خوندي سیمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خوندي یا محفوظې سیمې یا هم تر څارنې لاندې او ساتل شوې ساحې هغه ځایونه دي چې د منل شویو طبیعي، چاپېریالي یا کلتوري ارزښتونو له امله یې حفاظت او ساتنه کېږي. څو ډوله خوندي سیمې شته دي چې د خوندیتوب کچه یې د هر هېواد د واکمنو قوانینو یا د اړوندو نړیوالو سازمانونو د مقرراتو له مخې توپیر کوي. په عمومي توګه خوندي سیمې هغو ځایونو ته ویل کېږي چې هلته د انسانانو ورتګ یا لږ تر لږه له طبیعي سرچینو (د بېلګې په توګه د سون له لرګیو، له لرګیو پرته نورو ځنګلي محصولاتو، اوبو، او نورو) څخه یې ګټه اخیستنه محدوده وي.[۱]

د "خوندي شوې ساحې" اصطلاح همدا راز سمندري خوندي سیمې هم رانغاړي چې په حدودو کې یې د سمندر ځینې سیمې او له سرحدونو هاخوا هغه خوندي سیمې هم شاملېږي چې ګڼ هغه هېوادونه رانغاړي چې د هغې سیمې داخلي سرحدونه د ساتنې او اقتصادي موخو لپاره له منځه وړي. په ټوله نړۍ کې (د ۲۰۱۰ کال تر اکتوبر پورې) څه باندې ۱۶۱۰۰۰ خوندي ساحې ثبت شوې دي او هره ورځ نورې هم پرې ور زیاتېږي چې د ځمکې د ټولې سطحې د مساحت له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه پورې برخه جوړوي.[۲][۳][۴][۵]

تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۴۶۸۸ سمندري خوندي سیمې ثبت شوې وې او د نړۍ شاوخوا ۱۴.۷ سلنه د ځمکې او داخلي اوبو ساحې (له انترکتیکا پرته) خوندي دي. له داخلي اوبو هاخوا تر ملي حاکمیت د لاندې اوبو په برخه کې نږدې ۱۰.۲ سلنه ساحلي او سمندري سیمې او ۴.۱۲ سلنه د نړۍ سمندري ساحې په سمندري خوندي شویو یا محفوظو ساحو پوښل شوې دي. په مقابل کې له ملي حاکمیت بهر د نړۍ د ټولو سمندرونو یوازې ۰.۲۵ سلنه یې د سمندري خوندي سیمو له‌خوا پوښل شوې دي. په وروستیو کلونو کې د ۳۰ پر ۳۰ نوښت دا هدف ټاکلی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نړۍ ۳۰ سلنه سمندري سیمې او ۳۰ سلنه ځمکنۍ خاورې خوندي کړي. دا هدف د اروپايي ټولنې له‌خوا د ۲۰۳۰ کال لپاره د ژواک بېلابېلوالي په ستراتیژۍ کې تصویب شوی چې د طبیعت کمپاین د ژواک بېلابېلوالي اړوند COP15 غونډې او G7 په کنفرانس کې د دغه هدف ملاتړ وکړ.[۶][۷][۸]

خوندي سیمې د ژواک بېلابېلوالي د ساتنې لپاره تطبیقېږي چې ډېری وختونه له ګواښ او خطر سره مخ ژوندیو نوعو ته استوګنځای او له ښکار کېدلو څخه ساتنه چمتو کوي. محافظت یا ساتنه د هغو ایکولوژیکي یا چاپېریالي پروسو په ساتلو کې مرسته کوي چې نشي کولی په اکثریت جدي اداره کېدونکو ځمکنیو مناظرو او سمندري مناظرو کې هم ژوندۍ پاتې شي.[۹]

تعریف[سمول]

هغه تعریف چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو چوکاټونو کې په پراخه کچه منل شوی، د طبیعت د ساتنې نړیوالې اتحادیې (IUCN) د خوندي سیمو لپاره په خپلو کټګوریزو لارښودونو کې وړاندې کړی دی. دا تعریف په لاندې ډول دی:[۱۰][۱۱][۱۲]

یو په واضح ډول تعریف شوی جغرافیایی ځای چې د قانوني یا نورو اغېزناکو وسایلو له لارې منل شوی، وقف شوی او اداره شوی وي، تر څو د اړوندو چاپېریالي سیستمونو له خدماتو او کلتوري ارزښتونو سره د طبیعت اوږدمهاله ساتنه یقیني کړي.

