خانقاه ملكي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خانقاه ملكي د افغانستان په سرپل ولايت كې يوكلی دی چې دهمدي ولايت شمال لوري ته دمركزڅخه 15 كيلومتره لري پروت دی د دې كلي گرده اوسيدونكي په قوم پښتانه او لهجه يې قندهاري ده. تقريبا 250 كوره اوسيدونكي لري چې قوم يې د ملكي په نامه ياديږي. پخواني د كلي مشران يې حاجي محمد عمر خان، حاجي محمد قادرخان، حاجي عبدالرؤف خان دي او په اوس وخت كې يې د قوم مشرحاجي حميدالله خان دی.دا قوم (ملكيان) ډيري ځمكې لري چې ټول ټال 10000جريبو ته رسيږي د ځمكو ډيری حاصلات يې غنم، اوربشي، پاليزونه او داسي نور دي.