خجو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن خجو چې اصلي نوم يې بي بي خديجه وه، د افغان اتل وزير محمداكبر خان مور وه. په افغانستان کې د دغې پښتنې مېرمنې ستاينه په دې خاطر کېږي چې افغانانو ته يې د غازي اکبر خان په څېر په هېواد مين ځوی روزلی وه.

دې مېرمنې د خپل هېواد په پاڅون کې ښه ښه چوپړونه كړي دي، لكه خپل زوى چې يې د بخارا له بند څخه خلاص كړ او د پرديو له لاسه يې د ملت په خلاصون كې د قدر وړ زيار اېستلی.

نافعه او گټور آثار لكه مسجدونه او پلونه يې په يادگار پرېښوول. نو دا مېرمن د دې مملكت يوه نوميالۍ او فكوره ښځه وه چې د خپل زوى سره يې په اصلاحي افكارو كې مرسته كړې ده.