د موسم بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


د اقليم د بدلون وړتيا په اقليم کې ټول هغه بدلونونه شاملوي، چې د انفرادي هوا د پېښو په پرتله اوږد دوام کوي؛ په داسې حال کې چې د اقليم د بدلون اصطلاح يوازې هغو بدلونونو ته راجع کېږي چې د وخت د يوه اوږد مهال لپاره (په نمونه يي ډول لسيزو يا له دې نه هم زياتې مودې) ټينګار کوي. د عمومي معنا تر څنګ چې د «اقليم بدلون» په کې کېدای شي، د ځمکې په تاريخ کې هر وخت ته راجع شي، دا اصطلاح په عام ډول اوس روان شته اقليمي بدلون د تشرېح کولو په موخه کارول کېږي. د صنعتي بدلون نه په راپدېخوا وختونو کې، اقليم په زياتېدونکې ډول د انساني فعاليتونو په واسطه اغېزمن شوی دی، چې همدا د نړيوالې تودوخې او اقليم د بدلون لامل ګرځي. [۱]

د اقليم سيستم نږدې خپله ټوله انرژي له لمر نه تر لاسه کوي. د اقليم سيستم بهرنۍ فضا ته انرژي خپروي (وړانګې خپروي). د راتلونکې او تلونکې انرژۍ توازن او د اقليم په سيستم کې د انرژي دهليز د ځمکې د انرژي بوديجه مشخص کوي. کله چې راتلونکې انرژي د تلونکې انرژي په پرتله زياته وي، د ځمکې د انرژي بوديجه مثبته ده او د اقليم سيستم ګرمېږي. که چېرې زياته انرژي د باندې وځي، د انرژي بوديجه منفي ده او ځمکه يخوالی تجربه کوي.

د ځمکې د اقليم له سيستم نه تېرېدونکې انرژي په هوا کې حالت پيداکوي، چې د جغرافيوي معيارونو او وخت له مخې توپير لري. په يوه سيمه کې د هوا اوږد مهاله اوسطونه او د بدلون وړتيا د همغې سيمې اقليم رامنځته کوي (په قانوني ډول). دا بدلونونه هغه وخت د «داخلي بدلون وړتيا» پايله کېدلی شي، چې د اقليم سيستم بېلابېلو برخو ته ارثي طبيعي پړاوونه د انرژي وېش ته بدلون ورکړي. بېلګې په سمندري زېرمو، لکه: د ارام سمندر خوځېدنه (Pacific decadal oscillation) او د (Atlantic multidecadal oscillation) کې د بدلون وړتيا شاملوي. د اقليم د بدلون وړتيا له باندني ځواک نه هم هغه پايله لرلی شي، چې د اقليم د سيستم له برخو نه د باندې پېښې په دې ډول د سيستم په دننه کې بدلونونه رامنځته کړي. په بېلګو کې په لمريزې وتنۍ او اور غورځوونکو کې بدلونونه شاملېږي.

د اقليم د بدلون وړتيا د سمندر په کچه بدلونونو، د نبات د ژوند او د کتلې د له منځه وړنې لپاره پايلې لرلی شي او په دې ډول انساني ټولنې هم اغېزمنوي.

د اقليم

د اقليم د بدلون وړتيا د انفرادي هوا د پېښو په پرتله په ټولو فضايي او لنډمهاله اندازو باندې په مطلوب حالت او د اقليم په نورو ځانګړتياوو کې د بدلونونو، (لکه: د سختې هوا موکې يا احتمال) د تشرېح کولو اصطلاح ده. د بدلون وړتيا ځينې يې په منظم يا سيستماتيک ډول مسبب نه ښکاري او په ناڅاپي وختونو کې رامنځته کېږي. په دې ډول د بدلون وړتيا ته ناڅاپي د بدلون وړتيا يا شور (noise) وايي. له بله اړخه، د بدلون موکوته وړتيا په منظم ډول او د بدلون د وړتيا يا اقليم د طرحو په بېلو حالتونو کې واقع کېږي. [۲]

د اقليم د بدلون اصطلاح زياتره په ځانګړي ډول زيان رسوونکي د اقليم بدلون ته (چې د نړيوالې تودوخې په توګه هم پېژندل کېږي) کارول کېږي. زيان رسوونکی اقليمي بدلون د انسان د فعاليت له امله دی، د دې برعکس چې په اقليم کې بدلون کېدای شي، د ځمکې د طبيعي پړاوونو د يوې برخې له امله وي. په دې معنا سره، د اقليم د بدلون اصطلاح له (anthropogenic) نړيوالې تودوخې سره مترادف کېږي. په علمي ژورنالونو کې نړيواله تودوخه د ځمکې د سطحې د حرارت درجې زياتونو ته راجع کېږي، په داسې حال کې چې د اقليم بدلون نړيواله تودوخه او نور هر هغه څه رانغاړي چې د ګلخانه يي ګاز د کچو اغېزه زياتوي. [۳]