تاریخچه[سمول]

خوندي شوې سیمې کلتوري اثار دي او د دوی داستان په انساني تمدن کې نغښتی دی. د ځایونو او طبیعي سرچینو ساتنه په هېڅ صورت یو عصري مفهوم نه دی، هغه که ځايي یا بومي ټولنې وي چې د مقدسو ځایونو ساتنه کوي یا هم د اروپا د ښکار د زیرمو کنوانسیون وي. کابو ۲۰۰۰ کاله وړاندې په هند کې شاهي فرمانونو د ځینو سیمو ساتنه کوله. په اروپا کې هم شتمنو او ځواکمنو خلکو د زرګونو کلونو لپاره د ښکار ځایونه ساتل. پر دې سربېره د ځانګړو ځایونو د ساتنې مفکوره نړیواله ده: د بېلګې په توګه په ارام سمندر کې د ټولنو ("تاپو" سیمو) او د افریقا په ځینو برخو کې په (مقدسو باغونو) کې شته ده.

په دې وروستیو کې د خوندي سیمو اهمیت د بشري فعالیتونو له کبله د نړیوالې تودوخې د ګواښ او په دوامداره طریقه د طبیعي سرچینو د مصرفولو د اړتیا په اړه د پوهاوي رامنځته کېدو له کبله برجسته شوی دی. د خوندي سیمو د ګټو او ارزښتونو لیدلوری نه یوازې له چاپېریالي پلوه منل شوی، بلکې له کلتوري پلوه د بومي او ټولنیزو ساتل شویو سیمو په ډګر کې د لا پراختیا له لارې هم منل شوی دی. د نماینده چاپېریالي سیستمونو د ساتنې لپاره نړیوال پروګرامونه (د ځمکې د چاپېریال په اړه د نړیوالتوب چاپېریالي ننګونو ته په پام سره) په نسبي ډول پرمختللي دي، خو د سمندري او خوږو یا تازه اوبو په بایومونو کې لږ پرمختګ شوی دی.[۱۳][۱۴][۱۵]

ننګونې[سمول]

د ساتنې لپاره د خوندي سیمو د اداره کولو څرنګوالی یو لړ ننګونې راټوکوي – هغه که د محلي نفوس په اړه وي، ځانګړي ایکوسیستمونه وي یا خپله د زېرمو ډیزاین وي – او په ایکولوژیکي یا چاپېریالي مسایلو کې د ګڼو غیر متوقع عناصرو له امله هره خوندي سیمه د یوه مورد لپاره د ځانګړو لارښوونو ټولګې ته اړتیا لري.[۱۶][۱۷]

په ډېری مواردو کې خوندي ساحې له ښاروالۍ سره نږدې همغږي او انسجام لري او ځانګړي فعالیتي مدیریت ته اړتیا لري چې له یوې خوا د پایښت او له بلې خوا د سیمه‌ییز پرمختګ لامل کېږي. د خوندي سیمو ادارې د طبیعت او چاپېریالي سیستمونو د ساتنې هدف لري، حال دا چې ښاروالۍ بیا د یوې ځانګړې محلي ټولنې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ مسؤولیت پر غاړه لري.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اغېزناکتیا[سمول]

د خوندي سیمو په اړه یوه مهمه اندېښنه د ژواک بېلابېلوالي د روان زیان په مخنیوي کې د دوی د اغېزناکتیا څرنګوالی دی. ډېری موردي څېړنې پز ځمکنیو او سمندري ژوندیو نوعو باندې د دې چارې مثبتې اغېزې په ګوته کوي، خو بیا هم د ډېری خوندي سیمو په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي. د خوندي سیمو اړوند محدودیتونه دا موارد رانغاړي: د دوی کوچنۍ اندازه او له یو بل څخه جلا کول (چې د ژوندیو نوعو په ساتنه کې اغېزناکه چاره ده)؛ د ډېری هغو فکتورونو په مخنیوي کې د دوی محدود رول چې پر ژواک بېلابېلوالي اغېزه کوي، لکه د اقلیم بدلون، مهاجمې یا بریدګرې ژوندۍ نوعې او د هوا ککړتیا؛ د دوی لوړ لګښتونه؛ او طبیعي سرچینو ته له انساني غوښتنو سره د دوی مخ په زیاتېدونکی تضاد.[۲۲][۲۳]

