د افعانستان – ایران اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او ایران تر منځ اړیکې د ظاهر شاه د پاچهۍ او د ایران د پاچا رضا شاه پهلوي د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۳۵ز کال کې را منځ ته شوې، که څه هم له زریزو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو شتون درلود. په پایله کې، ګڼ شمېر افغانان فارسي د دري په بڼه (د فارسي ختیځه لهجه)  خبرې کوي، لکه څرنګه چې د افغانستان له رسمي ژبو نه هم ګڼل کېږي، او په افغانستان کې ډېری وګړي نوروز، چې د فارسي نوی کال ګڼل کېږي، لمانځي.

دا اړیکې د ایران د ۱۹۷۹ ز کال د انقلاب او د افغانستان د ۱۹۷۸ز کال نه تر اوسه پورې د روانو شخړو (لکه: د مجاهدینو، افغان کډوالو او طالبانو) له امله او د ایران د اوبو د لانجې او په نظام کې د متحده ایالاتو د پراخېدونکي نفوذ له امله تر منفي اغېر لاندې راغلې دي. د ایران حکومت د ۲۰۱۹ ز کال د جولای په میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې پر بنسټ یې په ایران کې افغانانو ته د اوسېدو نوې موکه چمتو کېږي. له دې قانون نه هغه افغانان ګټه اخیستی شي، چې ځانګړې علمي او مسلکي لاسته راوړنې ولري او یا هم هغه کسان چې ایرانۍ مېرمنې او ماشومان ولري. [۱][۲]

تاریخي مخینه[سمول]

افغانستان له ایران سره (چې په لویدیځ کې د ۱۹۵۳ ز کال نه وړاندې د فارس په نوم یادېده) یو څه اوږد تاریخ لري او د ډېری پارس سترواکیو، لکه: هخامنشیانو او ساسانیانو د واک برخه وه. په حقیقت کې دا سیمې چې د افغانستان اوسنۍ خاوره جوړوي، د فارس یوه برخه وه او د یوولسمې پیړۍ شاعر فردوسي په خپله شاهنامه کې زابلستان د اتل رستم وطن یاد کړی دی. کله چې په فارس کې د صفوي سلطنت بنسټ کېښودل شو، د اوسني افغانستان یوه برخه د بخارا د خان مېشته حاکمانو او د کابل د بابر له خوا اداره کېده. لومړی ایرانی صفوی شاه اول اسماعیل په چټکۍ سره خپله سترواکي ټولو لورو ته پراخه کړه او د اوسني افغانستان لویه برخه یې هم فتحه کړه. دوی د څو پېړیو لپاره په سیمه کې واکمني وکړه او صفویانو په لومړي سر کې د خپلې سترواکۍ په ختیځو سیمو کې کومه ستونزه نه درلوده، خو د وخت په تېرېدو سره د غیر شیعه وګړو په  وړاندې د دوی پالیسي د خربېدو لور ته روانه شوه. د شیعه صفویانو او اکثریت سونیانو ترمنځ جګړې په ځانګړې توګه د زاړه کندهار په سیمه کې پیل شوې. د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو کې، د صفویانو واکمني د نزول لور ته روانه شوه. دوی خپل جورجیایی تابع ګرګین خان د کندهار د والي په توګه وټاکه، ترڅو افغانان په زوره له سني اسلام نه شیعه اسلام ته واړوي، چې په پایله کې یې پراخ ظلمونه او تاوتریخوالی رامنځ ته شو. [۳][۴]

دا حالت تر هغه وخته روان و چې د ميرويس خان هوتک په نامه یو شخص د سني غلجیو پښتنو د يوه مشهور قومي مشر په توګه را پاڅېد. په پرله پسې جګړو کې میرویس خان د صفویانو په ماتولو بریالی شو او جنوبي افغانستان یې یو بشپړ خپلواک هېواد اعلان کړ. په داسې حال کې چې د صفویانو حاکمیت، د کورنیو ستونزو او د صفویانو د اصلي سیالانو ،لکه: عثمانیانو او روسانو د بهرنیو ګټو سره مخامخ و، په ۱۷۲۲ ز کال کې د میرویس خان زوی محمود د لنډ وخت لپاره فارس فتح کړ، او له هغه وروسته ډېر ژر د صفویانو کورنۍ واکمني پای ته ورسېده.[۵]

له دې پېښو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو په اوږدو کې دودیزې اړیکې شتون لري چې په پایله کې د فارسي ژبې ختیځه لهجه، دري د افغانستان له رسمي ژبو نه ګڼل کېږي. په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک نوروز لمانځي، چې له اسلام نه مخکې پسرلنی جشن دی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو او سیمو کې لمانځل کېږي او په افغانستان کې یې اصلي ځای په شمال کې بلخ ولایت دی.  

