دریوس کوارلِس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دریوس کوارلِس
دریوس کوارلِس
دریوس کوارلِس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Derrius Quarles د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹۹۰
شیکاګو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای شیکاګو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سوداگر [۱]
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دریوس کوارلِسمتشبث/ کار ګومارونکی، د بشري حقونو ټولنیز فعال، سندر غاړی او لیکوال دی. هغه په ۱۹۹۰ ز کال کې د شیکاګو په سویل کې وزېږېد او د بریاکس کپیټال (BREAUX Capital) شرکت یو بنسټ اېښودونکی او د میلیون ډالري عالم(Million Dollar Scholar) کتاب لیکوال او دغه راز د ډي. کیو شرکت شرکت لوړ پوړی مدیر او د (DQ Partners) شرکت شریک دی.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

هغه د میلیون ډالري عالم: د سکالرشیپ د سیالۍ ګټونکي کتاب لیکوال دی. دغه کتاب د کالج د لګښتونو او مرستې لپاره د محصلینو لارښود دی. د سکالرشیپ د سیالۍ ګټونکی کتاب په ټوله نړۍ کې له ۴۰ زره زیاتو محصلینو سره مرسته کړې چې په امریکا کې لوړې زده کړې د لاس لاسي وړ کړي. دغه راز توانېدلی چې د مشورې په کتګورۍ کې د امازون د زیات پلورونکو کتابونو په لړ کې راشي. دریوس او د سکالرشیپ د سیالۍ ګټونکی کتاب په اړه د هغه لید لوری د زده کړو د استطاعت په برخه کې په ځینو خبري شبکو لکه سي ان ان، ان بي سي نیوز او ام ټي وي کې خپورشوی دی. د «له سپین پوستو خلکو ډک دفتر کې تور پوستی» په نوم د لومړني لیکوال په توګه د دریوس لومړنی آپ خپور شو، چې له ۱۰۰ زره ځله زیات لوستل شوی دی او له دې امله په کاري چاپېریال کې د توکم او فرهنګ په اړه د لینکدن (LinkedIn) په ډېرو لوستو مقالو کې راغلې ده. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دریوس په ۲۰۱۳ ز کال کې سپینې ماڼۍ ته ور وبلل شو او د «میلیون ډالري عالم» کتاب له لارې یې چې کوم روزنیز تعلیمي فعالیتونو پیل کړي وو، د ولسمشر باراک اوباما له خوا ورته Points of Light جایزه ورکړل شوه. [۱۵][۱۶]

نوموړی په ۲۰۱۷ ز کال کې د تور پوستو شرکت په ۱۰۰ مدرنه نارینه وو کې راغی او د تډ TED پروګرام له لارې د سکونت په برخه کې د متشبث په توګه معرفي شو. هغه د کار ګومارنې د یوې برخې په توګه د «څرنګه  بانکونه افریقايي ـ امریکايي ته ماتې ورکوي» یو مطلب ولیکه او هغه یې په تد کې خپور کړ. د دې سربېره، په ۲۰۱۸ ز کال کې دریوس کوارلس او د بریا کپیال شرکت یې Inc. په مجله کې له ۳۰ کلونو ښکته د ۳۰ بریالیو شرکتونو په نوملړ کې راغی.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دریوس له ۲۵ زیاتو ایالتونو کې وینا وکړه، په ګردي میز کې یې برخه واخیسته او د ورکشاپونو جوړول یې اسانه کړل. هغه څو هېوادونو ته سفرونه وکړل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لکه: توکم او د تورپوستو فرهنګ، د کالج تمویل او لوړې زده کړې، د ځوانانو د رهبرۍ پراختیا، ټولنیز عدالت او سوداګریزه تقاطع، مالي ګټه او د ماشومانو له هوساینې د ملاتړ په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي په ډېرو نړیوالو سازمانونو او جوړېدونکو ځایونو لکه: هاروارډ پوهنتون، ملګروملتونو او د امریکا مالي خدمتونو کالج کې ویناوې کړې دي. اسوشتید پریس، هاف پست، ټایم، بیت او نورو ورځپاڼو او خبري آژانسونو د دریوس نوښتي فعالیتونه او څېړنې خپرې کړې. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

میلیون ډالري عالم[سمول]

وروسته له هغې چې کوارلس د میلینیوم ګېټس پروګرام د عالم په توګه معرفي شو او رقابتي پروګرام یې په ۲۰۰۹ ز کال کې د کنود عالي اکاډمۍ نه له فارغېدو مخکې دڅه باندې ۱.۱ میلیون ډالرو جایزې یې لګښت پوره کړ، نو میلیون ډالري عالم یې جوړ کړ. نوموړی د شیکاګو ورځپاڼې د روزنیز خبریال استیفن بانچیرو له خوا «میلیون ډالري عالم» ونومول شو. د کالج د لومړني نسل محصل په توګه، د مورهاوز کالج کې شامل شو او له هغه نه په بریالیتوب سره فارغ شو. دریوس په مورهاوز کې د شاملېدو پرمهال د ټولنپيژندنې او روغتیا په برخه کې موضوع ګانې مطالعه کړې او خپل تیزس/ مونوګراف یې د «د درزونو له لارې ماتې» تر عنوان لاندې ولیکه چې د امریکا متحده ایالاتو د ماشومانو د هوساینې سیستم او د بې سرپرستو تور پوستو پر وړاندې نا برابرۍ یې په کې وڅېړلې.  هغه او یو له بنسټ اېښودونکو راس اسان اولوګینګا په ټوله امریکا کې د میلیون ډالري عالم ډېری کلنۍ پانګې د معتبره او رقابتي کارګومارنې د ځینو سیالیو د ترسره کولو، د سوداګریزې روزنې (Education Business Plan) سیالۍ د طرحه کولو شمول د یل مدیریتي ښوونځي، د ټولنیز نوښت چلنج (Social Innovation Challenge) د تویس سمایلي او راتلونکې سیالۍ له لارې ترلاسه کړې چې د (Tap the Future ) د میلر لټ له خوا یې مالي ملاتړ وشو.  میلیون ډالري عالم پروګرام تراوسه توانېدلی چې د انلاین پروګرام له لارې د ۵،۵۰۰،۰۰۰ ډالرو ترلاسه کولو په برخه کې، د بورسیو او د منځنۍ دورې تحصیل د دوام لپاره مرسته وکړي چې په امریکا کې یې د ۵۵ زره لږ عوایدو لرونکو محصلینو اغېز کړی دی. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

بریاکس کپیټال[سمول]

دریوس تور پوستو ته د مالي خدمتونو او ټکنالوژۍ په برخه کې د بریا کس کپیټال شرکت له بنسټ اېښودونکو او اجرايي مدیرانو نه دی. دغه شرکت «د مالي صحت زمینه برابروي، چې غړي یې کولای شي خپلې پانګې په کې زېرمه کړي، په ډله ییزه توګه په کې پانګونه وکړي او د همتا مالي شرکت له لارې خپله مالي پوهه زیاته کړي»، د بریا کس کپیتال شرکت د مالي روغتیا په برخه کې، ۷۰ سلنه تورپوستو ( تورپوستو سره پيلېږي) سره مرسته کوي چې تور پوستي د هغه سافټ ویر له لارې چې د بسپنې فعالیت، د همتا او فرهنګ راټولول په اتومات ثبت کړي، دغه شرکت ته راپور ورکوي چې په ښه وضعیت کې نه دي. د بریاکس کپیټال شرکت د هغو څېړنو له مخې جوړ شوی چې د پنسیلوانیا پوهنتون روزنیز ښوونځي کې د کارګومارنې په برخه کې د تحصیل په ترڅ کې جوړ شوی دی. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د بریاکس کپیټال شرکت د ۲۰۱۶ ز کال په مې میاشت کې، د علومو د ملي بنسټ د ای- کورپس پروګرام له لارې یوه مرسته ترلاسه کړه څو د بازار مطالعه تر سره او د زریزې تور پوستو (Black Millennials) د نسل مالي بشپړې روغتیا په اړه یې معلومات او هغه عوامل چې د تورپوستو په مالي وړتیاوو اغېز کوي، راټول کړل. د ۲۰۱۸ ز کال په اپریل میاشت کې د Inc. مجلې دریوس او د بریاکس کپیتال شرکت یوه بنسټ اېښودونکي راس اسان، له ۳۰ کلنۍ ښکته د ۳۰ کارګومارونکو په نوملړکې راغی او د زریزه تورپوستو نارینه نسل د ښکېل کولو سوداګریز نوښتي موډل یې د اوږد مهاله پانګې د زېرمه کولو د بسپنې لپاره خپور کړ.

د تشبث نور فعالیتونه[سمول]

د دې سربېره دریوس د میلیون ډالري عالم او د بریاکس کپیټال یو له اصلي بنسټګرو دی. په تشبثي فعالیتونو کې د DQ and Partners شرکت د بنسټګر په توګه کار کول دي چې د بازار موندنې یوه ډیجیټلي اداره ده چې له رنګه نوښتونو سره، هغه شرکتونه چې په لومړني پړاو کې دي ( لږ عواید لري) همکاري لري او له غیرانتفاعي موسساتو سره د ویبپاڼې جوړولو او برانډ پراختیا کې د سوداګرۍ او ډیجیټلي بازارموندندې د تبلیغاتي ستراتیژۍ سره ګډ کار کوي. [۳۶]

دریوس دغه راز، د تک ګروف (TechGroove) محصلینو ته د فرهنګي او ټکنالوژۍ فیستیوال له یوه جوړونکو نه دی. د تک ګروف کلنی فیستیوال  د ۲۰۱۷ ز کال د اپرېل په میاشت کې د اتلانتا په مرکز کې جوړ شو چې د اتلانتا له ټولو بنسټونو له ۱۰۰ زیاتو محصلینو په کې د تیندر، لینکدین او موزیلا له لارې چې د دغه پروګرام له اصلي تمویلوونکو وو، ګډون کړی وو. [۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. https://en.wikipedia.org/wiki/Derrius_Quarles
  2. February 24, 2021 "The 2021 Global Good Fund Social Entrepreneur Fellows are Changing the World". The Global Good Fund. Cision PR Newswire.
  3. "Our 2021 Fellows". Roddenberry Foundation. https://roddenberryfoundation.org/blog/fellow_category/2021-fellows/
  4. Carpenter, John (July 28, 2014). "Chicago native makes scholarships his business". Chicago Tribune.
  5. Clinton, Chelsea (April 12, 2013). "Four Myths About Millennials". Time.
  6. Wisniewski, Mary (June 25, 2018) American Banker. "Are black millennials a blind spot for fintech firms?".
  7. Carpenter, John (July 28, 2014) Chicago Tribune. "Chicago native makes scholarship his business".
  8. Krueger, Alyson (January 26, 2020) The New York Times. "The Work Diary of Derrius Quarles, Million-Dollar Multitasker".
  9. Quarles, Derrius (September 2011). MillionDollar$cholar: Winning the Scholarship Race: Winning the Scholarship Race. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781257647347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. CNN (June 7, 2012). https://www.youtube.com/watch?v=LRncdCpc0Cc
  11. Quarles, Derrius (September 2011). MillionDollar$cholar: Winning the Scholarship Race: Winning the Scholarship Race. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1257647347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Derrius Quarles on Scholarships. CNN. https://www.youtube.com/watch?v=LRncdCpc0Cc
  13. Derrius Quarles Journey to One-Million In Scholarships. NBC News. https://www.nbcnews.com/video/how-a-high-school-student-won-more-than-1-million-in-college-scholarships-588258883658
  14. "To Be A Young Black Man Working In An Office Full of White People". LinkedIn. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Tinuoye, Kunbi (July 16, 2013). The Grio. "Morehouse College graduate recognized by the White House for service to the community".
  16. Favole, Jared (July 15, 2013). "Obama, Bush Families Honor Volunteers".The Wall Street Journal. Retrieved 18 July 2013.
  17. Townsend, Tyrus (July 26, 2017) "BE Modern Man: Meet 'Mr. Millennial' Derrius Quarles".
  18. "Meet the Fall 2017 class of TED Residents". TED Blog.
  19. TED Talk (Youtube) - Derrius Quarles. "How banks are failing African-Americans".
  20. TED Talk (TED.com) - Derrius Quarles. "How banks are failing African-Americans".
  21. Henry, Zoë. "This Startup Wants to Help Black Millennials Invest in Themselves, With a Unique Spin on Banking".
  22. The American College of Financial Services "The American College of Financial Services Annual National Conference of African American Financial Professionals Goes Virtual". Global Newswire.
  23. Libby, Oliver. "Too Many Aspiring Entrepreneurs Want to Be Hoodie-clad Billionaires". New York Post.
  24. Thrival Festival. "Thrival Innovation 2016 – September 20-22".
  25. Good Black News. "Former Foster Child and Morehouse Graduate Derrius Quarles Recognized by White House for Service to Community".
  26. Million Dollar Scholar Website
  27. Banchero, Stephanie (October 4, 2009). "Former foster child in Chicago now a million dollar scholar". Chicago Tribune.
  28. Quarles, Derrius (May 1, 2012). "Falling Through the Cracks: A Synopsis of the United States' Child Welfare System and the Contemporary Inequities that Exist Within Foster Care". Morehouse College.
  29. Smiley, Tavis; host, ContributorPBS talk show; host, PRI radio; author, NYT bestselling (April 3, 2014). "A Culture of Innovative Ideas: My Conversation with the Winners of the $75,000 Social Innovation Challenge". HuffPost. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Malone, Hasani (December 14, 2017). "Morehouse Grads Create Financial Service Start-Up with Black Millennial Men in Mind".
  31. Bates, Erica (September 18, 2018). "BREAUX Capital Is Leading Black Men To Financial Wellness" Archived 2019-04-23 at the Wayback Machine..
  32. Kurshan, Barbara (January 21, 2016). "Degree Programs for Emerging Entrepreneurs in the Education Innovation Ecosystem". Forbes.
  33. Penn Center For Innovation. https://www.pci.upenn.edu/icorps-cohort/ Archived 2021-05-13 at the Wayback Machine.
  34. "Inc. Company Profile: BREAUX Capital". Inc. April, 2018.
  35. Bates, Ericka (September 13, 2018). "BREAUX Capital is Leading Black Men to Financial Wellness". Quintessential Gentlemen. Archived from the original on April 23, 2019.
  36. DQ and Partners Website
  37. "Black Atlanta students trying to improve diversity problem in tech, here's how" Archived 2017-12-09 at the Wayback Machine.. AJC Arts and Culture Blog.
  38. Perez, Miranda (March 22, 2019). "Tech Meets Turn Up For Creatives And Techies At HBCU: Introducing TechGroove Fest". Her Campus.