دهوا لوړ او ټیټ فشارونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوړ او ټیټ فشارونه دهوا لوړ او ټیټ فشارونه د ځمکې پر مخ دهغي آب او هوا څخه عبارت ده چي داوږد وخت لپاره په يو ځاي کې په تکراري توګه رامنځ ته شي.چي تکراري غالبه هوا دهغي منطقي اقليم بلل کېږي. داقليم پيژندني علم دClimatology په نوم يادېږي.[۱]

جغرافیوي ابعاد[سمول]

مونږ جوي وضعي او اقليمي پيښي دجغرافيايي طول،جغرافيايي عرض،لوړوالي او زمان څخه پرته نشو کولاي چې په اساسي ډول وڅيړو ځکه چې جوي او اقليمي پيښي پورته څلور اقليمي او جغرافيايي خواو(ابعادو)پوري تړلي وي او داڅلور ګوني خواوي اقليمي شرايطو ته يو تربل توپير ورکوي چې مونږ دلته دا ابعاد (خواوي)او دهغي تاثيرات په اقليم باندي په لاندي توګه څيړو.

جغرافيايي عرض[سمول]

دعرض البلدونو دايري داستوا له کرښي څخه قطبونو په لور د جغرافيايي عرض مشخصات راپيژني چې په دي توګه په هره جغرافيايي عرض باندي اقليم بيل او ځانګړي صفتونه ځان ته غوره کوي مثلا:دحغرافيايي عرض په صفر درجه کې حاره او استوايي اقليم(tropical climate) دجغرافيايي عرض په (۴۵)درجو کې معتدل اقليم (temperate climate)او د جغرافيايي عرض په(۹۰)درجوباندي يخچالي اقليم (permafrost climate)په خپل ټول قوت او شدت سره حاکميت لري داځکه چې ديخچالونو ستري زيرمي په همدي قطبونولکه شمالي قطب(Arctic) او جنوبي قطب(Antarctic)کې ليدل کېږي.او دځمکې پرمخ ديخچالونو مهم ځايونو اودځمکې دمخ په زرګونوکيلو مترمربع سيمه دهمدي يخچالونو په واسطه پټ کړل شوي دي.

جغرافيايي طول[سمول]

دجغرافيايي طول البلدونو دايري دپاسه اقليمي اوصاف تر وي اندازي پوري تغير مومي دبيلګي په ډول کله چې دامازون(Amazon)اقليمي سيمه د خپل مطالعي او څيړني لپاره اساس وټاکونو هغه جغرافيايي ول البلدونه چې د امازون دحوزي دختيځو برخو څخه تيريږي استوايي او باراني اقليم لري.برعکس هغه جغرافيايي طول البلدونه چې دامازون دغربي برخو څخه تيريږي نسبتا سوړ او غرني اب وهوا لري .

لوړوالي[سمول]

دټولوهغوسيمواوصاف چې په عين جغرافيايي عرض او جغرافيايي طول باندي موقيت لري نظر لوړوالي ته تغير مومي ځکه چې تودوخه يا حرارت د لوړوالي سره معکوس تناسب لري دبلي خوا څيړنو ثابته کړي چې وزن هم دلوړوالي سره معکوس تناسب لري يعني هرڅومره چې ارتفاع زياتيږي داجسامو وزن کميږي. سربيره پر پورته څلورو جغرافيايي بعدونو چې په پورته توګه موتري يادونه وکړه ديوي سيمي دموقيت ميل(نشيبي)(Exposition)دلمر(Sun)دوړانکو په مقابل کې دسيمي په اقليمي خصوصياتو باندي فوق العاده تاثير لري.

زمان[سمول]

داقليم پيژندني په مسايلو کې زمان دخاص اهميت څخه برخمن دي داځکه چې دتودوخي ددرجي بدلونونه ،کنګل(Glacier)،ورښت(Precipitation)اونورجوي کوايف دزمان په اوږدو کې تغيرمنونکې وي چې دامطلب په شپه او ورځ ،دکال څلوروفصلونو او د جيولوژيکې عصرونو په اوږدو کې سترو بدلونونو سره مخامخ کېږي لکه چې په تيرو جيولوژيکې دورو پري کامبرين او پلستوسين(percombian and plastosun)کې يخچالونه(کنګلونه) دځمکې د کري د قطبونو څخه داستوا کرښي په لور حرکت او وړاندي تګ کړي وو ان چې ددي يخچالونو سرحد دعرض البلدونو تر(۴۰)درجو پوري رسيده .څرنګه چې ددي يخچالونو درسوباتو ځيني نښي نښاني داسيا ،اروپا او امريکا د براعظمونو په شمالي برخو کې لاتر اوسه پوري تر سترګو کېږي او په دي سيمو کې دلويو يخچالونو دوړاندي تګ او شاتګ حکايت کوي.

داقليم موثر عوامل[سمول]

داقليمي فکتورونو په پام کي نيولو سره لاندي څلور(۴)لاملونه ديوي سيمي اقليمي خصوصيات په مستقيم ډول باندي کنترولوي چي عبارت دي له:
  • دهوادتودوخي درجه.
  • دهوا فشار
  • اورښت اورطوبت .
  • دبادونو جريانات.

