Jump to content

د اسلامي دولت پوځي فعالیتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسلامي دولت پوځي ډلې د اسلامي دولت (IS) جنګي ځواک دی. د دې ځواک ټولټال شمېر په خپل اوج کې له لسګونو زرو څخه تر دوه سوه زرو پورې اټکل شوې و. د داعش وسله والو ځواکونو په ۲۰۱۴  کال کې د خپلو ځمکنۍ پراختیاوو په ترڅ کې په چټکۍ وده وکړه. هغه نورې ډلې چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش له پوځ سره یوځای شوې، د لیبیا او نایجیریا په زیاتره ښارونو کې یې په ښکاره توګه عملیات کول او سیمې یې تر کنټرول لاندې وې. دې ډلې د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې، د سومالیا په پانټلنډ کې د قندالا ښار ونیو.  په ۲۰۱۴ کال کې یې د ختیځې سوریې او لوېدیځ عراق زیاتره برخې تر واک لاندې راوستې، دا د دوی تر واک لاندې هغه سيمه وه چې بالاخره یې په ۲۰۱۹ کال کې له لاسه ورکړه. دې ډلې همداراز له لبنان، ایران او اردن سره سرحدي نښتې درلودې او هلته یې هم نفوذ کړی و. له داعش سره تړلې ډلې په الجزایر، پاکستان، فیلیپین، او په لوېدیځه افریقا (کامرون، نایجر او چاد) کې هم فعالیت کوي. د ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې، په افغانستان او یمن کې هم د داعش پوځي حضور ومنل شو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د اسلامي دولت د پوځیانو نظامي تکتیکونه په سپکو پیاده ګرځنده واحدونو ولاړ دی چې د ګړندي پرمختګ لپاره په ماشیندار سمبال پیکپ موټرونه، موټرسایکلونه او بسونه کاروي. دوی توپخانې، ټانکونه او زغره وال وسایط هم کارولي دي، چې زیاتره یې د عراق او سوریې له پوځونو تر لاسه کړي وو.

داعش د لاریو او موټر بمونو، ځانمرګو بریدګرو او د چاودیدونکو توکو د کارولو اوږده سابقه لري. دوی په عراق او سوریه کې هم کیمیاوي وسلې کارولې دي. 

د قوماندې جوړښت 

[سمول]

د جګړې د مطالعاتو د انستېتیوت له قوله، د داعش د  ۲۰۱۳ کال کلني راپور یوه سنجش شوې نظامي قومانده ښیي، چې "د یو متحد، همغږي مشرتابه جوړښت قوي نښه ده چې له پورته څخه د ښکته په لوري د اوامرو تشکیلات لري". د منځني ختیځ د اجماع (Middle East Forum) غړی ایمن جواد التمیمي وویل: "دوی په ښاري چریکي جګړو کې خورا لوړ مهارت لري په داسې حال کې چې نوی عراقي پوځ په بشپړ دول  تاکتیکي وړتیا نلري." [۸][۹]

د داعش نظامي شورا د صدام حسین د دورې له یو شمېر پخوانیو پوځي افسرانو څخه جوړه وه. په قوماندانانو کې یې ډګروال حاجي بکر، تورن ابو عبدالرحمن البلاوي او ډګرمن ابو ایمن العراقي، ګډون درلود چې دوی ټول د عراق له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي وو. او د البغدادي پخوانی مرستیال ابو مسلم الترکماني، هم د پوځي استخباراتو د عمومي ریاست ډګروال و. د امریکا له خوا د عراق د اشغال پر مهال دوی ټولو د بوکا کمپ په توقیف کې وخت تېر کړی و. ابو عمر الشیشاني چې په سوریه کې د داعش د یوې قطعې له مشرۍ مخکې د ګرجستان په پوځ کې ډلګی مشر و، هم یو نامتو قوماندان و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د راپورونو پر بنسټ، د داعش جنګیالي په اوو څانګو، لکه پلی، سنایپر، هوایي دفاع، ځانګړي ځواکونه، توپچي ځواکونه، د "د بدې ورځې ځواک"، او د خلافت پوځ کې تنظیم شوي. د ځواک تشکیل په پراخه کچه په هر ټاکل شوي ولایت کې تکرار شوی، چې په هره برخه کې یې خورا تکړه جنګیالي او نظامي ستراتیژي جوړوونکي د ځانګړو ځواکونو په واحد کې خدمت کوي، چې په نورو ولایتونو ته د استقرار اجازه نلري. له دې تشکیل سره موازي د خلافت پوځ دی، چې د ولایتي مشرتابه پر ځای د داعش د مرکزي مشرتابه له خوا اداره کېږي. دا پوځ چې په بشپړه توګه د بهرنیو جنګیالیو څخه رامنځته شوی، په جګړه کې د ملاتړ ځواک په توګه د اسلامي دولت ټولو برخو ته لېږل کېږي. همدارنګه د الخنساء په نوم یوه بشپړه ښځینه لوا هم شته چې د دیني قوانینو د تنفیذ دنده په غاړه لري. د جګړې د راپورونو له مخې، اسلامي دولت اکثره په کوچنیو ګرځنده جګړه ییزو واحدونو کې فعالیت کوي.  [۱۴][۱۵]

