیکې[سمول]

د افغان پوځ چارواکو یوه نړیواله څېړنه ترسره کړه چې د دغې څېړنې پر مهال یې د ترکیې له پوځي اکاډمۍ، د بریتانیا د پوځي خدمتونو له سندهرسټ سلطنتي پوځي اکاډمۍ او په ویست پاینټ کې د متحده ایالاتو له پوځي اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه.

د دغې څېړنې په پایله کې دغو چارواکو د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي د نمونې په توګه انتخاب کړه. له همدې امله دوی د ۲۰۰۴ زکال په پسرلي او بیاځلي په ۲۰۰۵ زکال کې له ویسټ پاینټ پوځي اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه څو وپوهېږي چې ویست پاینټ څه ډول په علمي، پوځي، فیزیکي او انګېزوي برخو کې خپل فعالیتونه یو موټي کړي او دوی هم داسې افسران فارغ کړي چې د راتلونکو ننګونو لپاره چمتو اوسي.

ورته مهال د متحده ایالاتو د هوايي ځواک اکاډمۍ ورته د افغان هوايي ځواک د روزنې په موخه امریکايي ښوونکي ولېږل.

بیارغونه[سمول]

دغه اکاډمي د افغان هوايي ځواک د هغې پخوانۍ اکاډمۍ په ځای کې جوړه شوه چې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال په افغانستان کې د شوروي د اشغال پر مهال تاسیس شوې وه. یاده اکاډمي د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال او د ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په میاشت کې د ائتلافي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې تر ډېره بریده نړېدلې وه.

متحده ایالاتو او ترکیې یوځای د کابل په قرغې سیمه کې د دغې اکاډمۍ په بیارغولو کې له نورو ټولو وړاندې ګام واخیست او د دغې اکاډمۍ د بیارغونې او پراختیا په پلان یې کار پیل کړ. د دغې اکاډمۍ د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر اټکل شو.

سرچينې[سمول]

  1. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  2. Joshua Foust. "Discussing European Efforts at Afghan Reconstruction —". Registan.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "28 More US Fuel Trucks Set Ablaze in Pakistan, 6 Killed, as Convoy Boycott Continues | Informed Comment". Juancole.com. 2001-09-12. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Tijdlijnfoto's". Facebook. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. CJ RadinSeptember 10, 2009 (2009-09-10). "Afghan National Army Order of Battle September 2009 update". The Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. [۱][مړه لينکونه]
  7. "NATO Training Mission Afghanistan : NTM-A.com". ntm-a.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghan Army opens new artillery training school | Article | The United States Army". Army.mil. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Australian Government, Department of Defence (2011-04-29). "Artillery training team hits mark - Department of Defence". Defence.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Training & Simulation Forum". Trainingandsimulationforum.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghan National Army Artillery Soldiers Train on Howitzers | ISAF - International Security Assistance Force". Isaf.nato.int. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. [۲][مړه لينکونه]
  13. "ACO - Allied Command Operations | Building the plane while flying: Advising at the Afghan National Army Signals School". Aco.nato.int. 2012-02-27. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)