محمد ایوب خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد ایوب خان (د ۱۹۰۷  کال د مې له ۱۴ – د ۱۹۷۴ کال د اپرېل تر ۱۹) د پاکستان یو پوځي جنرال و چې د ۱۹۵۸ کال د اکتوبر څخه د ۱۹۶۹ کال ترمارچ میاشتې تر خپلې استعفا پورې یې د پاکستان د دوهم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. په دې هېواد کې نوموړی د دولت دوهم ترټولو اوږد مهاله ولس مشر پاتې شوی.  

خان په شمال لوېدیځ سرحدي ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د عليګره مسلم پوهنتون کې یې زده کړې وکړې او په شاهي نظامي کالج کې وروزل شو. نوموړي په دوهمه نړیواله جګړه کې د بريتانیې په پلوي د جاپان سترواکۍ د پوځ پر وړاندې جګړه وکړه. د ۱۹۴۷ کال د اګسټ میاشت کې د هند له وېشلو وروسته هغه د پاکستان پوځ سره یو ځای شو او په ختیځ بنګال کې میشت شو. په ۱۹۵۱ کال کې، د پاکستان د پوځ لومړی بومي اعلی سر قوماندان په توګه د د ډوګلاس ګریسي ځایناستی شو. له ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۵۸ پورې، هغه په ملکي حکومت کې د دفاع او کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۹۵۸ کال د اکټوبر په ۷ نېټه يې د لومړي وزیر فېروز خان د ادارې په وړاندې د پوځي حکومت د نافذولو په برخه کې د ولسمشر سکندر میرزا له  پرېکړې ملاتړ وکړ. د هغه او ولسمشرميرزا ترمنځ د ملکي او نظامي اړیکو له خرابېدو دوه اونۍ وروسته، خان د هېواد په تاریخ کې د لومړۍ بریالۍ کودتا پر مټ د ولسمشرۍ چوکۍ ونیوله.  

د ولسمشرۍ له تر لاسه کولو وروسته یې موسی خان د پوځ د لوی درستیز په توګه  خپل ځایناستی وټاکه. نوموړي پاکستان د متحده ایالاتو سره متحد کړ، او امریکا ته یې په پاکستان کې د هوایي اډو لاسرسی چمتو کړ، په ځانګړې توګه د پېښور څخه بهر هوایي اډه، چې له دې ځای څخه یې په شوروي اتحاد د جاسوسۍ ماموریتونه پیل شول. له ګاونډي چین سره یې اړیکې پیاوړې شوې، خو له امریکا سره په یوه لېکه کې د نوموړی درېدلو، په ۱۹۶۲ کال کې له شوروي اتحاد سره  د دوی  اړیکې ترینګلې کړې. په ۱۹۶۵ کال کې یې د هند پر ضد جبرالټر عملیات پیل کړل، چې له امله یې بشپړه جګړه پیل شوه. خو په ۱۹۶۶ کال کې د شوروي اتحاد مداخله د تاشکند د اعلامیې لامل شوه چې په پایله کې د سولې خبرې اترې وشوې او د دریو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې. 

د هېواد په داخلي برخه کې، ایوب هغه مهال د غربي متحدو هېوادونو د آزاد بازار سياست په لاره واچو. هغه دولتي تصدۍ خصوصي کړې، او  په عمومي توګه یې اقتصاد لیبرال کړ.  داخل ته د بهرنۍ مرستې او پانګونې لوی جریان، په سوېلي آسیا کې د دې هېواد ګړندۍ اقتصادي ودې لامل شو. د نوموړي د کار دوره همدارنګه د اوبو برېښنایي سټېشنونه، بندونه او د ذخیرو په بشپړولو کې شهرت لري. د ایوب تر مشرۍ لاندې، د پاکستان فضایي پروګرام تاسیس شو، او دې هېواد په ۱۹۶۲ کال کې خپل لومړنی بې پیلوټه فضايي ماموریت پیل کړ. خو د ځمکو په اصلاحاتو کې ناکامي او د مالیاتو کمزوری سیسټم په دې معنی و چې د دې ودې زیاتره برخه د اشرافو په لاس کې وه. 

د مسلم لیګ د نوماند په توګه، ایوب خان د پاکستان د مشهورې اونامتو غیر حزبي  فاطمه جناح سره د سیالۍ لپاره په ۱۹۶۵ کال کې د ټاکنو ډګر ته ووت، او د دویمې دورې لپاره په ناندريز ډول بیا وټاکل شو. هغه په پراخه کچه د رایو په قصدي درغلیو، په کراچۍ کې د سیاسي قتلونو د سازمانولو، له هند سره له سولې وروسته  د خپل رژیم د ضعیف مشروعیت د مخ په خرابېدو له تورونو سره مخ شو، چې زیاتره پاکستانیان یې د شرموونکی جوړجاړی بولي. د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو سره پراخ مخالفت، په ۱۹۶۷ کال کې د ذوالفقار علي بوټو په مشرۍ په ټول هېواد کې د لاریونونو لامل شو. 