اسلامي دولت تر خپل واک لاندې سیمو څخه بهر هم په پراخه کچه د پټو حجرو د سیسټم په کارولو سره فعالیت کوي. په سینا کې د داعش یوه جګپوړي وسله وال قوماندان رویټرز ته وویل؛ "دوی [داعش] موږ ته راښیي چې څنګه عملیات ترسره کړو. موږ د انټرنېټ له لارې اړیکه نیسو، ... دوی موږ ته رازده کوي چې څنګه د پنځو کسانو د یوې ډلې لپاره پټې حجرې جوړې کړو. یوازې یو کس د نورو حجرو سره اړیکه لري. دوی موږ ته رازده کوي چې څنګه په امنیتي ځواکونو غلچکی برید وکړو. دوی موږ ته وویل چې بمونه خښ کړئ، بیا  ۱۲ساعته انتظار وکړئ ترڅو هغه سړی چې دا کار یې کړي د هغه ښار څخه د تېښتې لپاره کافي وخت ولري." [۱۶]

تاکتیکونه 

[سمول]

د اسلامي دولت پوځ د یو غیر منظم یاغی ځواک او دودیز پوځ د ترکيب په بڼه جوړ شوی. اسلامي دولت تر خپله ولکه لاندې په  سوریه او عراق کې، د ځانګړو دندو لپاره مسلکي واحدونه تنظیم کړي، چې د "ټانک کنډک"، "توپچي کنډک"، او "د ځانګړو دندو ډلې" یې تر ټولو مشهور دي. لومړی یې درانه زغره وال جنګي وسایط، دویم درنې توپخانې، په داسې حال کې چې وروستی یې د چټکې مداخلې ځواک په توګه کارول کېده. دې دریو په منظمه توګه د پرمختګ او مهمو دفاعي عملیاتو لپاره په ګډه کار کاوه، چې د یو ښه تنظیم شوي لوژستیکي سیسټم د رامنځته کېدو یې دا وړتیا درلوده چې حتی د خپلو دښمن ځواکونو تر منظمو بمباریو لاندې هم فعالیت وکړي.   [۱۷]

د دې غوره ځواکونو تر څنګ، د داعش زیاتره نور ځواکونه محلي ملېشې وې چې لږې درنې وسلې یې درلودې، چې زیاتره یې د ځمکنیو دفاعي واحدونو په توګه کارول کېدل. په یرغلیزو عملیاتو کې لږ روزل شوي یا لږ ارزښت لرونکي سرتیري کله ناکله کې ښکیل وو، سره له دې چې د دوی تاکتیکونه لږ پیچلي وو. اسلامي دولت د ځینو نورو جهادي تنظیمونو لکه د قفقاز امارت په مقابل کې ودرېد چې معمولا هڅه یې کوله ترڅو خپلې مرګ ژوبلې  کمې کړې، او قربانۍ ته د خپلو زیاتره جنګیالیود د نه تیاري له امله بدنام شو. دا کار په ځانګړې توګه د داعش له خوا د نویو استخدام شویو کسانو د ناوړه کارونې په اړه ریښتینی ده. د اسلامي دولت پوځي روزنې  په معزي مینځنه کې په تمرکز شهرت لري، چې زیاتره یې د ډیرو اړوند درسونو په زیان تمامېدل.  [۱۷][۱۸]

