ختیځه نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ختیځه نړۍ چې د ختیځ او لرې ختیځ په نوم هم پېژندل کېږي، هغه ټول شموله (چترۍ ډوله) اصطلاح ده چې بېلابېل کلتورونه یا ټولنیز جوړښتونه او مختلفو زمینو ته اړوند ملتونه او فلسفي سیسټمونه په ځان کې رانغاړي. تر ډېره په کې لږ تر لږه د آسیا یوه برخه او له جغرافیايي پلوه د ختیځې اروپا هېوادونه او کلتورونه، مدیترانې سیمه او عربي نړۍ، په ځانګړې ډول په تاریخي (له معاصر دورې وړاندې) زمینه او معاصر مهال کې ختیځ پېژندنه په کې شاملېږي. تر ډېره د لویدیځې نړۍ د سیالې په توګه بلل کېږي او د شمال او سوېل د وېش له مخې له سوېلي نیمايي سره کلکې اړیکې لري.[۱]

په دغه اصطلاح کې بېلابېلې سیمې شاملې دي چې واحد مشترک میراث نه لري، له همدې امله ستونزمنه ده چې عمومي بڼه ورکړل شي. په داسې حال کې چې د ختیځې نړۍ یو شمېر برخې په ځانګړې توګه په نړیوال سوېل کې ګڼ شمېر ګډ مشترکات لري، خو له تاریخي پلوه یې هېڅکله ځان د یوې ټولګې په توګه نه دی تعریف کړی.[۲]

دغه اصطلاح، په اصل کې تحت الفظي جغرافیايي معنا لري چې د پخوانۍ نړۍ ختیځې برخې ته اشاره کوي او د لویدیځې اروپا (لویدیځې نړۍ) سره یې د آسیايي تمدنونو او کلتورونو د توپیر څرګندويي کوله. په دودیز ډول په ختیځه نړۍ کې ټول ختیځ، د آسیا سویل ختیځ، لوی منځنی ختیځ، مرکزي آسیا او سویلي آسیا شاملېدل.

له مفهومي پلوه د ختیځ او لویدیځ ترمنځ پوله د جغرافیايي پولې پرځای کلتوري ده چې له امله یې اسټرالیا معمولا د لویدیځ په ډله کې شاملېږي، په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد د مرکزي آسیا پخواني هېوادونه د پام وړ لویدیځ اغېز لرلو سره په ختیځ کې ډل بندي کېږي. د آسیا او افریقا له ډېرې برخې پرته اروپا په بریالیتوب سره د اقیانوسیې او امریکا نږدې ټولې ټولنې لویدیځې نړۍ ته جذب کړې دي. ترکیه، فلیپین او اسرائیل چې له جغرافیايي پلوه په ختیځه نړۍ کې موقعیت لري، خو د اروپا د کلتوري اغېز له امله، لږ تر لږه په لویدیځ ډله کې په پام کې نیول کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

هویتي سیاستونه[سمول]

آسیايي مفاهیم[سمول]

په داسې حال کې چې د واحد «آسیايي نژاد» مفهوم شتون لري، خو د هغو مشروعیت تر شک لاندې دی. له تاریخي پلوه، د آسیا ځانګړې سیمې د مختلفو «نژادونو» له مخې ډل بندي شوې دي، د بېلګې په توګه: د ختیځې آسیا وګړي یو مهال د «مغولیانو» په توګه ډل بندي کېدل، په داسې حال کې چې د آسیا نورې سیمې نه کېدلې. آسیا له ګڼ شمېر بېلابېلو هېوادونو، قومي ډلو او کلتورونو نه جوړه ده. دغه مفهوم د دغه واقعیت له امله ډېر د بحث وړ دی چې د «آسیایي هویت» دودیزه اصطلاح د آسیا د سویل او ختیځو وګړو ته اړوندېدله او د لویدیځې آسیا هغه سیمې یې ترې مستثنی ګڼلې، چې ځان یې د ختیځې نړۍ برخه نه بلله. په دغو سیمو کې عربي هېوادونه، اسرائیل، ترکیه او ایران شاملېږي.[۹][۱۰][۱۱]

آسیایي کلتور تر ډېره د ملت پالنې او قومي فرد پالنې پیاوړې ځانګړنې لري، خو د ګڼ شمېر مختلفو کلتورونو، چاپېریالونو، اقتصادونو، تاریخي اړیکو او دولتي سیستمونو شتون د دې پرځای چې ټولې لویې وچې ته یو واحد هویت ورکړي، تر ډېره د ملتونو او قومي ډلو لپاره د ځانګړي کلتوري هویت لامل ګرځېدلي. د آسیا وګړي کېدای شي، غوره نه بولي چې د لویې وچې یا سیمې په نوم وپېژندل شي، خو خوښوي چې د ځانګړي ملت یا کلتوري ډلې په هویت وپېژندل شي.

