د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون (SASPA) چې په رسمي ډول یې نوم د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو تړون دی، د افغانستان د پخواني حکومت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ یو تړون و چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو لپاره اوږد مهاله چوکاټ چمتو کوي. دې تړون د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۴ عملي بڼه ومونده، لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۸ د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان په اړه وویل: "د یو شمېر هیوادونو په څېر چې دلته یې استازي شته، متحده ایالاتو او افغانستان د ستراتیژیک همکاریو یو تړون  لاسلیک کړ چې څلور ورځې وړاندې یې عملي بڼه وموندله." دا تړون د دوه اړخیزه امنیتي تړون (BSA) په  نوم هم  پراخ شو چې دواړه هېوادونه یې د یو کال په اوږدو کې خبرو اترو ته اړ کړل او بلآخره د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۳۰  "د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکارۍ تړون (SADCA)" لاسلیک شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هغه پیښې چې د دې تړون لامل شوې[سمول]

د ۲۰۱۲ کال په مارچ او اپرېل میاشتو کې، متحده ایالات او افغانستان دوه هوکړو ته ورسېدل، چې په ۲۰۱۴ کال کې د تلپاتې آزادۍ د عملیاتو او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له ختمېدو وروسته یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ښکیلتیا لپاره چارچوکاټ وړاندې کاوه.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لومړی هوکړه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۹ لاسلیک شوه چې له متحده ایالاتو څخه یې افغانستان ته د بګرام هوايي ډګر ته نږدې د پروان د زندان د چارو سپارل چمتو کړل. د الجزیرې د معلوماتو پر بنسټ "د تړون له مخې به په څو ورځو کې یو افغان جنرال په پروان کې په دنده وګمارل شي، خو د شپږو میاشتو مهال وېش به هم ورکړل شي چې په تدریجي ډول افغان اړخ ته بندیان انتقال کړي. امریکا به د ۱۲ میاشتو لپاره لوژیستیکي مرستې ته دوام ورکړي او د هر ډول توقیف شوو کسانو د خوشې کېدو په اړه به تر هغه چې یو دایمي تړون تصویب نشي، د متحده ایالاتو او افغانستان ګډ کمیسیون  پرېکړه کوي." همدارنګه، دې تفاهم لیک په هېواد کې د متحده ایالاتو د ټولو توقیف ځایونو مسؤلیت له متحده ایالاتو څخه افغانستان ته ولېږدو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دویمه هوکړه، چې د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۸ لاسلیک شوه، د ځانګړو عملیاتو مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو. د هوکړې یوه برخه د افغان پوځ قطعاتو ته د لانجمنو شپنیو او د ځایي خلکو تر منځ د بدنامو عملیاتو د زیات کنټرول ورکول او د افغانستان د تر قضایي صلاحیت لاندې د دې عملیاتو راوستل وو، چې د متحده ایالاتو د پوځیانو وڼډه ملاتړ ته بدله شوه. دا سند د افغان جنرال عبدالرحیم وردک او امریکايي جنرال جان الن تر منځ لاسلیک شو. الن د تړون د لاسلیک پر مهال وویل: "نن موږ د امریکا-افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو په لور یو ګام نږدې شوي یو. تر ټولو مهمه دا چې نن موږ د یوه خوندي او خپلواک افغانستان لپاره خپل ګډ هدف او لیدلوري ته یو ګام نور هم وړاندې ورغلي یو." [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، تمه کېده چې د امریکا او افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا " به د څو زرو امریکایي سرتیرو لپاره د پاتې کېدو او د افغان ځواکونو د روزنې او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملاتړ شرایط چمتو کړي. دا به د دې ځواکونو قانوني وضعیت، د دوی عملیاتي اصول او د دوی د استقرار ځای مشخص کړي." د اوباما ادارې هیله درلوده چې د شیکاګو د ۲۰۱۲ کال د ناټو له سرمشریزې غوڼدې څخه مخکې د امریکا او افغانستان ستراتیژیک تړون نهایي شي، خو د افغانستان او امریکا د حکومتونو تر منځ له یو کلنو خبرو وروسته، د امریکا له خوا د دې تړون د نهايي کولو هڅې د ځينو پېښو له امله، چې امریکا هم په کې ښکېل وه، لکه د قرآن کریم د نسخو سوځول او د افغانستان په سوېل کې د ۱۷ افغانانو وژل کېدل، پېچلې شوې وې.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

تاریخچه[سمول]

