د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې له ۱۹۱۲ ز کال راهیسې په افغانستان کې د شاه امان الله خان او د امریکا د پخواني ولسمشر وارجي د واکمنۍ پر مهال پيل شوې. د دواړو ملتونو ترمنځ اړیکې د ۱۸۳۰ ز لسیزې په ترڅ کې کله چې لومړنی امریکايي افغانستان ته راغی، ټینګې شوې. د امریکا متحده ایالاتو په وچه کې ایسارافغانستان کې د پیسو پانګونه وکړه، چې بیا دغه پانګونه په ۱۹۷۸ز کال کې د غوايي کودتا مخکې پای ته ورسېده. متحده ایالاتو د  ۱۹۸۰ ز کال په سر کې د زرګونه افغان کډوالو ځای پرځای کولو باندې پيل وکړ او د پاکستان د پوځي استخباراتو له لارې یې مجاهدینو ته پيسې او وسلې ورکړې.[۱][۲]

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ ز کال کې د سپټمبر له ۱۱ ترهګریزې پېښې وروسته، په افغانستان برید وکړ، څو اسامه بن لادن ونیسي، سره له دې چې نوموړی د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې وموندل شو. دغه برید د افغانستان د بیا رغاونې او پاتې نړۍ سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د بیا ټینګولو لامل شو. د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۲ ز کال  کې افغانستان له ناټو بهر د یوه اصلي متحد په توګه اعلام کړ. د افغانستان په جګړې کې د امریکا پوځي لاسوهنه، چې د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه بلل کېږي، د ۲۰۲۱ زکال د اګسټ په ۳۱ نېټه پای ته ورسېده. د متحده ایالاتو د مرکزي اوسویلي اسیا د چارو اداره، له افغانستان سره د امریکا د بهرنیو پالیسي د مدیریت مسؤلیت لاره.

تاریخچه[سمول]

د افغانستان او امریکا ترمنځ لومړنی ثبت شوې اړیکه هغه مهال رامنځته شوه چې، د امریکا پنسلوانیا ایالت فلادلفیا ښار یوه جنجالي او سیاسي فعال جوسیا هارلان په ۱۸۳۰ز لسیزه کې په دې نیت چې د افغانستان شاه شي، د هند شبه قارې ته سفر وکړ. دغه پېښه په هغه وخت پورې اړوند ده چې د بریټانوي هند پوځ د افغان انګریز د لومړۍ جګړې (۱۸۳۸ـ ۱۸۴۲ز) په ترڅ کې په افغانستان برید وکړ، چې هغه وخت د افغانستان پاچایان شاه شجاع درانی او دوست محمد خان د سترواکۍ تخت د ترلاسه کولو لپاره په جګړې بوخت وو. هارلان د افغانستان په سیاست او د پوځ په ګوندي فعالیتونو کې ښکېل شو چې په وروسته کې یې د غور د شهزاده لقب چې د برابرو شوو پوځي مرستو په مقابل کې یې ګټلی وو، ترلاسه کړ. د بریټانوي هند ځواکونه، په ۱۸۴۲ ز کال کې نږدې ۱۶۵۰۰ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو وروسته ماتې وخوړه او په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل. په دې اړه چې په رښتیا سره څه پېښ شول، پوره مدارک په لاس کې نشته، ځکه دغه ادعا د یوازیني پاتې سرتیري ویلیام برایډن له خوا شوې. هارلان هم د همدې کلونو په ترڅ کې له افغانستان نه ووت او د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ.[۲]

ای سي. جیویټ په ۱۹۱۱ ز کال کې افغانستان ته ورسېد، څو د کابل ښار په څنډه کې د اوبو برېښنا تولید یوه فابریکه جوړه کړي. نوموړي د شاه حبیب الله خان له خوا د ستر انجینیر درېځ ترلاسه کړ. نوموړی د جنرال الکتریک (GE) پخوانی کارکوونکی و او دویم امریکايي و چې په افغانستان کې یې ژوند او کار کړی دی. [۱]

رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې[سمول]