په پورته لاملونو کي چي کوم بدلونونه رامنځ ته کيږي دلاندي عواملو پواسطه مينځ ته راځي: ۱.دعرض البلدونو ددايري درجه .
۲. دلمر دوړانکو دلکيدو زاويه .
۳. دسمندر له سطحي څخه لوړوالي.
۴.دټيټ او لوړ فشار دمرکزونو څرنګوالي.
۵.منطقوي بادونه او طوفانونه .
۶. دځمکي دمخ جوړښت او غرونو شتون .
۷.دسمندري جريانونو نوعيت او ډول.
۸. له سمندر څخه ليروالي او نږديوالي.
۹.دهوايي کتلي نوعيت .
پورتني عوامل په مستقيم ډول باندي ديوي سيمي جوي شرايط کنترولوي.

دهوا فشار[سمول]

دهوافشارAir pressureله هغ نيروياقوي څخه عبارت دي چې دځمکې دمخ په يو واحده سطحه باندي تسلط لري ددي قوي دفشار اندازه دازادو سمندرونو پرمخ (۷۶۰)ملي مترو سره برابره وي، يا په بل عبارت دهوا فشار دهواديو عمودي ستون دوزن څخه عبارت دي چې دځمکې دمخ په يو سانتي متر مربع ساحه باندي وارديږي.يا د هوا فشار دهوا دماليکولونو دازاد حرکت دفشار څخه عبارت دي چې دځمکې په مخ په يو واحده سطحه باندي وارديږي. دهوا فشار دمختلفو پوهانو له خوا په مختلفو ارقامو محاسبه شوي په دي معني چې دهوا فشار(۷۶)سانتي متر،(۷۶۰)مي متر،(۱۰۱۳)ملي بار،(۲۹.۹۲)اينچ او(۱۵) پونډه سره معادل ښودل شوي دي. څرنګه چې د هوا ترکم لوړوالي سره معکوس تناسب لري نو دلوړوالي په زياتيدو سره دهوا فشار هم کميږي ولي د هوا فشار دابدلون دلوړوالي په نظر کې نيولو سره منظم نه وي.ځکه چې تر (۱۵۰۰)مترولوړوالي پوري دهرو(۱۰۰)متروپه زياتيدو دهوافشار (۱۲)ملي مترکميږي ولي دهوا فشار داټيټيدنه داتموسقير په پورته طبقو کې لږوي.دځمکې پرمخ دفشار مشابه سيمي دايزوبارکرښو(isobar line) په واسطه ښودل کېږي،په بل عبارت دايزوبارکرښي دهغوکرښو څخه عبارت دي چې دمشابه فشار لرونکې سيمي بلکې سره نښلوي.دځمکې پرمخ نه يوازي ديو شان فشار لرونکې سيمي بلکې دمشابه تودوخه لرونکې سيمي هم سره منطبق وي. په اتموسفير کې د هوادطبقي دخپل مخصوص وزن او تودوخه په اساس يو دبل دپاسه ځاي نيولي دي څرنګه چې ددي طبقي دلاندينيو برخو مخصوصه وزن دپاسنيو طبقو په نسبت زيات وي. څرنګه چې ليدل کېږي دځمکې سطحي په ابدآ يوشان نه وي ځکه چې داودوخي پر ګنده ګي دځمکې پرمخ ددي مطلب ښکارروندوي دي،دځمکې دمخ په ځينو برخو کې زيات تودوخه ددي باعث کېږي چې ددي سيمي پورتني هواهم دشاوخواهوا په نسبت کرم وي دتودوخه دغه توپيرونه سبب کېږي چې دځمکې دمخ په مختلفو سيمو کې دفشار مختلف مرکزونه رامنځ ته کړي دبيلګي په ډول که چېري يو معين مقدارګازکالوين(۳۰۰)درجي تودوخه سره ثابت فشار ولري معين حجم اختياروي،که چېري دکالوين(۶۰۰)درجو ته لوړ شي نودشته ګاز حجم دوه برابره کېږي. په طبيعت کې هم که چېري ديوسيمي دهواد اشاوخوا سيمو په نسبت ګرم وي د چارلزقانون له مخي دهغه حجم زيات او اتموسفير به په عمودي جهت حرکت سرته رسوي. څرنګه چې داتموسفير فشار دتودوخه سره معکوس تناسب لري نوله همدي کبله دنړي په ځينو برخو کې دتودوخه دزياتوالي له امله دټيټ فشار مرکزاوپه ځينو نورو برخوکې دتودوخه دلږوالي له امله دلوړ فشار مرکزوته ليدل کېږي،دټيټ فشار مرکزونه دزيات تودوخه له کبله لږوزن لري نو دوزن دکموالي او د حجم دزياتوالي له امله دي چې ددي دوو مرکزونو په منځ کې داتموسفير عمودي جريانونه او سيمه ايزبادونه رامنځ ته کېږي. دفزيکې تعامل له امله دي چې باد هروخت دلوړ فشار دسيمي څخه ټيټ فشار په لورالوزي،دلوړاوټيټ فشار مرکزونو ځانکړني دبارومتر(Barometer )اوباروګراف(Barograph)په واسطه اندازه کېږي.دفشار مشابه مرکزونه دايزوبار کرښو(Isobar lion)په واسطه په نقشو کې ښودل کېږي.دايزوبارکرښي داقليم پيژندني په څيړنو کې اقليم پيژندونکو ته ډير مهم دي ځکه چې ددي کرښو په پوهاوي سره دلوړ او ټيټ فشار مرکزونه په مطلوب ډول يوله بل څخه بيليږي.

