د آنژو پاچا لومړی شارل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د آنژو پاچا لومړی شارل
د آنژو پاچا لومړی شارل
د آنژو پاچا لومړی شارل

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ مارچ ۱۲۲۶ او ۱۲۲۶
پاريس   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 7 جنوري 1285 (59 کاله) او 7 جنوري کال 1285 (58–59 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) فرانسوي [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت

لومړی شارل (زوکړه: د ۱۲۲۶/۱۲۲۷ زکال پیل – مړینه: د ۱۲۸۵ زکال د جنوري ۷ مه) چې په معمول ډول د آنژو یا د ناپل په شارل پېژندل کېږي د کاپیتین سلطنتي لړی غړی او د انژو د دویمې کورنۍ بنسټ اېښودونکی و. نوموړی د روم په سپېڅلۍ سترواکۍ کې له ۱۲۴۶ زکال څخه تر ۱۲۸۵ زکال پورې د پروونس او د فورکالکویر کنټ (۱۲۴۶- ۱۲۴۸؛ بیاځلي ۱۲۵۶-۱۲۸۵ زکال)  او له ۱۲۴۶ زکال څخه تر ۱۲۸۵ زکال پورې د فرانسې د آنژو او مین کنټ و. سربېره پر دې نوموړی د سیسیل پاچا (۱۲۶۶-۱۲۸۵ زکال) او د آخائیا شهزاده (۱۲۷۸-۱۲۸۵ زکال) و. په ۱۲۷۲ زکال کې نوموړی د البانیا د پاچا په توګه معرفي شو او په ۱۲۷۷ زکال کې یې د اورشیلم یا د بیت المقدس د پاچاهي ادعا هم وکړه.

شارل د فرانسې د اتم لویي او بلانش کاستیلي کشری زوی و چې د ۱۲۴۰مې لسیزې تر لومړیو پورې په کلیسایي چارو بوخت و. د پروونس او فورکالکویر له وارثې، بئاتریس سره له واده کولو وروسته ورته دغه ښارونه (پروونس او فورکالکویر) په لاس ورغلل. په دغه ښارونو کې د مرکزي واکمنۍ رامنځته کولو په موخه د هغه هڅې لامل وګرځېدې څو له خپلې خواښې، بئاتریس ساوي او نورو اشرافو سره مخالف شي. شارل آنژو او مین له خپل ورور، د فرانسې له نهم لویي څخه په اپاناژ بڼه (د پاچاهۍ له میراث څخه بې برخې د واکمن زوی ته د یو شمېر املاکو سپارلو چارې ته وايي) ترلاسه کړل. نوموړي د اوومې صلیبي جګړې پر مهال مصر ته په سفر کې د لویي ملتیا وکړه. په ۱۲۵۰ زکال کې پروونس ته له راګرځېدو لږ وروسته شارل درې بډایه خودمختاره ښارونه – مارسي، آرل او اوینیون – اړ کړل څو د هغه واکمني ومني.

شارل په ۱۲۵۳ زکال کې د فلاندر او هاینو له کونټیس دویمې مارګاریت څخه د هغې د مشر زوی جان پر وړاندې د هاینو سیمې په بدل کې ملاټړ وکړ. دوه کاله وروسته نهم لویي هغه اړ کړ څو له دغې سیمې تېر شي او مارګاریت هم د هغو په بدل کې ورته ۱۶۰ زره مارکه ورکړل. شارل د پروانسلي یاغي اشرافیان او ښارونه ځانته تسلیمۍ ته اړ کړل او په دې سره یې د آرل په پادشاهۍ کې په لسګونو ښارونو او اربابانو ته په اړوندو قلمرونو خپله واکمني رامنځته کړه. په ۱۲۶۳ زکال کې نوموړي له څو کلنو مذاکراتو وروسته له شټاوفنانو څخه د سیسیل د پاچاهۍ د نیولو اړوند د کاتولیک کلیسا (واټیکان) وړاندیز ومانه. په دغه پاچاهۍ کې د سیسیل له ټاپو سربېره د ناپل تر شماله سویلي ایټاليا شاملېده چې د ریجنو په نوم پېژندل کېده. پاپ څلورم اوربان د سیسیل له مانفرد سره د صلیبي جګړې اعلان وکړ او له شارل سره یې مرسته وکړه د خپلو نظامي چارو لپاره مالي امکانات برابر کړي.

