Jump to content

دیني ازادي په ترکیه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترکیه د خپل اساسي قانون د ۲۴ مادې سره سم یو سیکولر دولت دی. سیکولریزم په ترکیه کې د مصطفی کمال اتاترک له شپږو کړنلارو څخه اخیستل شوی: جمهوریپالیزم، پاپولیزم، لاسیتي، اصلاحپالنه، ملتپالنه او دولت پالنه. د ترکیې حکومت په مسلمانانو او نورو مذهبي ډلو ځینې محدودیتونه وضع کوي، په ځانګړي ډول بیا د پوهنتونونو په ګډون په دولتي دفترونو او دولتي ادارو کې د مسلمانانو په مذهبي څرګندونو باندې  [۱]

دیني دیموګرافي

[سمول]

د ترکيې د حکومت د شمېرو له مخې، د وګړو ۹۰ سلنه  یې مسلمانان دي (په عمده توګه سني). د نړۍ حقیقت کتاب د ترکیې ۹۹،۸ سلنه وګړي مسلمانان ښيي. حکومت درې مذهبي لږکۍ ټولنې په رسمیت پیژني: یوناني ارتودوکس عیسویان، ارمني اپاستولیک عیسویان او یهودان (که څه هم نورې غیر مسلمانې ټولنې هم شته). د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 2006 راپور په ترکیه کې لاندې مذهبي لږکي شمېرلي: [۲][۳]

ارمني اپاستولیک عیسویان 65,000
یهودیان 23,000
یوناني ارتودوکس عیسویان 6,500
بهایي 10,000
د سوریې ارتودوکس (سیریاک) عیسویان 15,000
یزیدیان 5,000
د یهویه شاهدان 3,300
پروتستانت 3,000


دغه شمېرې په پراخه کچه، د ۳۰۰۰ یوناني ارتودوکس عیسویانو په توپیر او ۳۰۰۰  کالداني عیسویانو په ډېروالي د ۲۰۰۹ زیږدیز کال د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت په راپور کې تکرار شوې دي.  یو وخت په سویل ختیځ کې د سیریاک عیسویانو او یزیدیانو شمېر لوړ و؛ خو د حکومت فشار او د کرد کارګرانو ګوندPKK)) سره د جګړې له امله، ډیری سیریایي عیسویان استانبول، لویدیځې اروپا او شمالي او سویلي امریکا ته کډه شول. د ترکي ټولنپوه احمد تسکین له قوله، په ترکیه کې په ۱۹۸۵ کال کې د یزیدیانو شمېرپه ۲۲۶۳۲ تنه وو، تر ۲۰۰۰ کال پورې، د هغوی شمېر ۴۲۳ تنو ته راټیټ شو. تکسین وویل چې په ۱۹۸۵ زیږدیز کال په ترکیه کې ۲۳۵۴۶ او په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ۲۰۱۰ تنو سیریاک عیسویانو ژوند کولو. [۴][۵][۶]

د ۱۹۲۳ د لویزیانا تړون د لاسلیک کوونکي په توګه، ترکیه د غیرمسلمانو لږکیو مدني، سیاسي او کلتوري حقونه په رسیمت پېژني. په عمل کې، دغه هیواد یوناني، ارمنیان او یهودي دیني لږکي په رسمیت پیژني خو دوی ته په تړون کې ټاکل شوي ټول حقونه نه ورکوي. علوی – بکتاشی، جعفري مسلمانان، لاتین کاتولیک، او پروتستانت په رسمي توګه په رسمیت نه دي پېژندل شوي. [۷]


ادیان په ترکیه کې


ادیان

اټکل شوی نفوس


د مالکیت سلب یا مصادرې اقدامات [۸]


رسماً په رسمیت پېژندنه


دولتي مالي ملاتړ


سنی اسلام

له 70 نه تر 85 % (52 نه تر 64 میلیونه No

نه


هو ، په اساسي قانون کې د ذکر شوي دیانت له لارې (136 ماده) [۹]


هو، د دیانت له لارې [۱۰]


دولس امامه شعیه اسلام – بکتاشي


له ۱۵ تر ۲۵  % (۱۱ نه تر ۱۹ میلیونوپورې

Yes

هو[۸]


نه، په ۱۸۲۶زیږدیزکال کې، د جانیسري لښکر له منځه وړو سره، بکتاشي تیکه (درويش خانقا) وتړل شوه. [۱۱][۱۲]


نه[۱۰]


نه، د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې، دعثماني ظلمونو له امله، علويانو د ترکمن شاه اسماعیل لومړی ملاتړ وکړ. د اسماعیل پلویانو چې سرې خولی له دولس قاتو سره په سر کړې وې، قزلباش نومېدل. عرب شوو او پارسیان شوي عثمانیان قزلباش (علوي) د دوی د ترکمن اصل له امله  دښمنان ګڼل. نن ورځ، سیمیوی (د علوی بکتاش د عبادت ځایونه) هیڅ رسمي پیژندنه نلري. [۱۲][۱۳]