دیپلوماتیکې اړیکې[سمول]

په ۱۹۲۱ ز کال کې افغانستان له ایران سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ، چې په دې وخت کې دا هېواد د شاه امان الله خان تر واک لاندې و او په ایران کې لا هم د قاجار د کورنۍ واکمنه وه. د دواړو هېوادونو اړیکې، د ۱۹۶۱ ز کال په سپتمبر کې پرې شوې او د ۱۹۶۳ ز کال په مې میاشت کې له سره پیل شوې. تر ۱۹۷۹ ز کال وړاندې، چې په ایران کې د ایران انقلاب او پرافغانستان د شوروي اتحاد یرغل وشو، د دواړو هېوادونو تر منځ د هلمند د سیند د اوبو د حقونو مسئله ډېره مهمه موضوع وه. د هلمند د اوبو پر سر شخړه، په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې رامنځ ته شوه، چې په ۱۸۹۶ ز کال کې د سیند د مسیر له بدلون وروسته بیا را برسېره شوه. د دواړو هېوادونو پاچایانو په ۱۹۳۹ ز کال کې د اوبو د حقونو د شریکولو یو تړون لاسلیک کړ، خو هېڅکله عملي نه شو. دا تړون په ۱۹۷۳ ز کې د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو تر منځ بیا تکرار شو، خو بیا یې هم عملي بڼه و نه موندله. د رویټرز خبري بنسټ د راپور له مخې: افغان ځواکونو په ۲۰۱۸ ز کال کې پر ایران تور ولګاوه چې ،طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي، خو ایران دا تور رد کړ. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ډیلي پاینیر راپور پر بنسټ: د ایران او افغانستان تر منځ د روانې هوکړې له امله، د دې هېوادونو اړیکې باید د یوه درېیم اړخ له خوا تنظیم شي او په راتلونکي کې به هم په دې ډول دوام وکړي. په ۲۰۱۸ز کال کې د دویچه ویله له قوله: د ایران او افغانستان ترمنځ په پوله کې د طالبانو د کړنو زیاتوالی، د ایراني ځواکونو او طالبانو ترمنځ احتمالي همکاري په ګوته کوي. [۱۲][۱۳]

د ۱۹۷۹ ز کال نه وروسته[سمول]

شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ ز کال په دسمبر کې د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته شاوخوا سل زره سرتېري واستول، ترڅو د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند سره د مجاهدینو د بغاوت په وړاندې په ټول هېواد کې مرسته وکړي. مجاهدین له بېلابېلو ډلو نه جوړ شوي وو چې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده ایالاتو له خوا تر روزنې لاندې نیول کېدل. په ۱۹۷۹ ز کال کې یو شمېر انقلابي شیعه ډلو د هزاره جاتو ځینې سیمې د مجاهدینو سره په مخالفت کې ونیولې او د ایران له حکومت سره یې اړیکې ټینګې کړې. په ۱۹۸۹ز کال کې د خمیني له مړینې وروسته، د ایران حکومت ډېری شیعه ډلې دې ته وهڅولې چې وحدت ګوند را منځ ته کړي او په دې هیله یو ځای شي، چې په نړیوالو خبرو اترو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي. د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې د شوروي اتحاد له وتلو نه د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل په میاشت کې د ولسمشر نجیب الله د واک تر راپرځېدو پورې، ایران د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند نه خپل ملاتړ وکړ. تاریخ لیکونکي بارنیت روبین وایي: "ایران د شوروي په ملاتړ د کابل حکومت ته د اصلي ځواک په سترګه کتل چې د سني وهابي ډلو چې د درېو هېوادونو [پاکستان، سعودي عربستان او متحده ایالاتو] له خوا یې ملاتړ کېده، په افغانستان باندې د هغوی د واک مخه و نیسي. په داسې حال کې چې ایران له سیاسي پلوه د شیعه ګوندونو ملاتړ کاوه، د نجیب الله د حکومت پر وړاندې یې د جکړې ملاتړ ونه کړ. په ورته وخت کې، له یو میلیون نه ډېرو افغان کډوالو ته یې اجازه ورکړه، چې د ایران خاورې ته کډه شي.  [۱۴][۱۵][۱۶]

د طالبانو د حکومت له تاسیس او د افغانستان له لږه کیو سره د هغوی له سخت چلند وروسته، ایران له شمالي ټلوالې سره مرستې زیاتې کړې. په ۱۹۹۸ ز کال کې له طالبانو سره اړیکې وروسته له هغې نورې هم خرابې شوې، چې طالبانو د افغانستان په شمالي ښار مزارشریف کې د ایران قنسلګري ونیوله او ایراني ډیپلوماتان یې ووژل. 