داتموسفير حرکت[سمول]

اتموسفير دځمکې دسياري يوه برخه او هغه سره يوځاي دځمکې دمخور په شاوخوا کې چوري داحرکت دځمکې دکري په اب وهوا چندان اغيزه نه لري. ددي حرکت ترڅنګ دځمکې دکري اتموسفير داخلي حرکت هم لري چې داحرکت په عمودي او افقي ډول سرته رسيږي.ددي حرکتونو اصلي لامل فشار دي د اتموسفير په مختلفوبرخو کې دفشار اختلاف سبب کېږي چې دهوا جريان دلوړفشار له سيمي څخه دټيټ فشار په لور په حرکت راشي.دهوادغه عمودي او افقي حرکت ته باد(wind) ويل کېږي.

دلوړوالي په نظر کې نيولو سره دفشاربدلون[سمول]

دهوافشار لوړوالي سره معکوس تناسب لري په دي معني هرڅومره چې ديوي سيمي لوړوالي زيات شي په هماغه اندازه ددي سيمي فشار ټيټيږي دهمدي لامل له کبله دي چې دسمندرونو دپاسه فشار خپل اعظمي حد او داتموسفير په لوړو برخو کې په ځانکړي ډول داګزوسفير (Exosphere)په طبقه کې صفرته راټيټيږي. کومي څيړني چې دترپوسفير په طبقه کې سرته رسيدلي ليدل شوي چې هوافشار دهرو(۲۷۵)مترلوړوالي په زياتيدوخپل (۳۰/۱)لوړوالي له لاسه ورکوي،دهوافشار ددرجي داټيټيدنه داتموسفير تر(۵۰)کېلومترولوړوالي پوري ډير چابک او دهغي څخه په پورته برخو کې دفشار داټيټيدنه ډير ورو اوتدريجي وي،دلوړوالي په نظر کې نيولو سره داتموسفير فشار ټيټيدنه غرښتونکوته ستونزي په ځانکړي ډول نفس تنګي راپيښوي.

دزمان په اوږدوکې دفشار بدلون[سمول]

دسمندرونو دپاسه دهوافشار دزمان په اوږدو کې (۹۴۰)او(۱۰۷۵)ملي بار ترمنځ په تغير او بدلون کې وي چې دابدلونونه دهوا تابع دي چې په اوړي کې اصغراوپه ژمي کې اعظمي فشار راښکاره کوي. دميزولوژيکې استيشنونو باروګرافونه ښودلي چې په يوه شپه او ورځ کې دفشار دوه اعظمي او دوه اصغري قوسونه رامنځ ته کېږي،که چېري د فشار دا قسونه دتودوخه قوسونو سره پرتله کړو کاملا يودبل په وړاندي واقع کېږي.دکال دمختلفو فصلونو دبدلون له امله دفشار مرکزونو کې هم بدلون رامنځ ته کېږي له همدي کبله دي چې دکال په اوږدو کې دموسمي بادونو په تګ لوري کې بدلون ليدل کېږي.دبيلګي په ډول په ژمي کې دسابيريا دلوړفشار مرکز او دهند سمندر دټيټ فشار مرکز جوړوي له همدي کبله دژمي په موسم کې موسمي بادونه دشمال څخه دهندسمندر په لور چليږي،دهوائي کتلي چې دسابيريا څخه د هند سمندر په لوري چليږي دژمي په موسم کې په افغانستان کې دورښتونو او واورو داوريدو سبب ګرځي .حال داچې داوړي په موسم کې قضيه اصلأ برعکس وي او دخوست ،ننګرهار،کونړاولغمان دولايتونو موسمي ورښتونه دهمدي کېفيت محصول دي.

