Jump to content

د اتومي وسلو پراختیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اتمي وسلو پراختیا د هغو هېوداونو لپاره چې د اتومي وسلو د نه پراختیا په تړون (چې په عام ډول د NPT په نوم یاديږي) کې «د اتومي وسلې د لرونکو هېوادونو» په توګه په رسمیت نه دي پېژندل شوي، د اتومي وسلو، د تجزیې وړ موادو او په اتومي وسلو کې د کارېدونکې تېکنالوژۍ او معلوماتو خپرول دي. د اتومي وسلو لرونکو او نه لرونکو ډېری هېوادونو د اتومي وسلو له پراختیا سره مخالفت ښودلی، ځکه دولتونه وېره لري چې د ډېرې اتمي وسلې لرونکي هېوادونه به د اتومي جګړې (چې پر ملکي وګړو د اتومي وسلې کارول په کې شاملېږي او په اصطلاح د جګړې یا نظامي ارزښتونو ضد دي)، د سیمه‌ییزو یا نړیوالو اړیکو بې ثباتي یا د ملي دولتونو له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې امکان زیات کړي.

د اتومي وسلې د پنځه پېژندل شویو هېوادونو سربېره څلور نور هېوادونه هم ښايي اتومي وسلې ولري یا هم ګمان کېږي چې ترلاسه یې کړي: چې هند، پاکستان، شمالي کوریا او اسرائیل دي. هېڅ یو له دغه هېوادونه څخه د NPT غړی نه دی، که څه هم شمالي کوریا په ۱۹۵۸ کې له NPT  سره یوځای شوه او وروسته په ۲۰۰۳ کال کې له هغه څخه خارج شو او په ۲۰۰۶، ۲۰۰۹، ۲۰۱۳، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې یې د اتومي وسلې اعلام شوي ازمویښتونه تر سره کړل. پر NTP یوه  نیوکه دا ده چې دا یوه له تبعیض څخه ډکه معامله ده. په دې معنا چې یوازې هغه هېوادونه په کې د اتومي وسلې لرونکو په توګه په رسمیت پېژندل شوي چې له ۱۹۶۸ کال څخه مخکې یې اتومي وسلې ازمویلې دي. په داسې حال کې چې نورو هېوادونه ته د اتومي وسلې د نه لرونکو په سترګه کتل کېږي چې یوازې په هغه حالت کې له دې ​​​​​تړون سره یو ځای کېدلی شي چې اتومي وسلې له پامه وغورځوي. [۱][۲]

د اتومي وسلې د پراختیا لومړنۍ څېړنې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د امریکا د متحده ایالتونو (د کاناډا او انګلستان په همکارۍ)، المان، جاپان او  شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې. متحده ایالتونه لومړنی او یوازینی هېواد و چې په جګړه کې يې اتومي وسله وکاروله، دا هغه دوه بمونه وو چې  د ۱۹۴۹ په اګېست کې یې د جاپان پر ضد وکارول. جاپان او المان د جګړې د پای ته رسولو په موخه تر تسلیمېدو وروسته د  اتومي وسلو په هر ډول څېړونو کې دخالت ودراوه. د ۱۹۴۹م کال په اګست میاشت کې شوري اتحاد هم یوه اتومي وسله وازمویله او دویم هېواد شو چې اتومي بم ته یې چادونه ورکړه. انګلستان د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۲ په اکتوبر میاشت کې اتومي وسله وازمویله. فرانسې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ کې اتومي وسله وازمویله. د چین د خلق جمهوریت په ۱۹۶۴ کې یوې اتومي وسلې ته چاودنه ورکړه. هند د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۴ کال کې خپله اتومي ازموینه تر سره کړه چې پاکستان یې دې ته اړ کړ تر څو خپلې اتومي برنامې ته پراختیا ورکړي او په ۱۹۹۸ کې کله چې هند د دویم ځل لپاره خپل اتومي ازمویښتونه  وکړل پاکستان هم یو لړ اتومي ازمویښتونه تر سره کړل. شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال کې خپله لومړنۍ اتومي ازموینه وکړه.[۳]

د نه خپرېدو لپاره هڅې[سمول]

