Jump to content

د اروپا په هکله د شکمنوالي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپایي ټولنې په هکله د شکمنوالي فلسفه یا د اروپا د شکاکیت فلسفه هغه سیاسي دریځ ته ویل کېږي چې د اروپایي ټولنې (EU) او د اروپایې یوالي په وړاندې نیوکه کوي. دغه راز دغه لړۍ له هغو کسانو نه چې د اروپايي ټولنې د ځینو بنسټونو او تګلارو سره مخالفت کوي او د اصلاحاتو غوښتونکوي دي (یوروالیزم، د اروپایي ټولنې منتقدین ، یا نرم شکاکیت درلودنکي) او له هغو کسانو نه چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب مخالفت کوي او اروپايي ټولنې نه اصلاح کېدونکي (د اروپا ضد دریځ لرونکي یا د اروپايي ټولنې په هکله سخت دریځ لرونکي شکاکیت) ګڼي. چې د Euroscepticism مخالف جهت اروپا پلوه یا اروپایی ټولنې ملاتړ کونکوي په نوم پیژندل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د اروپا په اړه د شکمنوالي فلسفه د سیاسي لړی په بېلابېلو ډلو دواړه کیڼ اړخ او ښي اړخ او ډېری وختونه په پاپولیسټ ګوندونو کې لیدل کیږي. که څه هم دوی دا ټول د ورته دلایلو له مخې په اروپايي ټولنه نیوکه کوي، خو د اروپا شکاکیت کیڼ اړخي پاپولیسټان زیاتره په اقتصادي مسلو باندې تمرکز کوي، لکه د اروپا د پور ناورین او د ټرانس اټلانټیک سوداګرۍ او پانګونې ملګرتیا، پداسې حال کې چې ښي اړخه بیا زیاتره په قوم پالنه او کډوالۍ باندې تمرکز کوي، لکه د اروپا د مهاجرت کړکیچ، چې له ۲۰۰۰ لسیزې راهیسې د ښي اړخه افراطي ګوند وده د یوروسوپیټیزم له زیاتوالي سره نږدې تړاو لري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اروپايي ټولنې له اتباعو نه د یوروبارومیټر سروي له مخې له ۲۰۰۷ز کال نه تر ۲۰۱۵ز کال پورې په اروپايي ټولنې او په ادارو یې باور په چټکۍ سره کم شوی دی، چې په دې وخت کې د خلکو باور په دې ټولنې باندې ۵۰ سلنه راټیټ شوی وو. دغه راز د ۲۰۰۹ز کال یوې  ټولپوښتنې وموندله چې په انګلستان (برتانیه)، لاتویا او هنګري کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره ملاتړ تر ټولو کم وو. همدارنګه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې هغه هیوادونه چې اروپايي اتحادیې ته یې په ناسمه سترګه کتلي، انګلستان، یونان، فرانسه او هسپانیه وو. نو ځکه په انګلستان د ۲۰۱۶ز کال کې د یوې ټولپوښتنې په پایله کې ۵۱.۹ سلنه خلکو له اروپایی ټولنې نه د وتلو لپاره رایه ورکړه، چې دا پریکړه د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۳۱مه نافذه شوه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د اروپايي ټولنې په ډیري هېوادونو کې د بیکارۍ د کچې د راټیټېدو او د کډوالو د کړکېچ د پای ته رسیدو په پایله کې په اروپايي ټولنې باندې د خلکو باور زیات شو. دغه راز د ۲۰۱۹ز کال له ټاکنو وروسته د یوروبارومیټر سروې ښیي چې ۶۸ سلنه خلکو له اروپايي ټولنې ملاتړ کړی، چې دا له ۱۹۸۳ز کال راهیسې ترټولو لوړه کچه ده، ځکه هغه وخت کې دا باور چې اروپایې ټولنه په سم لوري نه ده روانه ۵۰ سلنې ته لوړ شوي و. همدارنګه په اروپايي ټولنې باور د کوویډ-۱۹ وبا په پیل کې ډېره وده کړې وه، خو د ۲۰۲۱ز کال تر مارچ پورې دا بېرته پخوانۍ کچې ته راټیټه شوه.[۱۸][۱۹][۲۰]

د اروپایې ټولنې په وړاندې سخت شکاکیت

[سمول]

