د اسرايلو اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسرايلو اقتصاد پرمختللی د ازاد بازار اقتصاد دی. د نړيوال بانک د سوداګرۍ په برخه کې د اسانۍ د شاخص په درجه بندۍ کې اسرايلو پنځه دېرشم ځای خپل کړی. اسرايل له متحده ايالاتو وروسته د د شرکتونو د پيل له نظره دويم ستر هېواد دی او له متحده ايالاتو او چين وروسته د « NASDAQ» په فهرست کې درېيم ستر مقام لري. د « Intel، Microsoft» او « Apple» په څېر امريکايي شرکتونو له هېواده بهر خپلې لومړۍ څېړنېزې او پرمختيايي مرکزونه په اسرايلو کې جوړ کړي. د « IBM, Google, Hewlett-Packard, Cisco Systems, Facebook» او « Motorola» په څېر د پرمختللې معلوماتې ټيکنالوژۍ نورو ګڼ ملتي شرکتونو خپل څېړنيز او پرمختياي مرکزونه په اسرايلو کې پرانيستي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د دې هېواد سترې  اقتصادي برخې ټيکنالوژي او صنعتي تولیدات دي. د اسرايلو د الماسو صنعت د الماسو د توږلو او تصفيې لپاره يو له نړيوالو مرکزونو څخه دی چې د ټولو صادراتو کچه يې ۲۳.۲٪ ته رسېږي. اسرايل په پرتليز ډول د طبيعي سرچينو له اړخه کمزوری هېواد دی، له همدې امله د نفطو، خامو موادو، غنمو، ماشيني موټرو، ناتراشل شويو الماسو او توليدي سامان الاتو په برخه کې په وارداتو متکي دی. شونې ده چې د توانايۍ په وارداتو د هېواد ټول انتحصار په راتلونکي کې بدل شي. د دې هېواد په ساحلي سيمو کې په  وروستیو کې تازه په تازه د طبيعي ګازونو زېرمې موندل شوي او د اسرايلو د لمريزې انرژۍ صنعت مخکښ ځای خپل کړی.[۱۱]

د سيمه ييزو معيارونو سره سم د دې هېواد د پرمختللې ټيکنالوژۍ بريا او چټکې اقتصادي ودې لامل تر ډېره بريده  د اسرايلو د لوړ معيار پوهنتوني زده کړې او په پراخه کچه د هڅول شوي او باسواده نفوس شتون دی. دې هېواد يوه پیاوړی تعلیمي زېربناء جوړه کړې او د نرخونو پر بنسټ د توکو او چوپړتياوو د پيدا کولو په موخه د نويو او پرمختللو اندونو لپاره يې د لوړ معيار پرمختګ سيستم منځ ته راوړی. دې پرمختګونو مرسته کړې چې د هېواد په ټولو سيمو کې د پرمختللې ټيکنالوژۍ شرکتونه تمرکز پيدا کړي. له مالي اړخه دا شرکتونه د لوړ خطر منونکې پانګونې د صنعت له ملاتړ څخه برخمن دي. د « Silicon Wadi» په نوم د دې هېواد مرکزي پرمختللې ټيکنالوژۍ مرکز د اهميت له اړخه دويم ځای لري، لمړی يې د دې مرکز سيال د کلفورنيا مرکز دی. ډېری اسرايلي شرکتونه نړيوالو ادارو له دې امله خپل کړي چې دوی باوري او معياري شرکتي کارکوونکي لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د اسرايلو اقتصادي توان د نړيوالو سوداګريزو مشرانو پام ځان ته را اړولی، لکه د مايکروسافټ بنسټګر «بل ګيټس»، پانګوال «وارن بفيت»، د ځمکو او ودانيو سوداګر او د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تر څنګ يې د مخابراتي ټيکنالوژۍ لوړ سوداګر «کارلوس سليم». هر متشبث له خپلو دوديزو سوداګريزو فعالیتونو او په خپلو هېوادونو کې له پانګونې څخه ورهاخوا په ګڼو اسرايليو صنعتونو کې پانګونه کړې. په ۲۰۰۶ز کال کې، « Berkshire Hathaway» (د امريکايي پانګوال وارن بفيټ يو شرکت) د « ISCAR Metalworking» په نوم یو اسرايلي شرکت په څلور مليارده ډالر وپيرو. دا له متحده ايالاتو څخه دباندې د « ISCAR Metalworking» لومړي رانيول و.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۰ز کال د سپتمبر په مياشت کې، اسرايلو  ته له « OECD» (يو نړيوال شرکت دی) سره د يو ځای کېدو بلنه ورکړل شوې وه. اسرايلو همدا راز له اروپايي اتحاديې، متحده ايالاتو، اروپايي ازاد تجارت ټولنې، ترکيې، مکسیکو، کاناډا، اوکراين، اردن او مصر سره د ازاد تجارت تړونونه لاسليک کړي دي. د ۲۰۰۷ز کال د ديسمبر په ۱۸مه نېټه، اسرايل له لاتيني امريکا دباندې لومړی هېواد وګرځېد چې له «مرکوسور» (د سويلي امریکا د سوداګرۍ يو بلاک دی) سوداګريز بلاک سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړي. اسرايل د سياحت يو ستر مرکز هم دی، په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې له يهودي نسل څخه دي، په ۲۰۱۹ز کال کې ۴.۵۵ ميليونه بهرنيو ګرځندويانو له دې هېواد لېدنې کړې وه (د دوه اسرايليانو پر سر نږدې یو ګرځندوی).[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