خوندي سیمې د مهمو طبیعي چاپېریالي سیستمونو په ساتنه کې ستر رول لوبوي او د چاپېریالي سیستم اړین خدمات چمتو کوي چې د کاربن ذخیره کول او د سیلابونو مخنیوی یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۲۴][۲۵][۲۶]

د محافظتي فعالیتونو د ایکولوژیکي یا چاپېریالي اغېزناکتیا پر تمرکز سربېره، یعنې دا چې تر کومې کچې مطلوبې چاپېریالي ګټې او اهداف ترلاسه شوي، ګڼې څېړنې ښيي چې د ګټورتیا اړوندې اندېښنې یې هم باید د ساتنې د فعالیتونو په ډیزاین او پلي کولو کې مرکزي رول ولوبوي. په دې تړاو بېلابېل اړخونه لکه د استوګنځایونو ډول، د ساتنې لپاره غوره شوې ژوندۍ نوعې یا منظرې، د ساتنې د قراردادونو ډیزاین، د ساتنې د فعالیتونو اداره کول او د تادیاتو سیستمونه مهم رول لوبوي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lele, Sharachchandra; Wilshusen, Peter; Brockington, Dan; Seidler, Reinmar; Bawa, Kamaljit (1 May 2010). "Beyond exclusion: alternative approaches to biodiversity conservation in the developing tropics" (in en). Current Opinion in Environmental Sustainability 2 (1): 94–100. doi:10.1016/j.cosust.2010.03.006. ISSN 1877-3435. http://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S187734351000014X. 
  2. Soutullo, Alvaro (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Extent of the Global Network of Terrestrial Protected Areas"] (in en). Conservation Biology 24 (2): 362–363. doi:10.1111/j.1523-1739.2010.01465.x. ISSN 1523-1739. PMID 20491846. 
  3. "unstats - Millennium Indicators". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mora C, Sale P (2011). "Ongoing global biodiversity loss and the need to move beyond protected areas: A review of the technical and practical shortcoming of protected areas on land and sea". Marine Ecology Progress Series 434: 251–266. doi:10.3354/meps09214. Bibcode2011MEPS..434..251M. https://www.int-res.com/articles/theme/m434p251.pdf. 
  5. "Protected Planet". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Protected Planet Report 2016" (PDF). UNEP-WCMC and IUCN. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Sign the 30x30 Petition Today!". Campaign for Nature. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "G7 commits to end support for coal-fired power stations this year". euronews. 21 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dudley, N. (ed.) Guidelines for Applying Protected Areas Management Categories (IUCN: Switzerland, 2008)
  10. "About". IUCN (په انګلیسي ژبه کي). 10 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Guidelines for Applying the IUCN Protected Area Management Categories to Marine Protected Areas. https://www.sprep.org/attachments/VirLib/PNG/guidelines-protected-area-categories-mpa.pdf. 
  12. Borrini-Feyerabend, G., N. Dudley, T. Jaeger, B. Lassen, N. Pathak Broome, A. Phillips and T. Sandwith (2013). Governance of Protected Areas. From understanding to action (PDF). IUCN. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-8317-1608-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  13. Centre, UNESCO World Heritage. "Tobago Main Ridge Forest Reserve". UNESCO World Heritage Centre. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Phillips, A. A Short History of the International System of Protected Area Management Categories (WCPA Task Force on Protected Area Categories, 2007)
  15. Uekötter, Frank (9 March 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eine kleine Geschichte des Artenschutzes"] (in de). Zeitschrift der Bundeszentrale für Politische Bildung (bpb) 11/2020: 15. 
  16. Hermoso, Virgilio; Abell, Robin; Linke, Simon; Boon, Philip (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of protected areas for freshwater biodiversity conservation: challenges and opportunities in a rapidly changing world."]. Aquatic Conservation: Marine and Freshwater Ecosystems 26 (S1): 3–11. doi:10.1002/aqc.2681. 
  17. Mora C, Sale P (2011). "Ongoing global biodiversity loss and the need to move beyond protected areas: A review of the technical and practical shortcoming of protected areas on land and sea". Marine Ecology Progress Series 434: 251–266. doi:10.3354/meps09214. Bibcode2011MEPS..434..251M. https://www.int-res.com/articles/theme/m434p251.pdf. 