په افقي ډول دفشار بدلون[سمول]

دهوا فشار دځمکې پرمخ دځمکې دسطحي دجوړښتونو په نظر کې نيولو سره تغير کوي چې داهم دځمکې دمخ دتوپوګرافي او عرض البلدونو له کبله وي که چېري مونږ دسمندر دسطحي فشار چې (۱۰۱۳)ملي باره سره برابردي دلوړ او ټيټ فشار مرکزونو دمحاسبي لپاره معيار وټاکو نو دايزوبار(Isobar lion) کرښو دريکاردونو په اساس په افقي ډول دفشار مختلف مرکزونه شتون لري چې دلوړ فشار مرکزونو څخه ټيټ فشار مرکزونو په لور بادونه د چليدو په حال کې وي. دټيټ فشار مرکزونه(Low pressure)دپريژن(Depression)او سايکلون(Cyclone) په اصطلاح ياديږي او دايم د(L.P) مخففو حروفوباندي ښودل کېږي.دلوړفشار مرکزونه د(high pressure) اويا انتي سايکلون(Anti-cyclone) په نامه ياديږي او دايم د(H.P) مخففو حروفو ښودل کېږي.دبيلګي په ډول سالنګونه دسړي هواتر اغيزي دلوړفشار مرکز برخلاف دکابل دحوزي ټيټي او هواري برخي دټيټ فشار ساحه راپيژني له همدي کبله دي چې پروان ولايت بادونه دسالنګ دغرونو له لوري دکابل دحوزي په لوري په حرکت راځي. دعرض البلدونو دايري په نظر کې نيولو سره بيا هم دلوړ او ټيټ فشار مرکزونه په افقي ډول داستواد کرښي څخه مخ په قطبينو ليدل کېږي ،داستواکرښه دټيټ فشار مرکز په لوري مرکز راپيژني حال داچې دځمکې دکري دعرض البلدونو (۳۰)درجي په شمالي او په حنوبي نيمو کروکې دلوړ فشار مرکزونه ،په شمالي اوپه جنوبي نيمو کرو کې دعرض البلدونو(۶۰)درجي دټيټ فشار مرکز او دواړه قطبونه دډيري يخني له کبله چې لري دلوړ فشار لوي مرکز رامنځ ته کړي.

دلوړ فشار مرکزونو ځانکړني[سمول]

۱ـ دهوا فشار د(۱۰۱۳)او(۱۰۴۰)ملي بار په منځ کې وي. ۲ـدلوړفشار په مرکزونوکې دهواوضع ارامه وي. ۳ـ دلوړفشارپه ښه هوادلالت کوي. ۴ـ دلوړ فشار دمرکزونودبادونوتګ لوري دايمآ په شمالي نيمه کره کې دساعت عقربي(ستني)حرکت سره موافق او په جنوبي نيمه کره کې دساعت دعقربي برخلاف وي. ۵ـ دلوړفشار په مرکزونودبادونوچټکتيا دايمأ ارام او دمرکز په شاوخوا سيمو کې شديد او زورور اوطوفاني وي. ۶ـ دلوړ فشار په مرکزونوکې دهواتودوخه نسبتأ اوږدي مودي لپاره ګرم او يا سوړوي په دي مرکزونو کې جوي پيښي لږسرته رسيږي.

دټيټ فشار دمرکزونو ځانکړني[سمول]

۱ـ دهوافشارد(۹۸۲)او(۱۰۱۳)ملي بار په مينځ کې وي. ۲ـ دټيټ فشار مرکزونه دايمأ وريځ،ورښت او واوري اوريدو سره مل وي. ۳ـ دبادونوتګ لوري په شمالي نيمه کره کې دساعت د عقربي دستني مخالف او په جنوبي نيمه کره کې دساعت دغقربي سره موافق وي. ۴ـ دټيټ فشار دمرکزونو چټکتيا دايمأ شديد او طوفاني وي. ۵ـ په استوائي سيمو کې دټيټ فشار مرکزونو ډيرګرم او دنړي په نورو سيمو کې دتودوخه درجه دبدلون په حال کې وي. ۶ـ دټيټ فشار مرکزونه خراب او طوفاني هوارپيژني.

دلوړاوټيټ فشار دمرکزونوسيمه ايز ويش[سمول]