تاریخ[سمول]

د فلسطين لپاره په ۱۹۲۰ز کال کې د برتانيې منځ ته راغلې واکمنۍ موخه دا وه چې د يهودي کډوالو له خوا د ځمکې د رانيولو چاره محدوده کړي. له همدې امله، يهوديان په لومړي سر کې تر ډېره بريده ښار مېشتي وو او په صنعتي دندو کې يې زياته ونډه درلوده. له اقتصادي اړخه د دې ځانګړې ودې پايله د سيمې د ودې له څو معجزو څخه يوه وه، په دې ډول چې د شرکتونو جوړښت په بنسټيز ډول د دولت پر ځای د متشبثينو له خوا پر مخ وړل کېدو. په ۱۹۱۱ز کال کې د مړ سمندرګي لومړۍ څېړنې په پايله کې يې په ۱۹۳۰ز کال کې د فلسطين «پوټاش لمټيډ» منځ ته راوست، کومه څېړنه چې روسي يهودي انجنیر «موشي نووميسکي» کړې وه، وروسته د «پوټاش لمټيډ» نوم د «مړه سمندرګي کارکوونکي» کېښودل شو. په ۱۹۲۳ز کال کې، « Pinhas Rutenberg» ته د برېښنا د توليد او وېشلو لپاره ځانګړې تخفيف ورکړل شوی و. هغه د فلسطين برېښنايي شرکت چې ووسته يې نوم اسرايلي برېښنايۍ شرکت شو، بنسټ کېښود. د ۱۹۲۰ او ۱۹۲۴ز کلونو تر منځ، د دې هېواد ځينې سترې کارخانې جوړې شوې، په دې کارخانو کې «شيمين د تيلو شرکت، سوسايټ ډيس ګرينډ مولنز، فلسطين سليکيټ شرکت» او «فلسطين سالټ شرکت» شامل دي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

په ۱۹۳۷ز کال کې، په ټول هېواد کې ۸۶ د تار جوړولو او اوبدلو کارخانې وې، ۱۵۰۰ کارکوونکي يې استخدام کړي وو، پانګه او تخنیکي ماهرين ورته له اروپا څخه د يهودي متخصصینو له خوا برابر کړای شوي وو. په «کريات اتا» کې د «اتا» ټوکر جوړولو کارخانه، کومه چې د اسرايلو د ټوکر جوړولو يوه بېلګه ګرځېدلې، په ۱۹۳۴ز کال کې جوړه شوې. په ۱۹۳۹ز کال کې، د «کيبوتيز» د صنعت د لومړيو کارخانو د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه: د نامان خښتو کارخانه، کومې چې د ودانيزو توکو د مخ پر زياتېدو اړتيا پوره کړه.[۳۸][۳۹]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په ټوکر جوړولو کې چټکتيا راغله، دا هغه مهال و کله چې له اروپا څخه د توکو رسېدل بند شول، په داسې حال کې چې د پوځ د اړتياوو پوره کولو لپاره سیمه يیزو تولیدونکو ته کميشن ورکول کېدو. تر ۱۹۴۳ز کال پورې، د کارخانو شمېر تر ۲۵۰ پورې ورسېد، کاري ځواک يې ۵۶۳۰ ته ورسېد او توليدات يې لس ځله زيات شول.[۴۰]

