د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا د طالبانو ترمنځ هغه جلا ډله وه چې له ۲۰۱۵ زکال راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ. دغه ډله په ۲۰۱۵ زکال کې وروسته له هغه د ملا محمد رسول په مشرۍ جوړه شوه چې اختر محمد منصور د طالبانو رهبر وټاکل شو. دغې ډلې د طالبانو له اصلي جریان سره د افغانستان په سوېل او لویدیځ کې خونړۍ جګړې وکړې چې له امله یې دواړو خواوو ته ګڼ شمېر تلفات واوښتل. دا ادعاوې کېدلې چې د افغانستان اسلام جمهوریت له دغې ډلې سره مالي او پوځي مرستې کوي، خو دغه ادعاوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او هم د دغې ډلې له خوا هماغه مهال رد شوې. په ۲۰۲۱ زکال کې وروسته له هغه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل، دغه ډله منحل شوه او مشرانو یې له نوي طالب دولت سره بیعت وکړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

تاریخچه[سمول]

په ۲۰۱۵ زکال کې اختر محمد منصور د طالبانو مشر وټاکل شو. خو د هغه د رهبرۍ ادعا د یو شمېر لوړ پوړو طالب مشرانو له خوا رد شوه. د طالبانو په لیکه کې یو شمېر ناخوښه کسان چې په ځانګړې توګه د نورزیانو قبیلې ته اړوند و؛ له دغې پرېکړې لا هم ناخوښه شول او د محمد رسول تر مشرۍ لاندې یې نوې ډله رامنځته کړه. دغه ډله د هغو د رهبر له خوا د اسلامي امارت د عالي شورا په نوم ونومول شوه. عبدالمنان نیازی، منصور داد الله او شیرمحمد اخندزاده د دغې ډلې پوځي مرستیالان وټاکل شول او ملا باز محمد حارث ته هم د سیاسي مرستیالۍ څوکۍ ورکړل شوه. همدغه کال په زابل ولایت کې د طالبانو د اصلي جریان او د یادې ډلې تر منځ نښتې پیل شوې. د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال مهمند نصرتیار او په زابل کې د طالبانو یو قومندان وویل چې د افغانستان په سوېل کې د اسلامي دولت (داعش) د ډلې وسله وال د رسول له ډلې سره یوځای شوي دي. منصور د دغې چارې په غبرګون کې ۴۵۰ طالب وسله وال ولېږل څو د رسول د ډلې مرستیال ملا داد الله او د هغه ملتیا کوونکي داعشیان وځپي. داد الله او د هغه داعشي ملاتړو د منصور له جنګیالیو سره په جګړه کې ماته وخوړه. مهمند نصرتیار وویل چې د زابل په دریو ولسوالیو کې جګړه شوې او د داعش وسله والو په ګډون داد الله ته وفاداره ۸۶ کسان وژل شوي دي. په دغو جګړو کې ۲۶ طالب وسله هم ووژل شول. د زابل ولایت د ولایتي شورا مشر حاجي عطاجان وویل چې د منصور د جنګیالیو جګړه تر دې کچې زوروره وه چې درې ازبک داعشي قومندانان اړ شول ځانونه تسلیم کړي. هغوی له نورو داعشي وسله والو وغوښتل چې ورته چاره ترسره کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې طالبانو وکولای شول په زابل ولایت کې د دغې ډلې پاڅون په چټکتیا وځپي؛ خو د افغانستان د لویدیځ هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې، چېرې چې ډېری وګړي یې نورزي قوم ته اړوند دي له ستونزو سره مخ شول. دغې چارې اختر منصور اړ کړ په خپلو مخالفینو باندې د بریا په موخه له ایران مرسته وغواړي؛ ایران د هغوی غوښتنه ومنله او هوکړه یې وکړه چې له طالبانو څخه به ملاتړ وکړي. د دغې چارې په غبرګون کې د اسلامي امارت د عالي شورا جنګیالیو هرات ته څېرمه د فاطمیون لښکر څو تنه غړي ووژل. [۱۵][۱۶]

په ۲۰۱۷ زکال کې طالبانو وویل چې دوی په هلمند ولایت کې ۹۰ تنه نفوذي کسان نیولي. د طالبانو په خبره دغو کسانو د طالبانو د اصلي جریان غړي ترور کول.[۱۷]

