د اردن کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اردن کلتور د عربي او اسلامي عناصرو پر بنسټ ولاړ دی. اردن د نړۍ د دریو لرغونو قارو د تقاطع په نقطه کې ځای لري، چې په دې سره یې جغرافیایي او د نفوس اړوند تنوع تر لاسه کړې ده. د کلتور د یادونې وړ عناصر یې دودیزه موسیقي، اردنۍ جامې اغوستنه، او له لوبو سره لېوالتیا شاملوي. په یادو لوبو کې فوټبال، بسکېټبال، او همدارنګه نورې لوبې لکه اس ځغلونه، توره وهنه، کراټه، لامبو وهنه او د مېز د سر تینس یا پینګ پانګ شامل دي.

مشهور کلتور یې[سمول]

د اردن له ٪۹۰ څخه زیات نفوس د پلازمېنې عمان په ګڼ مېشته لوی ښار کې اوسېږي، چې په دې سره د اردن کلتور په نوموړي ښار باندې متمرکز کېږي. د راټولېدو او شپنیزو برنامو کلتور په عمان کې په ځانګړې توګه د ښار په لوېدیځو برخو کې موجود دی. عمان په پرله پسې توګه د سیمې یو له تر ټولو ازادو ښارونو څخه اعلانېږي. لوی مارکېټونه، د نړیوالو برنډونو پلورنځي او هوټلونه د عمان د ښاري ژوند په تېره بیا د ښار د لوېديځې برخې د ښاري ژوند مهم عناصر ګڼل کېږي.

په انکلیسي ژبه افهام او تفهیم کېږي او ان تر دې چې د اردني عربۍ پر ځای ورباندې د اردني جګې طبقې د وګړو تر منځ خبرې کېږي. د دغه هېواد په سیاست او بهرنیو چارو باندې د پام وړ بهرنۍ اغېزې موجودې دي، سربېره پر دې، د څو کلونو راهیسې  له نږدې بهرنیو هېوادونو څخه یو زیات شمېر خلک عمان ته مهاجرت  کوي او او دغه ښار د خپل نوي کور په توګه نوموي. چې دغه ډول شرایطو له نړۍ سره د دې هېواد سوداګریزې اړیکې زیاتې کړې دي او د کلتور په بڼې کې یې بدلون راوړی دی. خواړه یې له چاپېره هېوادونو لکه مصر، لبنان، سوریې او ترکیې سره ګډې ځاګړنې لري.

رسنۍ[سمول]

غیر چاپي رسنیو د اردن په کلتور کې مهمه ونډه لرلې ده. په ځانګړې توګه تلویزیوني خپرونو د لوړ کیفیت لوبېدنې او نوښتونو او د معاصرې عربي ټولنې له ننګونو او انتقاد څخه ډکو کیسو له امله پرمختګ کړی دی. په هر حال، چاپي رسنیو هم د اردن په کلتور کې په لویې پیمانې سره ونډه اخیستې ده. په ورځپاڼو کې د "الدستور" (قانون)  او "الرأی" (نظریه) ورځپاڼې شاملې دي کومې چې تر ټولو ډېرې لوستل کېدونکې عربي ورځپاڼې ګڼل کېږي. سربېره پردې، دا هېواد د اردن ټایمز (The Jordan Times) په نامه یوه انګلیسي- ژبې ورځپاڼه او د ستوري (The Star) په نامه یوه انګلیسي-ژبې اونیزه لري.

موسیقي[سمول]

کلیوالي زجل سندرې، ورسره په څنګ کې پرمختللې شاعري چې له مجویز، تبلې، ارغول، عود، د رباب د ساز له تولې، او دایرې سره یو ځای ویلې کېږي، مشهورې دي. په دې وروستیو کو په اردن کې د څو مشهورو ډي جې ګانو او پاپ ستورو ځلېدنه لیدل شوې ده.

