دیجیټالیس پورپورېا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دیجیټالیس پورپورېا
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Plantaginaceae
جېنس Digitalis

دیجیټالیس پورپورېا د دوه کلن زينتي نباتونو څخه یو زهرلرونکی او درملی بوټي دي چې په اروپا، امريکا او اسټرېليا کې شنه کېږي. دا بوټي د هومیوپاتی په طب کې د خپگان، بې خوبه او نيم سېري د علاج لپاره هم کارېږي. نوموړي بوټي ۹۰۰ کاله مخکې د زړه رنځونو د علاج لپاره کار شوي وو.

زهرشيندنه[سمول]

دیجیټالیس پورپورېا دېړ زهرجن بوټي دي. هر انسان د پاڼو تر خوړلو وروسته د معدې او تنفس سترونزې، زړه بدى، او اسهال لري او د زړه نبض او کار کم کېږي. تر ۲ بجو وروسته د زړه کارونه پاي ته رسېږي او دغه انسان مړ کېږي. که چیرې دغه انسان روغتون ته راشی نو ډاکټر معمولا ناروغ ته کانگې کوونکي درملونه، تانين (Tanin)، تور چاي، د څېړۍ پوستكى چاي او digitalis-antitoxin (د زهر پر ضد درمل) ورکړي.

توصيف[سمول]

دیجیټالیس پورپورېا د Plantaginaceae په کورنی او د دیجیټالیس په جېنس پورې اړه لري. نوموړي بوټي کولای سی زیړ، سپین، بنفشی یا سور گل ولری.هر بوټي تقریبًا ۰،۱ ٪ د ديجوکسين محتوی درلودلای سی. د دي بوټي اوږدوالي ۶۰ - ۱۵۰ سانتيمتره دي. نوموړی بوټي د جون څخه تر جولای پورې گل کوي ، د لاندو خوارو سره چې pH یی ۳،۴ - ۴،۰ دي مينه لري. پرته له ديجوکسين نه گلیکوزیډونه لکه دیجیټالين، digifolein، gitostin، gitorosid، purpureaglykosid A a B، verodoxin، gitostin، pelargonidin-3,5-diglukosid،desglukodigitonin، diginin، ديجيټالين او ديجيتوکسين لري.