په ۲۰۲۰ زکال کې د ملا رسول د ډلې قومندان ننګیالی خان په هرات ولایت کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په ۲۰۲۱ زکال کې عبدالمنان نیازی چې د رسول د ډلې مرستیال و په هرات ولایت کې د یوه برید له امله ووژل شو. هېڅ ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه وانخیست، خو ډېرو باور درلود چې دغه برید د طالب وسله والو له خوا شوی. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د یوه ټویټ په کولو سره د نیازي ستاینه وکړه او د هغه لپاره یې دعا وکړه. د نوموړي د جنازې مراسم د هرات ولایت په جامع جومات کې ترسره شول چې له دولتي مسئولینو څخه هیچا هم ورسره مخالفت وه نه کړ؛ د هرات والي وویل چې د اسلامي امارت د عالي شورا د مبارزینو کورنیو ته اجازه ورکوي د خپلو مړو د جنازې مراسم په آزادانه توګه ترسره کړي. [۱۸][۱۹]

د نوموړي له مړینې وروسته د هغه زوی حافظ خالد نیازی د عالي شورا د پلویانو له خوا د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شو. وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سقوط وکړ، نوموړي د اسلامي امارت له رهبر سره بیعت وکړ، د اسلامي امارت شورا یې منحل اعلان کړه او خپلې وسلې یې طالبانو ته وسپارلې. د ۲۰۲۲ زکال په جنوري میاشت کې محمد رسول په کابل کې له دفاع وزیر ملا یعقوب سره وکتل او له نوي دولت څخه یې د خپلې ډلې د غړو پر ملاتړ ټینګار وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري ملاتړ[سمول]

ویل کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له دغې ډلې مالي او پوځي ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې دغه ادعا تل د اسلامي امارت د عالي شورا له خوا رد شوې. وال سټریټ ژورنال راپور خپور کړ چې له دغه ملاتړ څه موخه د طالب وسله والو ترمنځ د درز رامنځته کول وو څو د هغوی رهبران اړ کړي د سولې مېز ته کښیني. د افغانستان او متحده ایالاتو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له دې ډلې هغو کسانو چې د دغې طرحې په جوړولو کې یې ونډه لرله؛ وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د متحده ایالاتو د مالي مرستو او منابعو څخه په ګټنې هڅه وکړه د طالبانو په رهبرۍ کې یو شمېر کسان استخدام کړي. د دغې طرحې موخه دا وه چې د طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته او د رسول له ډلې پرته نور طالب وسله وال په نښه کړي. دغو افغان او امریکايي چارواکو وویل چې د افغانستان دولت د رسول ډلې او د طالبانو په ډله کې نورو ناراضي ډلو ته نغدې پیسې، وسلې او مهات ورکول. د ۲۰۱۶ زکال په مارچ میاشت کې افغان ځانګړو ځواکونو د رسول د ډلې قومندان، ننګیالی خان له خپلو وسله والو سره یوځای د شینډنډ په زیرکوه دره کې د طالبانو له کلابندۍ وژغوره. د هغه امریکايي افسر او همدارنګه د افغان ځانګړو ځواکونو د هغه غړي له قوله چې له ننګیالي سره یې اړیکه لرله؛ د افغانستان ملي امنیت ادارې له طالبانو سره د مبارزې په موخه نوموړي ته مالي او پوځي مرستې ورکولې. [۲۳][۲۴]

په ۲۰۲۰ زکال کې وروسته له هغه چې ننګیالی ووژل شو، د هرات ولایت قومي مشرانو او د ولایتي شورا غړو وویل چې ننګیالي د افغانستان له دولت سره نږدې اړیکې لرلې. دغو مشرانو همدارنګه ادعا وکړه چې ننګیالي مرسته کړې وه د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز باندې د طالبانو د ګڼ شمېر بریدونو مخه ونیسي؛ آن تر دې چې د هرات والي قیوم رحیمي یې هم یو ځل د طالبانو له کمین څخه ژغورلی و.

