Jump to content

ختیځ پروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ختیځ پروس (په جرمني: Ostpreußen، داسې تلفط کېږي [ˈɔstˌpʁɔʏsn̩]، پولنډي: Prusy Wschodnie؛ لیتوانیايي: Rytų Prūsija؛ لاتیني: Borussia orientalis؛ روسي: Восточная Пруссия؛ رومانیایايي: Vostóchnaya Prússiya) د ۱۷۷۳ او ۱۸۲۹ او بیا له ۱۸۷۸ ز څخه د پروس پاچهۍ یو ولایت و. له ۱۸۷۱ ز کال څخه راپه دېخوا دا پاچهي په خپله د جرمني ټولواکۍ یوه برخه وه. ختیځ پروس د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه بیا تر ۱۹۴۵ز کال پورې د وېمار جمهوریت "د پروس آزاد آیالت" و. د دېپلازمېنه کانېکسبرګ (نننی کالینینګراد) و. ختیځ پروس د پروس سیمې او سوېل ختیځ بالتیک ساحل اصلي برخه وه. [۱]

د بالیتیک پخوانیو پروسانو ډېری پلرنۍ ځمکې په ختیځ پروس کې وې. د ۱۳مې پېړۍ په بهیر کې، ځایی پروسان د صلیبي تیوټانیک شوالیوله خوا فتح کړای شول. د ځایی بالت اوسېدونکي د فتحې څخه وروسته ورو ورو عیسویت ته اوښتل. په راتلونکو پېړیو کې د جرمني کولو او مستعمره کولو له لارې، جرمنيان پدې سیمه کې لاسبرې قومي ډله وه، او ماسوریان او لیتوانیایان بیا لږکي وو. د ۱۳مې پېړۍ څخه راوروسته ختیځ پروس د تیوتانیک شوالیو رهباني آیالت و. په ۱۴۶۶ز کال کې د تارن له دویمې سولې وروسته، دا سیمه د پولنډ پاچا، ملکیت وګرځېده. په ۱۵۲۵ز کال کې، له پروس سره په بیعت سره، دا ولایت د پروس دوک مېشتې شوه. زړه پروسۍ ژبه په ۱۷مه پېړۍ یا د ۱۸مې پېړۍ به پیل کې له منځه ولاړه. [۲][۳]

دا چې دوک مېشتې د سپېڅلې رومي ټولواکی د واک له دایرې څخه بهر وه، نو د براندېنبورګ شاهزاده ټاکوونکو دا توان درلود چې خپل ځانونه په ۱۷۰۱ ز کال کې "پاچا" وبولي. په ۱۷۷۲ز کال کې د پولنډ-لیتوانیا مشترک المنافع په لومړي وېش کې د لوېدیځ شاهي پروس د ضمیمه کولو څخه وروسته، ختیځ (دوک مېشتي) پروس د پروس دولت له پاتې سیمو سره د ځمکې له لارې نښلېدلی و چې بیا په راتلونکي کال (۱۷۷۳م) کې د ولایت په توګه په رسمیت وپېژندل شول. د ۱۸۲۹ او ۱۸۷۸ ز کلونو تر منځ، د ختیځ پروس ولایت د لویدیځ پروس سره یوځای شو او پدې توګه یې د پروس ولایت رامنځته کړ.