د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۲۲ نېټه، له یو نیم کال خبرو اترو وروسته، افغانستان او متحده ایالاتو د SASPA مسوده د بیاکتنې لپاره نهایی کړه چې ورپسې د افغانستان او متحده ایالاتو ولسمشرانو لاسلیک کړه.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په پلام کې وو چې SASPA  لږ تر لږه د لسو کلونو لپاره عملي بڼه ولري او په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې وڼدې لپاره، لکه مرستې او د حکومتوالۍ مشورې، ټولنیزه او اقتصادي پراختیا، د بنسټونو جوړول، سیمه ایزه همکاري او د امنیت په برخه کې، چوکاټ چمتو کړي. د افغانستان د اقتصادي پراختیا، روغتیایي پروګرامونو، ښوونې او روزنې او ټولنیزو نوښتونو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو مرستې د دې تړون برخه وې. د متحده ایالاتو د سرتېرو وضعیت او په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دوی د عملیاتو جزیات په SASPA کې نه وو راغلي، خو هغه به د ځواکونو، د وضعیت په جلا تړون کې تر پوښښ لاندې راځي. په افغانستان کې پوځي اډو ته د متحده ایالاتو اوږدمهاله لاسرسی او همدارنګه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د اډو کچه یا موقعیت هم د SASPA برخه نه وه.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمي رسول وویل چې په افغانستان کې به د امریکا دایمي اډې نه وې. نوموړي د افغانستان ملي شورا ته وویل چې متحده ایالات "په افغانستان کې د پوځي اډو له درلودلو سره لېوالیتا نه لري چې زموږ ګاونډیان ورته د خطر په سترګه وګوري"، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د افغانستان پارلمان ته وویل "د ستراتیژیک تړون له لاسلیک ورسته به د هوکړې په صورت کې یو جلا امنیتي تړون لاسلیک شي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د دایمي اډو شتون ته اجازه ورکړي یا ور نه کړي." د SASPA په مسوده کې د لویو موضوعاتو په اړه (لکه اقتصادي پراختیا او امنیت) شرایط موجود وو  چې د دواړو هېوادونو ګډې اندیښنې وې، خو یوه امریکایي چارواکي د هغه د نوم د نه اخیستلو په شرط، ټایمز مجلې ته وویل "هغه مشخصات چې د چوکاټ له پوښښ څخه بهر دي باید په راتلونکي کې په تفاهم لیکونو، تړونونو یا نورو اسنادو کې له شرایطو سره سم تر بحث لاندې او په ګوته شي." د مسودې د متن د هوکړې په لار خنډونه د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا شپني عملیات او د متحده ایالاتو تر کنترول لاندې د توقیف ځایونو ستونزې وې. نیویارک ټایمز د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په میاشت کې په دې اړه راپور ورکړ: "د مارچ په میاشت کې دواړو خواوو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې په هېواد کې د ټولو توقیف ځایونو مسوولیت افغانانو ته وسپاري او د دې میاشتې په پیل کې یې د شپنیو عملیاتو وروستی واک افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړ چې اوس د امریکا له مرستې پرته ټول عملیات ترسره کوي. د دې دوو ستونزو په حل سره، ستراتیژیکه ملګرتیا په چټکۍ سره بشپړه شوه." [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Enduring Strategic Partnership Agreement between the Islamic Republic of Afghanistan and the United States of America" (PDF). U.S. Department of State. www.state.gov. 1 May 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "White House Fact Sheet: The U.S.-Afghanistan Strategic Partnership Agreement". Fox News Insider. 1 May 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sweet, Lynn (1 May 2012). "U.S.-Afgan strategic agreement: Roadmap to Chicago NATO Summit. Briefing transcript". Chicago Sun-Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Press Briefing by Senior Administration Officials on Strategic Partnership Agreement between the United States and Afghanistan". thebullreport.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  5. Clinton, Hillary (8 July 2012). "Press Releases: Intervention at the Tokyo Conference on Afghanistan". NewsRoomAmerica.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  7. Rod Nordland (په 9 March 2012 باندې). U.S. and Afghanistan Agree on Prisoner Transfer as Part of Long-Term Agreement. The New York Times.
  8. Mirwais Harooni (په 9 March 2012 باندې). Afghanistan and U.S. sign prison transfer deal. Reuters
  9. (په 10 March 2012 باندې). Afghanistan and US sign prison transfer deal. Al Jazeera
  10. (په 8 April 2012 باندې). Afghanistan and US sign 'night raid' deal. Al Jazeera
  11. Nick Paton Walsh (په 8 April 2012 باندې). U.S., Afghanistan sign key 'night raids' deal. CNN
  12. (په 8 April 2012 باندې). Afghanistan gets veto power over NATO night raids. MSNBC News
  13. Kate Clark (21 March 2012). "The Bagram Memorandum: Handing over 'the Other Guantanamo'". The Afghanistan Analysts Network. The Afghanistan Analysts Network. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rod Nordland (په 9 March 2012 باندې). U.S. and Afghanistan Agree on Prisoner Transfer as Part of Long-Term Agreement. The New York Times.
