د ابو څاګانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ابو څاګانې

د څآه ګانو اساسي ډولونه

کيند ل شوي څاه ګانې[سمول]

تر اوسني پيړيو پورې، ټول مصنوعي څاه ګانې بې پمپه دي د لاس په وسيله کيندل شوي څاه ګانې دي چې د پاختيا بيلا بيلې درجې لري، او په ځينې اطرافي سيمو کې د څښاک د اوبو يو تر ټولو غوره اومهمه سرچينه ده چيرته چې دوي په دوامداره ډول څاه ګانې کيندي او په اوسني ورځو کې ورڅخه کار اخلي. د دې څاه ګانو ضروريت يو شمير سرچينې توليد کړي دي.

د لاس پوسيله کيندل شوي څاه ګانې[سمول]

د کافي قطر سره کيندل کيږي چې يو يا د يو څخه دير کسان د بيلونو په وسيله څاه کيندي تر څو پورې چې د څآه د اوبو سطحې ته ورسيږي. هغه خلک چې کنيدل کاري کوي د خطرونو يعنې د ځمکې دخويدو دمخنيوي لپاره په افقي ډول هم کيندي تر څو څاه په کلک ډول وکيندل شي. او بيا کله چې څاه وکيندل شو نو د لاندې سطحې څخه تر پورتني سطحې پورې يې د خښتو او يا تيګو په وسيله د ديوال په ډول جوړوي تر څو ځمکې يې ونه خويږي او د څآه د ګرد چاپيره يې ديوال ترتيبيږي. يو تر ټولو عصري طريقه چې د caissoning په نوم ياديږي تقويتي کانکريټ استعمالوي چې د حلقو په شکل وي چې د څاه سوري ته لاندې وړل کيږي. يو ښه د څآه کيندلو ټيم د قطع کونکي حلقې لاندې کار کوي او د څآه ستون په ورو ډول د ځمکې لاندې اوبو ته داخليږي، چې په دې برخه کې د دې ډلې څخه د څآه د بور د ټوليدو څخه هم ساتنه کوي. د لاس په وسيله کيندل شوي څاه ګانې کم ټکنالوژي مصرفوي او کم مصرف يا لګښت هم لري ځکه چې دوي عادي کارګر ته اړتيا لري تر څو په کليوال سيمو کې په پرمختيايي ملکونو کې د ځمکې د تل اوبو پورې ځمکې وکيندي. کيداي شي چې په دې برخو کې د ټولنې ډير وګړي برخه واخلي او يا د محلي خلکو په وسيله چې په دې برخه کې کافي تجربه ولري تر سره شي او د لاس په وسيله څاه وکيندي. دوي کولي شي چې په اسانۍ سره تر ۶۰ مترو پورې ځمکه وکيندي. دوي د کار کولو او ساتنې کم مصرف لري، ځکه چې اوبه د لاس په وسيله پرته د پمپ څخه د ځمکې د لاندې برخې څخه ويستل کيږي . د دې څآه ګانو اوبه د ځمکې د اوبو څخه تر لاسه کيږي او اوبه يې ډير ژور نه وي البته د ځمکې هغه برخه چې د اوبو په وسيله مشبوع شوي وي تر لاهس کيږي. هر کله چې د ځمکې د اوبو سطحه لاندې لاړ شي نو په اسانۍ سره بيا کيندل کيږي او بيا ځلي د ځمکې د اوبو سيمې ته کيندل کيږي. د دې څاه ګانو د اوبو دمقدار د ډيريدو لپآره کيداي شي چې نور هم وکيندل شي او يا يو عمودي تونل يا سوري شوي پايپونه ورته لاندې شي ډيريږي. د لاس په وسيله کيندل شوي څاه ګانو ته ډير ضررونه شتون لري. په هغه ځايونو کې چې ډير تيګې شتون ولرې د لاس په وسيله کيندل نه شي تر سره کيداي، او په دې خاي کې که چېرې کيندل تر سره شي نو ډير وخت به مصرف کړي. څرنګه چې دوي سطحي د اوبو سرچينې څخه ګټه پورته کوي ،نو څاه کيداي شي د مقدار د نوساناتو په وړاندې حساس وي او امکان لري چې د سطحي اوبو په وسيله ملوث يا ککړ شي چې په دې برخه کې ډير ککړتيا د مايع بيکاره موادو په وسيله تر سره کيږي. د لاس په وسيله د څاه ګانو کيندل ښه روزل شوي ټيم ته اړتيا لري او همدارنګه د يو شمير وسايلو لکه کنکريت شوي حلقې، درانده ځاي پر ځاي کيدونکي وسايل، د څاه د لاستي لپاره ښه چوکاټ، اوبه ويستونکي موتوري پمپونه، او تيل ته اړتيا لري. د څآه د کيندلو په وخت کې د ځمکې د خويدو خطر هم شتون لري، د شيانو او د زړه د تنګيدو ستونزې هم لري، په خاص ډول هغه وخت چې کله اوبه د څاه څخه ويستل کيږي نو د پمپ لوګي ډير ستونزې رامنځته کوي.

د نړۍ تر ټولو ژور څاه[سمول]

چې ۳۹۲ متره ژوروالي لري په کال ۱۸۵۸ او ۱۸۶۲ تر منځه کيندل شوې ده چې د woodingdean څاه په نوم ياديږي. همدارنګه د نړۍ تر ټولو لوي د لاس په وسيله کيندل شوې څآه د کنزاس په Greensburg کې شتون لري چې تر ۳۳ مترو پورې ژوروالي لري او تر ۹.۸ مترول پورې قطر لري.