نیویارک ټایمز راپور خپور کړ چې د رسول ډلې په عملي بڼه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته لاس ورکړی او توانېدلي په هغو سیمو کې چې پخوا دولت ماته خوړلې وه بریاوو ته لاسرسی ومومي. په ۲۰۱۷ زکال کې د طالبانو یو ځانمرګي بریدګر د ملي اردو یوې پوستې ته څېرمه د رسول د ډلې په یوې پوستې برید وکړ. د سیمه ییزو پولیسو چارواکي، حمیدالله افغان وویل چې په دغه برید کې د رسول د ډلې ۱۱ جنګیالي وژل شوي او د ټپیانو په لېږد کې دولتي چارواکو مرسته کړې هغوی د لښکرګاه تر روغتون ورسوي. د افغانستان د سرحدي ځواکونو یو بل چارواکي نیویارک ټایمز ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت اداره هره میاشت د رسول وفاداره ځواکونو ته له ۱۵۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زره ډالرو معاشات او همدارنګه خواړه، وسلې او موټر ورکوي. د شینډنډ پخواني ولسوال حاجي عجب ګل وویل چې د رسول د ډلې غړي په آزادانه توګه د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې تګ راتګ کوي، آن کولای شي د شینډنډ مرکز ته راشي او له هغو کسانو څخه یې چې بد راځي په نښه یې کړي. د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي وویل چې د افغانستان ملي ځواکونو یوځل د رسول په ډلې باندې د طالبانو یو پلان شوی برید شنډ کړ. هغه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو د رسول له ډلې او د رسول ډلې هم له هغوی سره جګړه نه کوله. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Bezhan, Frud (9 June 2020). "Iranian Links: New Taliban Splinter Group Emerges That Opposes U.S. Peace Deal". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Red on Red: Analyzing Afghanistan's Intra-Insurgency Violence". Combating Terrorism Center at West Point. 24 January 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Afghan Taliban splinter group names Mullah Rasool as leader". BBC News. 4 November 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bezhan, Frud (9 June 2020). "Iranian Links: New Taliban Splinter Group Emerges That Opposes U.S. Peace Deal". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Donati, Jessica; Totakhil, Habib Khan (23 May 2016). "Afghan Government Secretly Fosters Taliban Splinter Groups". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Shah, Taimoor; Nordland, Rod; Sukhanyar, Jawad (19 June 2017). "Afghan Government Quietly Aids Breakaway Taliban Faction". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "پسر ملامنان نیازی به طالبان پیوست" [The son of Mullah Manan Niazi joined the Taliban]. farsnews. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2022-01-31 باندې). د طالبانو د ملا رسول ډله له اوسني نظامه ملاتړ اعلانوي. Pajhwok Afghan News.
  9. "Rival Taliban Factions Clash in Southern Afghanistan, Dozens Dead | Voice of America - English". www.voanews.com (په انګلیسي ژبه کي). 9 November 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Afghan Taliban splinter group names Mullah Rasool as leader". BBC News. 4 November 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Saber, Shahpoor; Bezhan, Frud (9 November 2015). "Breakaway Faction Challenges New Taliban Leadership". www.rferl.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Taliban-on-Taliban turf war erupts in Afghanistan". www.worldbulletin.net/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Mashal, Mujib; Shah, Taimoor (9 November 2015). "Afghan Fighters Loyal to ISIS Beheaded 7 Hostages, Officials Say". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Afghan Taliban Detail Fight Against Uzbek IS Militants". Radio Free Europe/Radio Liberty. 30 November 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Moiz, Ibrahim (2021-06-14). "Niazi No More: The Life and Legacy of a Taliban Mutineer - THE AFGHAN EYE %". The Afghan Eye (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. . Assassination of Taliban splinter group leader exposes internal divisions.
  17. Shah, Taimoor; Nordland, Rod; Sukhanyar, Jawad (19 June 2017). "Afghan Government Quietly Aids Breakaway Taliban Faction". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Khan, Tahir (16 May 2021). "Rebel Taliban leader dies of injuries days after attack". Daily Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Prayer ceremony for Taliban faction's deputy held at Herat Grand Mosque". AvaPress (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  20. . Assassination of Taliban splinter group leader exposes internal divisions.
  21. "Prayer ceremony for Taliban faction's deputy held at Herat Grand Mosque". AvaPress (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  22. "تاجیک‌ها به تاجیکستان، ازبک‌ها به ازبکستان و هزاره‌ها به گورستان بروند! - بهار نیوز" [Tajiks to Tajikistan, Uzbeks to Uzbekistan and Hazaras to the grave!]. پایگاه خبری بهار نیوز (په پارسي ژبه کي). 2021-09-09. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۲. حافظ خالد نیاز پسر ملا عبدالمنان نیازی (معروف به قصاب شیعیان افغانستان) با انتشار ویدئیی، با امارت اسلامی طالبان اعلام بیعت كرد. [Hafiz Khalid Niazi, son of Mullah Abdul Manan Niazi (known as the Shiite butcher of Afghanistan) released a video declaring his allegiance to the Islamic Emirate.] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Donati, Jessica; Totakhil, Habib Khan (23 May 2016). "Afghan Government Secretly Fosters Taliban Splinter Groups". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Moiz, Ibrahim (2021-06-14). "Niazi No More: The Life and Legacy of a Taliban Mutineer - THE AFGHAN EYE %". The Afghan Eye (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Shah, Taimoor; Nordland, Rod; Sukhanyar, Jawad (19 June 2017). "Afghan Government Quietly Aids Breakaway Taliban Faction". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)