د ۲۰۰۱ ز کال له وروستیو را په دې خوا د حامد کرزي تر واک لاندې نوی افغان حکومت له دواړو ایران او امریکا سره ښې اړیکې ساتلې دي، که څه هم د ایران حکومت د اټومي پروګرام له امله د امریکا تر نیوکو لاندې دی، چې د امریکا او ایران اړیکې یې ترینګلې کړې دي. ایران د طالبانو په نسکورولو کې رغنده ونډه درلوده او له هغه وخت نه را په دې خوا یې د افغانستان د اقتصاد او زیربنا په بیا رغولو کې مرسته کړې ده او په کابل کې یې خپل سفارت او د افغانستان په نورو ښارونو کې یې قونسلګرۍ بېرته پرانیستې او هم یې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخیسته. د دې هېواد د ډېرو مرستو موخه د افغان شیعه ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو او قزلباش قومونو پراختیا ګڼل کېږي. ایران په هغو سیاسي ګوندونو باندې نفوذ لري، چې د تاجک قوم نه استازیتوب کوي، چې په کې د عبدالله عبدالله تر مشرې لاندې د بدلون او همپالنې ټیم او نور ګډون لري، خو یوشمېر افغان سیاستوال او کارپوهان بیا ادعا کوي چې، ایران او پاکستان دواړه د افغانستان د کمزورتیا لپاره هڅه کوي. [۱۷][۱۸][۱۹]

د افغانستان په قانون جوړوونکو سربېره، امریکايې مشران او د ناټو ډېر چارواکي هم په دې باور دي چې، ایران په دوه مخې لوبې سره په افغانستان کې لاسوهنه کوي، خو ایران معمولاً دغه تورونه ردوي.له څو کلونو راهیسې د ایساف ډېری لوړ پوړو چارواکو او نور و، په ایران باندې تور لګولی چې، طالب جنګیالیو ته اکمالات او روزنه ورکوي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

"موږ د یوه منځکړي له لارې طالبانو ته د وسلو د لېږد د یو بار مخه و نیوله، چې بې له شکه د ایران د سپاه پاسداران د قدس په ځواک پورې یې تړاو درلود. دری کسان ووژل شول ... ایرانیان په دې اند دي چې، که چېرې افغانستان بی ثباته وي، نو زموږ لپاره به ژوند ستونزمن شي. موږ له افغانانو سره دا ډول اړیکي نه لرو. له همدې امله زه په ځانګړې توګه له ایران نه د وسلو د راتګ له امله سخت اندېښمن یم، خو موږ پوهیږو چې یو څه تر وسلو ډېر د غور وړ دي، چې هغه پیسې دي، د ځینو راپورونو له مخې د ایران په کمپونو کې روزنه د بحث وړ ده. " - جنرال ډېوېد پیترایوس

د ایران حکومت په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتون سره سخت مخالف و. ډېری ایراني چارواکو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر شتون نیوکې کولې:

"امریکایان به په افغانستان کې د ویتنام په شان بریا ولري. شوروي اتحاد کلونه وړاندې همدا ډول تېروتنه ترسره کړه. ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په پای کې دوی دا هېواد پرېښود. تاریخ بیا تکرارېږي. موږ افغانستان پېژنو. موږ پوهېږو چې افغانستان به هېڅکله بهرنیو ځواکونو ته تسلیم نه شي. - علي لاریجاني، د ۲۰۱۰ز کال د جولای میاشت

