خبرې اترې:د نړۍ د هیوادونو نوملړ
سکالو ورگډولسلامونه!
تر هر څه دمخه د نوملړ، ليکلړ، نيوليک اولړليک تر مېنځ توپير بايد روښانه شي، چې د دغه درې واړو پښتو وييونو ماناګانې په لاندې ډول دي.
نوملړ = list of names يا په پارسي = فهرست نامها
ليکلړ = index يا هغه لړليک چې د کتابونو په پای کې د کتاب موضوعګانې د ابېڅو په ترتيب او په کتاب کې د موضوع د موندلو مخونه پکې په منظمه توګه اوډل شوې وي.
نيوليک = contents يا فهرست
لړليک = list يا لست
د دغو ماناګانو لپاره د مجاور احمد زيار کتاب نويزونه وګورۍ.
بله خبر دا چې د هېوادونو د لړليک له پخوا نه په دوه نومونو په ويکيپېډيا کې خپور شوی پتې يې داسې دي:
دا چې د پخوا نه هم د هېوادونو لړليکونه شته نو زما په نظر داسې مخونو بيا جوړولو ضرورت نشته. د دې پر ځای د نړۍ د پلازمېنو، د نړۍ ښارونه، د آسيا ښارونه، د امريکا ښارونه، د افريقا او اروپا ښارونه او همداراز د آسټراليا د ښارونو تر سرليک لاندې مخونه جوړول به ګټور وي. مهرباني وکړۍ او همدې ټکي ته پام ونيسۍ. --Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel 19:39, 3 نومبر 2011 (UTC)
د نړۍ د هیوادونو نوملړ په اړه شننه پيل کړئ
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چې خلک پکې د ويکيپېډيا منځپانگې ښه کولو لپاره شننه کوي.تاسو کولی شئ دا مخ د نورو سره د د نړۍ د هیوادونو نوملړ د ښه کولو په اړه د شننې لپاره وکاروئ.