شارل د ۱۲۶۶ زکال د جنوري په ۵ مه د روم پاچا وټاکل شو. نوموړي د مانفرد پوځ له منځه یووړ او ریجنو یې تر ډېره پورې له مقاومت پرته ونیو. د ۱۲۶۸ زکال پر مهال په تاګلیاکوزو جګړه کې د مانفرد پر ځوان وراره کنرادین باندې له بریا وروسته د هغه حکومت لا پیاوړی شو. په ۱۲۷۰ زکال کې نوموړي د نهم لویي له خوا په تنظیم شوې اتمه صلیبي جګړه کې ونډه واخیسته او د تونس حفصي خلیفه یې اړ کړ څو په کلني ډول هغه ته باج ورکړي. د شارل دغو بریاو د پاپ د ایټالوي پارتیزانانو (په ګوئلف مشهور و) ترمنځ د هغه بې ستونزې رهبري تضمین کړه، خو په پاپي ټاکنو کې د هغه اغېز او په ایټالیا کې یې پیاوړی پوځي واک د پاپانو د ناخوښی لامل وګرځېد. هغوی هڅه وکړه چې د هغه واک غوښتنه نورو خواو ته هدایت کړي له همدې امله یې مرسته ورسره وکړه څو د هوکړو له مخې د اخائیا، اورشلیم او آرل د واکمنۍ ادعا وکړي. په ۱۲۸۱ زکال کې څلورم پاپ مارتین، شارل ته اجازه ورکړه څو د بیزانس سترواکۍ پر وړاندې صلیبي جګړه پیل کړي. د شارل بېړۍ په مسینا کې راغونډې شوې څو خپل عملیات پیل کړي، خو د ۱۲۸۲ زکال د مارچ په ۳۰ مه نېټه د سیسیل د ماښامني په نامه پاڅون پیل شو او په سیسیل ټاپو کې یې د شارل واکمنۍ ته پای ټکی کېښود. هغه د فرانسې او واټیکان پر مرسته کولای شو څو له خپلو اصلي سیمو (یا د ناپل له پاچاهۍ) دفاع وکړي. شارل په سیسیل باندې د برید کولو لپاره د چمتووالي نیولو پر مهال ومړ.

لومړنی ژوند[سمول]

ماشومتوب[سمول]

شارل د فرانسې د پاچا اتم لویي او بلانش کاستیلي کوچنی زوی و. د هغه د زیږون نیټه مالومه نه ده، خو په ډېر احتمال سره نوموړی د هغوی د یوه نوي زېږېدلي زوی له مړینې وروسته د ۱۲۲۷ زکال په لومړیو کې زېږېدلی. شارل د پاچا یوازنی هغه ژوندی پاتې شوی زوی و چې د خپل پلار له پاچاهۍ وروسته زېږدلی و؛ هغه حقیقت چې نوموړي په خپلې ځوانۍ کې ورباندې ټینګار کړی او د هماغه مهال وقایع لیکونکي، متیو پاریس په کرونیکا ماجورا (Chronica Majora) کې لیکلی. نوموړی لومړنی کاپیتي و چې شارلمان وبلل شو. [۲][۳][۴]

اتم لوئي د ۱۲۲۶ زکال په نومبر میاشت کې ومړ او مشر زوی یې نهم لویي د هغه ځای ناستی شو. مرحوم پاچا دا اراده لرله چې کوچني ماشومان یې د روم په کاتولیکه کلیسا کې د دندې لرلو لپاره چمتو کړي. د چارلز د روزنیزو لګښتونو جزیات نامعلوم دي خو په هغې ښې زده کړې وشوې. نوموړي د کاتولیک دوکتورینو اصول زده کړل او کولای یې شول په لاتیني متنونو کې تېروتنې پیدا کړي. له شعر، طبابت او قوانینو سره د هغه لیوالتیا په ښه توګه مستنده شوې. [۵][۶][۷][۸]

شارل ویلي چې مور یې د ماشومانو پر زده کړو کې ډېره برخه لرلې. په واقعیت کې بلانش په بشپړه توګه په دولتي چارو کې ښکېل وه او په ډېر احتمال سره یې کولای شو د خپل وخت یوه برخه خپلو کوچنیو ماشومانو ته ځانګړې کړي. شارل له ۱۲۳۷ زکال وروسته د خپل ورور لومړي رابرټ چې د آرتوا کنټ و؛ په دربار کې اوسېد. نږدې څلور کاله وروسته د نوموړي څخه پالنه د هغه بل ورور آلفونس چې د پواتیه کنټ و پر غاړه واخیسته. نوموړي د لا مارکه د کنټ هیو ایکس لوزیګنان پر وړاندې د خپلو وروڼو په لښکرکشیو کې له ونډې اخیستو وروسته دا وښووله چې هغه د کلیسايي چارو لپاره جوړ نه دی. [۷][۲][۴]

