د افغانستان دوه گوندي کمونيزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خلق / پرچم د افغانستان پخواني کمونسټ گوندونه و چې په ۱۹۶۵ م . زېږديزکې وزېږېدل . دغه گوندونه د روسانو په ملاتړ جوړ شول .

د روسانو لاسوهنې

د روسانو او انگرېزانو په دوه اړخيزو لاسوهنو کې روسان تر انگرېزانو يو گام مخته شول او په نېغه ېې د افغانستان سياسي ډگر کې لاسوهنه پیل کړه . دغې لاسوهنې لار دېته هواره کړه چې په ۱۹۶۵م زېږديز کې د روس پلوو يوه لاسپوڅې د مارکس او لنن په آندونو ولاړه لومړی يوه ډله بيا وروسته ېې د لا نفوذ په ترڅ کې دوه ډلې جوړې کړې . د روسانو د لاسوهنې وجه دا وه چې نه ېې غوښتل چې افغانستان د خپل سياست کې يوازې يو خپلواک سیاسي حکومت پاتې شي . دا چې داود خان له پخوا څخه د خپلواک سیاست لار عملي کړې وه او په سيمه کې شاوخوا خپلواک هيوادونو شتون نه درلود نو له بلې خوا روسانو د انگرېزانو واک په دغې حساسې سياسي سيمې کې غانده او د هند تودو اوبو ته ېې د لارې پلانونه لرل نو ځکه ېې لاسوهنې پیل کړې . انگرېزانو او امريکايانو د سړې جگړې له لارې خپل ډغرې وهلې ، او په ټوله نړۍ کې ېې دکمونيزم د خپراوي څخه ډار درلود او هغوی هم دغسې نه غوښتل چې د روسانو اقتصادي نظام په سيمه کې خپور شي. د دواړو تر منځ افغانانو په لوی اکثریت د دواړو په آندونو نه وخبر او ټوله ټولنه ېې دوديزه ، مزهبي جوړښت درلود. جگړې پټې اقتصادي موخې درلودې . يوې خواته کپيټاليزم و بلې خواته کمونيزم . ددوی ډغرې د اروپا د دوهمې نړېوالې جگړې سره پیل شوې وې خو آخري پولې ېې تر افغانستان پورې ورسېدې او د متحدې روسيې د کمونيزم ټغر هم همدلته ټول کړل شو . د خلق او پرچم گوند پخپل ځای د مارکس او لنن په آندونو پوره پوه نه و يوازې ېې د لنن د ۱۹۱۷م زږدي کال د پاڅون عملي بڼه تر خپلو فکرونو پورې محدوده ساتلې وه . دا چې د افغانستان پاچايي د پخواني پاچا ظاهر خان څخه ېې د تره زوی سردار داود خان ته د جمهوري غونډال په بڼه بدله شوه .د حکومت په چوکاټ کې تر ډېره بهرني لاسونه لنډ و خو په پټه توگه د حکومت په پوځي کړيو کې د روسانو لاسوهنې ورو ورو پيل شوې وې . د همدې په پايله کې د پوځ د خلق او پرچم ډلو ملاتړ ته روسانو لاس وغځاوه او د سردار داود خان حکومت ېې د پاچايي نوې بڼې په نه منلو پلمې پر بنسټ د يوې حکومتي دننه بلوا په ترڅ کې حکومت ونړاوه او داود خان ېې د ټولې کورنۍ سره په گوليو وويشتل .

د سردار داود خان حکومت نسکورول

د خلق ډلې تگلاره

د پرچم ډلې تگلاره

د مجاهدينو رااوچتېدل

د کمونسټ رژيم ړنگول

د کورنيو جگړو پیل

سرچينې

Afghanistan's Two-party communism