د تاګارت و شزربیاک په باور « د اروپایی ټولنې په وړاندې سخت شکاکیت یا ضدیت له اروپایي ټولنې او اروپایي یووالي سره یو بنسټیز مخالفت دی او په هغو ګوندونو کې زیاتره لیدل کېږي چې فکر کوي د دوی هېوادونه باید د یادې ټولنې له غړیتوب نه لاس په سر شي او یا د اروپایی ټولنې په اړه د دوی تګلارې باید د اروپا  یووالي پر خلاف وي». د اروپا د ازادۍ او مستقیم ډیموکراسۍ ډله په اروپایی پارلمان کې چې د بریکسیټ ګوند او د انګلستان د خپلواکۍ ګوند (UKIP) په څېر ګوندونو له خوا مشخص شوی، د اروپایې ټولنې په وړاندې سخت شکاکیت ښیې. په لوېدیځو اروپایی هېوادونو کې چې د اروپایی ټولنې غړی دی، د د اروپایی ټولنې په وړاندې سخت شکاکیت اوس مهال د زیاترو نظام ضد ګوندونو ځانګړتیا ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اروپایي ټولنې په وړاندې نرم شکاکیت

[سمول]

د اروپایي ټولنې په وړاندې نرم شکاکیت لرونکي د اروپا د محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو هغه ډله ده چې د مرکزي ښي اړخه ګوندونو لکه د چک مدني ډیموکرات ګوند او د اروپا متحد کیڼ اړخه یا د نورډکس زرغون کین اړخي ګوند کوم چې د اروپا په پارلمان کې د کیڼ اړخو ګوندونو ایتلاف دی، د اروپا په وړاندې د نرم شکاکیت ښکارندوی کوي. دا ډله د اروپایی ټولنې د شتون او غړیتوب ملاتړ کوي، خو د اروپایی ټولنې ځینې تګلارو سره مخالقت لري لکه څنګه چې ټاګرټ او سززربیاک وایي « چې نرم شکاکیت درلودونکي له اروپایی ادغام یا اروپایی ټولنې کې له غړیتوب سره هېڅ مخالفت نه لري، خو د اروپایي ټولنې ځینې تګلارې د مخالفت د څرګندولو لامل شوي او یا هغه مهال چې ملي ګټې د اروپایی ټولنې له تګلارو سره په ټکر کې وي». دغه راز د اروپا محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو ډله بیا خپل دریځ د اروپایی ټولنې په وړاندې د نرم شکاکیت په توګه نه ګڼي او پرځای یې خپل دریځ د اروپایی ټولنې د ملاتړکونکو په توګه تشریح کوي .[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

فرانسه

[سمول]

په فرانسه کې ډیری ګوندونه په مختلفو کچو اروپایې ټولنې په هکله شکاکیت لري، چې ځینې یې د هېوادونو په ملي چارو کې د اروپايي ټولنې د مداخلې پلوي دي ځینې نور بیا له اروپایي ټولنې او یوروزون نه د بشپړ وتلو پلوي دي. دغه راز  دا ګوندونه د سیاسي جریان په ټولو اړخونو پورې اړه لري، نو ځکه د اروپا په وړاندې د دوی د شکاکیت لاملونه ممکن توپیر ولري. په تیرو وختونو کې، ډیری فرانسوي خلک د دې مسلو سره لیوالتیا نه درلوده.[۳۳]

د فرانسې ښي اړخه یوروسیپټیک ګوندونه د ګالیست ډیبوټ جمهوریت ګوند (Gaullist Debout la République) او د فرانسې د غورځنګ ګوند (Mouvement pour la France) رانغاړي. په ورته ډول د ځینو منځلارو ګوندونو په څېر د فرانسې ښي اړخه او افراطي ښي اړخونه په عموم کې له اروپایي ټولنې سره مخالف دي، ځکه چې دوی د فرانسې د سیاسي او اقتصادي حاکمیت له لاسه ورکولو په اړه نیوکه کوي. په دغو سخت دریځو اروپايي شکمنو ګوندونو کې د خلکو د جمهوري غوښتونکو اتحادیه او پخوانۍ ملي جبهه (FN) شامل دي. دغه راز د خلکو د جمهوري غوښتونکو اتحادیې له اروپايي ټولنې، یوروزون او ناټو نه د فرانسې د وتلو غوښتنه کوي، چې په ۲۰۱۷ز کال کې د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ملي جبهې ګوند ۳۳.۹سلنه رایې وګټلې، چې په دې توګه نوموړۍ ګوند د فرانسه ترټولو لوی یورو سیپټیک ګوند شو. د ۲۰۱۸ز کال جون کې د ملي جبهې ګوند خپل نوم ملي یوالي (RN) ته بدل کړ او په ۲۰۱۹ز کال کې یې له اروپایی ټولنې او یوروزون نه د فرانسې د وتلو د منشور نه خپل ملاتړ واخیست او پرځای یې د ټولنې د دننه څخه د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

جرمني

[سمول]

