د افغانستان د جګړې پایلې
د افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال) وروسته له هغه چې طالبان او امریکا په قطر کې هوکړې ته ورسېدل او متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستو ته مخه کړه؛ د طالبانو په بریا پای ته ورسېده. د دغې جګړې پایلې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز نظام کې د پام وړ بدلونونو له مخې مشخصې کېږي، ځکه چې طالبان په ۲۰۲۱ زکال کې د کابل له سقوط وروسته یوځل بیا واک ته ورسېدل. [۱]
د دغې جګړې په پایلو کې د متحده ایالاتو له خوا د روزل شوي افغان پوځ پاشل کېدل، د جګړې د اغېز له امله رامنځته شوی انساني او اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو مرستو بندېدل، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او قحطي شاملېږي. ورته مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت (داعش) او د جمهوريت غوښتونکو جګړې هم دوام لري. [۲][۳]
پایلې
[سمول]د افغان پوځ پاشل کېدل
[سمول]د ۲۰۲۱ زکال د اوړي په موسم کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو وروسته د افغانستان ملي پوځ د طالبانو د شدیدو بریدونو سربېره د دوحې د هوکړې له امله د سرتېرو په روحیه کې د کمزورتیا او د یو شمېر لوړپوړ چارواکو ترمنځ د پراخ فساد د شتون له امله تر ډېرې کچې وپاشل شو. هغوی خپلې پوستې پرېښودې او یا یې هم په یوځلي بڼه طالبانو ته وسپارلې او طالبانو ته یې اجازه ورکړه چې پریمانه هغو پوځي وسایلو، زغروالو موټرو او چورلکو ته لاسرسی ومومي چې متحده ایالاتو افغان پوځ ته ورکړي وو. د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې باید د افغانستان یو شمېر ولایتونه طالبانو ته سپارل شوي وای، ډیر ژر د افغان ملي اردو سیمه ییزې قل اردوګانې یوازې د ۲۰۱ نمبر قول اردو او د کابل له ۱۱۱ فرقې پرته چې مرکزونه یې په کابل کې و، منحل شوې. ورته مهال کابل ښار د طالبانو له خوا کلابند شوی و. د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه طالبان له څو خواوو کابل ته ننوتل؛ په همدغه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کابل کې له وینې بهېدنې څخه د مخنیوي په موخه جلا وطني غوره کړه او عربي متحده اماراتو ته ولاړ. ورته مهال راپورونه خپاره شول چې د افغان ملی امنیتي ځواکونو ډیری سرتېري په ډله ییزه بڼه ګاونډیو هېوادونو ته تللي؛ یو شمېر له دغو څخه په پښو او یو شمېر نور هم د افغان هوايي ځواک په الوتکو کې ولاړل. د همدغې ورځې د شپې په ۸:۵۵ بجو طالبان ارګ ته ننوتل؛ په ارګ کې یې خپل بیرغ اوچت کړ او د افغانستان د اسلامي امارت د بېرته واکمنېدو اعلان یې وکړ. [۴][۵][۶][۷]
د طالبانو د حکومت جوړېدل او د نړیوالې ټولنې له خوا د هغو په رسمیت پېژندل
[سمول]د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په ۷مه د لومړي وزیر په توګه د محمد حسن اخوند په مشرۍ لنډ مهالی حکومت جوړ شو. طالبانو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان ته خپل نوی استازی ولېږي خو د هغوی د استازي له منلو ډډه وشوه. که چېرې د هغوی استازی په ملګرو ملتونو کې ومنل شي دا به د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې لوی ګام وي. ورته مهال د تازه تاسیس شوي امارت د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او همدارنګه د سیاسي کړکېچونو له امله د دغې چارې ترسره کېدل ستونزمن ښکاري. [۸][۹][۱۰][۱۱]
د بشري حقونو د څار ډلې د راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۱ زکال په نومبر میاشت کې خپور شو، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په دریو میاشتو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو؛ غزني، هلمند، کندهار او کندز کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو له ۱۰۰ څخه زیات غړي ووژل او یا یې هم تري تم کړل. د دغه راپور له مخې طالبانو د دغو ځواکونو استخدامي سوابقو ته د لاسرسي پرمټ د افغان امنیتي ځواکونو د افسرانو د نیولو او اعدام په موخه استخباراتي عملیاتو ته مخه کړې. ورته مهال ګڼ شمېر هغه افغان سرتېري هم ووژل شول چې په راتلونکو ورځو کې یې طالبانو ته د خوندیتوب د لیک د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې وه.[۱۲]
د پنجشېر کړکېچ
[سمول]د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۷مه د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ په پنجشېر کې له یوې عملیاتي اډې څخه چې د طالبانو له ولکې بهر وه، ځان یې د افغانستان ولسمشر وباله او ژمنه یې وکړه چې له هېواد څخه به د طالبانو د شړلو تر مهاله پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. د ولسمشرۍ اړوند د نوموړي ادعا د مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود او د ملي دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدي له خوا تائید شوه. د سپټمبر په ۶مه طالبانو وکولای شول د دغې درې ډېری برخې ونیسي، خو له دې سره هم د درې په یو شمېر جګو غرنیو برخو کې وسله وال مقاومت شتون درلود. د مقاومت کوونکو فعالیتونه د سپټمبر میاشتې تر نیمايي پورې په ټپه ودرېدل. د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او امرالله صالح د همدغه کال د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې ګاونډي هېواد تاجکستان ته وتښتېدل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د اسلامي دولت فعالیتونه