  15. Mirwais Harooni (په 9 March 2012 باندې). Afghanistan and U.S. sign prison transfer deal. Reuters
  16. (په 10 March 2012 باندې). Afghanistan and US sign prison transfer deal. Al Jazeera
  17. (په 10 March 2012 باندې). Afghanistan and US sign prison transfer deal. Al Jazeera
  18. Kate Clark (21 March 2012). "The Bagram Memorandum: Handing over 'the Other Guantanamo'". The Afghanistan Analysts Network. The Afghanistan Analysts Network. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 22 April 2012 باندې). With Pact, U.S. Agrees to Help Afghans for Years to Come.
  20. (په 8 April 2012 باندې). U.S. Transfers Control of Night Raids to Afghanistan.
  21. (په 8 April 2012 باندې). Afghanistan and US sign 'night raid' deal. Al Jazeera
  22. Nick Paton Walsh (په 8 April 2012 باندې). U.S., Afghanistan sign key 'night raids' deal. CNN
  23. (په 8 April 2012 باندې). Afghanistan gets veto power over NATO night raids. MSNBC News
  24. (په 8 April 2012 باندې). U.S. Transfers Control of Night Raids to Afghanistan.
  25. (په 9 April 2012 باندې). Afghan deal on night raids presages longterm US presence. The Christian Science Monitor.
  26. Spencer Ackerman (9 April 2012). "U.S. Commandos Can Raid Afghan Homes – And Ask Permission Later". Wired. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kate Clark (9 April 2012). "Handing over Night Raids". The Afghanistan Analysts Network. The Afghanistan Analysts Network. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 8 April 2012 باندې). Afghanistan and US sign 'night raid' deal. Al Jazeera
  29. (په 10 March 2012 باندې). Afghanistan and US sign prison transfer deal. Al Jazeera
  30. Mirwais Harooni (په 9 March 2012 باندې). Afghanistan and U.S. sign prison transfer deal. Reuters
  31. (په 18 April 2012 باندې). U.S. says 2014 troop pullout is on track in Afghanistan.
  32. "What will Afghan anger mean for US policies?". Al Jazeera. 14 March 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "US condemns soldiers' actions in Afghanistan". Al Jazeera. 19 April 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Vogt, Heidi (22 April 2012). "US, Afghanistan reach deal on strategic pact". The Associated Press. MilitaryFeed.com (United States Military News Aggregator. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 22 April 2012 باندې). With Pact, U.S. Agrees to Help Afghans for Years to Come.
  36. Paton Walsh, Nick (22 April 2012). "U.S., Afghan officials initial proposal on future ties". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Afghanistan and US agree deal on strategic partnership". BBC. 22 April 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Taylor, Rob (22 April 2012). "Afghanistan and U.S. agree on strategic pact text". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 22 April 2012 باندې). Afghanistan, U.S. reach pact on post-2014 American support.
  40. "Enduring Strategic Partnership Agreement between the Islamic Republic of Afghanistan and the United States of America" (PDF). U.S. Department of State. www.state.gov. 1 May 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "پیمان راهبردی افغانستان با امریکا امضا خواهد شد". TOLO News. TOLO News. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Vogt, Heidi (22 April 2012). "US, Afghanistan reach deal on strategic pact". The Associated Press. MilitaryFeed.com (United States Military News Aggregator. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 22 April 2012 باندې). Afghanistan, U.S. reach pact on post-2014 American support.
  44. Taylor, Rob (22 April 2012). "Afghanistan and U.S. agree on strategic pact text". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 22 April 2012 باندې). With Pact, U.S. Agrees to Help Afghans for Years to Come.
  46. (په 22 April 2012 باندې). With Pact, U.S. Agrees to Help Afghans for Years to Come.
  47. Vogt, Heidi (22 April 2012). "US, Afghanistan reach deal on strategic pact". The Associated Press. MilitaryFeed.com (United States Military News Aggregator. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Taylor, Rob (22 April 2012). "Afghanistan and U.S. agree on strategic pact text". Reuters. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Afghan official: U.S. pledges defense for Afghanistan for at least decade after drawdown". The Associated Press. CBS News. 23 April 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. (په 22 April 2012 باندې). Afghanistan and US agree on strategic partnership document.
  51. "Afghan-US Pact Will Not Apply Until Parliament Approves". TOLO News. TOLO News. 23 April 2012. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 23 April 2012 باندې). A New U.S.-Afghan Strategic Partnership: Should the Taliban Be Afraid?.
  53. (په 23 April 2012 باندې). Afghanistan Strategic Partnership Agreement: U.S. Takes Steps To Shore Up Post-2014 Ties.
  54. (په 22 April 2012 باندې). With Pact, U.S. Agrees to Help Afghans for Years to Come.