د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د لوېدیځ او ختیځ پاکستان تر منځ کړکېچ خپلې لوړې کچې ته ورسېد چې بالاخره د بنګله دېش د آزادۍ له جګړې وروسته د بنګله دېش د استقلال لامل شو. په ۱۹۶۹ کال د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ یې په ختیځ پاکستان کې د یو ولسي پاڅون په ترڅ کې ایوب خان په پراخه کچه له واکه ولوېد. هغه اړ کړل شو چې د نورو لاریونونو د مخنیوي لپاره له واکه ګوښه شي، او یحیی خان یې د ټاکنو د څارنې لپاره خپل ځای ناستی وټاکه. وروپسې له لنډې ناروغۍ وروسته، په ۱۹۷۴ کال کې مړ شو. د ایوب خان څخه ګډوډ میراث پاتې شو. د نوموړي د ولسمشرۍ دورې ته زیاتره وختونه د "پرمختګ لسیزه" ویل کېده. هغه د اقتصادي سوکالۍ او صنعتي کېدو وياړ له ځان سره لري. هغه په ​​ملي سیاست کې په لومړي ځل د استخباراتي ادارو د نفوذ په پیل، په څو فاسدو لاسونو کې د شتمنیو د تمرکز، او د جغرافیایی پلوه د تبعیض سیاستونو له امله چې وروسته د بنګله دیش د آزادۍ د جګړې لامل شو، د نیوکه  کونکو له خوا غندل شوی.  

لومړنی ژوند [سمول]

ایوب خان د ۱۹۰۷ کال د مې میاشت په ۱۴ نېټه د برېتانوي هند د شمال لوېدیځ سرحدي ولایت د اېبوت آباد ولسوالۍ په ریحانه کلي کې (چې اوس د پاکسان د خیبر پښتونخوا په هري پور سيمه اړه لري) د پښتنو په ترینه قبیله کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.[۱][۲][۳][۴][۵]

هغه د میرداد خان د دویمې مېرمنې لومړی ماشوم و، میرداد خان د هوډسن آس-سپرو په نهمه ډله کې چې د برېتانوي هند د پوځ یوه سواره قطعه وه، د سواره ځواک جګړن و (د غونډ یو JCO  چې وروسته د VCO په نوم یادېده).   [۶]

نوموړی د خپلو لومړنیو زده کړو لپاره د سرای صالح  یو ښوونځي ته لاړ چې د نوموړي له کلي څلور کیلومتره لرې پروت و. هغه به په کچر ښوونځي ته تګ راتګ کاوه. وروسته د هريپور یوه ښوونځي ته تبديل شو او هلته یې له خپلې انا سره ژوند پیل کړ.

هغه د علیګر مسلم پوهنتون ته د زده کړې لپاره لاړ او کله یې چې په کالج کې خپلې زده کړې پر مخ وړې، د جنرال اندریو سکین په سپارښتنه په سنډهورسټ شاهي نظامي کالج کې ومنل شو، نوموړي په AMU کې خپله درجه بشپړه نه کړه او لویې برېتانیا ته لاړ. ایوب خان په اردو، پښتو، انګلیسي او په خپله سیمه ییزه شمالي هندکو لهجه روانې خبرې کولې.  [۷][۸][۹][۱۰]

پوځي دنده [سمول]

ایوب خان د ۱۹۲۶ کال د جولای په میاشت کې زده کوونکو په توګه د سنډهورسټ په شاهي پوځي کالج کې شامل شو. هغه د ۱۹۲۸ کال د فبروري په ۲ نېټه د بریتانوي هند پوځ د پنجاب په ۱/۱۴ غونډ (د پنجاب ۱۴ غونډ لومړی کنډک) کې د دوهم بريدمن په توګه دنده تر لاسه کړه – تر دې وړاندې هغه د شاهي وسله وال ځواک سرتېرو په لیکه کې دنده ترسره کړې وه. له هغو کسانو  سره چې نوموړي یو ځای نظامي روزنه ترلاسه کړې وه، یو د هند د پوځ راتلونکی لوی درستیز جنرال جویانتو نات چوهدري هم و، چې له ۱۹۶۲ کال څخه تر ۱۹۶۶ کال پورې یې د پوځ د مشر په توګه دنده ترسره کوله چې په دې وخت کې ایوب د پاکستان ولسمشر و. په بريتانوي پوځ کې د خدمت له معیاري امتحاني دورې وروسته، هغه د ۱۹۲۹ کال د  اپرېل په ۱۰ د بریتانوي هند په پوځ کې وګمارل شو، چې د پنجاب ۱/۱۴ شېردل غونډ سره یوځای شو، چې اوس د  پنجاب  د پينځم غونډ په نوم یادېږي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هغه د ۱۹۳۰ کال د می په ۲ نېټه  دوهم بريدمن او د ۱۹۳۷ کال د فبروري په ۲ نېټه د تورن رتبې ته ترفېع وکړه. نوموړي په​​ ۱۹۴۲ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې، د ډګرمن موقتي رتبه تر لاسه کړه او په ۱۹۴۲-۴۳ کلونو کې د برما خوځښت په لومړي پړاو کې د ګډون لپاره په برما کې په دنده وګمارل شو. نوموړي د ۱۹۴۵ کال د فبروري په ۲ نېټه د جګړن رتبې ته ترفېع وکړه. ورپسې په همدې کال کې یې د ډګروالۍ  موقتي رتبه ترلاسه کړه او د خپلې قطعې قومانده یې په غاړه واخیسته چې د برما د کمپاین په دوهم پړاو کې د مستقیمو عملیاتو لپاره ګمارل شوی و. خو هغه ډېر ژر د جګړې پر مهال د ښکاره ډار له امله له دې بست څخه په موقتي توګه له معاش پرته ګوښه شو.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