د پروس پاچهي په ۱۸۷۱ ز کال کې له جوړېدو وروسته د جرمني ټولواکۍ مخکښ دولت شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د وارسای تړون لویدیځ پروس، پولنډ ته وروبښلو او ختيځ پرون یې د ویمار جرمني برخه کړ (د نوي پولنډ دهلیز ختیځ پروس له نور جرمني څخه جلا کړ، او ورپسې د مېېمل سیمه په ۱۹۲۳ ز کال کې لیتوانیا راجلا او له ځان سره یوځای کړه. په ۱۹۴۵م کال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني له ماتې وروسته، د جوزف سټالین په ټینګار، جنګ ځپلی پروس د شوروي اتحاد او د پولنډ ولسی جمهوریت (وارمیان-ماسوریان سلطنت) تر منځ ووېشل شو. داسې چې په شوروی اتحاد کې کالیننګراد ابلاست د روسیې شوروي فډراټیف سوسیالیست جمهوریت او د لیتوانیا د کلېپېدا سیمې برخه شوه. د پایتخت نوم چې کونېسبرګ و، په ۱۹۴۶زکال کې کالینینګراد ته واړول شو. د جرمني ډېری وګړي د جګړې پر مهال له دې ولایت څخه تخلیه شول او نور چې پاتې وو بیا د دویمې نړیوالې جګړې څخه لنډمهال وروسته له دې ځایه وشړل شول. د اټکل له مخې، ۳۰۰۰۰۰ کسان د جکړې پر مهال د بمباریو، په جګړه کې له ولایت څخه د دفاع پر مهال او یا هم د سره پوځ له ناوړه چلند او یا له لوږې، یخنۍ او ناروغیو مړه شول. [۴][۵]

مخینه

[سمول]

د ماسویا د لومړي دوک کونارډ په هڅونه، ټیوټانیک شوالیو په ۱۳مه پېړۍ کې پروس لاندې کړ او هلته یې د زړو پروسانو د ادارې په موخه رهباني دولت رامنځته کړ. په شمال کې د سیمو زاړه پروسي او په سوېل کې پولنډي نومونه ورو ورو په جرمني واوړول شول. د پولنډي پومېراینا او کدانسک/دانزیک او لویدیځې لیوانتیا د اشغال په ګډون، د شوالیو پراختیاپاله سیاستونو دوی د پولنډ له پاچاهۍ سره په شخړه واړول او په ګڼو جګړو کې یې راونښلول چې په پایله کې یې د پولنډ-لیتوانیا-ټیوټانیک جګړه رامنځته شوه. پدې جګړه کې د پولنډ او لیتوانیا متحدو لښکرو په ۱۴۱۰ ز کال د ګرونوالډ (تانېنبرګ) په جګړه کې ټیوټانیک نظم ته ماتې ورکړه. دې ماتې د ۱۴۶۶ز کال د تارن په دویم تړون کې رسمیت وموند، دیارلس کلنې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود او د پومېرانیا/پومېرېلیا پخوانۍ پولنډۍ سیمه د پولنډ تر کنټرول لاندې پاتې شوه. له وارمیا سره یوځای، دوی د شاهي پروس ولایت رامنځته کړ. ختيځ پروس د شوالیو تر واکمنۍ لاندې پاتې شو خو ملکیت یې له پولنډ سره و. د پولنډ د پاچاهانو له لوري د ۱۴۶۶ او ۱۵۲۵ ز کال ترتیبتوبه د سپېڅلې رومي ټولواکۍ له لوري ونه منل شول، او همدا شان د ټیوټانیک شوالیو مخکینۍ لاسته راوړنې هم تایید نشوې.

ټیوټانیک نظم هغه مهال ختیځ پروس له لاسه ورکړ چې د براندېنبرګ-انسباک ستر استاد البرټ لوتېرانیزم ته واوښت او په ۱۵۲۵ز کال کې یې د ټیوټانیک نظم د پروس څانګه سیکولره کړه. البرټ هم ځان ته د پروس دوک مېشتې د لومړي دوک خطاب وکړ او هم یې ځان له پروس سره د بیعت له لارې د پولنډ د تخت مالک وګاڼه. والټر وان کرونبرګ، راتلونکی ستر استاد، په ۱۵۳۰ن کال کې د آګسبورک د رژیم ځخه وروسته د پروس په مالک ملقب شو، خو نظم بیا هېڅکڷه د دې سیمې ملکیت ترلاسه نکړ. په ۱۵۶۹م کال کې، د برندېنبرګ د مارګراویېت د شهزاده ټاکوونکو هوهېنزولېرن د البرت د زوی، ضعیف النفس البرټ فریډرېک سره نائب السلطنه شول. 