له ۱۹۲۴ز کال راهيسې، په تل ابيب کې سوداګريز نندارتونونه تر سره کېدل. «لیونټ» نندارتون په ۱۹۳۲ز کال کې پرانيستل شوی و.[۴۱]

له خپلواکۍ وروسته[سمول]

د يو دولت په توګه له جوړېدو وروسته اسرايل له سخت اقتصادي بحران سره مخ شو. تر څنګ يې د ۱۹۴۸ز کال د عرب-اسرايلو له ويجاړونکې جګړې بايد بېرته راوتلای وای، همدا راز اسرايل اړ و چې له اروپا څخه د سلګونه زره  او له عرب نړۍ څخه نږدې يو ملیون يهودي کډوالو لپاره ځای برابر کړي. له مالي اړخه اسرايل خرابه او له ژور اقتصادي بحران سره مخ و، د کوم له امله چې له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۵۹ زکال پورې د سختۍ تګلاره غوره کړه. وزګارتيا پکې زياته او د بهرنۍ دودپيسې زېرمې ډېرې کمې وې.[۴۲]

په ۱۹۵۲ز کال کې، اسرايلو او لويديځ المان يو تړون لاسليک کړ، په کوم تړون کې چې شرط اېښودل شوی و چې لوېديځ المان به اسرايلو ته د هالوکاسټ پر مهال د يهوديانو په وړاندې د شوي ظلم په بدل کې تاوان ورکوي او د يهوديانو د هغو شتمنيو تاوان به تاديه کوي چې نازیانو غلا کړې وې. په راتلونکو څوارلسو کلونو کې، لويديځ المان اسرايلو ته درې ميليارده مارکه (اوسمهال له ۱۱۱.۵ مليارده امريکايي ډالرو سره برابر) تاديه کړل. دا تاوان د اسرايلو د عايد پرېکنده برخه وګرځېده، کوم چې په ۱۹۵۶ز کال کې د اسرايلو د عايد ۸۷.۵٪ برخه جوړوله. په ۱۹۵۰ز کال کې،اسرايلو د امريکايي او کاناډايي يهوديانو د رانيولو لپاره بانډونه (د پورپاڼې) خپاره کړل. په ۱۹۵۱ز کال کې، د بانډونو د پروګرام وروستۍ پايلې له ۵۲ ميلیونه امريکايي ډالرو څخه زياتې شوې. سربېره پر دې امريکايي يهوديانو د اسرايلو لپاره شخصي بسپنې ورکړې، کومې چې په ۱۹۵۶ز کال کې د اټکل تر مخې په کلني ډول سل ميليونه ډالرو ته ورسېدې. په ۱۹۵۷ز کال کې، د پورپاڼو (بانډونو) پلور د اسرايلو د خصوصي پرمختيايي بوديجې ۳۵٪ ته ورسېد. د همدې پېړۍ په وروستيو کې، اسرائيل تر ډېره بريده د متحده ايالاتو په اقتصادي مرسته متکي وګرځېد، متحده ايالات هغه هېواد و چې په نړیواله کچه د اسرايلو د سياسي ملاتړ يوه مهمه سرچينه هم وګرځېده.[۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. Chua, Amy (2003). World On Fire. Knopf Doubleday Publishing. د کتاب پاڼي 219–220. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0385721868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Country Rankings: World & Global Economy Rankings on Economic Freedom". www.heritage.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Israel's shift towards a knowledge-based economy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bounfour, Ahmed; Edvinsson, Leif (2005). Intellectual Capital for Communities: Nations, Regions, and Cities. Butterworth-Heinemann. د کتاب پاڼې 47 (368 pages). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7506-7773-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Richard Behar (11 May 2016). "Inside Israel's Secret Startup Machine". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 27 February 2007 باندې). Intel to expand Jerusalem R&D.
  7. "Microsoft Israel R&D center: Leadership". Microsoft. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۲. Avi returned to Israel in 1991, and established the first Microsoft R&D Center outside the US ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 14 December 2011 باندې). Apple to set up Israel development center.
  9. (په 10 February 2013 باندې). Apple opens Ra'anana development center.
  10. (په 6 May 2006 باندې). Berkshire Announces Acquisition. The New York Times.
  11. "OEC - Israel (ISR) Exports, Imports, and Trade Partners". atlas.media.mit.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. David Adler (10 March 2014). "Ambitious Israeli students look to top institutions abroad". ICEF. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Karr, Steven (24 October 2014). "Imagine a World Without Israel - Part 2". Huffington Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Chua, Amy (2003). World On Fire. Knopf Doubleday Publishing. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0385721868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Intellectual Capital of the State of Israel" (PDF). State of Israel Ministry of Industry, Trade, and Labor. November 2007. د کتاب پاڼې 27. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 19 March 2008 باندې). Israel's technology cluster.