دولس امامه شعیه اسلام – جعفری


۴ % (۳میلیون)[۱۴]


نه[۱۲]


نه[۱۰]


دولس امامه شعیه اسلام – علوي


۳۰۰۰۰۰ نه تر ۳۵۰۰۰۰ [۱۵]


نه[۱۲]


نه[۱۰]


یهودیت

۲۰۰۰۰


هو[۸]


هو، د لویزیانا د تړون پر بنسټ (۱۹۲۳)[۱۲]


نه[۱۰]


عیسوي (پروتستانت)

۵۰۰۰


نه[۱۲]


نه[۱۰]


عیسوي (رومی کاتولیک)


نه[۱۲]


نه[۱۰]


عیسوي (یونانی کاتولیت)


هو[۸]


هو، د لویزیانا د تړون پر بنسټ (۱۹۲۳)[۱۲]


نه[۱۰]


یونانی ارتودوکس (د قسطنطنیه عمومی پلارنونه)

هو[۸]


هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ (۱۹۲۳)[۱۲]


نه[۱۰]

ارمني ارتودوکس (د قسطنطنیه ارمني پلارنونه) ۵۷۰۰۰


هو[۸]


هو، د لویزیانا د تړون پر بنسټ (۱۹۲۳) [۱۲]


نه[۱۰]


ترک ارتودوکس (د ترک ارتودوکس خود مختار پلارنونه)

۴۰۰


نه[۱۲]


نه[۱۰]

کلداني (ارمني) عیسویان ۳۰۰۰


هو[۸]

هو، د لویزیانا د تړون پر بنسټ [۱۲]


نه[۱۰]

سیریاک ارتودوکس او کاتولیک کلیسایان ۱۵۰۰۰


هو[۸]


نه[۱۲]


نه[۱۰]


تنګیریزم

۱۰۰۰


نه[۱۲]


نه[۱۰]


یزیدي

۳۷۷


نه[۱۲]


نه[۱۰]

د دیني ازادۍ حالت

[سمول]

قانونی او د پالیسي چارچوکاټ

[سمول]

د ۱۹۸۲زیږدیز کال اساسي قانون  د ترکیې هېواد د سیکولر دولت په توګه جوړکړچې د عقیدې او عبادت ازادي او د دیني افکارو په اړه د شخصي نظر لپاره زمینه برابروي. خو، د سیکولر دولت د بشپړتیا لپاره د اساسي قانون نور احکام دغه حقوق محدودوي. اساسي قانون د دیني اساساتو له مخې تبعیض منع کوي.

په ترکیه کې دوه اصلي اسلامي جریانونه سني او علوي دي. علوي په ترکیه کې لږکي دي. د اټکل له مخې د مسلمان شمېر ۱۷ سلنه دی. د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې، د دې دوه اسلامي څانګو ترمنځ د شخړې له امله تاوتریخوالی پیښ شو. د ۱۹۷۸ زیږدیز کال په ډسمبر کې په قهرمانماراس کې وسله وال سني وګړي د ښار د علوي اوسیدونکو پرضد راپورته شول چې په ترڅ  کې یې له ۱۰۰ زیات کسان په کې ووژل شول. د ۱۹۹۳ کال د جولای په ۲ په سیواس کې په علوي روحانیونو برید وشو چې په ترڅ کې یې ۳۷ تنه ووژل شول.  [۱۶][۱۷]

د اساسي قانون د ۲۴ مادې له مخې، په لومړنیو او ثانوي کچو کې دیني زده کړې اجباري دي. او سني مذهب واکمن دی. یو شمیر علویان دولت په تبعیض تورنوي چې په دیني زدکړو کې د دوی د عقیدې په شاملولو کې پاتې راغلی دی. د 2007 زیږدیز کال په اکتوبر کې، د بشري حقونو اروپایي محکمېECHR)) د یوې علوي مور په ګټه پریکړه وکړه چې په ۲۰۰۴ زیږدیزکال کال کې یې دعوی وکړه چې جبري دیني زدکړې، دیني ازادي تر پښو لاندې کوي. حکومت بیا د دينې لارښوونې لپاره په وروستي کال کې په درسي کتاب کې د علوي دین په اړه 10 مخیزه عمومي کتنه اضافه کړه.  [۱۸]

د ۲۰۰۸ زیږدیزکال په ډسمبر کې، د کلتور وزیر د لومړي علوي انستېتیوت په پرانیستلو کې برخه واخیسته او د دولت له خوا د تېرو کړاوونو له امله یې له علویانو بخښنه وغوښته. د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې لومړي وزیر په پرلپسې دویم کال لپاره د علوي روژه ماتي په مراسمو کې برخه واخیسته. حکومت ورکشاپونه جوړکړل موخه یې د علویانو د ستونزواو غوښتنو په اړه ازاد بحث کول وو.   

