د ارمينيا ولسمشر
د ارمينيا ولسمشر د دولت مشر او د ارميني د خپلواکۍ او ځمکني وقار ساتونکی دی چې د ارمينيا د ملي اسامبلۍ له خوا د يو پړاو اووه کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ارمينيا د پارلماني نظام له مخې: ولسمشر ساده تشخص دی او دوديزې دندې لري، په داسې حال کې چې ډېر سياسي ځواک له پارلمان او لومړي وزير سره دی.[۱]
د ۲۰۲۲ز کال د مارچ له ديارلسمې نېټې «وهاګان خاچوتريان» د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي.
مخینه
[سمول]د دې جمهوريت ولسمشر هڅه کوي چې اساسي قانون وساتي، په منظم ډول د اجرائيه او قضاييه قوې د کارونو د عملي کېدو ډاډ ورکړي.هغه د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او دې جمهوريت د امنيت ساتونکی دی. د جمهوريت ولسمشر ته مصئونيت ورکړل شوی: دا د هغو کارونو له امله مسئول نه شي بلل کېدای نه تر څېړنو لاندې نيول کېدای شي، کوم چې د هغه د کاري دورې پر مهال د ده له حالت څخه منځ ته راځي. د هغو کارونو لپاره چې د ولسمشر د حيثيت سره اړيکه نه لري، د هغه د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته تر قانوني تعقيب لاندې د ولسمشر نيول کېدل شوني دي.
د ارمينيا د اساسي قانون د ۶۰مې مادې تر مخې، کله چې د جمهوريت د ولسمشر دفتر خالي وي او مخکې تر دې چې نوی منتخب ولسمشر د دفتر واک په لاس کې واخلي، د ملي اسامبلۍ مشر، او، که چېرته شونې نه وي، نو بيا لومړی وزير د ولسمشر دندې پر مخ وړي.[۲]
د دې څوکۍ د جوړولو تاريخ
[سمول]د ارمينيا د ولسمشر څوکۍ د ۱۹۹۰ز کال د مۍ په درېيمه نېټه د ارمينيا د ايس ايس ار (ارمينيا شوروي اشتراکي ولسواکي «جمهوريت») د عالي شورا له خوا جوړ شوی و.
د ۱۹۹۱ز کال د جون مياشتې په ۲۱ نېټه، د دې هېواد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ارمينيا د اتباعو لپاره د عامو او برابرو ټاکنيزو حقوقو پر بنسټ به د ۱۹۹۱ز کال د ديسمبر له ۳۱مې مخکې ټاکنې تر سره شي. د ارمينيا د عالي شورا د ۱۹۹۱ز کال د جون د ۲۵ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، د ارمينيا جمهوريت د ولسمشرۍ د ټاکنو مهال ويش د ۱۹۹۱ز کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د ټاکنو تر سره کېدلو مهال وېش جوړ شو.
په ۱۹۹۱ز کال کې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې څخه وروسته د همدې کال د سپتمبر په ۲۱ نېټه ارمينيا يو خپلواک هېواد وګرځېد. لومړۍ ولسمشريزې ټاکنې د ۱۹۹۱ز کال د اکتوبر په ۱۷ تر سره شوې. «لور تر-پيټروسيان» اکثريت رايې خپلې کړې او د خپلواکې ارمينيا لومړی ولسمشر شو. هغه په ۱۹۹۶ز کال کې يو ځل بيا وټاکل شو، خو هغه خپله دويمه دوره پوره نه کړای شوه او په ۱۹۹۸ز کال کې يې استعفاء ورکړه. له هغه وروسته «رابرټ کوچاريان» په دې دنده وټاکل شو او تر ۲۰۰۸ز کال پورې په دفتر کې پاتې شو. ولسمشر «سرز سرګسيان» د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۱۳ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د دويم ځل لپاره تر ۲۰۱۸ز کال پورې وټاکل شو. د ۲۰۱۸ز کال د اپريل مياشتې په نهمه نېټه «ارمين سرکيسيان» وټاکل شو او د هغه ځای بيا د ۲۰۲۲ز کال د مارچ په ۱۳مه نېټه اوسني ولسمشر «وهاګن خاچاتوريان» ونيو.