په ۱۹۲۱ ز کال کې، د افغانستان او بريټانوي هند ترمنځ د راولپنډۍ تړون له لاسلیک وروسته، د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت د امریکا متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه، څو له هغه هېواد سره ډيپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي. دغه پلاوي کابل ته له ستنېدو وروسته د امریکا د ولسمشر وارن جي له خوا مننلیک له ځان سره راوړ. د ډيپلوماتیکو اړیکو له ټینګولو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو سیاست د مخ پرودې هېوادونو سره مرستې لپاره، څو د خپل ژوند کچه لوړه کړي، له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو د اړیکو ښه والي د ساتنې په برخه کې مهمه ونډه ترسره کړه. ویلیام هریسون هارنیبروک، سره له دې چې په تهران کې و، له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۶ ز کال پورې، په افغانستان کې یې د نا استوګن سفیر (تام الاختیار وزیر) په توګه خدمت وکړ. لویس جي. دریفوس له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۲ ز کال پورې خدمت وکړ، کله چې د کابل استازولي (اهمیت یې له سفارت نه لږ دی) د ۱۹۴۲ ز کال کې پرانیستل شوې وه، ډګروال ګوردون بي په کابل کې د امریکا لومړنۍ پوځي اتشه و او کارنلیوس وان هیمرت انګرت له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ ز کلونو ترمنځ او له هغې وروسته ایلي ایلوت پالمر له ۱۹۴۵ تر ۱۹۴۸ ز کال پورې، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت استازولي پرغاړه وه. سره له دې چې افغانستان  له نازي المان سره نږدې اړیکې لرلې، خو خپل بې پرې والی یې وساته او په دویمه نړیواله جګړه کې یې ګډون ونه کړ.[۳][۴]

سړه جګړه[سمول]

د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې د امریکا او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ له سړې جګړې وروسته د اهمیت وړ شوې. د محمد ظاهر شاه د تره زوی شهزاده محمد نعیم  په واشنګټن کې د افغانستان د شارژدافیرپه توګه وټاکل شو. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ترومن هغه وخت څرګنده کړه چې، د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې  د لوړپوړو ډيپلوماټانو په شتون کې به د دوی ترمنځ دوستي «خوندي او پیاوړې» شي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان لومړنی سفیر حبیب الله خان طرزي و چې تر ۱۹۵۳ ز کال پورې پردغه دنده پاتې شو. په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو استازولي د ۱۹۴۸ ز کال د مې په ۶ سفارت ته لوړه شوه. لویس ګوتي چې مخکې یې د استازي په توګه خدمت کړی و، له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۱ ز کال پورې یې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه خدمت وکړ. افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو لومړنيو استول شوو ته د لویې دوپري، والټر فیرسروس او هنري هارټ له خوا ورته لارښوونه وشوه. ریچارد نیکسون چې د امریکا د وخت ولسمشر مرستیال ؤ، په ۱۹۵۳ ز کال کې د یوه ډيپلوماټیک سفر په ترڅ کې یې له کابله لیدنه وکړه. نوموړی د لنډ وخت لپاره په کابل کې وګرځېد او له افغانانو سره یې ولیدل. [۵][۴]

په ۱۹۵۸ ز کال د افغانستان لومړی وزیر محمد داود خان، لومړنی افغان و چې په واشنګټن کې یې د امریکا متحده ایالاتو په کنګره کې خبرې وکړې. د نوموړي خبرې په ګڼ شمېرموضوعاتو باندې متمرکزه وي، خو ترټولو مهم، نوموړي د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ په اړیکو ټینګار وکړ. سردارداؤد خان د امریکا په پلازمېنه کې د استوګنې پرمهال، له ولسمشر دوایت ایزنهاورسره ولیدل او د فرهنګي راکړې ورکړې یو تفاهم لیک یې هم لاسلیک کړ. د ولسمشر له مرستیال ریچارد نیکسون سره یې اړیکې، چې کابل ته یې د نوموړي د سفر پرمهال پاللې وې، ټینګې کړې. لومړي وزیر، دغه راز، د امریکا په متحده ایالاتو کې په تنسي ولي اټاریټي کې له بېلابېلو ځایونو، لکه:  د نیویارک د ونډو بازار، د اپایرسټیټ ودانۍ، اوبو برېښنا اسانتیاوو او نورو ځایونو نه لیدنه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو هغه وخت د دفاعي مرستو برابرولو په برخه کې د افغانستان غوښتنه رد کړه، خو په بدل کې یې د افغانستان د فزیکي زیربناوو پراختیا په تمرکز باندې د اقتصادي همکاریو یو پروګرام وړاندې کړ، چې په کې سړکونه، بندونه او برېښنا بندونه شامل و. څه موده وروسته، د امریکا همکارۍ له زیربنايي پروژو نه د یوه پرمختللي اقتصاد جوړولو په برخه کې د مهارتونو ودې لپاره په تخنیکي همکاریو بدلې شوې. په ۱۹۵۰ ز لسیزه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې زیاتې شوې، په ځانګړي ډول د ۱۹۵۳ او ۱۹۵۹ ز کلونو ترمنځ د کیوبا انقلاب په درشل کې. کله چې پخوانی شوروي اتحاد په کیوبا کې د فیډل کاسټرو ملاتړ کاوه، د امریکا متحده ایالاتو د خپلو ستراتيژیکو موخو لپاره په افغانستان تمرکز وکړ. دغه کار له اره د کمونیزم د پراختیا او په سویلي اسیا او په ځانګړي ډول، د شوروي اتحاد د ډېرې ځواکمنتیا پروړاندې مبارزې لپاره ترسره کېده.

