د اردن تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اردن تاریخ د اردن د هاشمي سلطنت تاریخ او د بریتانیا تر ولکې لاندې د ټرانس اردن د مخینې دورې او د ټرانس اردن سیمې عمومي تاریخ ته اشاره کوي. د عمان ارګ د اردن ۷۰۰۰ کلن تاریخ منعکسوي.

په ټرانس اردن کې د ډبرې د پېر په پیل کې د انساني فعالیتونو شواهد شته دي. د برونز دورې پرمهال په دې سیمه کې کوچیانو ژوند کاوه، چې د اوسپنې دورې پرمهال په کوچنیو سلطنتونو، لکه: په امونیتس، موابیتس، اډومیټ او هغه سیمې چې د اسرائیلو له خوا کنټرولېدې، تثبیت شول. په کلاسیکه دوره کې، ټرانس اردن لومړی د یونان او بیا د روم تر نفوذ لاندې راغی. د رومیانو او بازنطینیانو په وخت کې، ټرانس اردن په شمال کې د ډیکاپولیس کور و، چې ډېره برخه یې د بازنطیني عربستان په نامه نومول شوې وه. هغه کلاسیک سلطنتونه چې په ټرانس اردن کې وو، لکه: د روم په دوره کې د بازنطین پاچهي، چې پیترا یې پلازمېنه وه او ډراماټیکې ویجاړۍ یې پر ځای پرېښي، چې اوس د ګرځندویانو او فلم جوړونکو ترمنځ محبوبیت لري. د ټرانس اردن تاریخ په اوومه پېړۍ کې د مسلمانانو له سترواکۍ، د منځنۍ پېړۍ په نیمایي کې د صلیبیانو جزوي کنټرول او په پای کې له ۱۳مې پېړۍ نه د مملوک واکمنۍ او د ۱۶مه پېړۍ او د څلورمې نړیوالې جګړې ترمنځ د عثماني سترواکۍ له تاریخ سره یوځای پیلېږي.

په ۱۹۱۶ز کال کې د عربو لوی پاڅون او تر هغه وروسته د بریتانیا یرغل د دې لامل شو، چې دغه سیمه په ۱۹۱۷ز کال کې د انګلیس او عربو په ولکه کې د ختیځ په اشغال شوې سیمه کې تر واک لاندې راشي او په ۱۹۲۰ز کال کې د سوریې د عربي سلطنت په توګه اعلان شوه. د فرانسې تر اشغال وروسته د سوریې د سلطنت یوازې شمالي برخه (ټرانس اردن) د سلطنت له دورې پاتې شوه. څو میاشتې وروسته د شریف حسین دویم زوی عبدالله ټرانس اردن ته ورسېد. د ۱۹۲۰لسیزې په لومړیو کې د فلسطین د هاشمي امیر تر مشرۍ لاندې ټرانس اردن پر امارت بدل شو. په ۱۹۴۶ز کال کې د هاشمي خپلواک سلطنت جوړ شو او په لږه موده کې په ملګرو ملتونو او د عربو په اتحادیه کې ومنل شو. په ۱۹۴۸ز کال کې اردن د اسرائیلو له نوي دولت سره د پخواني جبري فلسطین د ځمکو پر سر جګړه وکړه، چې د لوېدیځي غاړې کنټرول یې ترلاسه کړ او هغه یې له فلسطیني نفوس سره یوځای کړ. اردن په ۱۹۶۷ز کال کې له اسرائیلو سره په جګړه کې لوېدیځه څنډه له لاسه ورکړه او له هغه وروسته د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین د آزادۍ سازمان (PLO) پر مرکزي اډه بدل شو. د  PLO او اردنیانو ترمنځ یووالی، چې د جګړې په غچ اخیستنې کې فعال و، خو په ۱۹۷۰ز کال کې په اردن کې د تور سپټمبر په خونړي برید کې پای ته ورسېد، دا هغه مهال و، چې د اردن او فلسطینیانو ترمنځ کورنیو جګړو (د سوریې د بعثیانو په ملاتړ) د زرګونو کسانو ژوند واخیست. په پایله کې ناکام PLO له خپلو لسګونو زرو جنګیالیو او د دوی فلسطیني کورنیو سره یوځای له اردن نه وشړل شول او سویلي لبنان ته کډوال شول.

د ډبرې پېر  [سمول]

په اردن کې د بشري فعالیتونو شواهد د ډبرې پېر پورې اړه لري، خو له دغې دورې نه د معمارۍ شواهد نه دي ترلاسه شوي. په دې دوره کې لرغونپوهانو ځینې وسایل موندلي، لکه: له بزالټ او چقمق ډبرو نه جوړ شوی تبر، چاقو او د پرې کولو څیزونه.

په نوي ډبر پېر کې (۸۵۰۰- ۴۵۰۰ له میلاد مخې) درې بدلونونه راغلي. لومړی- خلک بېځایه شول، په کوچنیو کلیو کې یې ژوند پیل کړ او د خوراکي توکو نوې سرچینې، لکه: غلې دانې، نخود، دال او وزې یې وپېژندلې او اهلي یې کړې، نو له همدې امله د انسان نفوس لسګونو زرو ته لوړ شو.

