د افغانستان ریلیف موسسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان ریلیف موسسه (ARO) یو بشرپاله موسسه ده چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته په مستقیمه بڼه مرستې او زده کړې وړاندې کوي. دغه موسسه په افغان پلازمېنې کابل ښار کې د ټکنالوژۍ د زده کړو یو لوی مرکز اداره کوي او همدارنګه د قابلو په روزنه کې ونډه لري. [۱][۲][۳]

تشرېح[سمول]

د افغانستان ریلیف موسسه یوه غیرسیاسي، غیرمذهبي، غیرانتفاعي او نا دولتي بشر پاله موسسه ده چې په ۱۹۹۸ زکال کې په متحده ایالاتو کې تاسیس او په افغانستان او متحده ایالاتو دواړو کې ثبت ده. د دغې موسسې مرکزونه د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په کېپرس او اورنج ښار کې موقعیت لري او په افغانستان کې فعالیت کوي. [۴]

ARO په ۱۹۹۸ زکال کې د ارتباطاتو د پروژې د مدیر او سوداګر عبدالستار او همدارنګه د هغه د افغان همکار ابوالفاضل خلیلي له خوا چې د مشهور افغان شاعر استاد خلیل الله خلیلي لمسی دی تاسیس شوه. هغوی غوښتل د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې له اړمنو کسانو سره چې د ځمک ښویېدنې له امله ډېر زیانمن شوي و، مرسته وکړي. [۵][۶][۷]

دغه موسسه خپلې مرستې د خوراکي توکو، درملو، د ښوونځیو د توکو او ژمنیو مرستو په بڼه اړمنو کسانو ته وړاندې کوي او همدارنګه د عمومي زده کړو پروګرامونه لري چې پرځان د بساینې په موخه طراحي شوي دي. ARO پوره ۱۱۰۰ نجونو او هلکانو ته وړیا زده کړې وړاندې کوي او همدارنګه په کابل کې دغه موسسې ته اړوند د ټکنالوژۍ د روزنې مرکز بالغو نارینه او ښځینه وو ته د زده کړو پروګرامونه لري؛ چېرې چې دوی افغان کارکوونکي لري. دغه مرکز د سهار له اوو بجو څخه د شپې تر اوو بجو پورې فعالیت لري. د دغې موسسې د ټکنالوژۍ د روزنې په مرکز کې د کمپیوټر، دري، پښتو، انګریزي، ریاضي، ساینس او د کارموندنې د مهارتونو زده کړې وړاندې کېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ARO په بشپړ ډول د داوطلبه کاروونکو په لرلو او همدارنګه د کوم لګښت لرونکي دفتر له لرلو پرته په ډېر لږ لګښت په متحده ایالاتو کې فعاله ده. دغه موسسه د خپلې بودیجې یوازې ۷ سلنه په اداري چارو او په متحده ایالاتو او افغانستان کې د مرستو په راغونډونه لګوي او هڅه کوي ورسره شوې مالي مرستې تر وروستۍ کچې په افغانستان کې په کار ولګوي. [۱۳]

د یادونې ده چې د افغانستان ریلیف موسسه نه باید د بریتانیا د خیریه افغان ریلیف موسسې سره غلطه شي، چې په ۱۹۸۴ زکال کې د لیکوال او صوفي ښوونکي ادریس شاه له خوا جوړه شوه او د نه فعالیت له امله په ۲۰۰۲ زکال کې له منځه ولاړه. [۱۴]

فعالیتونه[سمول]

د مرستو برابرول[سمول]

د ۲۰۰۲ زکال په فبروري میاشت کې د لومړي ځل لپاره له ۳۰ کلونو وروسته یوه ۷۴۷ سوداګریزه الوتکه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې راکښته شوه او اړتیا وړ بشردوستانه مرستې یې افغانستان ته ورسولې. د افغانستان ریلیف موسسې د اېور ګرین نړیوال هوايي شرکت (Evergreen International Airlines) ته اړوند د اېورګرین بشري مرستندویه خدمتونو د بنسټ او مري کورپس (Mercy Corps) په نومونو د دوه غیر انتفاعي بنسټونو او همدارنګه د مایکروسافټ په مرسته د دوه میلیون ډالرو په ارزښت توکي راغونډ کړي و چې د دغې الوتکې پر مټ یې کابل ته ولېږل. په دغو توکو کې د حفظ الصحې د ساتنې وسایل، د نویو زیږدلو ماشومانو لپاره اړتیا وړ ټوکي، د کورنیو حیواناتو خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، کمپلې، د ښوونځي وسایل او طبي وسایل شامل و. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په یوه غونډه کې چې د ۲۰۰۲ زکال د فبروري په اوومه په لاس انجلس کې د کالیفورنیا د پوهنتون د نړیوال انستیتوت له خوا جوړه شوې وه د افغانستان بنسټ د مدیره پلاوي غړي او د ARO مشر نور دلاوري په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړتیا اړوند څرګندونې وکړې:

نیمې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي. موږ ۲۰۰۰ مایله سړکونه لرل؛ چې اوس نږدې ټول یې له منځه تللي. په سلګونو زره ماشومان یتیمان شوي، د ځوانانو ترمنځ مرګ ژوبله د تصور له کچې لوړه ده، دوی د سړې هوا له امله مري. موږ باید هغوی ته سرپناه برابره کړو. په تېره لسیزه کې شاوخوا ۸ میلیونه کسان بې ځایه شوي. موږ اړتیا لرو چې نوي امنیتي ځواکونه جوړ کړو. موږ دې ته اړتیا لرو ځکه چې باید د ټوپک سالارانو یا نورو هغو کسانو مخه ونیسو چې د ټولنیزو ځواکونو له کمزورتیا ناوړه ګټنه کوي.[۲۰]

زده کړې[سمول]

د افغانستان ریلیف موسسه له دې سربېره په افغانستان کې د ښوونکو د روزنې او کلیوالي کتابتونونو د جوړولو په موخه مالي مرستې غونډوي. د دغې موسسې له خوا د مالي مرستو د راغونډونې د بهیر ملاتړ د یو شمېر مشهورو کسانو له دې ډلې د هالي بري، پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، سندرغاړې شر، فلمي ستوري ویل فرل، جیک جیلنهال، د کاغذ باد د الوزونکي په نامه کتاب د لیکوال خالد حسیني، انجلینا جولي، مډونا، اوا منډېس، سټیو ناش او ناتالي پورټمن؛ له خوا شوی. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په متحده ایالاتو کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد د ۲۰۰۷ زکال د فبروري په ۲۳ مه د کالیفورنیا، لاس انجلس ته ولاړ څو د ARO له خوا د مالي مرستو د راغونډونې په کلنۍ غونډه کې چې د زده کړو له لارې د سولې تر عنوان لاندې جوړه شوې وه برخه واخلي. [۲۶]

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) د ۲۰۰۷ زکال په راپور کې چې په افغانستان کې د زده کړو اړوند دی راغلي:

افغانستان په نړۍ کې د ښوونځي په عمر (له ۷ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ) د برابرو ماشومانو تر ټولو لوړه کچه لري: له هرو پنځو افغانانو څخه یو د ښوونځي په عمر برابر دی. ښوونځي ته د ماشومانو د تلو په برخه کې د ترلاسه شوو بریاوو سربېره د زده کړو په برخه کې جنسیتي نابرابري لا هم اندېښنه پارونکې ده. د بېلګې په توګه د ځوانو نجونو (له ۱۵ کلنۍ تر ۲۴ کلنۍ) ترمنځ د سواد کچه ۱۸ سلنه ده په داسې حال کې چې دا بیا د هلکانو ترمنځ ۵۰ سلنه ته رسېږي. ۳۲ سلنه هلکان لومړنیو ښوونځیو ته ځي په داسې حال کې چې دغه کچه د نجونو لپاره ۱۳ سلنه ده. د همکارو ډلو د موندنو له مخې یوازې ۳۰ سلنه نجونې (د ۱۲ کلونو په عمر) پنځم ټولګي ته رسېږي، په داسې حال کې چې دغه کچه بیا د هلکانو لپاره ۵۶ سلنه ده. (منبع: په افغانستان کې د ماشومانو اړوند د ټولنیزو شاخصونو غوره اټکلونه، ۱۹۹۰- ۲۰۰۵).[۲۷]

د پارټیسپېڼټ پروډکشن (Participant Productions) او پارامونټ وینټېج (Paramount Vantage) په نومونو فلم جوړونکو شرکتونو په خپل هغه ټولنیز کمپاین کې چې په نړیواله کچه د خالد حسیني د کاغذ باد الوزونکي په نامه اثر د جایزې ګټونکي فلم لپاره جوړ شوی و؛ ARO یې د خپل غیر دولتي همکار په توګه معرفي کړ چې د فلم لیکوال یې په مقدمه کې یادونه کړې. [۲۸]

په ۲۰۰۷ زکال کې د پارامونټ کلاسیک او ډیم ورکس پېکچرز فلم جوړونکو شرکتونو په کابل کې د ښوونځیو ماشومانو ته ۵۰۰ لپټاپ کمپیوټرونه ډالۍ کړل. ARO موسسې دغه لپټاپونه د یو ماشوم لپاره د یو لپټاپ د طرحې له مخې چې موخه یې د مخ پر ودې هېوادونو ماشومان دي؛ وویشل. د کاغذباد الوزونکي یا کایټ رنر اثر لیکوال خالد حسیني ویلي چې «د افغانستان د اقتصادي او سیاسي شرایطو د بدلون په موخه د ټولو وګړو لپاره زده کړې حیاتي رول لري».[۲۹][۳۰]

د قابلو روزنه[سمول]

