Jump to content

د افریقا استعمار ختمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د افریقا استعمار ختمونه د ۱۹۵۰مې لسیزې د نیمایی او راوروسته څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د سړې جګړې پر مهال ترسره شوه او خپلواکو دولتونو ته د متسعمراتي حکومتونو د لېږد له کبله په دې لویه وچه کې بنسټیز رژیمي بدلونونه رامنځته شول. دا بهیر ډېری مهال له تاوتریخوالي، سیاسي ګډوډیو، پراخو ناآرامیو او منظمو پاڅونونو سره هم په شمالي هېوادونو او هم د صحرا سوېل هېوادونو کې مل و. یو څو یې پدې توګه یادولی شو: په فرانسوي الجزایر کې د الجزایر جګړه، په پرتګالۍ انګولا کې د انګولا د خپلواکۍ جګړه، په بلجیمي کانګو کې د کانګو کړکېچ، په برتانوۍ کینیا کې د ماوماو پاڅون او د بیافرا په جلاغوښتونکي آیالت کې د نایجریا کورنۍ جګړه. [۱][۲][۳][۴][۵]

مخینه

[سمول]

"د افریقا لپاره هلې ځلې"، د ۱۸۷۰ او ۱۹۱۴ز کال  تر منځ په افریقا کې د اروپايي امپریالیزم مهمه دوره وه چې نږدې ټوله اروپا او د هغې طبیعي سرچینې د کوچني شمېر اروپایي دولتونو لخوا کنټرولېدې. هر یاد اروپايي هېواد هڅه کوله چې د امکان تر حده ډېره ځمکه ترلاسه کړي خو په ورته مهال یې پخپلو منځونو کې له شخړې څخه ځان ساته. د افریقا ویش په ۱۸۸۵ز کال کې د برلین په تړون کې ومنل شو، خو هلته یې ځايي توپیرونو ته ډېر لږ پام وکړ. له استعمار څخه وړاندې نږدې ټولو افریقایي دولتونو خپل ملي حاکمیت له لاسه ورکړی و او یواځینی استثناء چې پاتې وه هغه د لیبیریا (چې د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې پخواني افریقايي-امریکايي غلامان پکې مېشت وو) او ایتوپیا (چې بیا وروسته په ۱۹۳۶ز کال کې د ایټالیا لخوا اشغال شوه) هېوادونه و. برتانیې او فرانسې تر ټولو ډېرې سیمې لاندې کړې وې خو جرمني، هسپانیې، ایټالیا، بلجیم او پرتګال هم مستعمرې درلودې. د مستعمرو ختمونې بهیر په مستقیمه توګه د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې پیل شو، په ۱۹۷۷ز کال کې، ۵۴ افریقايي هېوادونو له اروپايي استعماري ځواکونو څخه خپلواکي اخیستې وه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

بهرنی لاملونه

[سمول]

د نړیوالو جګړو په بهیر کې، افریقايي سرتېري د ټولواکیو لښکرو وغوښتل شول. ځینې افریقايي سرتېري رضاکار شول. د افریقايي پوځونو له ۱,۳ میلیونه څخه ډېرو پخوانو سرتېرو په دویمه نړیواله جګړه کې برخه واخیسته او د اروپا او آسیا د جګړې په دواړو ډګرونو کې وجنګېدل. دا چاره د ژورې سیاسي پوهې، د لا ډېر درناوي تمې لرلو او خپل برخلیک د ټاکلو لامل شوه چې تر ډېره دا کار [وړاندې] شوی نه و. د ۱۹۴۱ز کال د اتلانیک کنفرانس په بهیر کې، برتانوي او امریکايي مشرانو له جګړې وروسته نړۍ په اندونو بحث وکړ. د امریکا د ولسمشر روزولت یوه خبره دا ورزیاته شوه چې ټول وګړي د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري، چې دې چارې بیا برتانوي مستعمرو ته هیله وروبښله.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۹۴۱ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه، د امریکا ولسمشر فرانکلین روزولت او برتانوي لومړي وزیر وېنسټون چرچیل له جګړې په وروسته نړۍ خبرې وکړې. پایله یې د اتلانتیک منشور شو. دا یو تړون نه و او د تایید لپاره د برتانیې پارلمان او یا د امریکا متحده آیالتونو سنا ته وړاندې نه شو، خو تر ډېره یو منل شوی سند وګرځېد. یو له بندونو څخه، یعنې درېیم بند، یې پر دې راڅرخېده چې وګړي حق لري پخپله خوښه د حکومتولۍ بڼه غوره کړي او د ځان اداره پخپل لاس کې بېرته واخلي. [۱۶][۱۷]