د المان لپاره بدیل (AfD) د المان ترټولو لوی اروپايي شکمن ګوند دی. دغه ګوند د ۲۰۱۷ز کال په سپټمبر کې د ۹۴ څوکیو په ترلاسه کولو سره د المان پارلمان ته وټاکل شو. AfD په پیل کې د اروپایې تولنې په وړاندې د نرم دریځه شکاکیت درلودنکی و چې ځان یې د اروپا او د اروپايي ټولنې ملاتړ کونکۍ ګوند باله، خو د یوروزون مخالفت یې کاوه او په یوروزون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله. دغه راز د ۲۰۱۴ز کال د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې یاد ګوند د ۷ سلنه رایو په ګټلو سره  پنځم ځای خپل کړ او په دې توګه یې ۷ څوکۍ وګټلې او د Eurosceptic اروپايي محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو غړی شو.[۴۰][۴۱][۴۲]

دغه راز د AfD ګوند په ۲۰۱۵ز کال کې هغه مهال په بشپړ ډول Eurosceptic شو، کله چې د ګوند دننه داخلي وېش رامنځته شوه او په پایله کې فراک پیټري د ګوند مشرۍ په غاړه واخیسته او د اروپایې ټولنې په وړاندې خورا سخت دریځ د غوره کولو لامل شو، چې د دې سخت دریځ په ګډون دوی له یورو زون نه د المان د غړیتوب د پای ته رسولو غوښتنه، د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو تګلارو نه د وتلو غوښتنه کوله. دغه راز د ۲۰۱۵ز کال جولای کې د AfD یوې جلا شوې ډلې د پرمختګ او تجدید لپاره د اتحاد په نوم یو نوی نرم یورو سیپټیک ګوند رامنځته کړ، چې د ۲۰۱۹ز کال د اروپا پارلماني ټاکنو کې، AfD ګوند د خپلې رایې ونډه له ۷ سلنې او ۷ څوکیو نه ۱۱ سلنه او ۱۱ څوکیو ته لوړه کړه.[۴۳]

د ۲۰۲۱ز کال د المان په فدرالي ټاکنو کې AfD د ۱۰.۳ سلنه رایې او ۹۴ څوکۍ وګټلې پداسې حال کې چې نوموړي ګوند په ۲۰۱۷ز کال کې، ۱۲.۶ سلنه رایې او ۸۳ څوکۍ ترلاسه کړې: دا په دې مانا وه چې دوی له درېیم ځای نه پنځم ځای ته لاړل او په دې ډول له زرغون ګوند او FDP نه وروسته پاتې شول، چې په ۲۰۱۷ز کال کې دواړه د AfD په پرتله لږ مشهور وو. [۴۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "EU-Scepticism vs. Euroscepticism. Re-assessing the Party Positions in the Accession Countries towards EU Membership" in Laursen, Finn (ed.) EU Enlargement: Current Challenges and Strategic Choices, Bruxelles: Peter Lang.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Therése Hultén "Swedish EU-Scepticism: How is it Compatible with the Support for Enlargement?"
  4. "Marine Le Pen's Real Victory". The Atlantic, 7 May 2017.
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Euroscepticism or Europhobia: Voice vs Exit?. Jacques Delors Institute. November 2014. pp.4–6
  8. Alibert, Juliette. Euroscepticism: The root causes and how to address them. Heinrich Böll Foundation. October 2015.
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. John FitzGibbon, Benjamin Leruth, Nick Startin (editors). Euroscepticism as a Transnational and Pan-European Phenomenon. Taylor & Francis, 2016. p.133
  12. Jones, Owen. "The left must put Britain's EU withdrawal on the agenda". The Guardian, 14 July 2015.
  13. "Party like it's 1975: how the Left got Eurosceptic all over again". New Statesman, 2 November 2015.
  14. John FitzGibbon, Benjamin Leruth, Nick Startin (editors). Euroscepticism as a Transnational and Pan-European Phenomenon. Taylor & Francis, 2016. p.105
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  16. Hobolt, Sara. "The Crisis of Legitimacy of European Institutions", in Europe's Crises. John Wiley & Sons, 2018. p.256
  17. Han Werts, Marcel Lubbers, and Peer Scheepers (2013) Euro-scepticism and radical right-wing voting in Europe, 2002–2008: Social cleavages, socio-political attitudes and contextual characteristics determining voting for the radical right Archived 5 February 2016 at the Wayback Machine., European Union Politics, vol. 14 no. 2: 183–205.
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Spring 2015 Standard Eurobarometer: Citizens see immigration as top challenge for EU to tackle. European Commission. 31 July 2015.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Harmsen et al. (2005), p. 18.
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Szczerbiak et al. (2008), p. 7
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Harmsen et al. (2005), pp. 31–32
  27. Szczerbiak et al. (2008), p. 8
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  29. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  30. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
  40. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  41. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  42. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  43. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  44. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).