دې ته په پام چې په افغانستان کې د امیدوارۍ یا زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ډېره لوړه ده او په دغه برخه کې د مرسته کوونکو روزل شوو ښځو شمېر هم لږ دی؛ د قابله ګانو روزنه د دغې موسسې بله لویه پروژه ده. په ۲۰۰۶ زکال کې د هرو ۶۰ ښځو څخه یوې یې امیدوارۍ ته د اړوندو لاملونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، همدا و چې دغه هېواد د نړۍ په کچه له سیرالیون وروسته د میندو د مړینې په برخه کې دویم ځایګی خپل کړ. په ۲۰۰۶ زکال کې د نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچه د ۱۰۰۰ ژوندیو زیږونونو څخه ۱۳۵ مورده وه، چې د ۲۰۰۱ زکال د ۱۶۵ موردو څخه لږ، خو بیا هم ډېره لوړه کچه وه. [۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Staff (2007-12-10). "12.10.2007 kite, Celebrities participate in Afghan kite auction for charity". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marlow, Ann (October 2005). "Southern Californians build a terrific school in Kabul" (PDF). LA Weekly blogs (reproduced on ARO site). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) The text of the article is reproduced as a pdf on the ARO site, though the original[مړه لينکونه] on LA Weekly blogs is now unavailable. The title shows up in a Yahoo! search, where the cached file may be seen in full. Also partly available on the Way Back Machine (see discussion page).
  3. Staff (2004-05-09). "Development Report – Midwives in Training". Voice of America. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. Staff. "GuideStar JustGive Search: Afghanistan Relief (charity details)". GuideStar. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lynch, Stephen (2003-10-12). "Tulips in a Minefield" (PDF). Orange County Register (reproduced on the AfghanRelief site). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2008-04-25 باندې). Escondido businessman looks to raise money for education.
  7. Staff (2008-04-25). "An Afghan-American Family's Unique Perspective (transcript)". CNN Television, Sunday Morning. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Staff (2007-12-10). "12.10.2007 kite, Celebrities participate in Afghan kite auction for charity". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Staff. "GuideStar JustGive Search: Afghanistan Relief (charity details)". GuideStar. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Marlow, Ann (October 2005). "Southern Californians build a terrific school in Kabul" (PDF). LA Weekly blogs (reproduced on ARO site). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) The text of the article is reproduced as a pdf on the ARO site, though the original[مړه لينکونه] on LA Weekly blogs is now unavailable. The title shows up in a Yahoo! search, where the cached file may be seen in full. Also partly available on the Way Back Machine (see discussion page).
  11. Staff. "Peace Operations Monitor: Overview of Non-Governmental Programs (Afghanistan)". Peace Operations Monitor. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Staff (2007-02-27). "02.27 news aro, Ambassador Said T. Jawad Meets with the Afghan Community in Los Angeles". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Staff. "ARO Annual IRS Form 990 Reports". Afghan Relief Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) All donations to ARO are tax deductible as allowable by IRS tax code.
  14. Afghan Relief was registered with the UK Charity Commission (no. 289910). It was founded 25 July 1984 and ceased to exist and was removed from the registry on 3 October 2002. See Charity Commission record. It used the same Post Office box number in London as the Society for Sufi Studies for its address.
  15. Staff (2002-02-12). "Private U.S. relief plane lands in Kabul". Highbeam.com, originally from United Press International. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  16. The United Press International article is reproduced in full on the AfghanRelief site here Archived 24 July 2011 at the Wayback Machine.
  17. Staff (2002-02-10). "Historic Humanitarian Flight Leaves for Kabul, Afghanistan". Mercy Corps. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Staff (2002-02-15). "Microsoft Assists Humanitarian Relief Flight to Afghanistan". Microsoft. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Staff (2002-01-24). "Evergreen to ferry aid to Afghanistan". Evergreen International Airlines. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Staff. "ARO Facts". Afghanistan Relief Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Staff (2007-02-27). "02.27 news aro, Ambassador Said T. Jawad Meets with the Afghan Community in Los Angeles". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Staff. "ARO Facts". Afghanistan Relief Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Staff (2007-12-10). "12.10.2007 kite, Celebrities participate in Afghan kite auction for charity". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Staff (2007-12-03). "Madonna, Angelina Jolie, Will Ferrell, Cher, Steve Nash, Former President George..." PR Newswire via Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  25. (په 2006-02-28 باندې). Fundraiser offers aid to Afghans.
  26. Staff (2007-02-27). "02.27 news aro, Ambassador Said T. Jawad Meets with the Afghan Community in Los Angeles". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hart, Hugh (2007-12-30). "Industry Buzz". SFGate: Home of the San Francisco Chronicle. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Staff. "The Kite Runner". Afghanistan Relief Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hart, Hugh (2007-12-30). "Industry Buzz". SFGate: Home of the San Francisco Chronicle. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 2007-12-12 باندې). The Kite Runner Inspires Gift Through One Laptop. Reuters.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  31. Staff (2007-05-16). "Study Finds Public Health Improving as Afghans Celebrate International Midwives' Day". The Embassy of Afghanistan, Washington DC, USA. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)