د ۱۹۵۹ ز کال په ډسمبر میاشت کې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ایزنهاورله افغانستان څخه لیدنه وکړه، څود دغه هېواد له مشرانو سره وګوري. د نوموړي الوتکه د بګرام په هوايي ډګر کې کېناسته او له هغه ځایه د موټرو په کتار کې کابل ته ولاړ. نوموړي د افغانستان له پاچا محمد ظاهر، لومړي وزیر محمد داؤد خان او یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو سره وکتل. دغه راز، نوموړی په کابل ښار کې وګرځېد. له دغې مهمې لیدنې وروسته، متحده ایالاتو احساس کړه چې افغانستان خوندي دی او هېڅکله د شوروي په یو جمهوریت نه بدلېږي. له ۱۹۵۰ تر ۱۹۷۹ ز لسیزې راهیسې، د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د پور، ډالۍ، لېږد رالېږد، کرنیزو وسایلو، کرنیزو محصولاتو زیاتوالي، روزنیز نظام پراختیا، صنعت فعالولو او د افغانستان ادارې د ښه والي په برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرسته وکړه.[۶][۳]

په ۱۹۶۳ ز کال کې د افغانستان پاچا محمد ظاهر د امریکا متحده ایالاتو نه ځانګړې لیدنه وکړه او هلته یې له جان اف کېنډي او یونیس کېنډي شرایور سره وکتل. ظاهر شاه دغه راز، د امریکا له بېلابېلو ځایونو لیدنه وکړه. لکه په کلفرنیا کې د ډیزني لنډه کتنه، نیویارک ایالت او نوروځایونو نه. د حامد کرزي تره حبیب الله کرزی چې هغه وخت یې په ملګروملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله، ویل چې په دغه سفر کې یې د ظاهر شاه ملتیا کوله. په همدې دوره کې و چې،  شوروي اتحاد محسوس کړه، د امریکا متحده ایالات د یوه ایالت په توګه د افغانستان د بدلولو په حال کې دي. په ۱۹۶۵ ز کال کې افغانستان او کیوبا د کمونیستي ډلو د تاسیس شاهدان وو، د کیوبا کمونست ګوند او د افغانستان د خلک ډموکراتیک ګوند ( PDPA). [۷]

د امریکا مرستیال ولسمشر اسپیرو اګنیو د اپولو ۱۰ ستور مزلو (فضا ته د انسان څلورم سفر) توماس استافورډ او یوجي سرنان سر له یوولسو اسیايي هېوادونو څخه د لیدنې پرمهال له کابل لیدنه وکړه. د شپې ډوډۍ پرمهال چې د شاهي کورنۍ له خوا یې کوربتوب کېده، امریکايي پلاوي له سپوږمۍ یوه تېږه، د افغانستان یو کوچنی بیرغ چې د اپولو ماموریت پرمهال فضا ته وړل شوي وو او د افغانستان یو عکس چې له فضا اخیستل شوی وو، شاه ته ډالۍ کړل. د ۱۹۷۰ ز لسیزې پورې زیات شمېر استادان، انجینیران، ډاکټران، پوهان، ډيپلوماټان او څېړونکي د افغانستان په نا هموارو سیمو کې چېرې یې چې کار کاوه وګرځېدل. د ۱۹۶۲ او ۱۹۷۲ ز کلونو ترمنځ د سولې سپاه په افغانستان کې فعال وو. څو نور امریکايي پروګرامونه هم په افغانستان کې فعال وو، لکه CARE، د امریکايي مخکښانو بهرنی ماموریت (د افغانستان څارندویانو مخکښه ټولنه) د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازولي او داسې نور.