[سمول]د کابل په هوايي ډګر باندې د ۲۰۲۱ زکال له برید وروسته چې د اسلامي دولت (داعش) ترهګرې ډلې ته اړوندې د خراسان څانګې ترسره کړ، متحده ایالاتو او طالبانو هوکړه وه چې د داعش پر وړاندې به د نړیوالې مبارزې په اډانه کې له داعش جنګیالیو سره جګړه وکړي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونو زور واخیست چې تر ډېره یې هزاره مېشتې سیمې په نښه کړې. [۲۱][۲۲][۲۳]
جنګي جرمونه
[سمول]د ۲۰۲۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د نړیوالې جنايي محکمې مشر کریم احمد خان څرګنده کړه چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو اړونده دوسیه پرانیزي. همدارنګه یې څرګنده کړه چې دغه محکمه به د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو جرمونه، د امریکا د پوځي خدمتونو د غړو د خوندیتوب د قانون او له دوستو هېوادونو سره د دوه ګونو هغو دوستانو هوکړو له امله وه نه څېړي چې د متحده ایالاتو پوځي پرسونل د نړیوال قضایي تعقیب څخه خوندي کوي. [۲۴][۲۵][۲۶]
بشري جنایات
[سمول]د طالبانو له واکمنۍ وروسته لویدیځو هېوادونو له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې وځنډولې، همدارنګه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم افغانستان ته د پیسو ورکړه ودروله. د بایډن ادارې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه او په دې سره یې د متحده ایالاتو په بانکونو کې د افغانستان په میلیاردونو ډالرو ته د طالبانو د لاسرسي مخه ونیوله. [۲۷][۲۸][۲۹]
د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د افغانستان له ۳۹ میلیونه وګړو څخه څه باندې نیمايي یې د خوراکي موادو له شدید کمښت سره مخ دي. [۳۰][۳۱][۳۲]
د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۱مه د بشري حقونو څار ډلې راپور خپور کړ چې افغانستان د اقتصادي سیسټم د له منځه تلو او له ماتې سره د مخ بانکي سیسټم له امله له شدیدې قحطۍ سره مخ دی. سربېره پر دې د خوړو نړیوال سازمان هم په دغه هېواد کې د غذايي ستونزو اړوند ګڼ شمېر خبرداري ورکړل. له همدې امله نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه. [۳۳]
د ۲۰۲۱ زکال د ډسمبر په ۲۲مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې چې د طالبانو له لاسرسي څخه د مالي منابعو د لرې ساتلو په لټه کې و د رایو په اتفاق سره یې ناهیلو شوو افغان وګړو ته د مرستې رسولو په موخه د متحده ایالاتو وړاندې شوې طرحه تصویب کړه. ورته مهال د هند په ګډون بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره د غنمو مرسته وکړه. [۳۴][۳۵][۳۶]
اقتصادي کړکېچ
[سمول]له جګړې وروسته د دغه هېواد ژوبل اقتصاد نور هم پسې ژوبل شو. د بندیزونو او همدارنګه د انرژۍ د لوړې بیې له امله په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچې زیاتوالی موندلی. په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ وروسته له هغه رامنځته شو چې متحده ایالاتو پرېکړه وکړه د افغانستان د مرکزي بانک یا د افغانستان بانک ۹.۵ میلیارده ډالر شتمني کنګل کوي. دغې چارې د افغانیو په ارزښت پام وړ اغېز وکړ او له امله یې د افغانیو ارزښت په پریمانه کچه راکم شو. د دغه هېواد له ماتې سره مخ بانکي سیسټم لا پسې خراب شو او په دې سره د حوالو پر مټ د پیسو انتقال او همدارنګه نورو اقتصادي جرمونو پراختیا ومونده. د دغه اقتصادي کړکېچ له امله نږدې ۸۰ سلنه افغانان اړ شوي څو د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په موخه ځانونه پوروړي کړي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Timeline: U.S. War in Afghanistan".
- ↑ "The Ongoing Aftermath of the Afghan War". 15 June 2022.
- ↑ "Taliban blames U.S. as 1 million Afghan kids face death by starvation". CBS News. 20 October 2021.
- ↑ Robertson, Nic. "Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues". CNN. نه اخيستل شوی 2021-08-15.
- ↑ Lieven, Anatol (16 August 2021). "Opinion: Why Afghan Forces So Quickly Laid Down Their Arms". Politico.
- ↑ Chaturvedi, Amit. "Choppers, rifles, humvees: What Taliban captured during Afghanistan blitzkrieg". Hindustan Times. نه اخيستل شوی 18 August 2021.