لومړي وزیر چرچیل د برتانیا په پارلمان کې دا استدلال وکړ چې یاد سند هغو ملتونو او اروپایی هېوادونو ته اشاره کوي چې تر نازي جغ (یوغ) لاندې دي. خو ولسمشر روزولت بیا وویل چې دا سند د ټولې نړۍ لپاره دی. ښکېلاک ضد سیاستوالو دا سند سملاسي په استعماري ځواکونو پورې اړوند وباله. د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څخه درې کال وروسته، په ۱۹۴۸ز کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د ټولو انسانانو دا حق په رسمیت وپېژندلو چې هر انسان آزاد او مساوي [برابر] زېږدلی دی.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا او افریقايي مستعمرو پر برتانیا فشار راوړ چې د اتلانتیک منشور شرطونه ومني. له جګړې وروسته ځینو برتانویانو افریقایې مستعمرې ماشومانه او خامې وبللې؛ برتانوي ښکېلاګرو په یادو مستعمرو کې په ځایی کچو ډیموکرات حکومتونه وروپېژندل. برتانیا اړه شوه چې هوکړه وکړي خو چرچیل پخپله د خپل برخلیک ټاکلو [د حق] نړیوال تطبیق ونه مانه.

ایټالیا د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې خپله افریقايي ټولواکي له لاسه ورکړه چې دغه هېوادونه پکې راتلل: ایټالوۍ ختیځه افریقا، ایټالوۍ ایتوپیا، ایټالوۍ اریتیریا، ایټالوۍ سومالیا او ایټالوۍ لیبیا. سربېره پر دې، د نایجیریا، سینیګال او ګانا په څېر مستعمرو د خپل ځان اداره کولو هڅه وکړه ځکه استعماري ځواکونه جګړو ستړي کړي وو. [۲۲][۲۳]

مستعمراتي هېوادونو او وګړو ته د خپلواکۍ وربښلو په تړاو د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۰ز کال اعلامیه کاږي چې استعماري استثمار د بشري حقونو څخه منکرېدل دي او واک باید بېرته د پام وړ هېوادونو او سیمو ته ورکړل شي. [۲۴]

کورني لاملونه

[سمول]

استعماري اقتصادي استثمار د سرچینو راوېستلو (لکه د کانونو راوېستلو) ګټه اروپايي ښکېلو اړخونو ته د کورنۍ پراختیا په بیه ورکوله چې د سترو ځايي ټولنیزو او اقتصادي خپګانونو لامل شوه. لومړني افریقايي ملتپال پدې آند و چې استعمار ختموونه یوه اخلاقي وجیبه ده چې پر دې مسئله له سیاسي اړخه راټولېدلای شوای.[۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۹۳۰مه لسیزه کې، استعماري ځواکونو، ځېنې مهال په ناپامۍ سره، د ځايي افریقايي مشرانو یوه کوچنۍ نخبه ډله روزلې وه چې دوی په لویدیځو پوهنتونونو کې زده کړې ترسره کړې وې او پخپله د خپل برخلیک ټاکلو له اندونو سره بلد او پکې وتلي وو. که څه هم د خپلواکۍ خبره نه کېده خو د دغو مشرانو او استعماري ځواکونو تر منځ څه ناڅه ترتیبات رامنځته شوي وو او د افریقايي نشنلیزم یا ملت پالنې مشري کوله چې ځېنې څېرې یې دا دي:  جومو کېنیاتا (کینیا)، کوامې نکروما (طلايي ساحل، اوس ګانا)، جولیوس نایریری (تانګانیکا، اوس تانزانیا)، لېئوپولډ سېډار سینغور (سینیګال)، ننمادي ازیکیوي(نایجیریا) او فېلیکس هوفوئېټ-بوایګني (عاجل ساحل).[۲۸]