د ختیځ او لویدیځ ترمنځ وېش چې په رسمي ډول ختیځې نړۍ او لویدیځې نړۍ ته اړوندېږي، د اروپا د کلتوري تاریخ او اروپايي عیسوي نړۍ او ختیځ لوري ته د نورو کلتورونو محصول دی. په امریکا کې د اروپايي استعمار له واکمنېدو وروسته د ختیځ او لویدیځ ترمنځ توپیر نړیواله بڼه ومونده. د ختیځ، «هندي» یا «ختیځې نړۍ» په اصطلاح باندې د نژادي او د دیني او کلتوري توپیرونو د نظریاتو له مخې ټینګار وشو. دغه توپیر د لویدیځوالو له خوا د ختیځ پېژندنې او هندولوژي په موسومو علمي دودونو کې بیان شوی. له همدې امله، د آسیايي هویت مفهوم کولای شو، په لومړۍ درجه کې د یوه اروپايي جوړښت په توګه وګڼو. په زړه پورې دا ده چې ختیځ پېژندنه، له یو موټي ختیځې نړۍ نه یوازنی لویدیځ مفهوم دی چې هېڅ ځانګړې سیمې یا سیمو ته نه اړوندېږي، بلکې ټوله آسیا په کې شاملېږي.[۱۲][۱۳]

اروپايي مفهوم[سمول]

د سړې جګړې پر مهال، د «ختیځې نړۍ» اصطلاح ځینې مهال ختیځ بلاک ته کارول کېده چې شوروي اتحاد، د چین د خلکو جمهوریت او د هغو کمونیستو متحدینو ته یې اشاره کوله، په داسې حال کې چې د «لویدیځې نړۍ» اصطلاح، تر ډېره متحده ایالاتو، د هغو ناټو متحدینو، لکه: بریتانیا ته اړونده بلل کېده.

دغه مفهوم ډېری مهال لرې ختیځ ته هم اړوندېږي – هغه سیمه چې د پام وړ کلتوري او دیني مشترکات لري. ختیځه فلسفه، هنر، ادبیات او نور دودونه تر ډېره د دغې سیمې په ټولو لوړ اهمیت لرونکو برخو، لکه عامه کلتور، معماري او دودیزو ادبیاتو کې موندل کېږي. د بودیزم او هندي یوګا پراختیا تر یوه بریده د دغو لامل ګڼل کېږي.

کلتور[سمول]

ختیځ کلتور ګڼ شمېر دودونو او موضوعاتو ته وده ورکړې. یو شمېر یې دا دي:

  • ابراهیمي دینونه (د سویلي آسیا دینونو په توګه پېژندل کېږي)
    • عیسویت – د معاصرې نړۍ ډېرې برخې په دغه دین باور لري، په داسې حال کې چې د دغه دین په بومي لویه وچه آسیا کې دغه دین نور په پراخه کچه نه عملي کېږي او لویدیځې نړۍ ته یې پراختیا موندلې، د «اروپا» او «لویدیځې نړۍ» مفهوم د «عیسویت او عیسوي نړۍ» له مفهوم سره تړلی دی، ان یو شمېر مسیحیت ته د یو موټی اروپايي هویت د رامنځته کوونکي نسبت ورکوي. له دې سره په شام، اناتولیا، فارس او کرالا کې یو شمېر بومي لږه کیو خپل لرغوني باورنه دی ساتلی او د ختیځ عیسویت په یوه څانګه یعنې سریاني عیسویت (یعنې آشوري او ماروني وګړي) ټینګ ولاړ دي. په منځنۍ آسیا، چین، هانګ کانګ، هند، اندونیزیا، جاپان، ماکو، مالیزیا، سویلي کوریا، سنګاپور، تایوان او ویتنام کې د پام وړ عیسوي ټولنې موندل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]
    • اسلام – د نړۍ ډېری مسلمانان تل په آسیا کې ژوند کوي، هغه هم په دغو سیمو کې د اسلام د پراختیا او د دغو سیمو د غالب دین له امله دي.
    • یهودیت – د حاصلخېزې سپوږمۍ د سیمو د اسرائیلي اوعبراني وګړو ملي دین دی، چې اوس مهال په دغو سیمو کې اسرائیل، فلسطین، اردن، سوریه او لبنان شاملېږي. په پایله کې دوی د نن ورځې په یهودانو (په ځانګړې توګه اشکانزي، سفاردي، میزراحي) او سامریانو واوښتل.[۱۷]
    • دروزي عقیده (دین نه دی) – یوه باطني مذهبي ډله ده چې تر ډېره په سوریه، لبنان، اسرائیلو او اردن کې مېشته ده.[۱۸]
    • زردشتېزم – د ساساني ایران دولتي توحیدي دین و.
    • ختیځ دینونه/ ختیځه فلسفه
      • هندي دینونه
        • بودیزم- د ژغورنې هغه لار چې د وروستي واقعیت ماهیت ته په پام ترلاسه کېږي.
        • هندویزم.
        • جینیزم
        • د سیکانو آئین – هغه آئین چې د پنجاب په دښتو کې د اسلام او هندویزم ترمنځ د مخالفتونو په فضا کې رامنځته شو. د دغه آئین پیروان معنوي او رزمې ځانګړنې ساتي.
    • تائوئیک دینونه (د ختیځې آسیا د دینونو په نامه هم پېژندل کېږي)
      • چینايي عنعنوي دین
      • کنفوسینیزم – دغه باور چې انسانان د شخصي او ټولیزو هڅو په ځانګړې توګه د تزکیې او ځان جوړونې په پایله کې د ښوونې وړ، وده کوونکي او کمال ته رسېدونکي بولي.
      • شینتو.
      • تائویزم.
  • آسیايي سینما.
    • چینايي سینما.
    • د هانګ کانګ سینما.
    • هندي سینما.
    • ایراني سینما.
    • اسرائیلي سینما.
      • جاپاني سینما.
    • کوریايي سینما.
    • پاکستاني سینما.
    • فلسطیني سینما.
    • فلیپیني سینما.
    • ترکي سینما.
    • مصري سینما.
    • لبناني سینما.
    • کویټي سینما.
    • بحریني سینما.
    • د متحده عربي اماراتو سینما.

سرچینې[سمول]

  1. Thompson, William; Joseph Hickey (2005). Society in Focus. Boston: Pearson plc. 0-205-41365-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lee, Sandra S.; Mountain, Joanna; Koening, Barbara A. (2001). "The Meanings of 'Race' in the New Genomics: Implications for Health Disparities Research". Yale Journal of Health Policy, Law, and Ethics 1. http://www.yale.edu/yjhple/volume_1/pdf/033%20(koenig).pdf. Retrieved October 26, 2006. 
  3. Meštrovic, Stjepan (1994). Balkanization of the West: The Confluence of Postmodernism and Postcommunism. Routledge. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-203-34464-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Embassy of Brazil – Ottawa". Brasembottawa.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Falcoff, Mark. "Chile Moves On". AEI. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sheldon Kirshner (2013-10-16). "Is Israel Really a Western Nation?". Sheldon Kirshner Journal. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "EU-Turkey relations". European Information on Enlargement & Neighbours. EurActiv.com. 23 September 2004. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 September 2009 باندې). Fifty Years On, Turkey Still Pines to Become European. Time.
  9. Cartmill, Matt (September 1998). "The Status of the Race Concept in Physical Anthropology" (PDF). د کتاب پاڼې 651-660. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. For example, "Asian and Indian people" are referred to in the New Zealand Heart Foundation's BMI calculator Archived 2009-05-31 at the Wayback Machine..
  11. Khatib, Lina (2006). Filming the modern Middle East: politics in the cinemas of Hollywood and the Arab world. 57. I.B. Tauris. د کتاب پاڼي 166–167, 173. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84511-191-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tromans, 6
  13. from the Latin oriens; Oxford English Dictionary
  14. Hindson, Edward E.; Mitchell, Daniel R. (1 August 2013). The Popular Encyclopedia of Church History (په انګلیسي ژبه کي). Harvest House Publishers. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780736948074. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dawson, Christopher; Glenn Olsen (1961). Crisis in Western Education (الطبعة reprint). د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813216836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Analysis (19 December 2011). "Global Christianity". Pew Research Center. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:JewishEncyclopedia
  18. C. Held, Colbert (2008). Middle East Patterns: Places, People, and Politics. Routledge. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780429962004. Worldwide, they number 1 million or so, with about 45 to 50 percent in Syria, 35 to 40 percent in Lebanon, and less than 10 percent in Israel. Recently there has been a growing Druze diaspora. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)