دلوړاوټيټ فشار مرکزونه دنړي په ټولو برخو کې دتودوخي او داتموشفير فشار په نظر کې نيولو سره په لاندي توګه دنړي په مختلفو سيمو کې ليدلاي شو. ۱ـ داستوائي ټيټ فشار مرکز چې داستوا دکرښي په دواړو غاړو او دعرض البلدونو تر(۵)درجي پوري ليدل کېږي دفشار په دي مرکز کې دفشار درحه دايم دخپل معياري څخه ټيټ يعني د(۱۰۰۹)او(۱۰۱۳)ملي بارو په منځ کې وي داسيمه دټيټ فشار يو پراخه سيمه راپيژني ځکه په دي سيمه کې دکال په ډيرو وختونو کې دلمر وړانکې عمودي وي. ۲ـ داستوائي سيمي په مقايسه (پرتله)په شمالي اوجنوبي نيمو کرو کې د عرض البلدونو په(۳۰) درجو کې داستوائي سيمي تر اغيزي دلوړفشار مرکز رامنځ ته کېږي چې دبادونودحرکت تګ لوري يي دايم داستوائي ټيټ فشار په لوري ددي لوړ فشار دمرکز دفشار درجه دايم د(۱۰۱۴)او(۱۰۴۰)ملي بار په منځ کې وي. ۳ـ دشمالي او جنوبي نيمو کرودعرض البلدونو په (۶۰)درحو کې دتحت قطبي ټيټ فشار مرکز رامنځ ته کېږي چې په دي مرکزکې دفشار منځني حد(۹۹۶)ملي باروي. ۴ـ دشمالي اوجنوبي نيموکرو په قطبي برخو کې دلوړ فشار مرکزونه وجود لري چې دفشار پورته مرکزونه دځمکې پر مخ دبادونو دينامک(Dynamic)عواملو څخه شميرل کېږي چې دمنځنيو عرض البلدونو په اقليمي ځانکړتياوو کې دليدو وړبدلونونه رامنځ ته کوي. په شمالي نيمه کره کې دفشار مرکزونه په شمالي نيمه کره کې دوچو او سمندري ټوټو دشتون له کبله دفشار مختلف مرکزونه په لاندي توګه ليدل کېږي: ۱ـ داسيا په شمال کې دسابيريا دلوړفشار مرکز اقليمي ارزښت لري ځکه چې دهمدي مرکز دسړي هوائي کتلي تر اغيزي لاندي دي چې په افغانستان او ګاونډيو هيوادونو خصوصأ په غرنيزو سيمو کې دواودي داوريدو سبب ګرځي،ددي سيمي فشار په منځني توګه (۱۰۶۳)ملي بار محاسبه شوي. ۲ـ په شمالي امريکا کې دکاناډا دلوړ فشار مرکز په سيمه کې دسړي هوائي جبهي رامنځ ته کېدو لامل ګرځي چې داهوائي کتلي دمتحده ايالاتو په شمالي برخه اوکاناډا په جنوبي برخو د(شديد زرو ) او اوريدو لامل ګرځي. ۳ـ دانتلانتيک په شمال کې دټيټ فشار مرکز وجود لري چې دايسلنډ په ټاپوګانو کې موقيت لري. ۴ـ دلټ سمندر په شمال کې دالوشن ټاپوګانو دټيټ فشار مرکز ديادولو وړ دي دټيټ فشار دمرکزونو هوا دايمأ طوفاني اووريځي ناکه وي دسايکلون(Cyclone) په اصطلاح ياديږي او داچې دلوړ فشار مرکزونه چې د(Anticyclone)په اصطلاح پيژندل شوي.داسايکلونه اوانتي سايکلونه په لنډ مهال او کله هم په اوږد مهال لپاره رامنځ ته کېږي کوم ورښتونه چې دنړي په مختلفو برخو کې ترسره کېږي په حقيقت کې دهمدي سايکلونو نوزيږنده ده چې دګرم يخ هوائي جبهو په موجوديت کې سرته رسيږي. دټيټ اولوړ فشار مرکزونو سره دبادونو اړيکې

دفشار دمرکزونو په نظر کې نيولو سره بادونه په لاندي دريو مختلفو برخو ويشل شوي دي:[سمول]

۱ـ لومړني بادونه(primary wind) ۲ـ ثانوي بادونه(secondary wind) ۳ـ ثالث بادونه(tertiary wind) ۱ـ په لومړني ډله کې هغه بادونه کډيږي چې عمومآ په شمالي نيمه کره کې دعرض البلدونو(۳۰) او(۶۵) درجو په منځ دتروپوسفير دطبقي د(۱۰)او(۱۲) کېلومترو لوړوالي کې په حرکت راځي دابادونه په مارپيچې شکل په حرکت راځي چټکتيا يي په ساعت کې (۳۵۰) او (۴۵۰) کېلو متر په منځ کې وي چې دجيت ستريمم (jet stream)په اصطلاح ياديږي.ددي بادونو مارپيچې بازوګان دکانادا،ايسليند،سابيريا،الوشن ټاپوګان او د الاسکا دفشار مرکزونو سره په سيده اړيکه کې وي. (jet stream) بادونه کله کله د الوتکو پروازونو په وړاندي ستونزي جوړوي که چېري الوتکې ددي باد دحرکت په وړاندي واقع شي ډير امکان لري چې دسقوط (پريوتو)سره مخامخ شي. ۲ـ په دويمه ډله کې هغه بادونه ګډيږي چې دځمکې پرمخ په پراخه سيمه کې رامنځ ته او داستوائي ،تحت استوائي ،تحت قطبي اوقطبي لوړ او ټيټ فشار مرکزونوسره اړيکه کې وي.

دفشار دمرکزونو اړيکې سمندري جريانونوسره[سمول]

