د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
منډيگک

په زياتو رسمي او ولسي غونډو کي د خبرود پيل وياړلې لومړۍ جمله غالبا د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ يادونه ده . په هر ناستون ، ميلمستون او يا د زدکړي په ټولگيو کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ په وياړ يادونه کيږي . دا سر ليک د کومه راپيدا شوېدۍ ؟ په رښتيا هم افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري ؟ او کوم اسناد او شواهد د دې سرليک د تايېد او تبيت لپاره شته ؟ په دې ليکنه کې نوموړو پوښتونو ته په لنډه توگه جواب ليکل شوېدۍ.

د هغو څيړنو پر بنسټ چي د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شوي ، د دي هيواد د لرغونې تاريخ جرړی يې ډيري وړاندي او پخوانۍ ښودلې دي . لويس دوپرې * امريکايې څيړونکې د غزنی په ناور دښت کي څيړني او سپړني تر سره کړې چي په نتيجه کي يي داسي ډبريني وسلي او الات تر لاسه کړل چي د انساني ټولنو له خوا کارول شوې وه ، د دې اثارو تقريبي تاريخ د يو سل او پنځوس زره کاله څخه تر سل زره کاله پخوانۍ زمانې ښودل سوېدۍ په اق کپروک ، هزارسم ،قره کمر او يو شمير نورو لرغونو سيمو کي داسې نښانې او اثار تر لاسه شوې چي لر غونتوب يې د څلويښت زره کاله څخه بيا تر پنځه ويشت زره کاله پوري پخوانيو زمانو ته رسيږي ، په بدخشان کي امريکايې لرغونپوه کارلتون س کاون * تر مشرۍ لاندي د کور درې په نوم يوه لرغونې مغاره وسپړل شوه چی د لرغونو انسانانو د فوسيلونو تر څنگ داسې وسايل او الات هم په لاس راغلل چي دټولنيز ژوندانه تر څنک يې د هغه ټولنو معتقيدات او دينې کړه وړه هم برملا کړل . چي تاريخ يې تر ميبلاد 8000 اته زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي .

هغه سند چي د افغانستان پنځه زره کلن روښانه تاريخ ويناثابته وې ، د کند هار ښار شمال لويديځ لورې ته پرته يوه لر غونې غونډۍ ده چي د منډيگک په نوم ياديږي د ا لرغونې غونډۍ د فرانسوي لر غونپوهانو له خوا چي مشري يې د مسيو کزل * په غاړه وه د 1951 ميلاديکال څخه بيا تر 1957 ميلادي کال پوري وسپړل شوه . د دي لر غونې غونډۍ د په لاس را غلو اثارو څخه په ډاگه شوه چي د منډيگک د سيمي پخوانيو اوسيدونکو خپل کلتور د مدنيت لوړو پوړيو ته رسولې وو . په دې سيمه کي د کرهڼي منظم سيستم ، ديوه ټاکلې جمعيت يو ځای اوسيدل ، د مسي او برونجي وسا يلو څخه کار اخستنه او د لومړنيو مدنيتونو داسي نوري نښانې تر لاسه شوې چي چي لر غونتوب يې د دري زره پنځه سوه 3500 څخه بيا تر دري زره 3000 کاله پخوا تر ميلاد کالونه ټاکل شويدي .

د منډيگک له سيمي څخه څوارلس کلتوري طبقې چي هريوه يې د يوې اوږدې کلتوري دورې استازيتوب کوي ، سپړل شوې او څيړل شوي دي . د فرانسوي لرغونپوهانو هيئت ( ډا فا ) * چي مشري يې کزل کوله د منډيگک د لاندنۍ کلتوري طبقې څخه د نوي ډبري دوري يا نيولتيک* او د ميسوډبري دوري يا اينيو ليتيک* پوري اړوند وسايل او اثار تر لاسه کړل . په دې وسايلو کي د کرهڼيزو چارو وسايل ، د اوبدلو وسايل ، د ښځو په ډول جوړي شوې ډبريني مجسمې ،د اوزانو په ډول کاڼي ، د غلو دانو علايم ،خاورين لوښي چي د څرخ په وسيله جوړشوې وه ، د ميسو څخه جوړي شوې زينتي گاڼې او پسولونه او يو زيات شمير داسي اثارچي د پر مختللې کلتور او لومړنې مدنيت ښکارندوي کوي کشف او تر لاسه شوې دي .