نوموړی په ۱۹۴۶ کال کې، بېرته برتانوي هند ته ولېږل شو او په شمال لوېدیځ سرحدي ولایت کې ځای پرځای شو. په ۱۹۴۷ کال کې، هغه د ډګروال رتبې ته ترفېع وکړه او په غرني جنوبي وزیرستان کې یې د یوې لوا قومانداني په غاړه واخیسته. کله چې انګلستان په هند او پاکستان کې د بریتانوي هند وېش اعلان کړ، هغه د برتانوي هند په پوځ کې یو له خورا لوړ پوړو افسرانو څخه و چې په  ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان  لپاره انتخاب شو. نوموړی د یوځای کېدو پر مهال، د PA-010  خدمت شمېرې په درلودلو سره لسم جګپوړی افسر و. [۲۰][۲۱][۲۲]

نوموړي ته د ۱۴ پیاده فرقې قومانده د ۱۹۴۸ کال په لومړیو کې ورکړل شوه، چې د  تورن جنرال په بست کې، د ختیځ پاکستان په ډاکه کې پر دنده وګومارل شو. د غیر جنګي خدمت لپاره، نوموړي ته په ۱۹۴۹ کال کې د لومړي وزیر لیاقت علي خان له لوري د هلال جرئت ( (HJ مډال ورکړل شو او د همدې کال د نومبر په میاشت کې د پوځ د اداري چارو د مشر په توګه بېرته  مرکزي قومندانۍ ته راوِغوښتل  شو. [۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Gauhar, Altaf (1993). Ayub Khan: Pakistan's First Military Ruler. Lahore: Sang-e-Meel Publications. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-969-35-0295-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hussain, Rizwan (2005). Pakistan and the emergence of Islamic militancy in Afghanistan. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-4434-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 23 April 2013 باندې). Where pragmatism holds sway. Dawn.
  4. Sir Olaf Caroe, "The Pathans, With An Epilogue On Russia (Oxford in Asia Historical Reprints) 550 B.C.-A.D. 1957". Oxford University Press کينډۍ:ISBN. Retrieved 3 May 2023. p.453: NOTES "13a. President Ayub is one of these Tarins."
  5. Jaffrelot, Christophe (2004). A history of Pakistan and its origins. Anthem Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84331-149-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۳. Ayub Khan, who had been army commander-in-chief since 1951, embodied this military institution better than anyone. His ethnic origin was Pashtun, he was born in the Punjab--like Ghulam Muhammad--and he believed in a centralized state dominated by the Punjab, to which he was keen to rally members of his community. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jaffrelot, Christophe (2004). A history of Pakistan and its origins. Anthem Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84331-149-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۲۳. Ayub Khan, who had been army commander-in-chief since 1951, embodied this military institution better than anyone. His ethnic origin was Pashtun, he was born in the Punjab--like Ghulam Muhammad--and he believed in a centralized state dominated by the Punjab, to which he was keen to rally members of his community. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Malik, Iftikhar Haider (2008). The History of Pakistan. Greenwood Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313341373. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Karl J. Newman: Pakistan under Ayub Khan, Bhutto und Zia-ul-Haq. S. 31, کينډۍ:ISBN.
  9. The Political Dilemmas of Military Regimes (1985), by Christopher S. Clapham, George D. E. Philip, p. 203.
  10. Malik 2008، ص. 147.
  11. Indian Army List, 1928 Dec
  12. کينډۍ:London Gazette
  13. کينډۍ:London Gazette
  14. Leonard 2005، ص. 125.
  15. Leonard 2005، ص. 124-125.
  16. کينډۍ:London Gazette
  17. کينډۍ:London Gazette
  18. کينډۍ:London Gazette
  19. See accounts of Sardar Shaukat Hayat Khan The Nation that Lost its Soul: Memoirs, Lahore: Jang Publications, 1992, p 187; and Lt Col (r) HE Empson 'Hard Times- The Burmese Campaign 1942–1945' Aldershot: Gale and Polden, 1952
  20. Burki, Shahid Javed (19 March 2015). Historical Dictionary of Pakistan. Rowman & Littlefield, Burki. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442241480. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Leonard, Thomas M. (27 October 2005). Encyclopedia of the Developing World. Psychology Press, Leonard. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781579583880. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nawaz 2008، ص. 33.
  23. Nawaz 2008، ص. 79.