مړینه[سمول]

شارل برینډیزي ته لاړ او راتلونکی کال یې په سیسیل باندې برید ته چمتووالی ونیو. نوموړي په سیسیل کې خپلو پخوانیو چارواکو ته د یوځای غونډ کېدو احکام ولېږل. له دې سره فوجا ته د سفر پر مهال شدید ناروغ شو. هغه د ۱۲۸۵ زکال د جنوري په ۶ مه خپل وروستی وصیت وکړ او د آرتوا دویم رابرټ یې د سالرنو د شارل تر خوشي کېدو پورې د خپل لمسي شارل مارټل نایب السلطنت وټاکه. نوموړی د جنوري په ۷ مه ومړ؛ مړی یې د ناپل په یوه مرمرینه مقبره کې خښ کړای شو، خو زړه یې د پاریس کوونټ سنټ – ژاک (Couvent Saint-Jacques) ته یووړل شو. د نوموړي جسد په ۱۲۹۶ زکال کې د ناپل نوې جوړېدونکې لویې کلیسا ته ولېږدول شو. [۶][۹][۱۰][۱۱]

میراث[سمول]

د دیارلسمې پېړۍ د دوه تاریخ لیکونکو، باتولومائویس نئوکاسټرو او سابا مالاسپینا اثارو د شارل اړوند په معاصرو لیدلورو اغېز لرلی، په داسې حال کې چې د ده اړوند د هغه لیدلوري مغرضانه و. لومړني شارل د یو ظالم په توګه توصیف کړی څو د سیسیل د ماښامني پاڅون لپاره توجیه برابره کړي. دویمي یې هم په ۱۲۸۵ زکال کې د آراګون د صلیبي جګړې د لغو کولو په ګټه استدلال کړی. شارل په ګڼ شمېر برخو لکه د سکې وهلو، مالیاتو او امالفي نامحبوبه چارواکو د ګمارنې په برخو کې د خپلې سترواکۍ د مخکښانو پالیسیو ته دوام ورکړی و. له دې سره د نوموړي سلطنت د «فرانسووي کېدو» یا «پروانشالیستي توب» پر لور و. نوموړي په رجنو کې املاک نږدې ۷۰۰ فرانسوي پا پروونسي اشرافو ته د ډالۍ په توګه وسپارل. هغه په سیسیل کې د پخوانیو واکمنانو د لګښتمنو تشریفاتي جامو په څېر جامې چې له بیزاني او اسلامي هنر څخه په کې کار اخیستل کېده، نه اغوستې، بلکې د نورو لویدیځو واکمنانو په څېر یې «ساده سلطنتي» جامې اغوستې، لکه څرنګه چې وقایع لیکونکي توماس توسکوس یې اړوند څرګندونې کړي؛ توسکوس په ۱۲۶۷ زکال کې ناپل ته سفر کړی و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۳۱۰ زکال په شاوخوا کې فلورانسي تاریخ لیکونکي جیوواني ویلاني څرګنده کړې چې شارل د ۱۲۷۰مې لسیزې په وروستیو کې تر ټولو ځواکمن مسیحي پاچا و. جنوايي شاعر، لوچتو ګتیلوزیو چارلز له شارلمان سره پرتله کړی. دواړه راپورونه ښيي چې شارل تر ډېره پورې د سترواک په توګه په پام کې نیول کېږي. د معاصرو تاریخ پوهانو ترمځ رانسمین څرګندوي چې شارل هڅه وکړه څو د مدیترانې په ختیځ کې سترواکي جوړه کړي. جرارډ سیوېري لیکي چې هغه غوښتل په لویدیځ واک ترلاسه کړي.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Runciman 1958، ص. 71.
  3. Dunbabin 1998، ص. 10.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Dunbabin 1998، صص. 10–11.
  5. Dunbabin 1998، صص. 11–12.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Runciman 1958، ص. 72.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Dunbabin 1998، ص. 11.
  8. Dunbabin 1998، صص. 3, 10.
  9. Dunbabin 1998، ص. 42.
  10. Cox 1974، صص. 146, 151.
  11. Cox 1974، صص. 145–146.
  12. Abulafia 2000، ص. 97.
  13. Dunbabin 1998، صص. 21–22.
  14. Dunbabin 1998، ص. 59.
  15. Abulafia 2000، ص. 104.
  16. Abulafia 2000، صص. 96–97, 102–103.
  17. Dunbabin 1998، ص. 70.
  18. Dunbabin 1998، صص. 70, 233–234.
  19. Runciman 1958، ص. 255.
  20. Dunbabin 1998، ص. 116.
  21. Dunbabin 1998، صص. 114–116.