دسمندري جريانونو څيړنه داقليم پيژندني اودرياموزدي پوهانو له نظر ډير اهميت لري داقليم پيژندني علما ځکه ددي موضوع سره علاقه نيسي چې اکثرآ سمندري غاړي (سواحل) اقليم دهمدي سمندري جريانونو په واسطه بدلون پيداکوي. اتوايي ګرم جريانونه په قطبي ساحلي برخي دکنګلونودويلي کېدو لامل ګرځي برخلاف قطبي سړي څپي يا جريانونه دقطبنونو څخه استوايي عرض البلدونو په لور په حرکت راځي چې په اکثره برخو کې دتودوخه درجه ټيټوي ځيني وختونو کې چې د کنګلونو غټي کتلي(Ice barge)دهمدي بادونو په وسيله استوايي عرض البلدونو په لور په حرکت راځي چې دخپل حرکت په اوږدو کې ځيني بيړۍ ګانو ته ستونزي ولاړوي اوياي زيانمني کوي. دسمندري جريانونو شدت او د حرکت لوري دکرونت متر(current meter)په واسطه اندازه کېږي چې په غلبومواردو کې يي چټکتيا د(۲۰۰)او(۲۵۰) کېلو متر په ساعت کې محاسبه شوي حتي دکشتيۍ ګانو دحرکت تګ لوري دايمأ دسمندري جريانونو په واسطه تغير کوي داقليم پيژندني له نظره دسمندري جريانونو دحرکت بهير دځمکې دمخ دبادونو حرکت سره په کلک اړيکه کې وي. داستوايي ،تحت استوايي اوقطبي بادونو خپل حرکت کې دسمندر پر مخ دليدو وړاغيزي لري داصطحکاک اوښويدو په پايله کې دسمندرونو دمخ اوبو په حرکت راځي ولي وروسته دسمندرونو داوبو تګ لوري دکاريوليس دقوي تر اغيزي خپل مسير څخه څه ناڅه (۴۵)درجه انحراف کوي. دسمندرونو داوبو دحرکت دويم علت داوبو کثافت له کبله دي په دي معني چې قطبي سړي اوبه دخپل يخوالي له کبله دسمندرداوبو په لاندنيو برخو دقطبونو څخه مخ په استوا په حرکت راځي اود استوا دسيمي ګرمي اوبه دسمندرونو داوبو په پاسنيو برخو کې دقطبونو په لور په حرکت راځي څرنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه دځمکې پرمخ دګاز او مايع عناصرو حرکت دکاريوليس او دفراردقوي تابع وي.دپورته قوو په نظر کې نيولو دسمندري جريانونو تګ لوري په شمالي نيمه کره کې دساعت دعقربي (ستني) سره موافق اوپه جنوبي نيمه کره کې دساعت دعقربي دحرکت مخالف وي.

دفشار د مرکزونو رامنځ ته کېدل[سمول]

۱ـ دلوړفشار مرکزونه رامنځ ته کېدل ۱ـ لوړ فشار مرکزونه په هغه ځايونو کې رامنځ ته کېږي چې دشاوخواسيمو په نسبت لوړ (مرتفع) ولي دايمي معمولا غرنيزسيمي اوياداچې په لوړو عرض البلدونو کې ليدل کېږي. په شمالي نيمه کره کې دلوړ فشار دوه مرکزونه داهميت وړ دي چې داسيمي عبارت دي دعرض البلدونو(۳۰) او(۹۰) درجي ،داستوائي سيمو په پرتله دلوړ فشار مرکزونه دي،بادونه دايم دلوړ فشار دمرکزونو څخه تحت قطبي اواستوائي په لور چليږي. په غرنيزو سميو کې دلوړ اوټيټ فشار مرکزونه بياهم په سيمه ايزه توګه ديادولووړوي چې ښه بيلګه يي دکابل اوسالنګونو سيمي دي په دي معني چې په اوړي کې باد دسالنګونو له لوري دکابل په استقامت الوزي او دپروان دبادونو پهه نامه ياديږي. ۲ـ دټيټ فشار دمرکزونو رامنځ ته کېدل دټيټ فشار مرکزونو نه تر لاندي شرايطو رامنځ ته کېږي ۱ـ کله چې دلوړ فشار دوه مرکزونه په لنډه فاصله کې او په افقي ډول رامنځ ته شوي وي دټيټ فشار مرکز ددي دوو لوړ فشارونو په نتيجه کې رامنځ ته کېږي. ۲ـ په ځينو حالاتو کې که چېري دکوم لونيمبوس(comulunimbus)وريځي دلوړتودوخه له کبله لوړ اراتفاعاتونه صعود وکړي د شاوخوا سيمي هوا په حرکت راځي.په پايله کې دټيټ فشار مرکزونه رامنځ ته کېږي. ۳ـ په صحرائي سيمو کې کله چې دوريځي په اوږدو کې تودوخه خپل اعظمي حد ته ورسيږي چې ژوندي مثال يي افغانستان په سيستان،فراه،اعظم صحرا او دنړي په نورو برخو کې رامنځ ته کېږي. ۴ـ ځيني وختونه دسيمي توپوګرافي جوړښت له کبله دغرونو هغه ځړوبونه چې دورځي پ اوږدو کې ځان زياته تودوخه په موقت ډول جذبوي نو په موقت ډول دټيټ فشار دمرکزونو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

دهوا حرکت اغیزمن عوامل[سمول]

دهواافقي حرکت ديوشمير عواملو تراغيزي لاندي سرته رسيږي چې ترټولو مهم لاملونه يي عبارت دي له :دخوړوقوه،دفشاربدلون،دکاريوليس قوه،اود اصطحکاک لاملونه چې هريو په لاندي توګه خلاصه کوو:

دفشار بدلون[سمول]

دهوا عمودي او افقي حرکت دلوړ اوټيټ فشار دمرکزونو په منځ ته راتګ سرته رسيږي باد نومول کېږي.دهوا فشار(Air pressure)دځمکې په ګرمو سيمو(Tropical region)کې لږ او په سړو سيمو کې زيات وي. دفشار ددي اختلاف په پايله کې هوا دلوړ فشار (High pressure)لروکو سيمو څخخ دټيټ فشار (Low pressure)لرونکې سيمي په لور په حرکت راځي دټيټ فشار په سيمه کې چې هوا يي ګرمه ويي په تدريج فشار کميږي اوپه يخوسيمو کې فشار لوړوي چې په اصل کې دغه حالت ته دفشار دبدلون شيب(ځړوب) وايي. دبادونو ارامتيا او چټکتيا دلوړ اوټيټ فشار مرکزونو پوري اړه لري هرڅومره چې دلوړ فشار او ټيټ فشار دمرکزونو ترمنځ دتودوخه د درجي اختلاف زيات او فاصله يي لنډه وي په هماغه اندازه باد شديد او دوامداره وي.

کاريوليس قوه[سمول]

دکاريوليس قوه دځمکې دوضعي حرکت په اثر په متحرکو اجسامو کې رامنځ ته کېږي .دځمکې دخطي سرعت چټکتيا داستوا څخه مخ په قطبينو کميږي په استواکې دځمکې محيط پراخه نو دځمکې دخطي سرعت حرکت چټک وي دلي دځمکې دکري په دواړو قطبونو کې ددي حرکت سرعت صفر سره برابر يا صفر ته ټيټيږي.

دکاريوليس قوه له هغي قوي څخه عبارت ده چې دځمکې د وصعي حرکت په نتيجه کې دځمکې داتموسفير په متحرکو کتلو او مايع اجسامو باندي وارديږي دبيلګي په ډول دهواديوي ثابتي کتلي سرعت په استوا کې دځمکې خطي سرعت سره برابر او د هغه په شاخوا تاويږي . که چېري دهوا داکتله د لوړ او ټيټ فشار تر اغيزي لاندي جغرافيايي لوړو عرض البلدونو خواته په حرکت راشي هرڅومره چې داستوا څخه ليري اوقطبونو ته نژدي کېږي نو دابادونه دخپل او چټکتيا له امله چې يي لري دځمکې دحرکت څخه مخکې او وړاندي کېږي دبيلګي په ډول که چېري دهوا يوه کتله له ستوا څخه د (O E) په امتداد حرکت وکړي د 3-Eدرجي په شاوخواکې دنومول نوي نصف النهار دمدار په امتداد نه بلکې ددي مدار په شرق کې واقع کېږي يعني دخپل حرکت په جريان کې ښي خواته منحرف کېږي.برعکس که چېري دهوا يوه کتله دلوړو عرض البلدونو څخه مخ په استوا په حرکت راشي هرڅومره چې استوا کرښي ته نژدي کېږي سرعت يي دځمکې دخطي سرعت په نسبت کميږي نو دځمکې دسرعت څخه شاته پاته کېږي او داسي معلوميږي چې ښي خواته منحرف شوي وي چې دغه عامل کاريوليس قوي په نامه ياديږي. بايد يادونه وشي هرڅومره چې دبادونو سرعت زيات وي نو د انحراف چټکتيا هم زياته وي. همدارنګه د کاريوليس قوه د بادونو تګ لوري ته تغير ورکوي خود هغه په چټکتياباندي هيڅ اغيزه نه لري.

داصطحکاک قوه[سمول]

دځمکې دمخ ناهواري ياکونډوکپروالي دبادونو دايسارونکو عواملو په ډله کې ديو عامل په توګه عمل کوي دځمکې کونډوکپروالي نه يوازي دبادونو چټکتيا کموي بلکې دهغي تګ لوري ته هم بدلون ورکوي. داصطحکاک قوه په وچو کې دسمندرونو په نسبت زيات وي بنأ په وچو کې داصطحکاک قوه د کاريوليس دانحراف قوه کموي حال داچې دسمندرونو دپاسه چندان اغيزه نه لري دځمکې دمځ توپوګرافي ياد کونډوکپروالي اصطحکاک دځمکې دسطحي څخه له (۹۰۰)مترڅخه تر (۱۵۰۰)مترو لوړوالي پوري شتون لري خوپه پورته لوړوالي کې داصطحکاک قوه له مينځ ځي .