سینما[سمول]

د اردن د فلم صنعت د اردن په هر ځای کې سینما ګانې لري. یواځیني اردني فلمونه كابتن (پیلوټ) أبو رائد او ذیب ګڼل کېږي. په هر ترتیب، نوموړي یواځیني هغه فلمونه دي چې په اردن کې جوړ شوي دي. د هالیووډ زیات شمېر فلمونه لکه د عربو لارنس او د اندیانا جونس او وروستنۍ صلیبي حمله د موقعیت په لحاظ په اردن کې فلمبرداري شوي دي. د ۲۰۱۰ز کال د تر ټولو غوره تصویر د اوسکار جایزې ګټونکی فلم د درد خزانه هم په اردن کې فلمبرداري شوی دی. ډېر راوروسته مارتین (۲۰۱۵ز کال)، د ډون لومړۍ برخه (۲۰۲۱ز کال)، علاء الدین (۲۰۱۹ز کال) او د ستورو د جنګونو ځینې برخې: نهمه برخه یا د سکای واکر پاڅون په اردن کې فلمبرداري شوې ده.[۱][۲][۳][۴][۵]

تلویزیون او سریالونه[سمول]

د "مسلسلات" اصطلاح په ساده توګه د عربي اوږدو سریالونو په توګه ژباړل کېدی شي. اردن د کوچیانو یو شمېر سریالونه تولیدوي چې له اصلي وسایلو سره په بهر کې فلمبرداري کېږي. لوبغاړي له کوچیاني لهجې لرونکې محلي عربي لهجې څخه استفاده کوي تر څو د فلم کیسه لا اصلي او واقعي وښیي، په داسې حال کې چې په پراخې پیمانې سره د خبرو د درک لپاره یې د بهرنیو بانډه چیانو د لهجو ځینې اړخونه په نظر کې نیولې دي. دغه سریالونه په شام، د فارس په خلیج، عربي هېوادونو او د عراق په ځینو برخو کې مینه وال لري. د یادولو وړ سریالونه چې د دویمې نړیوالې جګړې نه لږ مخکې دورې په اړه دي، د دودیز کلیوالي ژوند په محور څرخېږي. دا ډرامې تر ډېره د پخواني او اوسني ژوند د طرزونو تر منځ پر کړکېچ او په نارینه محوره ژوند باندې د ټینګار او پکې د ښځو د ونډې په اړه دي.

یوه بله کټګوري بیا د تاریخي ډرامو په اړه ده. د دغو نندارو موضوعات له اسلام څخه د مخکې اشعارو څخه نیولې بیا په افغانستان باندې د شوروي یرغل شاملوي. له دغو څخه زیات شمېر یې د شامي او خلیج د تلویزیون د پروډیوسرانو په واسطه چمتو شوې برنامې دي.

له هغه ځایه چې پورته یاد شوي سریالونه په لویه پیمانه په عربي ژبې خبرې کوونکي په نښه کوي، اما یو لږ شمېر پروګرامونه په ځانګړې بڼه اردنیان په نښه کوي. د دغو نندارو تمایل د ننني عمان ښار په ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو باندې راڅرخېدل دي.[۶]

نڅا[سمول]

په اردن کې یوه لر تر ټولو مشهورو نڅا ګانو څخه دبكة نڅا ده. یاده نڅا ښایي له جنسیتي پلوه په جلا جلا ډول یا هم په ډله ییز ډول په ګډه سره تر سره کېږي. نڅا ګران په یو ردیف کې اوږه په اوږه سره درېږي، یو له بل سره لاس نیسي او یا د څنګ د دوو نڅاګرانو په اوږو باندې خپلې مټې ور اچوي، بیا په ډله ییز ډول په دایروي بڼه په داسې قدمونو سره حرکت کوي چې جفتکې وهي او ورسره پښې په منظم ډول درَزوي. ورسره مل موسیقي د نی (الناي) په نامه د ساز یوه وسیله، د طبل په نامه یو ډُوْل او د مېزمار په نامه د ساز یوه وسیله شاملوي. دغه ډله ییزه نڅا د بانډه چیانو او غیر بانډه چیانو تر منځ له شهرت څخه برخمنه ده او کله کله په ودونو کې هم تر سره کېږي.[۷]

اردن همداراز د نړیوالې نڅا د تېرې پېړۍ د سبکونو تر اغېز لاندې راغلی دی. نوموړې اغېزې په عمان کې د باله نڅا څو سټوډیو ګانې، د نڅا صالونونه او همدارنګه د معاصرې نڅا یوه سیمه ییزه ډله شاملوي کومه چې په رسمیت پېژندل شوې او د سلطنت له ملاتړه څخه برخمنه ده.[۸]

لرغونپوهنه[سمول]

