د اشوریانو ټاټوبی
عمومي مالومات |
---|
د اشوریانو ټاټوبی، اشوريا (اشور)، د اشوري خلکو ټاټوبي ته اشاره ده، په کوم کې چې اشوري مدنيت منځ ته راغلی و، او د هغوی په اصلي استوګنځای لوړ بين النهرين کې موقعيت لري. هغه سيمه چې د اشوریانو اصلي ټاټوبی دی، لوړ بين النهرین ته ورته ده، چې اوس مهال د اوسني عراق، ترکيې، ايران او سوريې تر منځ وېشلې ده. په ايران کې د ارميه بيديا په شمال لوېديځ کې د اشوريانو د پلرني ټاټوبي يوه نرۍ مورګه منځ ته راوړي، کومه چې له بين النهرين سيمې ورهاخوا د اشوريانو د ټاټوبي يوازینۍ برخه ده. په ايران کې د اشوریانو اکثريت اوسمهال په پلازمېنه تهران کې مېشت دي. [۱][۲]
اشوريان د بين النهرين اصلي اوسېدونکي او د اکاديانو او سموريانو له نسل څخه دي، چا چې د شمالي بين النهرين په ختيځه پوله پروت اشور ښار کې خپلواک مدنيت جوړ کړی و. په هر حال، هغه سيمه چې په راتلونکي کې يې اشوري ټاټوبی تشکيل کاوه، د مرکز له لارې د دجلې د سيند په واسطه، د دوی د اصلي بين النهرين په لوېديځ او د اروميه د سارايي سيمې په لوېديځه څنډه، کومه سيمه چې دوی په 2000مخزېږديز کال کې د اوسنيو ايرانيانو له رسېدو مخکې نيولې وه، او ختيځه سيمه سره وېشلې وه. په معاصر وخت کې، اشوريان، پر بين النهرين سربېره، په پراخه پيمانه يوازې هغه اشوري ښارګوټي او ښارونه خپلې اصلي سيمې بولي چې په مستقيم ډول په ختيځ کې د دجلې سره ګاونډي دي، په داسې حال کې چې د دوی ټاټوبی د اشوري مدنيت د سترو مرکزونو له امله له دې پولو ورهاخوا غزېدلی دی، لکه د نينوا، اشور او نمرود ښارونه، کوم چې خپله د دجلې سيند په څنډو جوړ شوي دي. [۳][۴]
اوسني اشوریان په بنسټيز ډول مسيحيان دي، ډيری يې د مسيحيت په مشرقي او مغربي سورياني مذهبي مناسکو عمل کوي. دوی په نيو-ارامي ژبو خبرې کوي، چې Suret او Turoyo ژبې پکې عامې دي.[۵][۶]
تاريخ
[سمول]لرغونی پړاو
[سمول]داسې برېښي چې د اشور او نينوا (اوسنی موصل) ښار، کوم چې د لرغونې اشوري سترواکۍ تر ټولو زوړ او ستر ښار و، له يو شمېر نورو اشوري ښارونو سره يوځای، تر 2600مخزېږديز کال پورې جوړ شوی و. په هر حال، شونې ده چې په ابتدايي ډول دا د سومري اکثريت اداري مرکزونه وو. په شپږ ويشتمه مخزېږديزه پېړۍ کې، د «ليګاش» د «ايناټوم»، څوک چې هغه مهال د بين النهرين واکمن سمري حکمران و، د " Subartuد وهلو" يادونه کړې ده (Subartuد اشوريا سموري نوم دی). په ورته توګه، د پنځه ويشتمې مخزېږديزې پېړۍ د لومړيو په شا او خوا کې، د سومري دولت «اداب» پاچا «Lugal-Anne-Mundu» د «Subartu» په ستاينې کولو سره د هغه يادونه کړې ده. [۷][۸]
اشوريان په ختيځه ارامي ژبه خبره کوې، چې د لوړ بين النهرين له اسلام څخه مخکې اوسېدونکو سره اړيکه لري. پخوانۍ ارامي ژبه د نيو-اشوري سترواکۍ اوسېدونکو د اتمې مخزېږديزې پېړۍ له شا او خوا څخه خپله کړې ده، او دا ختيځه لهجه د فارسي او رومي پړاونو په اوږدو کې په لوړ بين النهرين کې په پراخه استعمال کې پاتې شوه، او تر اوس وخت ژوندۍ پاتې ده. سورياني ژبه په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې په هخامنشي اشوريه کې منځ ته راغله.[۹][۱۰]