د ترکیې حکومت، د لومړي وزیر تر واک لاندې د دیني چارو ریاست له لارې د مسلمانانو دیني تاسیسات او زده کړې څاري. دغه ریاست د هیواد ۷۷،۷۷۷ ثبت شویو جوماتونو فعالیت تنظیموي او ځایي او ولایتي امامان (چې ملکي مامورین دي) په کار ګماري. په دې ځای کې سني امامان ټاکل کیږي او د دولت له خوا تنخوا ورکول کېږي. علویزم په سیمیلیري (د غونډو ځایونو) کې لمونځ کوي، چې د عبادت ځایونو په توګه هیڅ قانوني بڼه نه لري. خو د کواداسا او تونسلي ښاروالیو په ۲۰۰۸ زیږدیز کال په ډاکه کړه چې علوي سیمیليري د عبادت ځایونه دي. د ښاروالۍ درېیو شوراګانو سیمیليري، جوماتونو ته ورته د مالي سرچینو په ورکړې سره، د عبادت ځایونو په توګه وپېژندل. په انتالیا، انقره او استانبول کې اداري محکمو پریکړه کړې چې  علوي زده کوونکي باید د جبري دین او اخلاقو په زده کړو کې له ګډون څخه معاف شي او د ازمیر ادارې محکمې ورته پریکړه د ایالت د شورا له خوا تایید شوه. په۲۰۰۹ زیږدیز کال کې  د دولتي تلویزیوني چینل، TRT، د هغه پروګرامونو خپرولو لپاره خپل پلان اعلان کړ چې د علوي لږکي ګټې منعکس کوي. [۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Turkey: International Religious Freedom Report 2007. United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor.
  2. International Religious Freedom Reports of the US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor quoted from the 2006 report, but included in more annual reports
  3. CIA Information on Turkey Archived 2021-01-10 at the Wayback Machine.; accessed on 11 October 2009
  4. Turkey: International Religious Freedom Report 2009, United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor, released on 26 October 2009, accessed on 10 November 2009
  5. See the article Yezidilerin soyu tükeniyor (Yazidis close to extinction) (په تورکي); published on 13 August 2005 and accessed on 11 October 2009
  6. Quoted according to an undated article in the journal Chronicle Archived 2009-07-26 at the Wayback Machine.; (په تورکي); accessed on 11 October 2009
  7. The World of the Alevis: Issues of Culture and Identity, Gloria L. Clarke
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ ۸٫۵ ۸٫۶ ۸٫۷ "Le gouvernement turc va restituer des biens saisis à des minorités religieuses". La Croix. 29 August 2011. بياځلي په 4 May 2016.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  9. http://www.tbmm.gov.tr/anayasa/anayasa_2011.pdf
  10. ۱۰٫۰۰ ۱۰٫۰۱ ۱۰٫۰۲ ۱۰٫۰۳ ۱۰٫۰۴ ۱۰٫۰۵ ۱۰٫۰۶ ۱۰٫۰۷ ۱۰٫۰۸ ۱۰٫۰۹ ۱۰٫۱۰ ۱۰٫۱۱ ۱۰٫۱۲ ۱۰٫۱۳ ۱۰٫۱۴ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-02. بياځلي په 2013-03-08.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  11. "Les Janissaires (1979) de Vincent Mansour Monteil". خوندي شوی له the original on 3 March 2016. بياځلي په 4 May 2016.
  12. ۱۲٫۰۰ ۱۲٫۰۱ ۱۲٫۰۲ ۱۲٫۰۳ ۱۲٫۰۴ ۱۲٫۰۵ ۱۲٫۰۶ ۱۲٫۰۷ ۱۲٫۰۸ ۱۲٫۰۹ ۱۲٫۱۰ ۱۲٫۱۱ ۱۲٫۱۲ ۱۲٫۱۳ ۱۲٫۱۴ "Les minorités non musulmanes en Turquie : "certains rapports d'ONG parlent d'une logique d'attrition", observe Jean-Paul Burdy". بياځلي په 4 May 2016.
  13. "Notes et documents sur les Ottomans, les Safavides et la Géorgie, 1516-1521 [Études turco-safavides, VI] - Persée". 4 May 1979. بياځلي په 4 May 2016.
  14. Rapport Minority Rights Group Bir eşitlik arayışı: Türkiye’de azınlıklar Uluslararası Azınlık Hakları Grubu 2007 Dilek Kurban
  15. "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2011-12-17. بياځلي په 2013-09-28.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  16. See the Amnesty International report: Prosecution of Religious Activists, published in November 1987 (AI INDEX: EUR 44/74/87) reproduced in a private Wiki, accessed on 21 September 2009
  17. Turkey commemorates 15th anniversary of Sivas massacre, undated article in Hürriyet, accessed on 10 November 2009
  18. See the 2008 Human Rights Report of the Bureau of Democracy, Human Rights and Labor (US State Department) of 25 February 2009; accessed on 21 September 2009
  19. "TRT to air programs for Alevis during Muharram". Today's Zaman. 2008-12-30. بياځلي په 2008-12-30.[مړه لينکونه]
  20. Turkey 2009 Progress Report by the European Commission for Enlargement, dated 14 October; accessed on 10 November 2009