په ۱۹۶۶ ز کې د هواپېژندنې د نړيوال سازمان (World Meteorological Organization(WMO)) له خوا يوه اړونده اصطلاح (climatic change) وړاندې شوه، چې له لسو نه د زياتو کلونو په اندازو باندې د اقليمي بدلون د وړتيا ټولې بڼې د سبب په نظر کې نيولو نه پرته رانغاړي. د ۱۹۷۰ز لسيزو په جريان کې د اقليم د بدلون اصطلاح، په اقليمي بدلون بدله شوه، چې پر انتروپوجينينک سببونو باندې تمرکز وکړي، لکه څرنګه چې دا روښانه شوه، چې د انسان فعاليتونو د دې ځواک درلود چې په پراخه توګه اقليم کې بدلون راولي. د اقليم بدلون، د اقليم د بدلون په اړه د حکومتونو تر منځ منصفه پلاوي (Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC)) او د اقليم په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ د تړون په عنوانونو کې يو ځای او ترکيب شوه. د اقليم بدلون په اوس وخت کې د پړاو د تخنيکې تشرېح او اسم په توګه، د ستونزې د تشرېح دواړو په موخه کارول کېږي. [۴]

سببونه

په تر ټولو پراخه کچه، هغه اندازه يا قېمت چې په کې له لمر نه انرژي تر لاسه کېږي او هغه اندازه چې فضا ته په کې انرژي خوشې کېږي؛ متوازنه حرارت درجه او د ځمکې اقليم مشخص کوي. دا انرژي د نړۍ شاوخوا د بادونو، سمندري جريانونو او نورو طريقو په واسطه وېشل کېږي، چې د بېلابېلو سيمو اقليمونه اغېزمن کړي. [۵][۶][۷]

هغه عوامل چې اقليم ته بڼه ورکولی شي، د اقليم تحميل کوونکي يا تحميل کوونکي ميکانيزمونه ورته وايي. دا ځيني پړاوونه شاملوي، لکه: په لمريزې وړانګې کې بدلونونه، د ځمکې په مدار کې بدلونونه، د لويو وچو، فضا او سمندرونو، غرنۍ ودانۍ او براعظمي هڅې او د ګلخانه يي ګاز په تغليظ (ورګډیدنو) کې په albedo يا منعکسيت کې بدلونونه. بهرني تحمیل کوونکي anthropogenic (لکه: د ګلخانه يي ګازونو زياته خپرېدنه او خاورې) يا طبيعي (لکه: په لمريزه وتنۍ، د ځمکې مدار او د اور غورځونکي خوټېدنې کې بدلونونه) اوسېدلی شي. د اقليم بدلون د غبرګونونو يو ډول شته، چې بنسټيز تحميل کوونکي لوړولی (زياتولی) او ټيټولی (کمولی) شی. کليدي درشلونه هم شته چې د زياتوالي په حالت کې تېز يا بېرته نه ګرځېدونکی بدلون رامنځته کولی شي. [۸][۹]

د اقليم د سيستم ځينې برخې، لکه: سمندري او په يخ پوښل شوې سيمې اقليمي تحميل کوونکو پر وړاندې په يو څه بطي ډول غبرګون ښکاره کوي، په داسې حال کې چې نورې برخې په زياتې تېزۍ سره ځواب ورکوي. د تېز بدلون يوه بېلګه، د يوې اورغورځوونکي خوټېدنې نه وروسته هغه وخت اتموسفيري سوړوالی دی، چې اورغورځوونکي ايره د لمر رڼا منعکس کوي. له اتموسفيري سوړوالي نه وروسته د سمندري اوبو حرارتي وده بطي ده او په زرګونو کلونه نيولی شي. یو ترکيب يې هم ممکن دی. د نمونې په ډول: دا چې د سمندر يخ يا کنګل وېلي کېږي، د شمالي قطب سمندر کې د منعکسيت يا albedo ناڅاپي بايلنه د اوبو د يو څه زياتې ترتيبي حرارتي ودې په واسطه تعقيب شوې ده.

د اقليم د بدلون وړتيا د داخلي پړاوونو له امله هم رامنځته کېدلی شي. داخلي ناتحميل شوي پړاوونه، زياتره په سمندر او فضا کې د انرژي په وېش کې بدلونونه رانغاړي. د بېلګې په ډول په (thermohaline circulation) کې بدلونونه.