  18. "for Conservation: A Global Overview, Dan Brockington and Jim Igoe. Accessed: 18 April 2011". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "BBC News: A Battle for DR Congo's Wildlife". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Welle (www.dw.com), Deutsche. "Poachers target endangered animals in protected areas, study finds | DW | 18.04.2017". DW.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Wildlife Trafficking". www.justice.gov (په انګلیسي ژبه کي). 2015-04-13. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mora C, Sale P (2011). "Ongoing global biodiversity loss and the need to move beyond protected areas: A review of the technical and practical shortcoming of protected areas on land and sea". Marine Ecology Progress Series 434: 251–266. doi:10.3354/meps09214. Bibcode2011MEPS..434..251M. https://www.int-res.com/articles/theme/m434p251.pdf. 
  23. Regos, Adrian; D'Amen, M; Titeux, Nicolas; Herrando, S; Guisan, A; Brotons, Lluis (2016). "Predicting the future effectiveness of protected areas for bird conservation in Mediterranean ecosystems under climate change and novel fire regime scenarios.". Diversity and Distributions 22 (1): 83–96. doi:10.1111/ddi.12375. http://arxiudigital.ctfc.cat/docs/upload/27_490_Regos%20et%20al.%20-%202015%20-%20Predicting.pdf. 
  24. Dorji, Sangay; Rajaratnam, Rajanathan; Vernes, Karl (1 October 2019). "Mammal richness and diversity in a Himalayan hotspot: the role of protected areas in conserving Bhutan's mammals" (in en). Biodiversity and Conservation 28 (12): 3277–3297. doi:10.1007/s10531-019-01821-9. ISSN 1572-9710. https://doi.org/10.1007/s10531-019-01821-9. 
  25. Yu, E.; Cui, N.; Quan, Y.; Wang, C.; Jia, T.; Wu, D.; Wu, G. (16 November 2020). "Ecological protection for natural protected areas based on landsenses ecology: a case study of Dalinor National Nature Reserve". International Journal of Sustainable Development & World Ecology 27 (8): 709–717. doi:10.1080/13504509.2020.1727585. ISSN 1350-4509. https://doi.org/10.1080/13504509.2020.1727585. 
  26. Weston, Phoebe (8 March 2021). "Land could be worth more left to nature than when farmed, study finds". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Drechsler, Martin; Johst, Karin; Wätzold, Frank (March 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The cost-effective length of contracts for payments to compensate land owners for biodiversity conservation measures"]. Biological Conservation 207: 72–79. doi:10.1016/j.biocon.2017.01.014. 
  28. Schöttker, Oliver; Santos, Maria João (November 2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Easement or public land? An economic analysis of different ownership modes for nature conservation measures in California"]. Conservation Letters 12 (6). doi:10.1111/conl.12647. 
  29. Schöttker, Oliver; Johst, Karin; Drechsler, Martin; Wätzold, Frank (September 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Land for biodiversity conservation — To buy or borrow?"]. Ecological Economics 129: 94–103. doi:10.1016/j.ecolecon.2016.06.011. 
  30. Petersen, Anders Højgård; Strange, Niels; Anthon, Signe; Bjørner, Thomas Bue; Rahbek, Carsten (February 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Conserving what, where and how? Cost-efficient measures to conserve biodiversity in Denmark"]. Journal for Nature Conservation 29: 33–44. doi:10.1016/J.JNC.2015.10.004. 
  31. Ansell, Dean; Freudenberger, David; Munro, Nicola; Gibbons, Philip (June 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The cost-effectiveness of agri-environment schemes for biodiversity conservation: A quantitative review"]. Agriculture, Ecosystems & Environment 225: 184–191. doi:10.1016/J.AGEE.2016.04.008. 
  32. Ferraro, Paul J; Pattanayak, Subhrendu K (11 April 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Money for Nothing? A Call for Empirical Evaluation of Biodiversity Conservation Investments"]. PLOS Biology 4 (4): e105. doi:10.1371/journal.pbio.0040105. PMID 16602825.