دریم عبدالرحمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالرحمن ابن محمد ابن عبدالله ابن محمد ابن عبدالرحمن ابن الحکم ابن رابید ابن هشام ابن عبدالرحمن الداخل یا په ساده ډول دریم عبدالرعمن ( ۸۹۰- ۹۶۱۹)  له کال ۹۱۲ تر ۹۲۹ پورې قرطبی اموي امیر و . دا هغه وخت و چې  هغه د قرطبې خلافت تأسیس کړ او تر خپل مرګ پورې یې د لومړي خلیفه په توګه خدمت وکړ. هغه  له شل کلنۍ څخه تر ۳۰ کلنۍ عمر په لومړیو کې د ناصرالدین الله لقب چې معنی یې د خدای د دين ساتونکی ده ترلاسه کړ. هغه دا لقب هغه وخت ترلاسه کړ چې هغه په شمالي افریقا کې د  د فاطمي خلافت په وړاندې د المغراویانو بربریانو ملاتړ وکړ او وروسته یې ځان ته  د خلیفه د لقب ادعا وکړه.[۱][۲]

ژوند[سمول]

لومړي کلونه[سمول]

کورنۍ او څېره[سمول]

عبد الرحمن د کال ۸۹۰ د دسمبر په ۱۸ په قرطبه کې وزېږېد . دهغه د زوکړې کال ۸۸۹ او ۸۹۱ هم ښودل شوی دی. هغه د عبدا لله محمد الاموي لمسی و چې د اندلس اووم خپلواک اموي امیر و. د هغه پلار محمد د عبدالله زوی او مور یې  یوه عیسوي صیغه یې ښځه  مونزا ( یا موزیانا) وه. د پلار له خوا د هغه نیا اونېکا فورتونېز د شاهی کورنۍ ماشوم  هم عیسوۍ وه چې د پاپمپلونا  د اسیر شوي پاچا  فورتون ګارېس لور وه. په دې توګه عبدالرحمن د پامپولانا د ملکې میرنۍ وراره و. ویل کېږي چې هغه سپین پوټکی، شنې سترګې، راښکونکی مخ او ښکلي کاته در لودل  او تر یوه حده قوی او په ځان باندې و. د هغه پښې هومره لنډې وی چې د هغه د زین رکابونه یوه لوېشت لوړ و. کله به چې هغه سپور شو نو هغه به اوږد ښکارېده خو د پښو له خوا به خورا لنډ و. هغه به خپله ږيره په تور رنګ رنګوله او د هغه طبیعي وېښتان به سره رنګ ته مایل زېړرنګي و او هغه ظاهرا غوښتل چې د ویزیګوتانو ( د جرمني نسل خلک و) په څېر ښکاره نه شي، هغه داسې جامې اغوستې چې تر ډېره  اموي خلیفه غوندې ښکار شي. دې ته په پام چې هر متوالي خلیفه به اروپايي کنیزو نجونو څخه د اولادو څښتن کېدل نو عربي نسل نیمایي ته را کم شو نو وروستی اموي خلیفه دویم هشام یوازې ۰،۰۹ سلنه عرب و. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په حرمسرای کې ځواني[سمول]

محمد د هغه د ورور عبدالمعترف له خوا د هغه حسادت له امله چې ویل کېږي محمد د هغوی په  پلارعبدالله باندې  د ګرانښت له امله و ووژل شو. عبدالمعترف محمد یاغې عنر بن حفسون سره د ده په وړاندې په توطئې تورن کړ او محمد زندان ته واچول شو. د ځينو سرچینو په وینا، امیر پخپله د محمد د ماتې او په کال ۸۹۵ کې د عبدالمعترف د مړېنې ترشا لاس درلود.  عبدالرحمن خپله ځواني د خپلې مور په حرمسرای کې تېره کړه. د عبدالمعترف خور سعيدې ته  دهغه د زده کړو و سپارل شوه. هغې دا ډاډ ترلاسه کړ چې د عبدالرحمن زده کړه په دقت سره تر سره کېږي. دا ادعا هم شته چې هغه د موزارابیک محلي ژبه زده کړه او پرې پوهېده.  [۱۰][۱۱]

تخت ته رسېدل[سمول]

امیر عبدالله په ۷۲ کلنۍ کې مړ شو.  له دې سره سره چې د هغه د مرګ په مهال څلور زامن ( آبان، عبدالرحمن، محمد او احمد ) ژوندي و خو هغوی ټول د ځای ناستي توب لپاره له پامه وغورځول شول او په ځای یې عبد الله خپل لمسی  ( د خپل مشرزوی زوی)  دریم عبد الرحمن وټاکه خو دا کار د کومې حیرانتیا لامل نه شو ځکه هغه لا له پخوا له څو اړخونو خپل لمسي سره مهرباني ښودله یعنې هغه ته اجازه ورکول چې دهغه په برج کې واوسي ( چې ده خپلو زامنو ته اجازه نه ورکوله چې هلته و اوسي)، د خوشالۍ په ځینو مناسبتونو کې هغه ته اجازه ورکول چې په تخت کېني . خو له ټولو مهمه داوه چې  عبد الله  له مرګ څخه د مخه د ناروغه کېدو په مهال خپل لمسي ته خپله ګوته ورکړه چې د قدرت نښه بلل کېده.

دریم عبد الرحمن د کال ۹۱۲ د اکتوبر په ۱۶ د عبد الله له مړينې یوه ورځ وروسته د خپل پلار ځای ناستی شو. د هغه وخت تاریخپوهان لکه البیان المغرب او کرونیکا انونیما وايي چې د هغه ځای ناستي توب له کومې پېښې پرته تر سره سو چې په دې وخت کې عبدالرحمن د یوویشت یا دوه ويشت کلونو و. هغه یو امارت د همدې امارت د انحلال په درشل کې ترلاسه کړ او د هغه قدرت د قرتبې له نژدې ځایونو څخه نور پراخ نه شو. په شمال کې د آستوریاس عیسوي شاهي دولت د دورو په دره کې د بیا نیولو پروګرام ته دوام ورکاوه. سويل لوري ته په افریکید کې فاطمیانو یو خپلواک خلافت جوړ کړ چې د مسلمانو وګړو بیعت یې چې د عبدالله د سختې واکمنۍ په وخت کې یې  کړاوونه  تېر کړي و جذباوه یو ګواښ بلل کېده. په کورنۍ جبهه کې، د موالېد  ناراضي کورنیو ( د عبرانې نسب مسلمانان) د قرطبې د امیر په وړاندې یو فوری خطرو. له ټولو ډېر ځواکمن عمر ابن حفسون و چې د هغه د بابسترو  نه نیول کېدونکې سنګر د شرقي اندلس ډېرې برخې کنترولولې.   [۱۲][۱۳]

لا د خپل سلطنت په لومړیو کې، عبدالرحمن د اندلس د یاغیانو د ځپلو ، قدرت د ټينګولو او مرکزي کولو او په امارت کې د داخلي نظم د بیا تأسیس کولو لپاره خپل ټینګ عظم ښکاره کړ.د تخت د تر لاسه کولو څخه وروسته په لسو ورځو کې هغه د قرطبې د یاغیانو د یوه مشر سر پرې اوخلکو ته وښود. له دې وروسته هغه هر کال د شمالي او سویلي قبیلو په وړاندې لښکر را ایسته تر څو په هغوی خپل کنترول وساتي. د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسېږي، عبدالرحمن د شرقي اروپا غلامان  ساګا لیبان دربار ته معرفی کړل.  ساګا لیبانو له یوې دریمې توکمیزې ډلې استاذولې کوله چې کولای شو  هغه بې پایه نزاع خنثي کړي چې د ده د مسلمانو عربو  اتباعو د میراثونو او د مسلمانو بربریانو د میراثونو په اړوند وه.     [۱۴]

هسدی ابن شاپروت یو یهودې درباري چې د عبدالرحمن د مالي مسؤل په توګه یې کار کاوه، د پاچا د عوایدو په اړوند لیکلي:

د عبدالرحمن کلني عواید به هر کال ۱۰۰۰۰۰ فلورینو ( انګلیسي پولي واحد چې له کال ۱۹۷۱ څخه د مخه کارېده او له لسو پونډو سره معادل و)  ته لوړېدل، د عوایدو دا لوړېدل یواځې له هغو سوداګرو له امله و چې له مختلفو هېوادونو او جزایرو به دې خوا ته راتلل.  د هغوی ټول تجارت او ټولې چارې یې باید زما له خوا لارښوونه شوط وای ، خدای ته شکر چې په ما یې مهرباني پېرزو کړې ده، د نړۍ پاچان چې زما د پاچا ستروالی درک کړي نو هغوی په بیړه ځما پاچا ته له پرېمانه سوغاتونو سره راځي. همدا زه یم چې ګمارل شوی یم چې  دا سوغاتونه تر لاسه کړم او په ورته وخت کې هغوی ته بېرته  انعامونه ورکړم.  [۱۵]

د واکمنۍ لومړي وختونه[سمول]

د هغه د واکمنۍ به شلو لومړیو کلونو کې، عبدالرحمن په شمال کې عیسوی پاچاهیو یعني د آستوریاسانو او ناوار د سلطنت په وړاندې له نظامې کړنې څخه ډډه وکړه. د مووالاد یاغیان هغه څوک و چې دی په پیل کې ورسره مخ شو. دا ځواکمنې کورنۍ د عبرانیانو له خوا ملاتړ کېدې چې په ښکاره یا په پټه به عیسویان و او له یاغیانو سره به یې کار کاوه. دې کورنیو چې د نفوس ستره برخه یې جوړوله، د عربو د اریستوکراسۍ په وړاندې د پاچا له ملاتړ سره هم مخالف نه و. عبد الرحمن د یوه مزدور پوځ په کارونې سره چې عیسویان هم پکې شامل و د هغوی په تابع کولو پیل وکړ. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "The Golden Caliphate". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "'Abd al-Rahman III". Encyclopædia Britannica (15th) I: A–Ak – Bayes. (2010). Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.. 17–18. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  3. His year of birth is given as 891 in the Chambers Biographical Dictionary, کينډۍ:ISBN, p. 2
  4. Abd al-Rahman, III Biography. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ibn Idhari, Kitab al-Bayan
  6. Fernández-Morera, Darío (2016). The Myth of the Andalusian Paradise (په انګلیسي ژبه کي). Open Road Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5040-3469-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Flood, Timothy M. (2018). Rulers and Realms in Medieval Iberia, 711–1492 (په انګلیسي ژبه کي). McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4766-3372-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Abd al-Rahman III". World History Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Myth of the Andalusian Paradise. Open Road Media. 2016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1504034692. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ibn Hazm
  11. Byfield, Ted; Project, Christian History; Stanway, Paul (2004). The Quest for the City : A.D. 740 to 1100 : Pursuing the Next World, They Founded this One (په انګلیسي ژبه کي). Christian History Project. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9689873-6-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "'Abd al-Rahman III". Encyclopædia Britannica (15th) I: A–Ak – Bayes. (2010). Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.. 17–18. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  13. "'Abd al-Rahman III". Encyclopædia Britannica (15th) I: A–Ak – Bayes. (2010). Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.. 17–18. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  14. "'Abd al-Rahman III". Encyclopædia Britannica (15th) I: A–Ak – Bayes. (2010). Chicago: Encyclopædia Britannica, Inc.. 17–18. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  15. Mahberet Menahem (ed. Herschell Filipowski), London & Edinburgh 1854 (reprinted: Jerusalem 1987), in: Biography of the Author (the Celebrated Rabbi Menahem ben Saruk), p. 7; cf. Elkan Nathan Adler, Jewish Travellers, Routledge: London 1931, pp. 22–36 [vide Cambridge University Library, Taylor-Schecter Collection (T-S Misc. 35.38)].
  16. کينډۍ:EB1911