د داخلي بدلون وړتيا

د داخلي بدلون وړتيا له مخې، اقليمي بدلونونه ځيني وختونه په دورانونو يا خوځښتونو کې واقع کېږي. د طبيعي اقليمي بدلون د نورو ډولونو لپاره موږ اټکل نه شو کولی چې ،کله رامنځته کېږي، چې همدې ډول بدلون ته ناڅاپي بدلون وايي. د يوه اقليمي ليد له مخې، هوا په ناڅاپي توګه ملاحظه کېدلی شي. که چېرې په يوه ځانګړي کال کې لږې ورېځې وي، دا معنا چې د انرژي نامتوازنتوب شتون لري او د سمندرونو په واسطه اضافي تودوخه جذب کېدلی شي. د اقليم د جبرې قوې له امله دا نښه په سمندر کې زېرمه کېدلی او د اصلي هوا د اختلال په پرته پر اوږد مهاله اندازو يا مقياسونو باندې د بدلون د وړتيا په توګه څرګندېدلی شي. که چېرې د هوا اختلالات په بشپړ ډول ناڅاپي وي او د ښکاره يا سپين شور (white noise) په توګه رامنځته کېږي؛ د طبيعي يخچالونو او سمندرونو جبري قوه دا په اقليمي بدلونونو سره ورته کولی شي، چې اوږدمهاله خوځښتونه په کې يو څه پراخه خوځښتونه دي؛ چې دې ښکارندې  ته سور شور (red noise) وايي. د اقليم زيات بدلونونه ناڅاپي او دوراني اړخ لري. دا سلوک يا چال چلند د اتفاقي تشديد په توګه دوبله شوې ده. د فزيک په برخه کې د ۲۰۲۱ ز نړيوالې جايزې نيمايي د همدې کار لپاره (Klaus Hasselmann) ته له (Syukuro Manabe) سره په ګډه، چې د اقليم د موډلينګ اړوند کار يې کړی و؛ ورکړل شوه. په داسې حال کې چې نيمايي جايزه (Giorgio Parisi) ته ورکړل شوه. نوموړي له خپلو مرستندويانو سره په ګډه د ناڅاپي تشديد مفهوم معرفي کړ، مګر جايزه ورته په اصل کې د تيوريکي فزيک په اړه د کار له امله ورکړل شوه.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینې

  1. America's Climate Choices: Panel on Advancing the Science of Climate Change; National Research Council (2010). Advancing the Science of Climate Change. Washington, D.C.: The National Academies Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-14588-6. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۱۴ باندې. (p1) ... there is a strong, credible body of evidence, based on multiple lines of research, documenting that climate is changing and that these changes are in large part caused by human activities. While much remains to be learned, the core phenomenon, scientific questions, and hypotheses have been examined thoroughly and have stood firm in the face of serious scientific debate and careful evaluation of alternative explanations. (pp. 21–22) Some scientific conclusions or theories have been so thoroughly examined and tested, and supported by so many independent observations and results, that their likelihood of subsequently being found to be wrong is vanishingly small. Such conclusions and theories are then regarded as settled facts. This is the case for the conclusions that the Earth system is warming and that much of this warming is very likely due to human activities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rohli او Vega 2018، ص. 274.
  3. "What's in a Name? Global Warming vs. Climate Change". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hulme, Mike (2016). "Concept of Climate Change, in: The International Encyclopedia of Geography". The International Encyclopedia of Geography (Wiley-Blackwell/Association of American Geographers (AAG)): 1. https://www.academia.edu/10358797. Retrieved 16 May 2016. 
  5. Hsiung, Jane (November 1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Estimates of Global Oceanic Meridional Heat Transport"]. Journal of Physical Oceanography 15 (11): 1405–13. doi:10.1175/1520-0485(1985)015<1405:EOGOMH>2.0.CO;2. Bibcode1985JPO....15.1405H. 
  6. Vallis, Geoffrey K.; Farneti, Riccardo (October 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Meridional energy transport in the coupled atmosphere–ocean system: scaling and numerical experiments"]. Quarterly Journal of the Royal Meteorological Society 135 (644): 1643–60. doi:10.1002/qj.498. Bibcode2009QJRMS.135.1643V. 
  7. Trenberth, Kevin E. et al. (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Earth's Global Energy Budget"]. Bulletin of the American Meteorological Society 90 (3): 311–23. doi:10.1175/2008BAMS2634.1. Bibcode2009BAMS...90..311T. 
  8. Smith, Ralph C. (2013). Uncertainty Quantification: Theory, Implementation, and Applications. 12. SIAM. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1611973228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cronin 2010, pp. 17–18
  10. Hasselmann, K. (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stochastic climate models Part I. Theory"]. Tellus 28 (6): 473–85. doi:10.1111/j.2153-3490.1976.tb00696.x. ISSN 2153-3490. Bibcode1976TellA..28..473H. 
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stochastic resonance in climatic change"]. Tellus 34 (1): 10–6. 1982. doi:10.1111/j.2153-3490.1982.tb01787.x. Bibcode1982TellA..34...10B. 
  12. Ruddiman 2008، ص. 262.
  13. Ruddiman 2008، صص. 261–62.