خان زمان ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دکتور خان زمان ساپي چې په افغانستان کې د لوړو تحصیلاتو څخه وروسته یې په بهر کې هم خپلې لا لوړې زده کړې پای ته رسولې وي ، د خپل سپېڅلي عمر په ټول پړاو کې یې هیواد او خلکو ته صادقانه خدمت وکړ او یو وخت خو د مسلکي پوهې او صادقانه خدمت له وجهې د سردار محمد داود خان په وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د مرکزي ترمیم خانې د ریُس په توگه هم په هیوادپالونکې روحیې سره کار وکړ ، خو له بده مرغه د ۱۹۹۲ کال د خونړیو تنظیمي جگړو له امله ارواښاد هم د خپل پلرني هیواد پرېښودو ته اړ شو. نن غرمه د هغه جناره د کوپنهاگن د ښار د مسلمانانو په هدیره کې په درنښت سره خاورو ته وسپارل شوه په دغو مراسمو کې یو شمېر افغانانو گدون کړی و او ټولو له لوی خدای نه هغه ته د ښو جنتونو هیله وکړه .د تدفین له مراسمو وروسته د کوپنهاگن په یو لوی صالون کې د هغه د فاتحې مراسم د گڼ شمېر افغانانو او د هغه د کورنۍ د غړو په گډون ترسره شول .موږ د افغان غږ راډیو ټول گارکوونکي په داسې حال کې چې د ارواښاد دکتور ډگروال خان زمان ساپي مړینه د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره یوه ضایعه گڼو ، په دې توگه د مرحومي کورنۍ او بچیانو ، په تېره بیا زما ملگرو ښاغلو دکتور محمد آصف صافي ،دکتور شاه جهان انوري ، بابر احدي او نورو عزیزانو ته د زړه له کومې تسلیت وایم. ( محمد یوسف هیواددوست له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو مشر ) له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو ادارې سره خبر ترلاسه کړ چې په ډنمارک کې مېشت افغان مهاجر او د افغانستان د وسله وال پوځ یو تن پخوانی افسر ډگروال دکتور خان زمان صافي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه وه دغه فاني نړۍ پرېښوده او تلپاتې حق ته یې ځان وسپاره .

==[سمول]

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]