په وروستیو کلونو کې د ایران د کډوالۍ د سختې پالیسۍ له امله د افغانستان او ایران اړیکې نورې هم ترینګلې شوې چې د ګڼو افغان پناه غوښتونکو د راستنیدو بهیر یې ګړندی کړی دی. یو شمېر افغانان چې په ایران کې د ځینو جرمونو، (لکه: قتل، جنسي تېری، د نشه یي توکو قاچاق او وسله والې غلا) له امله د مرګ په سزا محکوم شوي دي، په عام محضر کې په دار خېژول شوي دي چې په افغانستان کې د قهرېدلو لاریونو لامل شوي دي. د ۲۰۱۰ ز او ۲۰۱۱ ز کلونو ترمنځ، افغان او ایراني امنیتي ځواکونه، د افغانستان په نیمروز ولایت کې د پولې په اوږدو کې له یو بل سره نښتي دي. ایران د ۲۰۱۱ز کال د جولای په میاشت کې نمیروز ولایت ته د برېښنا د صادرلو د بندلو پریکړه وکړه. د افغانستان د ملي مشارکت جبهې مشر نجیب الله کابلي، د ۲۰۱۲ ز کال په مارچ میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران دری جګپوړي مشران، د هغه د وژلو په دسیسه کې تورن کړل. د افغانستان د پارلمان ځینې غړي ایران تورنوي چې، طالبانو ته یې په څو ښارونو کې اډې جوړې کړې او "په مستقیم ډول په افغانستان کې د قومي، ژبني او فرقه یي تاوتریخوالو په لمن وهلو کې لاس لري. " [۳۱]

"انقلابي ګارد اوس مهال په افغانستان کې د ترهګریزو کړنو لپاره ځوانان ګوماري او هڅه کوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامي او د طالبانو ډلې بیرته په پښو ودروي."

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا: د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د داسې اسنادو شتون تایید کړی  دی چې، طالبانو له ایران او روسیې نه ملاتړ ترلاسه کړی چې پر بنسټ یې د طالبانو غړي د ایران په مشهد، یزد او کرمان ښارونو کې مېشت دي. له بلې خوا د افغانستان د فراه ولایت والي آصف ننګ هم دا خبره له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې تایید کړه او ویې ویل: دوی په یزد، کرمان او مشهد ښارونو کې اوسېږي او افغانستان ته د ویرانیو لپاره راستنېږي. د طالبانو د مشرانو یو شمېر لوړ پوړي غړي اوس مهال په ایران کې ژوند کوي" او زیاته یې کړه چې: " په وروستیو جګړو کې د وژل شوو طالب جنګیالیو جسدونه، په ایران کې د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي".[۳۲]

افغانستان په تهران ښار کې سفارت او په مشهد ښار کې قنسلګري لري. له دې امله چي افغانان د افغانستان د کورنۍ جګړې اړوند ستونزې له ځانه سره راوړي، دې هېواد ته د افغانانو د راتګ د منع کولو لپاره له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې، ایران د یوې میاشتې منظمې ویزې په بدل کې له افغانانو نه له ۱۰۰ امریکايي ډالرو زیات فیس اخلي او د سوداګریزې ویزې لګښت، له ۳۰۰۰ ډالرو نه لوړ دی. له ۲۰۰۷ ز کال نه وړاندې د ویزې د صدور فیس یوازې ۳۵ ډالره و.

د فارس خبري بنسټ له قوله: د ایران د ملي امنیت د عالي شورا غړي علي شمخاني کابل ته د سفر په ترڅ کې، چې د ۲۰۱۸ ز کال د دسمبر په ۲۶ ترسره شو، له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي.[۳۳]

د واشنګټن پوسټ له قوله: په ۲۰۱۸ ز کال کې د ایران پوځ د امریکا د وتلو په اټکل، په پوله کې ځینې امنیتي عملیات ترسره کړي دي. [۳۴]

طالبانو په ۲۰۲۰ ز کال کې د متحده ایالاتو له خوا د ایران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني وژنه، په عمومي ډول وغندله او "د هغه په ​​شهادت یې ژوره خواشیني څرګنده کړه" او سلیماني یې د یو "ستر جنګیالي" په توګه و باله، خو وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ ز کال په اګست میاشت کې طالبانو کابل ونیو، ایران په پنجشیر باندې د طالبانو عملیات په کلکو ټکو وغندل او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې: "دا د نړیوال قانون او بشردوستانه قوانینو پر بنسټ په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي." او د نیوکې په توګه یی په تهران کې په رسمي ډول یوې کوڅې ته "د پنجشیر دره" نوم ورکړ. د ایران یوه نفوذ لرونکي پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد، ان متحده ایالات په دې تورن کړل چې د "شیطاني او انساني ضد دسیسې" مشري کوي، ترڅو طالبان بېرته واک ته ورسوي او "ټول سیمه ییز هېوادونه" لکه ایران تر اغېز لاندې راولي. نوموړي همدارنګه د افغانستان ګاونډی هېوادونه: لکه: پاکستان، روسیه او چین هم تورن کړل چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانانو ژوند، اساسي حقونه او د هغوی د آزادې پریکړې حق تر پښو لاندې کوي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني، په عمومي ډول د طالبانو په یو "ټول شموله" حکومت ټینګار وکړ چې: "د پوځي لارو له کارولو" نه مخنیوی وکړي او د افغانستان د خلکو تر منځ "د قومونو او ټولنیزو ډلو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د خبرو مکلفیتونه پوره کړي." [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ایران د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې، په افغانستان کې د یوه "ټول شموله" حکومت په غوښتنه له سره ټینګار وکړ، ځکه چې د راپورونو پر بنسټ: شیعه او توکمیز لږه کي د طالبانو د ځواکونو له خوا له تبعیض سره مخامخ شوي او یا هم وژل شوي دي. د ۲۰۲۱ ز کال د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې: ایران د افغانستان له ټولو خواوو سره په اړیکه کې دی، خو د افغان حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وخت ته اړتیا لري. [۴۰]