دبادونو ډولونه[سمول]

بادونه دوضعي ،خواص اوتګ لوري له مخي په لاندي دري ډلوويشل شوي دي ۱ـمنظم بادونه ۲ـمتقارب بادونه ۳ـ نامنظم بادونه

منظم بادونه[سمول]

منظم بادونه دهغو بادونه څخه عبارت دي چې په دايمي توګه او دکال په اوږدو کې ديوي ټاکلي لوري او په ثابت ډول په حرکت کې وي. دمنظم بادونو مختلف ډولونه عبارت دي له اليزه بادونه ، کنتراليزه بادونه ،موسمي بادونه اونسيم

اليزه بادونه[سمول]

اليزه بادونه په حقيقت کې دسړي هوا يي کتلي هغه جريانونه دي چې له قطبونو څخه استوا (Equator) په لور په حرکت راځي. څرنګه چې ددي بادونو کثافت دهغه ديوخوالي له امله زيات وي نو دځمکې سطحي سره نږدي په حرکت راځي،دابادونه په شمالي نيمه کره کې له شمال شرق څخه جنوب غرب په لور او په جنوبي نيمه کره کې له جنوب شرق څخه شمال غرب په لور په حرکت راځي .

کنتراليزه بادونه[سمول]

کنتراليزه بادونه په واقيت کې دهغو ګرموهوايي کتلو او جريانونو څخه عبارت دي چې داستوا له کرښي څخه دقطبينو په لور حرکت کې وي.دابادونه معمولا دځمکې دمخ له (۵) څخه تر(۹) کېلو متر لوړوالي پوري په حرکت راځي ددي بادونو تګ لوري داليزه بادونو خلاف وي.

موسمي بادونه[سمول]

موسمي بادونه (Monsoon winds)چې په واقيعت کې فصلي بادونو ته ويل کېږي دوچو اوبيزوټوټو دتودوخه او فشار داختلاف له امله منځ ته راځي. دابادونه معمولا دکال په لومړيو شپږو مياشتو کې ديوي خوا او دکال په دويمو ښپږو مياشتو کې مقابل لوري ته چېليږي داوړي په ټول فصل کې ددي بادونو جريان له سمندر څخه وچې خواته اوپه ژمي کې له وچې دسمندر په لوروي.

متقارب بادونه[سمول]

متقارب بادونه دکال په ټاکلو فصلونو اودټاکلو خواو څخه په حرکت راځي ډيري يي په محلي نومونو لکه شرقي بادونه ،جنوبي بادونه او داسي نورو نومونو سره ياديږي .

نامنظم بادونه[سمول]

نامنظم بادونه عبارت له هغه بادونو څخه دي چې دکال په مختلفو فصلونو کې له مختلفو خواو څخه چليږي او غالبآ سيمه ايزه بڼه لري. په ټوليز ډول هغه عوامل چې دبادونو په چټکتيا او تګ لوري اغيزه لري عبارت دي له دکال فصلونه ،شپه اوروځ ،دوچو اوسمندري ټوټوويش دسيمي غرني والي ،دونو،کورونواوداسي نورو شتون . ۴ـ تجارتي بادونه تجارتي بادونه Trade winds دعرض البلدونو د(۵)او(۳۰) درجو په منځ په شمالي او جنوبي نيمو کرو کې منځ ته راځي دابادونه دشمال شرق څخه جنوب غرب په لور په حرکت راځي. دتجارتي بادونو دچليدو سيمي په اطلس اولټ سمندرونو کې ډيرو سيع او پراخ وي. په(۱۵)او(۱۶) پيړيو کې بيړۍ چلونه (کشتي راني) دهمدي بادونو په وسيله سرته رسيده او دنړۍ سوداګريز مالونه دهمدي بادونو په وسيله ديو ځاي څخه بل ځاي ته ليږدول کېده.همدارنګه کرستف کولمب دهمدي تجارتي بادونه په وسيله خپل اصلي مسير چې هند ته رسيدلي وو محرف او مريکا براعظم ته ورسيدل. دپورته محلي سيمه ايز اوقاروي بادونو څخه علاوه

ځيني نور بادونه هم شته[سمول]

چې په لاندي توګه ورڅخه يادونه کوو.

۱ـ مسترال(Mistral) دچټک ،وچ اويخ بادونه څخه عبارت دي چې دفرانسسي په جنوب شرقي برخو کې چليږي. ۲ـ بورا(‌Bora)دچټک وچ اويخوبادونو څخه دي چې په ثانيه کې د(۵۰) متروپه چټکتيا سره دافريقا دپاسه چليږي. ۳ـ سيرکو(sirocco)ګرم اوسوزونکې باد دي چې دافريقا په شمال او مديتراني دسمندرګي په غاړو کې چليږي چې دسيمي دنباتي بوټو دوچېدو لامل ګرځي. ۴ـ سيمون(simon) دافريقا په صحراکې سوزنده باد دي چې دليبيا او مصر په جنوبي برخو کې چليږي او دهارمتان (Harm tan)په نامه هم ياديږي. ۵ـ فوهن(Foehn) دګرم ،وچ اوشديدو بادونو څخه عبارت دي چې په سويس هيواد کې دابادونه الوزي ځيني وختونه کې دڅړځايونو داوراخيستني سبب هم ګرځي.

تړلې لیکنې[سمول]

دځمکې لاندې اوبو ککړتيا دهوا لوړ او ټیټ فشارونه

سرچینې[سمول]

راټولوونکی مبارز نیازي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

  1. راټولوونکی مبارز نیازی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه