در مرجان خان ځاځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارواښاد درمرجان خان ځاځى اته اتيا کاله پخوا د ځاځيو، د هاشم خېلو په روقيان کښې ځېږېدلى له ابتدايې زده کړې وروسته يې په 1317ل کال د کابل په دارالمعلمين کښې پرخپلې زده کړې پېل وکړ. ارواښاد د دارالمعلمين د لومړنيو دورو فارغ و او له فراغته وروسته د استقلال په ليسه کښې ښوونکى شو. د استقلال د ليسې مدير يو فرانسوي ،خو معاون يې نور احمد اعتمادي و. ارواښاد د ښوونکي پردندې سربېره د استقلال د ليسې اداري چارې هم تر سره کولې. پنځه کاله يې د استقلال په ليسه کښې د وطن يو شمېر راتلونکي پوهان او د سياست خاوندان وروزل، چې اعتمادي د همدې خدمتونو پر اساس ورته اعتمادنامه هم ورکړه. بيا د وخت د پوهنې وزير سره پر مشورې، پوهنې وزارت ته تبديل شو، ترڅو د افغانستان د نورو بچيانو په روزنه کښې دهغه له استعداد او وطن پالنې هم گټه پورته شي. نن د درمرجان خان د استقلال د ليسې شاگردان، هغه د يوه با دسپلين، مخلص او بارسوخه استاد په توگه يادوي. د پوهنې په وزارت کښې خداى بخښلي درمرجان خان دېرش کاله په بېلا بېلو ولايتونو او هم مرکز کابل کښې د وطن په زرهاو نجونې او هلکان وروزل او هغو ته يې د زده کړې امکانات د وخت د شرايطو سره سم برابر کړل. د پوهنې په وزارت کښې ښاغلى درمرجان خان لومړى د پوهنې د وزارت پرصواب ديد د گرشک د اعلى حکومت د پوهنې په ماموريت کښې و. بيا په هېوادکښې د پو هنې دوروسته پاتي حالت دښه کولو پر نيت تالقانو، بلخ، قندهار او هرات ولايتونو کښې د پوهنې د مسووليت دندې ور سپارل شوي وي. غواړم د موضوع د لنډيز لپاره يې په کندهار او کابل کښې پر هڅو څه ناڅه رڼا وا چوم: درمرجان خان په کندهار ولايت کښې، دا ځل د پوهنې د رياست مسووليت اوسرپرستي درلودله. کندهار کښې نايب الحکومه په دې وخت کښې تورن جنرال عبدالغني خان (قلاى بيگي) و. درمرجان خان په ډېر شوق د پښتو د تدريسي کتابونو پر راټولولو لاس پورې کړ، خو ځينو تنگ نظره عناصرو د کابل د پوهنې په وزارت کښې د هغه پر فعاليتونو نيوکې پېل کړې، چې گنې ارواښاد درمرجان خان، برسېره پر رياست د نايب الحکومه د مرستيالۍ دنده هم ترسره کوي!! د پوهنې د وزارت يوڅېړونکي هيئت ، چې هدف يې دغو خبرو ته رسمي بڼه ورکول ول هغوى ارواښاد ته د ((آدم زبان دار))، ((مصرف کننده بودجه در طبع کتب اضافى)) يعنې پر پښتو تدريسي کتابونو چاپول، ((دست و پاى نايب الحکومه)) او داسې نورې ټاپې ولگولې، چې پر تعقيب يې د هرات ولايت پوهنې ته تبديل کړو. د پوهنې وزير په دې ټوله موده کښې مکروب پېژندونکى ډاکټر مجيد خان او اداري معين يې عبدالاحمد و. سره له دغو تنگ نظريو، خداى بخښلي درمرجان خان د افغانستان پوهنې ته د خپلو خدمتونو پر لامل يو لړ تقديرنامې او جائزې گټلي دي او د گران وطن په پوهنه کښې يوه پېژندل شوې څېره وه. کله، چې ارواښاد ډاکټر علي احمد خان پوپل د پوهنې وزير شو، درمرجان خان يې له هرات نه کابل ته راوغوښت او ورته يې د رحمان بابا د ښوونځي د مؤسس مدير په توگه وړانديز وکړ. په سر کښې ارواښاد درمرجان خان خپله حيرانتيا په دې مقررۍ وښودله، چې د ولايتونو د پوهنې له آمريتونوڅخه ورته څنگه د يوې ابتدايي ليسې د مديريت وړانديز وشو، خو پوپل صاحب هغوى ډېر ژر قانع کړل، چې د افغانستان د پښتنود سيمو هلکان عصري زده کړې ته اړتيا لري، چې رحمن بابا به په دې برخه کښې يو مهم ښوونځى په پلازمينه کابل کښې وي. په سر کښې رحمن بابا او خوشحال خان ښوونځي سره يو ځاى په کابل کښې د پښتو دوه يواځيني ابتدايي ښوونځي وه، خو په ١٩٣١ شمسي کال کښې درمرجان خان د رحمن بابا ښوونځى، چې د وطن د کورنيو بچيانو لپاره و، له خوشحال خان نه بېل کړو او د دارلامان د سړک تر څنکه يې په خواجه ملا کښې ورته يو دوه پوړيز تعمير پيدا کړو. رحمن بابا ته سربېره پر پښتنو زده کوونکو، يو شمېر هلکان له هزاره جات او نورو غير پښتو ژبو ولايتونو نه هم راوستل شوي وو. ارواښاد پوپل به کله کله د ماسپښين لخوا ناڅاپه رحمن بابا ته راتلو او د دې هلکانو د پښتو زده کړه او خبرې به يې اوريدلې. ارواښاد درمرجان خان رحمن بابا له ابتدايې څخه متوسطې ته او بيا درې کاله وروسته ليسې ته پورته کړه، خو له ليسې سره د ځينو متعصبو او کارورانوونکيو د پرله پسې تنگ نظريو نه، چې د پوهنې وزارت له مرکزه کيدلې، درمرجان خان له ډاکټر يوسف سره پر مصلحت،دپوهنې وزارت پرېښود او د معادن او صنايعو په وزارت کښې وروسته له يو لړ آمريتونو څخه په جنگلک، تخنيکم، کرکر او يو شمېر نورو مقرريو څخه د هغه وزارت په مرکز کښې داداري رييس دنده ورپه برخه شوه، چې د خپل تقاعد تر دورې پورې هلته پاتې شو. نن درمرجان خان د پنځه دېرش کلن خدمت پر اساس، چې د افغانستان معارف ته يې کړى د خپلو شاگردانو او همکارانو په مينځ کښې که هغوى د وطن نه د باندې او يا دننه دي د يو اخلاص مند انسان په توگه پېژندل شوى دى . زه د هغه ورور، له هغو ټولو څخه هيله لرم، چې د وطن دا مخلص ځوى او خدمتگار له خپلې دعا څخه بې برخې نه کړي.