د افغانستان او ایران تر منځ د ۲۰۲۱ زکال د دسمبر په لومړۍ نېټه نښته رامنځته شوه، چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله واړوله.[۴۱][۴۲]

دوه اړخیزه سوداګري[سمول]

د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې د طالبانو د واک له را پرځېدو وروسته، سوداګرۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ په بې سارې توګه وده وکړه. ایران او افغانستان هوډ لري چې د اورګاډي یوه نوې کرښه جوړه کړي، چې مشهد له هرات سره ونښلوي. ایران په ۲۰۰۹ ز کال کې په افغانستان کې له لویو پانګه اچوونکو نه ګڼل کېده، چې په عمومي ډول یې د سړکونو او پلونو په جوړولو او د کرنې او روغتیا په برخه کې ونډه اخیستې ده.  

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د رئیس په وینا: افغانستان ته د ایران صادرات په ۲۰۰۸ز کال کې ۸۰۰ میلیونه ډالره وو. ایرنا د محمد قربان حقجو له قوله ویلي دي چې: ایران د څلور میلیونه ډالرو په ارزښت توکي، لکه: تازه او وچه مېوه، معدنیات، قیمتي ډبرې او مصاله جات له ګاونډي هېواد نه واردوي. هغه وویل چې: ایران نفت، سمنټ، ساختماني مواد، غالۍ، د کور وسایل او صابون صادروي. ایران له افغانستان نه مغزیات، غالۍ، کرنیز محصولات او لاسي صنایع واردوي. افغانستان له کرنیزو محصولاتو پرته، د خپلو اړتیاوو ۹۰ سلنه له بهر نه واردوي.

افغانستان د تریاکو لوی تولیدوونکی هېواد دی چې د نړۍ ۹۰ سلنه هیروین تولیدوي. له دغو نشه يي توکو نه يوه اندازه ايران او له هغه ځايه اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي. د ډیپلوماټ مجلې له قوله: د ناوړه اقتصادي حالاتو له امله، افغانستان او ایران دې ته هڅول شوي، چې په متقابلو ګټورو لارو چارو کې له یو بل سره مرسته وکړي.[۴۳][۴۴]

د پراخې ګډې پولې د درلودلو له امله، افغانستان او ایران لوی سوداګریز شریکان ګڼل کېږي. د افغانستان صادرات ایران ته له منځنۍ آسیا سره د سوداګریز دهلیز د یوې برخې په توګه، په ۲۰۱۳ ز کال کې له ۴۰ میلیونو ډالرو نه لوړ شول (چې ډېری یې د کرنیزو محصولاتو په بڼه کې وو)، خو په ۲۰۱۹ ز کال کې بېرته تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې راټیټ شول. په ۲۰۱۸ ز کال کې افغانستان ته د ایران صادرات، چې زیاتره یې د نفتي توکو په بڼه کې دي، په پرله پسې ډول له ۲.۸ میلیاردو ډالرو نه زیات شول. په ۲۰۲۱ ز کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې له ایران نه به د تیلو واردات بېرته پیل کړي. ایران د خپل سوداګریز ځواک او معدنی شتمنیو په درلودلو سره د افغانستان د اقتصادی بیا رغونی په برخه کې د یو ستر عامل په توګه انګېرل کېږي. [۴۵]

سرچینې[سمول]

