د احمد شاه دراني کور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د احمد شاه دراني کور د کندهار په احمدشاهي ښار کې موقيعت لري، د سيمې د امپراتور او د افغانستان د بنسټگر احمد شاه دراني د هغه مهال د اوسېدو کور دى چې لا يې د پاچاهۍ تاج نه و پر سر سوى. دغه کور خپل ديوالونه لري چې هم د هماغه مهال ځانگړې خښتې پکښې کارول سوي دي، د هغه مهال د اړتياو سره سمې څو مېشت خونې پخلنځى برنډه او نور اړين ملحقات لري. اوسمهال د دغه کور اوسېدونکي ځانونه د احمد شاه دراني لمسيان بولي. [۱]

نور ولولئ[سمول]

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي تر استملاک وروسته به په دغه کور کې موزيم جوړ کړي او يا به يې هم په خپله بڼه د سيلانيانو پر مخ پرانستى وساتي. د احمد شاه دراني هغه کور هم جوړ پاتې دى چې تر پاچا کېدو وروسته په کې اوسيده. اوس دا کور د کندهار د ولايت مقام دى.

سرچينې[سمول]

  1. بي بي سي پښتو (٢٠١٣). "د احمد شاه دراني کور د تاریخي اثارو په نوملړ کې" – عبر بي بي سي پښتو. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)