درې زره کاله پخوا تر ميلاد په منډيگک کي داسي ودانۍ او ابادۍ جوړي سوي چي اثار او پاته شونې يې تر اوسه په سترگو کيږي . د دي لرغوني غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ د لرغونپوهاتو له خوا را څرگنده شول چي د ودانۍ په وړاندنې ځاې کي د لويو ستونونو څخه جوړ شوې لوې حال يې درلود چي د دي ودانۍ د برم او جلال ښکارندويي کوي . لر غونپوهان په دي باور دي چې نوموړې ودانۍ د منډيگک د واکمنانو د اوسيدو ځاې او ادارې مرکز وو .د ودانۍ په دننه کي داسي ننوتی او راوتی برخې څرگندي شوې چي د ودانيزو چارو د انجنرانو په عقيده نوموړې ځايونه د ودانۍ د ښکلا او ښايست په نيت جوړشوې دي . د دې تر څنگ د منډيگک د ودانيو پر شا او خوا د يوه داسي لوړ ديوال يا حصار نښانې هم څرگندي شوې چي د ښار څخه د دفاع په وخت کي به ورڅخه کار اخستل شوې وې .

د منډيگک د لر غونې غونډۍ څخه څوارلس کلتوري طبقې په لاس راغلی چي هره يوه يې د يوه بيل پير او بيل پر مختيايې حالت ښکارندويې کوي ، چي په دي لنډه مقاله کي د ټولو لاسته راوړنو يادونه ممکن کار نه دۍ ، خو د ا اړينه ده څو و ويل شې چي د منډيگک دتمدن بر خه ليک څه شو ؟ دې پوښتني ته ځواب ستونزمن بريښي خو د لرغونپوهانو تلاښ او هڅو څه ناڅه د حل لاره په ډاگه کړې ، ولې بايد څرگنده شې چي لا تر اوسه د لر غونپوهانو تر منځ يوه پريکړې پايله نه ده تر لاسه شوې ، هغه څه چي څرگند دي هغه د څيړنکو تر منخ د دوو بنسټيزو عواملو يادونه ده . يو شمير لرغونپوهان په دي باور دي چي د منډيگک اوسيدونکو د يوه پراخ يرغل په نتيجه کي د خپلې سيمي دفاع ونه شوه کړاې چي پايله يې د منډيگک ښار تخليه کيدل وه او نوو ير غل کونکو د منډيگک د اوسيدونکو ټاټوبي وسوځول او په پاي کي يوه پريښودل شوې سيمه وگرځيدل . دا ډله لرغونپوهان د دې وينا د ثبوت او ثقم لپاره د منځنۍ اسيا هغو ټوليزو او جگړه ايزو خوځښتونو ته پام اړوي چي د 3000 کاله پخوا څخه تر 2500 کاله پخوا تر ميلاد په سيمه کي جاري وه .

يو شمير پوهان په دې باور دي چي د منډيگک پخواني ميشتو ټولنو د يوه طبعي نادود له امله د خپلو سيمي پريښودلو ته اړ شويدې ، دا شمير څيړونکي پر هغو څيړنو تکيه کوې چي د هلمند دسيند په اړه د جيولوجستانو له لوري تر سره شويدې . د جيولوجستانو له نظره د هلمند سيند د يخچالې سيندونو په لړ کي شميرل کيږي . او د يخچالې سيندونو يوه مميېزه داده چي د زمانې په تيريدو سره خپل بستر او د بهيدو ځای کښته کوي او له ځان سره وړي . په دي تر تيب 3000 دري زره کاله څخه تر 2500 کاله وړاندي تر ميلاد د هلمند سيند بستر کښته شوی او نور د منډيگک اوسيدونکو دا توان نه درلود چي د خپلې ابادۍ لپاره د کښت او کرهڼې اړتياوې د هلمند سيند څخه پوره کړې . د دي شمير پوهانو په اند همدا عامل وو چي د منډيگک سيمه پريښودل شوه .

په هر صورت د منډيگک له لرغوني سيمي څخه په لاس راغلې اثار چي د بيلا بيلو کورنيو او بهرنيو پوهانو او څيړونکو په وسيله مطالعه شوې ، دايې څر گنده کړې چي د افغانستان لومړنۍ څرگند مدنيت له منډيگک څخه پيل کيږي ، چي زموږ د گران هيواد د لرغونې تاريخ د لومړي باب سر ليک گڼل کيږي . د منډيگک څخه په لاس راعلې اثار په پرله پسي توگه د افغانستان ملې موزيم ته د رسمې پرو تو کولونو په بڼه ورکول کيدل چی له بده مرغه د افغانستان د نورو وياړنو تر څنگ د ملې موزيم څخه د منډيگک لرغونې اثار چي زموږ د هيواد د پنځه زره گلن تاربخ شاهيدان وه په 1372 لمريز کال د خپل مينځې جگړو په ترځ کي په داسي بيشرمۍ لوټ او تالان شول چي د لومړۍ سقاوۍ غلو خپل گوته په غاښ ونيول .