دویم- داسې ښکاري، چې د استوګنې په ډولونو کې دا بدلون د اقلیم له بدلانه سره رامنځته شوی وي. په ځانګړې توګه: ختیځه صحرا ګرمه او وچه شوه او داسې حد ته ورسېده، چې نوره د استوګنې وړ نه وه. داسې انګېرل کېږي، چې د اقلیم دغه بدلون د ۶۵۰۰ او ۵۵۰۰ له میلاد مخکې کلونو ترمنځ رامنځته شوی وي.

درېیم ـ د ۵۵۰۰ او ۴۵۰۰ مخکې له میلاد کلونو کې د دغه پېر اوسېدونکو د خټې پر ځای له ګچ نه د لوښو جوړولو لپاره کار واخیست. د لوښو د جوړولو تخنیک ښایي د بین النهرین د هندرمندانو له خوا سمیې ته معرفي شوی وی.

د مسو پېر[سمول]

د مسو پېر (۴۵۰۰- ۳۲۰۰ مخکې له میلاد) د مسو له وېلي کولو(ذوب) سره پیل شو، چې د تبر، د غشو د سرونو او د کړیو د جوړولو لپاره یې ترې کار اخیست. د وربشو، خرما، زیتون او دالو کښت او د پسونو او وزو اهلي کول د ښکار پر ځای غالب وو. په دښته کې یې د ژوند طرز، لکه:  د اوسنیو کوچیانو په څېر و.

Tuleitat Ghassul د مسو پېر یو لوی کلی دی، چې د اردن په دره کې پروت دی. د کور دېوالونه له خټینو خښتو نه جوړ شوي او چت یې له لرګیو او خټو نه جوړ شوی دی. ځینې یې د تېږو بنسټ لري او ډېر یې مرکزي انګړونه لري. دېوالونه یې زیاتره د نقاب لرونکو سړیو په انځورونو، د ستورو او هندسي اشکالو په انځورونو نقاشي شوي دي، چې ښایي په مذهبي باورونو پورې اړه ولري.[۱]

د اردن سلطنت[سمول]

تاسیس[سمول]

د ۱۹۴۶ز کال د جنورۍ په ۱۷مه د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ارنیست بیوین د ملګرو ملتونو په عمومي مجلس کې په یوې وینا کې اعلان وکړ، چې د بریتانیې حکومت اراده لري، چې په نږدې راتلونکي کې ټرانس اردن پر یوه خپلواک هېواد بدل کړي. د لندن تړون د بریتانیې د حکومت او د ټرانس اردن د امیر له خوا د ۱۹۴۶ز کال د مارچ په ۲۲مه د یوه میکانیزم په توګه لاسلیک شو، چې د دواړو هېوادونو له تصویب وروسته به د اردن سلطنت د خپلواک هېواد په توګه وپېژني. د ټرانس اردن خپلواکي د ۱۹۴۶ز کال د اپرېل په ۱۸مه د دغه سازمان د وروستۍ غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د لیګ له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. د ۱۹۴۶ز کال د می په ۲۵مه ټرانس اردن د «ټرانس اردن هاشمي سلطنت» شو. دا هغه مهال و، چې واکمن (امیر) د لندن د تړون په ورځ د ټرانس اردن د پارلمان له خوا د پاچا په توګه وټاکل شو. د می ۲۵مه لا تر اوسه د اردن د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي، که څه هم په قانوني ډول د ټرانس اردن واک، د ۱۹۴۶ز کال د جون په ۱۷مه پای ته ورسېد، یعنې د لندن له تړون سره سم په عمان کې تصویبنامې سره تبادله شوې او ټرانس اردن بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. کله چې پاچا عبدالله په نوي جوړ شوي ملګرو ملتونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، نو غوښتنه یې د شوروي اتحاد له خوا رد شوه، ځکه چې دغه هېواد له بریتانیوي کنټرول نه په بشپړه خپلواک نه و. د دې په پایله کې د ۱۹۴۸ز کال په مارچ کې له انګلستان سره بل تړون وشو، چې په کې د حاکمیت ټول محدودیتونه لرې شول، خو له دې سره سره، اردن د ۱۹۵۵ز کال د ډسمبر تر ۱۴مې پورې د ملګرو ملتونو بشپړ غړی نه و. [۲][۳][۴][۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Jordan – History – Ancient Jordan". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. http://images.library.wisc.edu/FRUS/EFacs/1946v07/reference/frus.frus1946v07.i0017.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  3. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  4. Bickerton, Ian J. "Transjordan, the Hāshimite Kingdom, and the Palestine war". Encyclopædia Britannica.  
  5. Ababsa, Myriam (2013). The Hashemites and the Creation of Transjordan. Atlas of Jordan: History, Territories and Society. Beirut: Presses de l'Ifpo, Institut français du Proche-Orient. د کتاب پاڼي 212–221. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351593783. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۵. ... the creation of the Kingdom of Jordan in 1949... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)