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، ځینو ځايي صنعتونو او ښارګوټونو هغه مهال پراختیا ومونده چې په اتلانتیک سمندر کې د یو-بوټ (U-boat) اوبتلونو ګزمو اروپا ته د خامو موادو لېږد راکم کړی و. [۲۹]

د وخت په تېرېدو سره، ښاري ټولنو، صنعتونو او سوداګریزو اتحادیو وده وکړه، سواد او تعلیم لا ښه شو او او په پایله کې یې خپلواکۍ پلوې ورځپاڼې رامنځته شوې. [۳۰]

په ۱۹۴۵ز کال کې پنځم پان افریقايي کانګرس د استعمار د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. د دې کانګرس په پلاوو کې د ګانا، کینیا او مالاوي راتلونکي ولسمشران او ملي فعالین هم شامل وو. [۳۱]

اقتصادي میراث

[سمول]

د هغو ادبیاتو یوه پراخه ټولګه شتون لري چې په افریقا کې د استعمار او پر اقتصادي نتایجو د استعماري بنسټونو میراث ځېړي او ګڼې ځېړنې د استعمار  لانجمنې اقتصادي اغېزې ښيي. [۳۲]

د استعمار اقتصادي میراث کچه اخیستل ستونزمن او لانجمن کار دی. د عصري توب یا ماډرېنېشن نظریه وايي چې استعماري ځواکونو د نړۍ په اقتصاد کې د افریقا د ورمدغم کولو په موخه زېربناء جوړه کړه خو دا زېربنا تر ډېره د استخراجي موخو لپاره جوړه شوې وه. د افریقا اقتصادي جوړښت د ښکېلاکګرو په ګټه جوړ شوی او هر شی به چې ډېرېدل، دوی به له ځان سره وړل او پدې توګه یې پانګه غونډېدو ته نه پرېښودله. د تړاو یا وابستګۍ نظریه بیا وايي چې ډېری افریقايي اقتصادونو له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته پر لومړنیو توکو د اتکاء له امله د نړۍ په اقتصاد کې فرعي ځای نیولی دی؛ لکه، په زامبیا کې مس او په کینیا کې چای.  [۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. John Hatch, Africa: The Rebirth of Self-Rule (1967)
  2. William Roger Louis, The transfer of power in Africa: decolonization, 1940-1960 (Yale UP, 1982).
  3. Birmingham, David (1995). The Decolonization of Africa. Routledge. ISBN 1-85728-540-9.
  4. John D. Hargreaves, Decolonization in Africa (2014).
  5. for the viewpoint from London and Paris see Rudolf von Albertini, Decolonization: the Administration and Future of the Colonies, 1919-1960 (Doubleday, 1971).
  6. Berlin Conference of 1884-1885. ISBN 978-0-19-533770-9. بياځلي په 11 January 2015. {{cite book}}: |website= ignored (help)
  7. "A Brief History of the Berlin Conference". teacherweb.ftl.pinecrest.edu. خوندي شوی له the original on 15 February 2018. بياځلي په 11 January 2015.
  8. Evans, Alistair. "Countries in Africa Considered Never Colonized". africanhistory.about.com. بياځلي په 11 January 2015.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  9. Hunt, Michael (2017). The World Transformed 1945 to the Present. New York: Oxford University Press. p. 264. ISBN 9780199371020.
  10. [۱], DECOLONISATION OF AFRICA. (2017). HISTORY AND GENERAL STUDIES.
  11. [۲], "The call of the Empire, the call of the war", Telegraph.
  12. Eric T., Jennings (2015). Free French Africa in World War II: The African Resistance (in English). Cambridge University Press. ISBN 978-1107696976.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  13. Owino, Meshack (2015). "THE IMPACT OF KENYA AFRICAN SOLDIERS ON THE CREATION AND EVOLUTION OF THE PIONEER CORPS DURING THE SECOND WORLD WAR". Journal of Third World Studies. 32 (1): 103–131. ISSN 8755-3449.
  14. Killingray, David (2010). Fighting for Britain : African soldiers in the Second World War. Martin Plaut. Woodbridge, Suffolk: James Currey. ISBN 978-1-84615-789-9. OCLC 711105036.
  15. Ferguson, Ed, and A. Adu Boahen. (1990). "African Perspectives On Colonialism." The International Journal Of African Historical Studies 23 (2): 334. doi:10.2307/219358.