د پروس واکمن، د تیوتانیک نظم (Teutonic Order) ستر استاد درېیم ماکسیمیلین، د ټولواک دویم ماکسیمیلین زوی په ۱۶۱۸ز کال کې مړ شو. کله چې ماکسیمیلین مړ شو، د البرټ سلسلسه له منځه ولاړه او د پروس دوک مېشتې د برندېنبرګ ټاکوونکو ته ورسېده او براندېنبورګ-پروس یې رامنځته کړ. په ۱۶۵۵ز کال کې د سویډن لخوا د پولنډ له اشغال څخه په ګټې اخیستنې، او د سیمې د واکمن په توګه د پولنډۍ پاچاهۍ پر وړاندې د خپل مکلفیت د ترسره کولو پر ځای، ټاکوونکي او ډوک فرېډرېک ویلیم له سويډنی لښکرو او ورپسې د وېهلاو، لابیئاو او اولیویا تړونونو سره یوځای شو او پدې ترتیب یې په ۱۶۶۰م کال کې د پروس پر دوک مېشتې د پولنډ پاچا حاکمیت له منځه یووړ. دې زورواک پلوه ټاکوونکي (شهزاده) د پروس لوړې شتمنۍ هم تر خپل واک لاندې راوستې.

د ولایت تاریخ یې

[سمول]

د پروس پاچهي

[سمول]

که څه هم برندېنبورګ د سپېڅلې رومي ټولواکۍ یوه برخه وه، خو د پروس ځمکې په دې ټولواکۍ کې نه راتللې او د تیوتانیک نظم د لویو استادانو (Teutonic Order grandmasters) له لوري چې د ټولواک تر صلاحیت لاندې ول، اداره کېدې. د هسپانیې د ځایناستۍ په جګړه کې د ټولواک لومړي لیوپولډ د ملاتړ په بدل کې، درېیم الکټور فریډرېک ته اجازه ورکړل شوه چې په ۱۷۰۱ کال کې ځان "د پروس پاچا" وټاکي. دا نوې پاچاهي چې د هوهېنزولرن کورنۍ لخوا اداره کېده، د پروس د پاچاهۍ په توګه وپېژندل شوه. د "پروس پاچاهۍ" نوم کرار کرار د براندېنبورګ-پروس د ډېری سیمو لپاره وکارول شو. د لاستر حقوقي شخصیت د توپیر په پار، د پروس پخوانی دوک مېشتې Altpreußen ("زوړ پروس")، د پروس ولایت، او یا "ختیځ پروس" وبلل شو.

د ۱۷۰۹-۱۷۱۱ په وبا طاعون او قحطۍ کې د زړې پروسۍ ژبې د وروستیو ویوونکو په ګډون، د ختیځ پروس نږدې یوه پر درېیمه برخه خلک مړه شول. [۶]

سرچينې

[سمول]
  1. The Columbia Encyclopedia, Sixth Edition (2008), East Prussia
  2. Schaitberger, L. "Ostpreußen: The Great Trek". بياځلي په 8 December 2016.
  3. Encyclopædia Britannica: Old-Prussian-language; Gordon, Raymond G., Jr. (ed.): Ethnologue: Languages of the World, 2005, Prussian
  4. tenn@owlnet.rice.edu. "Sarmatian Review XV.1: Davies". بياځلي په 8 December 2016.
  5. Andreas Kossert, Ostpreuβen. Geschichte und Mythos, 2007 Pantheon Verlag, PDF edition, p. 342. According to Kossert East Prussia lost about 511,000 out of 2,490,000 inhabitants, thereof 311,000 civilians.
  6. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link)