په اشوري پړاو کې «دهوک» ته د «نوهدرا» «او همدا راز بټ نوهدرا، يا ناردا» نوم ورکړل شو، په داسې حال کې چې په اشوريه کې د اشکاني-ساساني واکمنۍ پر مهال (شا اوخوا 160 مخزېږديز څخه تر 250ز پورې) د «بيت نوهدرا» نوم ورکړل شوی و، چې په اشوريه کې يې د نيو-اشوري پاچاييو د يوې ګډولې په توګه نيمه خپلواکي تر لاسه کړه، په کومو کې چې اديابين، اوسروين، اسور او بيت ګرمايي هم شامل وو.[۱۱][۱۲]
ابتدايي مسيحي پړاو
[سمول]د لومړۍ او درېيمې زېږديزې پېړيو تر منځ، د ختيځې کليسا د بنسټ کېښودل کېدو او سورياني ادب سره يوځای، سورياني مسیحيت د اشوریانو په منځ کې دود شو.[۱۳]
د سورياني مسيحيانو په منځ کې لومړی وېش په پنځمه پېړۍ کې هغه مهال منځ ته راغی، کله چې په لوړ بين النهرين کې مېشت د ساساني فارسي سترواکۍ اشوري مسيحيان د نستوري فرقې عبادت کونکو څخه جلا شول، چې په شام کې مېشت وو. په څومره اندازه چې دا وېش د هغه مهال د سياست پايله وه، په هماغه اندازه د الاهي ارتودوکس پايله هم وه. تيسفون، چې هغه مهال د ساسانيانو پلازمېنه وه، بالاخره د ختيځ د کليسا پلازمېنه وګرځېده. د مسيحي پړاو په اوږدو کې «نوهدرا» د حدياب (اربيل) ختيځې سراسقفۍ د اشوري کليسا په منځ کې د کليسا يو ولايت وګرځېد.[۱۴]
په 451ز کال کې د کلسدون له شورا وروسته، په رومي سترواکۍ کې ډېرو سورياني مسيحيانو د هغې د پرېکړو پر ضد بغاوت وکړ. له دې وروسته د انطاکيې الخانيت د کلسدوني او غير کلسدوني ټولنو په منځ کې ووېشل شو. کلسدونيانو ته به عموماً "ملکيتيان" (د سترواک ګوند) ويل کېدل، په داسې حال کې چې د دوی په مخالفينو د "مونوفيزيستانو" (هغه څوک چې د مسيح د دوه ماهيتونو پر ځای د هغه په يو ماهيت باور لري) او يعقوبيانو (چې يعقوب براديوس ته منسوب وو) ټاپه لګول شوې وه. ماروني کليسا د دوی دواړو په منځ کې ايساره وه، خو ادعا يې درلوده چې د تل لپاره د کاتوليک کليسا وفاداره پاتې شوې، او د روم له اسقف، پاپ سره په اړيکه کې وه.[۱۵]
منځنۍ دورې
[سمول]په اومه پېړۍ کې د عرب مسلمانانو له خوا د بين النهرين له نيولو وروسته، سورياني مسيحيت او ارامي ژبه دواړه تر فشار لاندې راغلل، او په منځنيو پېړيو کې اشوري مسيحيان د عربي کولو د پياوړتيا د اغېز هدف وګرځېدل. اشوریان په څوارلسمه پېړۍ کې د مسلمان ترکي مغول واکمن تيمور لنګ له خوا په مذهبي بنسټونو په پراخه کچه د ټولوژنې تر څنګ د سخت ظلم سره هم مخ شول. دا هغه مهال و چې د اشور لرغونی ښار اشوریانو خوشې کړ، او اشوریان په خپل لرغوني ټاټوبي کې په لږکيو بدل شول.[۱۶][۱۷]
لوړ بین النهرين کې له لومړۍ څخه تر درېيمې پېړۍ پورې، د مسيحيت له خپرېدو وروسته، تر 500ز کال پورې، د اسقفانو يو پياوړی جوړښت منځ ته راغلی و. په 605مخزېږديز کې، د نيو-اشوري سترواکۍ له سقوط وروسته، اشوریه له 1200 کلونو څخه زيات وخت لپاره د بابلي، فارسي هخامنشي، يوناني سلوکي، اشکاني، رومي او فارسي ساساني واکمنۍ لاندې پاتې شوه. دا د اومې زېږېديزې پېړۍ په دویمه نيمايي کې د عرب-اسلامي فتحې څخه وروسته وه، چې اشوریه د يوې نومول شوې سيمې په توګه منحل کړای شوه.[۱۸]