د اتومي وسلو له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه لومړنۍ هڅو کې د دولت کلک محرمیت، د جګړې پر مهال د یوارنیمو د پېژندل شویو پلورنځیو استملاک ( د ګډ پرمختګ باور ) او ان ځینې وختونه په ښکاره ډول تخریب - لکه په ناروې کې د درنو اوبو د تأسیساتو بمبارول چې ګمان کېده د المان د اتومي پرګرام لپاره کارول کېږي، د اتومي وسلو له خپراوي څخه د مخنیوي په موخه لومړنۍ هڅې دي. دا هڅې د اتومي درز/ تجزیې او د هغه د پوځي پوتانشیل تر کشف وروسته سم لاسي پیل شوې. له دغې هڅو څخه هېڅ یوه په ښکاره ډول عامه نه وه، ځکه چې خپله د وسلو پرمختګ د هېروشیما تر بمبارۍ پټ ساتل شوی و. د اتومي و سلو د نه خپراوي لپاره د شدیدو نړیوالو هڅو دودول له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سم لاسي پیل شول، کله چې د ترومن ادارې په ۱۹۴۶ کال کې د بروک پلان وړاندې کړ چې په ملګرو ملتونو کې د اتومي انرژۍ په کمیسیون کې د امریکا د لومړي استازي برنارډ بروک له نوم څخه اخیستل شوی و. د بروک پلان چې په پیاوړي ډول اچېسون لیلیېنټال (Acheson–Lilienthal Report) له راپور څخه اخیستل شوی و، چې د متحده ایالتونو د اتومي وسلو د زېرومو د تخریب او ویچاړولو وړاندیز یې تائید کړ، چې هم‌هغه مهال د نړۍ په کچه د اتومي وسلو یوازینۍ زېرمه وه. وروسته له دې چې ټولو دولتونو په بریالي ډول د دوو شیانو د ترسره کولو پرهمکارۍ توافق وکړ:  (۱) د اتمي پراختیا د یوې نړیوالې مرجعې رامنځته کول، چې په حقیقت کې په پوځي فعالیتونو کې پر ټولو کارېدونکو اتومي موادو بشپړ واک او کنترول ولري. او (۲) د تحریمونو د یو اوتوماتیک سیستم رامنځته کول چې ان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  یې هم ویټو/ رد نه شي کړی، چې په برابر ډول هغو دولتونو ته سزا ورکړي چې د اتومي وسلو یا فیسایل موادو (fissile material) د ترلاسه کولو یا جوړولو هڅه کوي. [۴][۵]

د اتومي وسلو د له منځه وړلو لپاره د بروک غوښتنه په بنسټيزو اخلاقي او مذهبي شواهدو تکیه وه. بروک ملګرو ملتونو ته د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «د نوي اتومي عصر د تورې نښې تر شا یوه هیله نغښتې چې له ایمان سره ترلاسه شوې، کولی شي زموږ له ژغورنې سره مرسته وکړي، که چېرې موږ ماته وخورو نو هر هغه کس مو جهنمي کړی چې د ډار/وېرې غلام وي. راځئ خپل ځان ته دوکه ورنکړو. موږ باید نړیواله سوله یا نړیوال ويجاړی وټاکو... موږ باید د نړۍ د سولې او امنیت هیلې ته ځواب ووایو.» بروک له دغې وینا سره د اتومي اخلاقو د څانګې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې ډېری کارپوهانو او د نظر خاوندانو په کې برخه لرله. [۶]

د بروک پلان که څه هم له پراخ نړیوال ملاتړ څخه برخمند و، خو ویې نه شو کولی له UNAEC (د ملګرو ملتونه د اتومي انرژۍ کمیسیون) څخه راووځي ځکه شوري اتحاد هوډ درلود هغه د امنیت په شورا کې ويټو/ رد کړي. لا هم د امریکا دا رسمي سیاست تر ۱۹۵۳ کال پورې، کله چې ولسمشر اېزونهاور د «اتومونه د سولې لپاره» په نوم خپل وړاندیز د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړ په‌خپل ځای پاتې شو. په پای کې د اېزونهاور وړاندیز په ۱۹۵۷ کال کې د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې (IAEA) د رامنځته کولو لامل شو. د سولې لپاره اتوم برنامه کې د نړۍ له هر ګوټ څخه په زرګونه ساینس پوهانو د اتومي ساینس په برخه کې زدکړې وکړې او بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول، چې ډېری یې په خپلو هېوادونو کې د پټو وسلو پرګرامونه وڅارل.  [۷]

