د افغانستان لنډ تاريخ
ښکارېدونکې بڼه
تاريخ:
يادونه: افغانستان ٥٠٠٠ کلن تاريخ لرې . گرانه ده چې ټول تاريخ وليکو خو دلته به يې ډيرې مهمې پيښتې په لنډ ډول بيان کړو: مونږ دلته دعيسی عليه السلام زيږيدنې نه مخکې او وروسته د اصطلاح په کاروو چې د عيسی عليه السلام زيږونه مخکې او وروسته معنا لري.
- دعيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې د ٦٠٠ او ١٥٠٠ تر منځ دې هيواد کې کوچيانو او مالدارانو ژوند کاوه. دا هيواد تل د اسيا د څلور لارې په نوم شهرت درلود.
- دا هيواد د عيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې ٣٣٠ نه تر ٦٠٠ د داريوش د امپراتورۍ ختيځ ولايتونه وو.
- له زيږيدنې مخکې٣٠٠ او ٣٢٧ د داريوش د دريمې امپراتورۍ په پيل کې سنکندر کبير دې هيواد ته راغی او ددرې کالو له پاره يې بلخ خپله پلازمينه وټاکله.
- له زيږيدنې وروسته ٤٨ تر ٢٤١ د کوشانيانو پير ؤ چې پلازمينه يې په کاپيسا کې وه. دوريښمو لار په همدغه پير کې پر افغانستان تيره شوه. دا *د يونانی بودايانو د تمدن پير ؤ.
- له ٢٤١ تر ٩٦٢ ( زيږيدنې وروسته) د شک او ترديد يو پير ؤ چې په همدې پړاو کې د اسلام سپيڅلې دين هيواد ته راغی.
- له ٩٦٢ تر ١١٨٦ ( زيږيدنې وروسته) د غزنويانو د امپراتورۍ پير ؤ چې د ژمې پلازمينه به بوست (لشکرگاه) او د اوړی پلازمينه به غزنی ؤ.
- له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) د غوريانو امپراتوری د غزنويانو د امپراتورۍ ځای نيسی او غزنی ورانوي.
- له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) چنگيزخان پر افغانستان بريد کوي او هيواد تر سلو کالو د مغلو په منگولو کې پريوځي.
- له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ ( زيږيدنې وروسته) گوډ تيمور هيواد نيسی اوهرات خپله پلازمينه ټاکي.
- له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ (زيږيدنې وروسته) بابر په کابل کې د مغلو شاهي جوړوي.
- ١٧٤٧ (زيږيدنې وروسته) احمدشاه دراني د افغانستان د نوی دولت بنسټ ږدي.
- له ١٨٢٦ تر ١٨٦٣ (زيږيدنې وروسته) د امير دوست محمد خان پير او د افغان انگليس لومړی جگړه (١٨٣٩ تر ١٨٤٢).
- له ١٨٦٣ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د امير شيرعلی خان پير.
- له ١٨٨٧ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د افغان انگليس دويمه جگړه ( امير محمد يعقوب خان پير).
- له ١٨٨٠ تر ١٩٠١ (زيږيدنې وروسته) امير عبدالرحمان خان په کابل کې مرکزې حکومت جوړ کړ.
- له ١٩٠١ تر ١٩١٩ (زيږيدنې وروسته) امير حبيب الله خان سوله ايز حکومت کوي او هيواد پر مخ ځي.
- له ٩١٩١ تر ١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) غازي امان الله د نويتوب (عصريتوب) پر لور چټک گامونه اخلي. په دې پير کې د افغان انگليس جگړه دې ته لاره اواروي چې افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد په توگه وپيژندل شي.
- ١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) امان الله خان د سقاو ځوئ د اړودوړ په پايله کې هيواد پريږدي.
- له ١٩٢٩ تر ١٩٣٣ (زيږيدنې وروسته) نادرشاه گډوډۍ او انارشۍ پای ته رسوي.
- له ١٩٣٣ تر ١٩٧٣ (زيږيدنې وروسته) ظاهرشاه د خپل پلار نادرشاه تر مرگ وروسته د هيواد د چارو واگې په لاس کې نيسي او هيواد د ثبات او پرمختگ پر لور بيايي.
- له ١٩٧٣ تر ١٩٧٨ (زيږيدنې وروسته) د ٤٠ کلنې پاچاهې وروسته د ظاهر شاه د تره ځوئ سردار محمد داود دهيواد د چارو واگې په لاس کې اخلې او په هيواد کې د لومړی ځل له پاره د جمهوريت اعلان کوي.
- ١٩٨٧ (زيږيدنې وروسته) داود خان د يوې پوځي اړودوړ په پايله کې وژل کيږي او نور محمد ترکی د افغانستان دموکراتيک جمهوريت په نوم د هيواد چارو واگې سمبالوي. څو مياشې وروسته نورمحمد ترکی وژل کيږي او حفيظ الله امين ځان د دولت رئيس اعلانوي.
- له ١٩٧٩ تر ١٩٨٩ (زيږيدنې وروسته) روسان پر هيواد يرغل کوي او خپل لاس پوڅی ببرک کارمل پر چوکۍ کښينوی.
- له ١٩٨٦ تر ١٩٩٢ ( زيږيدنې وروسته) د ډاکتر نجيب الله دافغانستان د جمهوري رياست دوره وه.
- له ١٩٨٩ تر ١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) له لس کلنې جگړې وروسته روسان له دې هيواده وتلو ته اړ کيږي.
- ١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) د افغانستان واگې د صبغت الله مجددی په مشرئ د مجاهدينو د حکومت لاسته ورځي.
- له ١٩٩٢ تر ١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) د صبغت الله مجددی دوه مياشتنې دورې پوره کيدو سره استاد برهان الدين ربانې د چارو واگې په لاس کې اخلې او دجهادی تنظيمنو په لاس دافغانستان د بدمرغۍ او ړنگيدلو زمانه بيل کيږي.
- ١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) داکتر نجيب الله د طالبانو مليشو په لاس وژل کيدل.
- له ١٩٩٦ تر ٢٠٠١ (زيږيدنې وروسته) د ملا محمد عمر په مشرئ د طالبانو په نامه د اسلامی امارت پير.
- له ٢٠٠٢ (زيږيدنې وروسته) تر اوسه د حامد کرزې په مشرئ د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت پيل.