د اشوري ټاټوبي غره ييزه سيمه بارواري، کومه چې د بيت نوهدره (اوسمهال ډهوک) د اسفيت برخه وه، په 1258ز کال کې د بغداد له سقوط او له مرکزي عراق څخه د تیمور لنګ له بريد وروسته د نستوريانو د ډله ييزې کډوالۍ شاهده وه. د دې سيمې مسيحي اوسېدونکي د عثماني فتوحاتو څخه کم اغېزمن شول، په هر حال، له نولسمې پېړۍ څخه کردي اميرانو په خپلو لګښتونو د خپلو سيمو د پراختيا په هڅو پيل وکړ. په 1830ز لسيزه کې، د سوران امير، محمد رواندوزي، په زور سره په خپله واکمنۍ کې د دې سيمې د داخلولو هڅه وکړه، او ډېر اشوري کلي يې لوټ کړل. په 1840ز لسيزه کې، د «بوهتان» بيدر خان بيګ په دې سيمه بريدونه تازه کړل، او د عثمانيانو له خوا له ماتې خوړلو مخکې يې په بارواري او هکاري کې لسګونه زره اشوريان ووژل.[۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Carl Skutsch (2013). Encyclopedia of the World's Minorities. Routledge. p. 149. ISBN 978-1-135-19388-1.
- ↑ Macuch, R. (1987). “ASSYRIANS IN IRAN i. The Assyrian community (Āšūrīān) in Iran.” Encyclopædia Iranica, II/8. pp. 817-822
- ↑ "Assyrians: "3,000 Years of History, Yet the Internet is Our Only Home"". www.culturalsurvival.org (په انګليسي). 30 March 2022. نه اخيستل شوی 2022-11-06.
- ↑ "The Issue of An Assyrian Homeland". Seyfocenter (په انګليسي). 2020-03-06. نه اخيستل شوی 2022-11-06.
- ↑ For Assyrians as a Christian people, see
- Joel J. Elias, The Genetics of Modern Assyrians and their Relationship to Other People of the Middle East
- Steven L. Danver, Native Peoples of the World: An Encyclopedia of Groups, Cultures and Contemporary Issues, p. 517
- ↑ Y Odisho, George (1998). The sound system of modern Assyrian (Neo-Aramaic). Harrowitz. p. 8. ISBN 3-447-02744-4.
- ↑ "Nineveh". Max Mallowan. 9 July 2023.
- ↑ Bertman, Stephen (2003). Handbook to Life in Ancient Mesopotamia. Oxford University Press. p. 94. ISBN 978-019-518364-1. Retrieved 16 May 2015.
- ↑ J. A. Brinkman (2001). "Assyria". In Bruce Manning Metzger, Michael David Coogan (ed.). The Oxford companion to the Bible. Oxford University Press. p. 63.
- ↑ Biblical Archaeology Review May/June 2001: Where Was Abraham's Ur? by Allan R. Millard
- ↑ Société des études arméniennes, Fundação Calouste Gulbenkian, Association de la revue des études arméniennes (1989). Revue des études arméniennes, Volume 21. pp. 303, 309.
{{cite book}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ NAARDA, Dictionary of Greek and Roman Geography (1854)
- ↑ Brock, Sebastian P. (2005). "The Syriac Orient: A Third 'Lung' for the Church?". Orientalia Christiana Periodica. 71: 5–20.
- ↑ Parpola, Simo. "ASSYRIAN IDENTITY IN ANCIENT TIMES AND TODAY" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2017-08-10. نه اخيستل شوی 2023-09-30.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Fuller, 1864, pp. 200–201.
- ↑ Hill, Henry, ed (1988). Light from the East: A Symposium on the Oriental Orthodox and Assyrian Churches. Toronto, Canada. pp. 108–109
- ↑ "History of Ashur". Assur.de. نه اخيستل شوی 12 June 2012.
- ↑ Massacres, Resistance, Protectors: Muslim-Christian Relations in Eastern Anatolia during World War I By David Gaunt – p. 9, map p. 10.
- ↑ Islamic desk reference, E. J. van Donzel
- ↑ A modern history of the Kurds, David McDowall