کیڼ اړخی حکومت، د شوروي نیواک او کورنۍ جګړه[سمول]

د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې د ۱۹۷۸ ز کال د غوا يي له انقلاب وروسته ترینګلې شوې. سره له دې چې ډموکراتیک رژیم په رسمي توګه بې پرې پاتې شو او د ۱۹۷۸ ز کال په جون کې یې له امریکا سره ډيپلوماټیکې اړیکې له سره ټینګې کړې، خو د وخت په تېرېدو سره شوروي ته د افغانستان نږدې والی په یوې اندېښنې بدل شو. هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سایروس ونس څرګنده کړه چې : «موږ باید په نوې رهبرۍ کې د ملت پالنې او کمونیزم ترمنځ اختلاط په پام کې ونیسو او هڅه وکړو، څو د شوروي اتحاد غېږې ته د رژیم له نږدې کېدو، مخکې له دې چې دوی غواړي، ډډه ورنه وکړو». د امریکا متحده ایالاتو نوي سفیر الفرد دابس د ۱۹۷۸ ز کال رسمي لیدنې په ترڅ کې یوه برخه وال ته وویل چې: د امریکا متحده ایالاتو له خوا یو مثبت چلند کولای شي، د شوروي اتحاد اغېز کم کړي. نوموړي زیاته کړه:  سره له دې چې افغانستان د شوروي پر لور لېواله دی، خو «دغه هېواد به د شوروي په یو ایالت، پوځ او یا بل څه بدل نه شي». دغه راز، دابس احساسوله چې، حفیظ الله امین «نه شي کولای د ټیټو یا حتی چائوشسکو په اندازه مخکې لاړ شي».[۸][۹]

د ۱۹۷۹ ز کال په فبرورۍ کې سفیر دابس، کله چې افغان امنیتي ځواکونو په هغو کسانو چې دی یې تښتولی ؤ برید وکړ، ووژل شو. دا کار د اړیکو د خرابوالي لامل شو. وروسته د امریکا متحده ایالاتو دوه اړخیزې همکارۍ کمې کړې او د لنډو پوځي زده کړو روزنې پروګرام یې بند کړ. د افغانستان د کورني حالت بدتره کېدل د دې لامل شول، څو د امریکا متحده ایالات، شوروي اتحاد ته خبرداری ورکړي، څو په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي. وروسته له هغې چې امین د خلق ګوند منشي شو، ټولو ته یې اعلام کړه چې:  غواړي د امریکا له متحده ایالاتو سره دوستانه اړیکې ولري. د تاوتریخوالي له زیاتوالي او امنیتي حالت  له بدتره کېدو سره، د امریکا متحده ایالاتو چارواکو،  د ۱۹۷۹ز کال د جولای په ۲۳ پریکړه وکړه، څو د امریکايي وګړو کورنۍ له افغانستان نه وباسي. [۹][۱۰]

د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان اشغال، امریکا متحده ایالاتو ته په سرخوږي بدل شو او د امریکا متحده ایالاتو د وخت ولسمشر جیمي کارټر دغه پېښه  «سولې ته څرګند ګواښ» وباله. له نیواک وروسته، متحده ایالاتو د ډيپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړ، څو شوروي له افغانستان نه ووځي. په دې سربېره، په پاکستان کې د کډوالو له پروګرام سره د امریکا سخاوتمندانه مرستو هم له افغان کډوالو سره د همکارۍ په برخه کې مهمه ونډه لرله. د امریکا هڅې په افغانستان کې له مېشتو خلکو سره مرستې هم وې. د پولې دواړو خواوو ته د دغو بشردوستانه همکاریو موخه، د افغانانو ځان بسیاینه او د هېواد په لرو پرتو سیموکې چې تر ډېره د اورپکو په لاس کې وې، د خلکو د لرې کولو لپاره د شوروي د هڅو پروړاندې مقابله هم وه.[۹]