د ې ډلې لورپوړی مشرتابه د بې تجربه کسانو ګمارل د انساني هجومي څپو او ډله ییزو یرغل د تاکتیکونو لپاره کارول، چې ډېری وختونه د لوړې مرګ ژوبلې لامل کېدل. د داعش یو جګپوړی قوماندان چې په دې تاکتیک کې مشهور و، ابو عمر الشیشاني و، چې نوموړي د مناغ هوایي اډې د کلابندی او د الطبقه هوایي اډې د جګړې په اوږدو کې په بریالیتوب سره ډله ییز هجوم دا تکتیکونه وکارول. د داعشي جنګیالیو مرګ ژوبلې ته په نه کتو، د هغه د استدلال پر بنسټ، دښمن به بالاخره مغلوب شي او یا به یې مهمات ختم شي. سیمه ییزه کارپوه جوانا پارازوک په مسخره بڼه یادونه وکړه چې که څه هم د اسلامي دولت ټولو قوماندانانو د سرتېرو قربانۍ ته دومره چمتووالی نه و ښودلی، خو د الشیشاني تاکتیکونه د دې باور پر بنسټ ولاړ وو چې "هر یو یې غواړي شهید شي".   [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د کوباني له کلابندۍ وروسته، چې په پایله کې یې پخوانیو سرتېرو او قوماندانانو ته (د ۲۰۰۰ اورپکو د وژل کېدو په ګډون) لوی زیانونه واوښتل، داعش اړ شو چې څو بې تجربې قوماندانانو ته ترفیع ورکړي او د پخوا په پرتله په نوو جلب شوو لا زیاته تکیه وکړي. په پایله کې، د اسلامي دولت د پوځ تاکتیکونه زیانمن شول. پارازوک وایي چې له همدې امله د جهاديانو تګلارې او تاکتيکونه کله ناکله بشپړه توګه ماتېدل. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۵ کال د حسکه جګړې په ترڅ کې، که څه هم د پراخ هوایي بمبار پر مټ په نښه کېدل، ځینو پوځیانو ته په اصل کې امر شوی و چې "یوازې د [دښمن] په لور هجوم وروړي او جګړه وکړي یا بل هر کار چې ممکن وي" خو د دوی بریدونو کوم څرګند ستراتیژیک ارزښت نه درلود.   [۲۳]

اصلاح شوي وسایط د داعش لپاره په ډول ډول جنګي اهدافو کې ارزښتناکه ونډه لوبوي، چې د چټک غبرګون ځواکونو څخه نیولې تر ټانکونو، له ځان د دفاع وړ موټر بمونو پورې، چې کولای شي په کلکو دفاعي هدفونه برید وکړي.Script error: The function "sfnltr" does not exist.

د ځان وژونکو بریدونو سربېره، داعش د انغماسي (استشهادي) (په عربي کې د "ډوب شوی" معنی دی) په نوم د ځانګړو واحدونو څخه کار اخلي، چې هم د دودیزو وسلو او هم ځانمرګو بمونو څخه کار اخلي. دوی په خپلو وسلو د دښمن په پوستو بریدونه کوي، او کله یې چې مهمات ختم شي یا فکر وکړي چې نیول کېږي، ځانمرګی برید کوي. د دوی موخه په ځانګړې توګه دا ده چې له مرګ څخه مخکې، دښمن ته تر خپل وس زیانونه ورسوي، د شوکه کوونکو سرتېرو په توګه عمل کوي. انغماسي همدارنګه د ملکي وګړو په وړاندې، لکه د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې د پاریس په بریدونو کې، هم کارول شوي دي. انغماسي کله ناکله په ډله ایزه توګه، خو په کوچنیو ډلو کې، ګمارل کېدای شي. [۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Ripley 2018، مم. 138–139.
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).