د اتومي وسلو د خپرېدو د محدودولو لپاره  یو نړیوال توافق ته د رسېدو لپاره هڅې له دې وروسته چې څلورو هېوادونو (متحده ایالتونو، شوروي اتحاد، بریتانیا او فرانسې) اتومي وسلو ته لاس‌رسی وموند، (د لا زیاتو معلوماتو لپاره د هغه هېوادونو نوملړ وګورئ چې اتومي وسلې لري) د ۱۹۶۰ لسیزې تر لومړیو پورې نه وې پيل شوې. که څه هم دا هڅې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې ودرول شوې، خو په ۱۹۶۴ کال کې وروسته له دې چې چين یوې اتومي وسلې ته چاودنه ورکړه بیا نوې شوې. په ۱۹۶۸ کال کې هغه هېوادونه چې د اتلسو هېوادونو د بې وسلې کولو په کمېټه (ENDC) کې یې استازیتوب کاوه د NPT د متن اړوند مذاکرات یې پای ته ورسول. د ۱۹۶۸ په جون کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې NPT د ۲۳۷۳ (XXII) له پرېکړه‌لیک سره تائید کړ او د ۱۹۶۸ په جون کې NPT د امضا لپاره په واشنګټن ډي سي، لندن او مسکو کې خلاص شو. NPT د ۱۹۷۰ په مارچ کې نافذ شو.

د ۱۹۷۰ لسیزې له نیمايي راهیسې، د نه خپرېدو د هڅو تمرکز د فېسایل/ fissile  موادو پر خوندیتوب او ان د نړیوال کنټرول پر زیات‌والی او د دغه ډول تجهیزاتو د جوړولو لپاره پر لازمې تخصصي تېکنالوژۍ دی. ځکه هغوی د اتومي وسلو د جوړولو د برنامې تر ټولو ستونزمنې او تر ټولو قیمتي برخې دي. هغه اصلي مواد چې وېش او توليد یې کنتروليږي ډېر غني شوي یورانیم او پلوتونیم دي. د یادو ځانګړو موادو د استملاک سربېره، د وسلو جوړولو ابتدایي خو کارنده تخنیکي وسایل او اتومي چاودېدونکو توکو ته د صنعتي هېوادونو لاس‌رسی په پام کې نیول کېږي.   [۸][۹]

سرچینې[سمول]

  1. (په 27 April 2016 باندې). Strong sign of North Korean nuclear test as regime calls 6 May party congress. The Guardian.
  2. Tannenwald, Nina (2013). "Justice and Fairness in the Nuclear Nonproliferation Regime" (PDF). Ethics and International Affairs. 27 (3): 299–315. doi:10.1017/S0892679413000221. S2CID 11753655. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۲ – په وسيله Carnegie Council for Ethics in International Affairs. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  3. Nash, Gary B., Julie Roy Jeffrey, John R. Howe, Peter J. Frederick, Allen F. Davis, Allan M. Winkler, Charlene Mires, and Carla Gardina Pestana. The American People, Concise Edition Creating a Nation and a Society, Combined Volume (6th Edition). New York: Longman, 2007.
  4. Coppen, Tom (2017). The Law of Arms Control and the International Non-Proliferation Regime. Leiden: Brill Nijhoff. مخونه 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004333161. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "The Baruch Plan - Arms Control, Deterrence and Nuclear Proliferation - Historical Documents - atomicarchive.com". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Baruch, Bernard. "The Baruch Plan". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Catherine Collins and Douglas Frantz (2007). "How you helped build Pakistan's bomb". Asia Times Online. Archived from the original on ۱۳ مې ۲۰۰۸. لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  8. Beatrice Heuser, ‘Beliefs, Cultures, Proliferation and Use of Nuclear Weapons’, in Eric Herring (ed.): Preventing the Use of Weapons of Mass Destruction Special Issue of Journal of Strategic Studies Vol. 23 No. 1 (March 2000), pp.74–100
  9. "Proliferation and/or Alliance? The Federal Republic of Germany", in Leopoldo Nuti and Cyril Buffet (eds.): Dividing the Atom, special issue of Storia delle Relazioni Internazionali (Autumn 1998).