  1. Mujib Mashal What Iran and Pakistan Want from the Afghans: Water Time (Kabul) 2 December 2012
  2. Why and How to Get Iran's ResidencyIFP News 4 July 2019
  3. "شهرهای شاهنامه در نقشه امروز جهان". 16 May 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rostam und Sohrab: Eine Heldengeschichte in zwölf Büchern - Neuausgabe, by Friedrich Rückert
  5. Romano, Amy (2003). A Historical Atlas of Afghanistan. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8239-3863-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Clements, Frank (2003). Conflict in Afghanistan: A historical encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85109-402-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 29 May 2013 باندې). Ties with Kabul resumed. 50 Years ago Today.
  8. (په 7 September 2005 باندې). Iran/Afghanistan: Still No Resolution For Century-Old Water Dispute. Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL).
  9. "Why a dam in Afghanistan might set back peace". Christian Science Monitor. 30 July 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2002-06-19 باندې). Iran speaks up for water rights.
  11. (په 26 December 2018 باندې). Iran in talks with Afghan Taliban: Iranian state media report..
  12. "Afghanistan-Iran relations". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Iranian support of Afghan Taliban targeted by new US sanctions". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rubin, Barnett R. (2013). Afghanistan from the Cold War through the War on Terror. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199791125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "UNHCR country operations profile - Islamic Republic of Iran". United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR). 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "AFGHANISTAN-IRAN: Mehdi". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. 12 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Iran 'ready' to aid Afghanistan' Kaveh L Afrasiabi. 13 March 2009.
  18. Golnaz Esfandiari (26 January 2005). "Afghanistan/Iran: Relations Between Tehran, Kabul Growing Stronger". Pars Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 20 May 2012 باندې). Iran, Pakistan out to weaken Afghanistan, MPs told.
  20. Mark Sappenfield (8 August 2007). "Is Iran meddling in Afghanistan?". The Christian Science Monitor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Afghan President Karzai Declares Iran a Helper". NPR. 7 August 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 5 June 2007 باندې). Iranian Weapons Found in Afghanistan. Military
  23. Breffni O'Rourke (په 18 April 2007 باندې). Afghanistan: U.S. Says Iranian-Made Weapons Found. Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL).
  24. (په 4 June 2007 باندې). Iranian weapons found in Afghanistan. CTV
  25. Iranian weapons cache found in Afghanistan: US. 10 September 2009.
  26. (په 6 October 2010 باندې). Afghans find tons of explosive devices transferred from Iran. CNN.
  27. "Isaf Seizes Iranian Weapons in Nimroz". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Is Iran Supporting the Insurgency in Afghanistan?". The Jamestown Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Iran still supporting Afghan insurgency-U.S. Reuters 23 November 2010
  30. Iran accused of supporting Afghan insurgents
  31. (په 8 December 2016 باندې). Afghan Senate: Iran and Russia are supporting Taliban.
  32. (په 8 December 2016 باندې). Afghan Senate: Iran and Russia are supporting Taliban.
  33. Iranian Media: Tehran Held Talks With Afghan Taliban
  34. . Iran's cooperation with the Taliban could affect talks on U.S. withdrawal from Afghanistan..
  35. "Taliban condemn killing of Iran's Qassem Soleimani". Al Arabiya. 5 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 10 September 2021 باندې). Iran says siege of Panjshir Valley contravenes international law. Tehran Times
  37. (په 10 September 2021 باندې). Tehran's alley named after Afghanistan's Panjshir. Tehran Times
  38. (په 8 September 2021 باندې). Ahmadinejad Says Taliban Took Afghanistan In US-Led Satanic Plot. Iran International
  39. (په 8 September 2021 باندې). Iran insists on 'inclusive' government in Afghanistan. Tehran Times
  40. "The Iranian Foreign Ministry comments on the latest developments in relations with Iraq, Saudi Arabia and Afghanistan"[مړه لينکونه] dearborn.org. Retrieved 11 October 2021.
  41. (په 1 December 2021 باندې). Clashes over Iran-Afghanistan's 'border misunderstanding' ended. Reuters
  42. (په 1 December 2021 باندې). طالبان تسيطر على مواقع ونقاط حراسة ايرانية على الحدود المشتركة. Al Bawaba
  43. INTERVIEW-Iran committed to Afghan drug fight, UN says Daniel Flynn. 27 June 2009
  44. "Are Afghanistan-Iran Relations on the Mend?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. EXCLUSIVE-Iran resumes fuel exports to neighbouring Afghanistan. Nasdaq.com. Retrieved 9 September 2021.