ټاکنيزه پروسه
[سمول]په ۲۰۱۵ز کال کې د اساسي قانون تر بدلونونو پورې ټاکنيزه پروسه
[سمول]ولسمشريزې ټاکنې په اساسي قانون او نورو قوانينو کې د تعريف شويو تګلارو تر مخې تر سره کېږي. د ارمينيا ولسمشر د ارمينيا د جمهوريت د اتباعو له لخوا د ټاکنو له لارې د پنځه کلونو دورې لپاره ټاکل کېږي. هر څوک چې پنځه دېرش کلنۍ ته رسېدلی وي، د وروستيو لسو کلونو لپاره د ارمينيا جمهوريت تبعه وي، د وروستيو لسو کلونو لپاره په دايمی ډول په ارمينيا کې اوسېدلی وي او د رايې ورکولو حق لري کولای شي چې د جمهوريت د ولسمشر په توګه وټاکل شي. همدا يو شخص نه شي کولای د دوه پرله پسې دورو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي. د دې جمهوريت ولسمشر د پخواني ولسمشر د دورې له پای ته رسېدو پنځوس ورځې مخکې، دهغه تګلارې سره سم ټاکل کېږي چې په اساسي او نورو وقانينو کې تعريف شوي دي. هغه نوماند چې له نيمايي څخه زياتې رايې تر لاسه کړي د ارمينيا د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.
که په ټاکنو کې له دوه وو څخه زيات نوماندان وي او يو هم د اړتيا وړ رايې تر لاسه نه کړي، له لومړۍ دورې رايې ورکولو څوارلس ورځې وروسته د ټاکنو دويم پړاو تر سره کېږې. هغه دوه نوماندانو چې لوړ شمېر رايې يې خپلې کړې وي، کولای شي د رايې ورکولو په دويمه دوره بهير کې برخه واخلي. په ديوم پړاو کې هغه څوک د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، چې ډېرې رايې خپلې کړي. که په ټاکنو کې يواځې يو تن نوماند شوی وي، هغه مهال د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي چې د رايه ورکونکو څخه له نيمايي زياتې رايې تر لاسه کړي. که د دې جمهوريت ولسمشر ونه ټاکل شي، نو نوې ټاکنې کيږي او د نويو ټاکنو لپاره د نوې نېټې د ټاکل کېدو په څلوېښتمه ورځ رايه ورکولو بهير تر سره کېږي. د جمهوريت ولسمشر په هغه ورځ دفتر کې دنده پيلوي، کله چې د پخواني ولسمشر موده پای ته ورسېږي. که نوی ولسمشر د نويو او غېر عادي ټاکنو له لارې وټاکل شي، له ټاکنو وروسته په شلمه ورځ خپل دفتر اشغالوي.
که چېرته د يو نوماند لپاره نه حل کېدونکی خنډ منځ ته راشي، ولسمشريزې ټاکنې به دوه اونيو لپاره وځنډول شي.که بيا هم دا ستونزې حل نه شوې، د دوه اونیو له پای ته رسېدو وروسته په څلوېشتمه ورځ به نوې ټاکنې تر سره کېږي. د ټاکنو له ورځې مخکې د يو نوماندا د مړينې په حالت کې، نوې ټاکنې به تر سره کېږي او د رايې ورکولو بهير به د نويو ټاکنو د ورځې له ټاکنې څلوېښت ورځې وروسته تر سره کېږي.
که چېرې د دولت ولسمشر استعفا ورکړي، مړ شي، د خپلو دندو د تر سره کولو وړتيا نه لري يا له دندې لرې شي (عزل شي)، نو د ولسمشر د دفتر له خالي کېدو وروسته په څلوېښتمه ورځ استثنايي ټاکنې تر سره کېږي. د پوځي قانون د عملي کېدو او ملي بېړني حالت پر مهال ولسمشريزې ټاکنې نه تر سره کېږي او ولسمشر په دې حالت کې خپلې دندې ته دوام ورکوي. د پوځي اصولو يا ملي بېړني حالت له پای ته رسېدو څلوېښت وروسته نوې ولسمشريزې ټاکنې تر سره کېږي.[۳]
لوړه
[سمول]ولسمشر د قانون تر مخې خپلې دندې تر لاسه کوي. د ملي اسامبلۍ په ځانګړو ناستو کې ولسمشر بايد د خلکو په وړاندې دا لوړه وکړي «د ارمينيا جمهوريت د ولسمشر د دفتر مسئولیت په غاړه اخستلو سره، زه لوړه کوم چې په ښکاره ډول به د اساسي قانون شرايط پوره کوم، د بنسټيزو بشري او مدني حقوقو او ازاديو درناوی کوم، د ارمينيا جمهوريت د برم او د ارمينيا جمهوریت د خلکو د سوکالۍ په موخه به د دې جمهوريت خونديتوب، خپلواکي، ځکمنۍ بشپړتيا او امنيت ډاډمن کوم.[۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).