دير (نوابي رياست)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دیر ایالت د پاکستان د اوسني خیبر پښتونخوا ایالت یو کوچنی نوابي ایالت و. چې وګړي يې په پښتو ژبه خبرې کوي

والي[سمول]

د پاکستان شاهي ایالتونه د برېتانوي هند پخوانۍ شاهي دولتونه وو چې د هند له وېشلو وروسته د 1947 او 1948 ترمنځ د پاکستان نوي واکمنۍ سره یوځای شوي وو.

د دير وروستی نواب[سمول]

تاریخ ښیي چې نواب شاه جهان خان ډېر ظالم سړی و، د خپلو خلکو ژوند یې حرام کړی و. ویل کیږي چې څو ورځې وروسته به یې خپل نوکران رالېږل او له هر کور څخه به یې غوړي، چرګان او لرګي او نور شیان راوړل. او هیچا ته د قلم اجازه نه وه. عام خلک يې له علمه لرې ساتلي که نه نو په ټول پاکستان کې د ديروالو په شان هوښيار خلک ډېر کم دي. نواب شاه جهان د دیر خلک له دې وېرې له علمه لرې ساتلي وو، چې فکر یې کاوه که دا خلک پوه شي نو زما نوابي به ختمه شي.

نوابي واکمني له منځه تلل او په پاکستان سره يوځای کېدل[سمول]

لکه څنګه چې د دیر خلکو د خپلواکۍ روحیه درلوده، دوی غوښتل چې د ظالم نواب څخه ځان خلاص کړي او په هر حال کې دوی د پاکستان سره د یوځای کیدو هیله درلوده. له همدې امله د ديار ځينې سرداران په شپه کې د پاکستان ولسمشر ايوب خان ته ورغلل او غوښتنه يې وکړه چې دير دې په پاکستان کې شامل شي، نو د پاکستان حکومت دير تر خپل واک لاندې راوست او نوب شاه جهان يې په ونيوه او په الوتکه کې يې له ځانه سره يووړ. په دیر کې د یوې اوسېدونکي میرمنې په وینا کله چې نواب شاه جهان ونیول شو نو هلیکوپټرې راغلې او ګڼ شمېر نوټونه (پیغامونه) یې پر خلکو وشيندل چې پکې ډېر څه لیکل شوي وو، چې له نن څخه به تاسو خلک آزاد وي او د پاکستان حکومت به ښوونځي او نورې اسانتیاوې دلته جوړوي. په دې توګه دير د پاکستان د خپلواک دولت یوه مهمه برخه شوه.

نور وګوره[سمول]

  • د پاکستان نوابي ایالتونه

سرچينې:

"DISTRICT WISE CENSUS RESULTS CENSUS 2017" (PDF). www.pbscensus.gov.pk. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اوت ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فوریه ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |archivedate= (مساعدة)</ref>