په اردن کې د لرغونپوهنې مطالعات په ۱۹مه زېزدیزه پېړۍ کې د جوهان لودینګ بورخارد (Johann Ludwig Burckhardt) له خوا د پترا په کشف سره پیل شول. که څه هم د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ د لرغونپوهنې د مطالعاتو تر ټولو ډېر تمرکز په فلسطین باندې و، ځکه د بهرنیو لرغونوپوهانو پاملرنه هلته د شته انجیلي ساحو په تکثیر کې بوختتیا ته وه. په عمان ښار کې د لرغونو اثارو څانګه په ۱۹۲۳ز کال کې جوړه شوه، له هغې راهیسې په عمان، پېلا، ګدارا، اُم قیس، پترا، جرشا، کرک او الجوم کې کیندنې تر سره شوې دي. د تیږې د نوې دورې مجسمې په ۱۹۸۳ز کال کې د عین غزال په ماقبل التاریخي سیمه کې موندل شوې دي. د څلورمې زېږدیزې پېړۍ موزایک د نیبو د غره د موسی په څلي کې په یوه کلیسا کې موندل شوي دي؛ او بیزانسي موزایک د نیبو په غره او مدابه کې په بېلابېلو کلیسا ګانو کې موندل شوي دي. نور موزایک د اردن د دښتې په اوږدو کې په بېلابېلو قلعو کې موندل شوي دي چې لرغونتیا یې د اموي سلسلې خلافت ته رسېږي. دا ډول قلعې له قصر الحلباة ، حمام الصرخ، قصیر امراء، قصر خرانا، مشاتا او قصر التوبی څخه عبارت دي. د اردن د لرغونپوهنې موزیم په ۱۹۵۱ز کال کې په عمان کې تاسیس شو، او په پترا جراش مدابا او کرک کې هم موزیمونه جوړ شوي دي. همداراز د ۱۹۷۰ز کال راهیسې د امریکایي ختیځو څېړنو (ACOR) له خوا په اردن کې د لرغونو اثارو د کشفیاتو ملاتړ شوی دی. د ختیځو امریکایي څېړنو مرکز (ACOR) د لرغونپوهانو او انسان پېژندونکو کوربه توب کوي، روان نوي پیل شوي کشفیات تمویلوي او د سیمې اړوندو محصیلینو ته فیلوشیپونه چمتو کوي.[۹][۱۰]

ټولنه او دودونه[سمول]

مېلمه پالنه[سمول]

د اردني کلتور له اساسي اړخونو څخه یو یې مېلمه پالنه ده چې مېلمنو ته د کوربنو له خوا وړاندې کېږي. دغه مېلمه پالنه ان تر دې چې د اردن په سړکونو باندې د تګ راتګ پر مهال احساسېږي، په داسې بڼه چې تقریباً هر ځای ته چې ځې، د اَهْلاً وَ سَهْلاً عبارت اورېدل کېږي. زاړه متلونه لکه لاندینی یو د اوږدې مودې لپاره د مېلمه پالنې د دود ښکارندویي کوي: "کوربه ته ښایي چې له مېلمه ووېرېږي ځکه کله چې هغه کښېني [او ستا ډوډۍ خوري] هغه یو مېلمه دی. کله چې هغه هغه پاڅېږي [او ستا له کوره وځي] نو هغه یو شاعر دی" (لازم المضیف یخاف من الضیف. لمّا یجلس هو ضیف، لمّا یقوم هو شاعِر).[۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Captain Abu Raed". IMDb. 6 February 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shoup, John A. Culture and Customs of Jordan. Westport, CT: Greenwood, 2006. Print.
  3. "The Hurt Locker". IMDb. 31 July 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Martian". IMDb. 2 October 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Star Wars: The Rise of Skywalker (2019) - IMDb, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Shoup, John A. "Literature and Media." Culture and Customs of Jordan. Westport, CT: Greenwood, 2006. 45–54. Print.
  7. Shoup, John A. "Music and Dance." Culture and Customs of Jordan. Westport, CT: Greenwood, 2006. 109–116. Print.
  8. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر 10 دسمبر 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 9 دسمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  9. "Jordan, Hashemite Kingdom of." In The Grove Encyclopedia of Islamic Art and Architecture. Ed. Jonathan M. Bloom, Sheila S. Blair. Oxford Islamic Studies Online. 3 May 2012. <http://www.oxfordislamicstudies.com/article/opr/t276/e452>.
  10. "ACOR Jordan: Homepage". Acor Jordan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Shryock, Andrew. "The New Jordanian Hospitality: House, Host, and Guest in the Culture of Public Display". Comparative Studies in Society and History , Vol. 46, No. 1 (Jan. 2004), pp. 35–62.