د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال په ترڅ کې، د امریکا متحده ایالاتو نږدې ۳ میلیارد ډالره د مجاهدینو له ډلو سره چې په پاکستان کې مېشت وو، د پوځي او اقتصادي مرستې په توګه برابر کړل. په  ۱۹۸۹ ز کال کې، په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د امنیتي دلایلو له امله تړل شوی و. [۱۱]

د ۱۹۹۲ز کال په اپریل میاشت کې، متحده ایالاتو مخکیني حکومت، کوم چې د شورویانو له خوا یې ملاتړ کېده،  د را وروسته نوې اسلامي ادارې نه په کلکه ملاتړ وکړ. وروسته د مجاهدینو ډلې چې د جګړې ګټونکې وې، کورنیو جګړوته مخه کړه، خو هغه وخت امریکا له افغانستان نه خپل پام اړولی و.

د نږدې نورو هېوادونو په څېر، د امریکا متحده ایالاتو هم د نوي بنسټپال اسلامي حکومت چې د طالبانو له خوا جوړ شوی وو، له په رسميت پېژندلو ډډه وکړه او د شمال ائیتلاف څخه یې د مشروع حکومت په توګه ملاتړ ته دوام ورکړ. د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره غیررسمي اړیکې لرلې، خو وروسته له هغې چې اسامه بن لادن د امریکا په  متحده ایالاتو باندې د جګړې فتوا ورکړه او په ۱۹۹۸ ز کال کې یې د امریکا سفارت کې بمونه کېښودل، دغه اړیکې ترینګلې شوې. د امریکا متحده ایالاتو له خوا د لایتناهي لاسرسي عملیاتو Operation Infinite Reach)) وروسته، ملا محمد عمر د ټیلیفون له لارې د امریکا متحده ایالاتو سره په اړیکه کې شو او د بېل کلنټن د استعفي غوښتنه یې وکړه. د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره هر ډول همکاري او په رسمیت پېژندل ردول، څو طالبان بن لادن له افغانستان نه وباسي، خو طالبانو دغه کار د پښتونوالۍ دود له مخې چې باید مېلمه ته پناه ورکړل شي، ردکړ.[۱۲]

ناټو او د کرزي اداره[سمول]

دامریکا په متحده ایالاتو کې د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته چې باور کېده، دغه بریدونه د اسامه بن لادن له خوا چې هغه وخت یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، شوي، د امریکا په مشرۍ د اوږد مهاله ازادۍ عملیات پيل شول.[۱۳][۱۴]V[۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "In Small Things Remembered". meridian.org. د اصلي آرشيف څخه پر July 22, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Biography of Josia Harlan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "U.S.-AFGHAN RELATIONS". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "About the Embassy". U.S. Embassy in Kabul. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "In Small Things Remembered » The first American expedition to Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "In Small Things Remembered » President Dwight D. Eisenhower inspects the honor guard upon arrival at Bagram Airport". د اصلي آرشيف څخه پر November 14, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "THE AFGHAN RULERS: FIERCELY TRADITIONAL TRIBES". Jere Van Dyck, special to the New York Times; the following dispatch was written by freelance journalist who recently spent six weeks in Afghanistan. December 21, 1981. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan: Lessons from the Last War". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ https://nsarchive2.gwu.edu/carterbrezhnev/docs_intervention_in_afghanistan_and_the_fall_of_detente/fall_of_detente_chron.pdf
  10. https://web.stanford.edu/group/tomzgroup/pmwiki/uploads/3025-1979-10-12-KS-b-EYJ.pdf
  11. (په April 29, 1992 باندې). Rebels' Leader Arrives in Kabul and Forms an Islamic Republic.
  12. Wright, Lawrence (2006). The looming tower: Al-Qaeda and the road to 9/11. New York: Alfred A. Knopf. OCLC 64592193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-375-41486-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "U.S.-AFGHAN RELATIONS". United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pajhwok Afghan News, US lawmakers laud Afghan progress under Karzai (December 6, 2007)[مړه لينکونه]
  15. Karzai vows to tackle corruption Archived July 23, 2011, at the Wayback Machine.