  17. (په 28 June 2011 باندې). Israeli innovators build new 'Silicon Valley'.
  18. "FUNDING THE FUTURE: Advancing STEM in Israeli Education" (PDF). STEM Israel. 4 December 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Carlos Slim investing 60 million dollars in an Israeli startup". Israel News. 6 November 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ora Coren. "Mexican mogul Carlos Slim eyes investments in Israel". Haaretz. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Carlos Slim: We want to invest more in Israel". Globes. 28 November 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Donald Trump Plans World-Class Golf Course in Israel". Algemeiner. 17 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Allison Kaplan Sommer (2 December 2002). "Microsoft's Bill Gates: Israel is a vital resource for us". Israel 21. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Bill Gates pledges new investment in Israel". Wis TV. 26 October 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Donald Trump to U.S. – "You're fired!"". Wise Money Israel. 21 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. David Lev (2 May 2013). "Buffett: Israel a Top Place for Ideas, Investments". Israel National News. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Israeli Business Investments". Israeli Business Investment.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 6 May 2006 باندې). Berkshire Announces Acquisition. The New York Times.
  29. Israel's Free Trade Area Agreements, IL: Tamas, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Israel signs free trade agreement with Mercosur". Israel Ministry of Foreign Affairs. 19 December 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Israel's accession to the OECD". Organisation for Economic Co-operation and Development. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Israel welcomes record-breaking 4.55 million tourists in 2019". The Jerusalem Post | JPost.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Israel Welcomes Record 4.55 Million Tourists In 2019, Says Ministry". NoCamels. 29 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Baten, Jörg (2016). A History of the Global Economy. From 1500 to the Present. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107507180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. The political economy of Israel: From ideology to stagnation, Yakir Plessner, p.72. Google Books. Retrieved on 8 September 2011.
  36. "The Seventh Dominion?". Time. 4 March 1929. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Smith, Barbara Jean (19 January 1993). The Roots of Separatism in Palestine: British Economic Policy, 1920-1929. Syracuse University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780815625780. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۹ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Tsur, Doron. (12 October 2010) "When the guns fell silent", Haaretz. Retrieved on 8 September 2011.
  39. (په 15 February 2009 باندې). Naaman factory: Settlement's building blocks.
  40. Encyclopaedia Judaica
  41. "City of Work and Prosperity": The Levant Fair Archived 24 December 2013 at the Wayback Machine.
  42. הויכוח סביב הסכם השילומים (په عبرانی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. הויכוח סביב הסכם השילומים (په عبرانی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "ORGANIZATIONS: Dollars for Israel". Time. 21 January 1957. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Mark, Clyde (12 July 2004). "Israel: US Foreign Assistance" (PDF). Congressional Research Service. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)