- ↑ Turak, Natasha; Macias, Amanda; Graham, Emma (August 18, 2021). "Ousted Afghan President Ashraf Ghani resurfaces in UAE after fleeing Kabul, Emirati government says". cnbc.com. نه اخيستل شوی August 18, 2021.
- ↑ "گروه طالبان حکومت جدید خود را با رهبری ملا حسن اخوند اعلام کرد". BBC News فارسی.
- ↑ "Taliban announce new government for Afghanistan". BBC News. 7 September 2021.
- ↑ Whiteside, Philip (7 September 2021). "Afghanistan: Who's who in the new Taliban government". Sky News. Sky UK. نه اخيستل شوی 7 September 2021.
- ↑ "Taliban powerless to stop Afghanistan's decline". 22 October 2021.
- ↑ "Executions and Enforced Disappearances in Afghanistan under the Taliban". Human Rights Watch. 30 November 2021.
- ↑ "Panjshir flies flag of resistance again; Amrullah says he is President of Afghanistan". Tribune India. 17 August 2021. Archived from the original on 18 August 2021. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "Afghan Vice President Saleh's forces retake Charikar area from Taliban – Source". UNI India.
- ↑ Huylebroek, Jim; Blue, Victor J. (17 September 2021). "In Panjshir, Few Signs of an Active Resistance, or Any Fight at All". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28.
- ↑ "Afghan resistance has sanctuary in Tajikistan, but fighting Taliban a 'non-viable prospect'". France 24 (په انګليسي). FRANCE24.English. 4 October 2021. نه اخيستل شوی 5 October 2021.
- ↑ Walsh, Joe (2021-09-01). "U.S. Coordination with Taliban Against ISIS-K 'Possible,' Pentagon Says". Forbes.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Specia, Megan; Schmitt, Eric; Cooper, Helene (2 September 2021). "Afghanistan: Pentagon Says Working with Taliban Against ISIS-K is 'Possible'". The New York Times.
- ↑ Shinkman, Paul D. (2021-09-01). "U.S. Considering Cooperation With Taliban to Fight ISIS-K in Afghanistan: Officials". U.S. News & World Report. نه اخيستل شوی 2021-12-21.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Pannett, Rachel; Francis, Ellen; Berger, Miriam; Westfall, Sammy; Villegas, Paulina (2021-09-02). "U.S. could work with Taliban against terrorists, Pentagon says". The Washington Post. نه اخيستل شوی 2021-12-21.
- ↑ "Afghanistan: Surge in Islamic State Attacks on Shia". October 25, 2021.
- ↑ "Afghanistan: ISIS Group Targets Religious Minorities". September 6, 2022.
- ↑ "Afghanistan Tops 2021 Global Survey of Islamic State Casualties". VOA.
- ↑ "How the U.S. Derailed an Effort to Prosecute Its Crimes in Afghanistan".
- ↑ "Statement of the Prosecutor of the International Criminal Court, Karim A. A. Khan QC, following the application for an expedited order under article 18(2) seeking authorisation to resume investigations in the Situation in Afghanistan".
- ↑ Speri, Alice (October 5, 2021). "How the U.S. Derailed an Effort to Prosecute Its Crimes in Afghanistan". The Intercept.
- ↑ "China urges World Bank, IMF to help Afghanistan". News24. 28 October 2021.
- ↑ "Afghanistan Facing Famine: UN, World Bank, US Should Adjust Sanctions, Economic Policies". Human Rights Watch. 11 November 2021.
- ↑ "Taliban blames U.S. as 1 million Afghan kids face death by starvation". CBS News. 20 October 2021.
- ↑ "'Countdown to catastrophe': half of Afghans face hunger this winter – UN". The Guardian. 25 October 2021.
- ↑ "Afghanistan's hunger crisis is a problem the U.S. can fix". MSNBC. 10 November 2021.
- ↑ "Afghanistan: Can the Taliban avert a food crisis without foreign aid?". Deutsche Welle. 11 November 2021.
- ↑ "Is the United States Driving Afghanistan Toward Famine?". The New York Times. 29 October 2021.
- ↑ "Taliban blames U.S. as 1 million Afghan kids face death by starvation". CBS News. 20 October 2021.
- ↑ "Afghanistan Facing Famine: UN, World Bank, US Should Adjust Sanctions, Economic Policies". Human Rights Watch. 11 November 2021.
- ↑ "Taliban blames U.S. as 1 million Afghan kids face death by starvation". CBS News. 20 October 2021.
- ↑ "Afghan Economic Crisis Worsens as Taliban Mark Anniversary".
- ↑ "A Year After Taliban Takeover, Afghanistan's Economy Is Still in Crisis – and So Are Its Children". thediplomat.com.
- ↑ "US freezes Afghan central bank's assets of $9.5bn". www.aljazeera.com.
- ↑ "Afghanistan's currency falls to record low amid ongoing turmoil". www.aljazeera.com.
- ↑ "Afghanistan is starving and the West is partly to blame". Deutsche Welle. 2022-08-14.}
- ↑ "Afghanistan: Food insecurity and malnutrition threaten 'an entire generation'". UN News. March 15, 2022.