Driven wells[سمول]

دغه ډول څاه ګانې په ډير ساده ډول د غير تحکيم شوي موادو څخه د څاه د يو سورې د جوړښت په وسيله رامنځته کيږي، چې يو کلک شوي ډرايو ټکي څخه او يو سکرين ( سوري شوي پايپ) څخه جوړه شوې ده. کلکه شوې سوري کوونکي نقطه يا ټکۍ په ځمکه کې لکه د څټک وهل کيږي، او دا کار د ډرايور په وسيله تر سره کيږي او څومره چې ژور ځي په هماغومره پايپ په  کې ځاي پر ځاي کوي او لاندې لور ته حرکت کوي. ډرايور يو دروند پايپ دي چې د پايپ په داخل کې چې لاندې لور ته حرکت کوي ښويږي او په تکراري ډول لاندې لور ته د پايپ په داخل کې غورځول کيږي. کله چې د ځمکې لاندې اوبه ووځي ، نو څاه څخه ټول رسوبات لرې کوي او يو پمپ ورپورې نصب کوي.

Drilled wells[سمول]

دا ډول څآه ګانې کيبل لرونکي وسايلو، ميز ډوله څرخونکي، يا top-head rotary style په وسيله کيندل کيږي، دغه درې واړه طريقې کيندونکي برمې کاروي چې د قطع کولو عمل تر سره کړي او څاه تشکيل کړي نو له دې امله برمه کاري په نوم هم ياديږي. برمه شوي څآه ګانې په ساده ډول د لاسه په وسيله د برمه کاري په طريقه (augering, sludging, jetting, driving, hand percussion) په وسيله يا د مشين په وسيله برمه کاري (څرخيدل، د څاه سوري ته د څټک داخلول اولاندې غورځولو، وهلو) په وسيله تر سره کيږي. د ژور تيګو څرخونکي برمه کاري سيستم تر ټول عامه طريقه ده. څرخونکي د دې څاه ګانو په جوړولو کې تر ۹۰ سلنې پورې کارول کيږي. د کيندل شوي څاه ګانو په پرتله دغه څاه د ډير ژورې نقطې څخه اوبه تر لاهس کوي او تر سلګونو مترو لاندې حرکت کوي. د برقي پمپونه په برمه شوي څاه ګانو کې په نړيواله کچه کارول کيږي. خاص ډول په اطرافي او لږ نفوس لرونکي سيمو کې، او له دې لارې د دې څاه څخه ټيرو سيمو ته اوبه د شاروالي له لارې اوبه رسول کيږي. د برمه کاري ډير شمير ماشينونه په لاريو، ټيلرونو او يا نورو موټرو کې ځاي پر ځاي شوي دي او کار کوي. دغه څاه ګانې په ځينو سيمو کې د ۳ څخه تر ۱۸ مترو پورې ژوروالي لري خو په ځينو نور سيمو کې تر ۹۰۰ مترو پورې يې هم ژوروالي رسيږي. څرخونکي برمه کوونکي مشينونه يو فولادي برخه کاروي، چې تر ۶ مترو پورې يې اوږدوالي رسيږي او د فولادو ملمع شوي برخې چې کيندنه کوي د يو او بل سره په کلک ډول نښتي دي. ځينې د برمه کولو څرخي ماشينونه طرحه شوي تر څو يو فولات په خپل ځان کې نصب کړي او د څآه په داخل کې د برمې سره يو ځاي د بور د سوري کې د کيندلو لپآره کار کوي. د څرخي سټايل برمه کولو بل ډول چې د خټو څرخونکي په نوم ياديږي د خټو او يا د مايع د برمه کولو لپآره کارول کيږي چې د برمې په اوږدو کې تغير خوري نو په دوامداره ډول ثابت ډول سره هايدروليک فشار توليدوي چې د بور د سوري د څنګ ديوالونه خلاص پريږيدي او څاه وکيندل شي. د برمه کولو د ماشينري تر ټولو زور ډول يې کيبلي سامانونه دي چې په اوس وخت کې هم کارول کيږي. او په خاص ډول داسې طرحه شوي دي چې د بور په سوري کې پورته او ښکته شي، او د برمې خوځيدل د دې سبب کيږي چې د سوري قاعده يو څه پورته او بيا يې وغورځوي او د کبيل طرحه د دې سبب کيږي چې يو څخه قعت شي نوځکه د برمې عمل تر سره کوي. برمه شوي څاه ګانې د فابريکو په وسيله جوړ شوي پايپ په وسيله جوړيږي او دغه پايپونه فولادي او يا پلاستيکي پي وي سي دي. د فولادي پايپونو برخې کله چې سوري ډيريږې د يو او بل سره ولډنګ کيږي او يا يو د بل سره په کلک ډول تاويږي حال دا چې د پي وي سي پلاستيکي پايپونه په لومړي سره کې ويلډ او بيا په سوري کې داخليږي. او يا د دوي د يو ځآي کيدو برخې د سريخ په وسيله په کلک ډول تړل کيږي . د نصبولو برخې يا ټوټې تقريباً تر ۶ مترو يا له دې څخه ډير اوږدوالي لري او قطر يې د ۶ څخه تر ۱۲ انچو پورې رسيږي. چې دغه اندازه د څاه څخه د کار اخيستولو او د ځمکې د اوبو په ځانګړتياوو پورې اړه لري.

تړلې لیکنې[سمول]

  1. دځمکې لاندې اوبو ککړتيا
  2. دهوا لوړ او ټیټ فشارونه

سرچینې[سمول]