  16. Karski, Jan (2014). The Great Powers and Poland: From Versailles to Yalta. Rowman & Littlefield. p. 330. ISBN 9781442226654. بياځلي په 24 June 2014.
  17. "The Atlantic Conference & Charter, 1941". history.state.gov. بياځلي په 26 January 2015. The Atlantic Charter was a joint declaration released by U.S. President Franklin D. Roosevelt and British Prime Minister Winston Churchill on August 14, 1941 following a meeting of the two heads of state in Newfoundland.
  18. "Fireside Chat | The American Presidency Project". www.presidency.ucsb.edu. بياځلي په 2021-12-02.
  19. "War Situation - Hansard - UK Parliament". localhost (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-02. {{cite web}}: Check |url= value (help)
  20. Reeves, Mark (2017-08-10). "'Free and Equal Partners in Your Commonwealth': The Atlantic Charter and Anticolonial Delegations to London, 1941–3". Twentieth Century British History. 29 (2): 259–283. doi:10.1093/tcbh/hwx043. ISSN 0955-2359.
  21. United Nations (1948). "Universal Declaration of Human Rights" (PDF). United Nations. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2021-03-27. بياځلي په 2 December 2021.
  22. Kelly, Saul (2000-09-01). "Britain, the united states, and the end of the Italian empire in Africa, 1940–52". The Journal of Imperial and Commonwealth History. 28 (3): 51–70. doi:10.1080/03086530008583098. ISSN 0308-6534.
  23. Assa, O. (2006). A History of Africa. Volume 2. Kampala East Africa Education Publisher ltd.
  24. "A/Res/1514(XV) - E - A/Res/1514(XV) -Desktop". undocs.org. بياځلي په 2021-12-02.
  25. Kendhammer, Brandon (2007-01-01). "DuBois the pan-Africanist and the development of African nationalism". Ethnic and Racial Studies. 30 (1): 51–71. doi:10.1080/01419870601006538. ISSN 0141-9870.
  26. Falola, Toyin; Agbo, Chukwuemeka (2018), Shanguhyia, Martin S.; Falola, Toyin (eds.), "Nationalism and African Intellectuals", The Palgrave Handbook of African Colonial and Postcolonial History (in انګليسي), New York: Palgrave Macmillan US, pp. 621–641, doi:10.1057/978-1-137-59426-6_25, ISBN 978-1-137-59426-6, بياځلي په 2021-12-02
  27. [Boahen, A. (1990) Africa Under Colonial Domination, Volume 7]
  28. Hunt, Michael (2017). The World Transformed 1945 to the Present. New York: Oxford University Press. p. 264. ISBN 9780199371020.
  29. [۳], DECOLONISATION OF AFRICA. (2017). HISTORY AND GENERAL STUDIES.
  30. [۴], DECOLONISATION OF AFRICA. (2017). HISTORY AND GENERAL STUDIES.
  31. [۵], A ‘Wind Of Change’ That Transformed The Continent | Africa Renewal Online. 2017. Un.Org.
  32. Michalopoulos, Stelios; Papaioannou, Elias (2020-03-01). "Historical Legacies and African Development". Journal of Economic Literature (in انګليسي). 58 (1): 53–128. doi:10.1257/jel.20181447. ISSN 0022-0515. S2CID 216320975.
  33. Bertocchia, G. & Canova, F., (2002) Did colonization matter for growth? An empirical exploration into the historical causes of Africa's underdevelopment. European Economic Review, Volume 46, pp. 1851-1871
  34. Vincent Ferraro, "Dependency Theory: An Introduction," in The Development Economics Reader, ed. Giorgio Secondi (London: Routledge, 2008), pp. 58-64
  35. Bertocchia, G. & Canova, F., (2002) Did colonization matter for growth? An empirical exploration into the historical causes of Africa's underdevelopment. European Economic Review, Volume 46, pp. 1851-1871