خالد حسیني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خالد حسیني ( په انګلیسي: Khaled Hosseini) چې د ۱۹۶۵ کال د مارچ په ۴ زیږېدلی، یو افغان-امریکایی ناول لیکونکی، د UNHCR د ښه نیت سفیر او پخوانی ډاکتردی. د هغه لومړنی ناول چې د کاغذپران باز (۲۰۰۳) یاThe Kite Runner (2003)  تر سرلیک لاندې دی، یو ازښتناکه انتقادي او سوداګریز بریالیتوب ګڼل کېږي. د نوموړي دا کتاب او ورپسې ناولونه لږ تر لږه نیمایي په افغانستان راڅرخي او یو افغان یې د مرکزي شخصیت په توګه وړاندې کړی دی. [۱][۲]

حسیني چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې زیږېدلی او پلار یې یو ډیپلومات، د ژوند یو څه موده یې په ایران او فرانسه کې تېره کړې ده. کله چې حسیني ۱۵ کلن و، کورنۍ یې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړه، چې وروسته ېې په دې ځای کې تابعیت ترلاسه کړ. حسیني تر ۳۸ کلنۍ  تر ۲۰۰۳ کال پورې افغانستان ته راستون نه شو، چې دا د کاغذپران باز د مرکزي څېرې تجربې ته ورته تجربه وه. حسیني په خپلو وروستیو مرکو کې و منله چې د شوروي له  یرغل او له ورپسې جګړو مخکې یې د هېواد پریښودو په پایله کې له پېښو د بچ کېدو د اختلال (له پېښو وروسته اختلال) احساس کوي. [۳]

حسیني د کالج تر فراغت وروسته په کاليفورنیا کې د ډاکتر په توګه دنده ترسره کوله، چې نوموړي دا وضعیت د "کورنۍ په خوښه "واده" سره پرتله کړ. د کاغذپران باز بریا نوموړي ته لاره هواره کړه چې د بشپړ وخت لیکلو لپاره د له طبابت څخه تقاعد وکړي. د هغه درې ناولونه ټول د انتقادي او سوداګریزو بریالیتوبونو بېلابېلو کچو ته ورسېدل. کاغذپران باز د نیویارک ټایمز د غوره پلورو په نوملړ کې ۱۰۱ اونۍ پاتې شو چې درې اونۍ یې لومړی ځای خپل کړی و. د نوموړي دوهم ناول، چې د زر پرتمین لمرونه (۲۰۰۷) یا A Thousand Splendid Suns (2007)، په نوملړ کې ۲۰۳ اونۍ تېرې کړې، چې ۱۵ یې په لومړي ځای کې. پداسې حال کې چې د هغه دریم ناول، چې غرونو غږ را وګرځو (۲۰۱۳) And the Mountains Echoed (2013)، په نوم و،  ۳۳ اونۍ په نوملړ کې پاتې شو. حسیني د لیکنو تر څنګ، د کډوالو د ملاتړ دفاع هم کوله، او د UNHCR په مرسته یې د خالد حسیني بنسټ تاسیس کول چې افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوله.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

پخوانی ژوند او زدکړې[سمول]

پخوانی ژوند[سمول]

حسیني د ۱۹۶۵ کال د مارچ په څلورمه  نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې چې د پلار د پنځو اولادونو مشر زوی دی. پلار یې، ناصر په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیپلومات په توګه دنده پر مخ وړه او مور یې د نجونو په یوه ښوونځي کې د دري ژبې ښوونکې وه. د دواړو نسب له هرات څخه سرچینه اخلي. حسیني د خپل قوم په اړه وویل: "زه په هېڅ شی کې خالص نه یم، زما یوه برخه  د پښتون ده، یوه بله مې د تاجک ده." ویل کېږي چې د مور کورنۍ یې د پښتنو له محمدزي قوم څخه ده. حسیني خپله پالنه یو لوی امتیاز بولي. نوموړي دخپل ماشومتوب اته کاله د کابل وزیر اکبرخان ته نږدې په لوړه طبقاتي سیمه  کې تېر کړل. حسیني په یاد نلري چې د خپلې خور، رویا په وړاندې یې کوم وخت د یوې ښځې په توګه تبعیض شوی وي، او هغه کابل  یو "د ودې په حال، د پرمختګ په لور، او نړیوال ښار" په بڼه په ذهن کې لري، چې هلته به یې هره ورځ د خپل تره له زامنو سره کاغذپرانونه پورته کولو.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

حسیني او کورنۍ یې په ۱۹۷۰ کال کې ایران ته لاړل. هلته یې پلار په تهران کې د افغانستان په سفارت کې دنده ترسره کوله. په ۱۹۷۳ کال کې دوی بېرته کابل ته راستانه شول، او د همدې کال په جولای میاشت کې یې کشر ورور نړۍ ته سترګې پرانیستې. په ۱۹۷۶ کال کې،  کله چې حسیني ۱۱ کلن و، پلار یې د فرانسې په پاریس ښار کې دنده ترلاسه کړه او کورنۍ یې هلته لاړه. د ۱۹۷۸ کال په اپرېل کې د ثور د انقلاب را منځ ته شو چې په پایله کې یې د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند واک ته ورسېد. له همدې امله، بېرته افغانستان ته راستانه نشول. د شوروي – افغان جګړې له پیل څخه لږ وروسته، په ۱۹۸۰ کال کې، دوی په متحده ایالاتو کې سیاسي پناه وغوښته او د کالیفورنیا په سان جوز کې استوګن شول. حسیني چې هغه مهال ۱۵ کلن و، متحده ایالاتو ته له رسېدو سره سم، په انګلیسي ژبه نه پوهېده. نوموړي دا تجربه د " كُلتوري ګوزار" او "ستر غربت" په توګه بیان کړه. [۱۹]

سره له دې چې دوی د هېواد له ناورین څخه لري وو، کورنۍ یې د خپلو یو شمېر ملګرو او خپلوانو له حالت څخه خبر وه.

حسیني وایي:

موږ په کابل کې زیات خپلوان او ملګري درلودل. او کمونیستي کودتا، چې په ۷۳ کال کې د کودتا سره برعکس وه، په حقیقت کې له تاوتریخوالي ډکه وه. ډېر شمېر خلک ونیول شول او اعدام شول، زیات شمېر یې بندیان شول. ظاهراً هر هغه چا چې د پخواني رژیم یا شاهي کورنۍ سره تړاو یا اړیکې درلودې، وځورول شول، زنداني شول، ووژل شول، ونیول شول، یا هم تري تم شول شول. او موږ د ملګرو او آشنایانو او کله ناکله د کورنۍ له غړو دا خبرونه اورېدل چې له دغه پیښو سره به مخ شوي وو، چې کله به په زندان کې وو یا تر هغې له بد حالت سره به مخ شوي وو، کله به ورک شوي وو او هېڅوک به نه پوهېدل چې دوی چیرې دي، او ځینې بیا هېڅ نه دي پیدا شوي. زما د مېرمنې تره په کابل کې يو ډېر نامتو سندرغاړی او کمپوزر و، چې د کمونستانو او داسې نورو ډلو په ضد به یې د خپلې کرکې په اړه خبرې کولې، هغه تری تم شو. او تر نن ورځې پورې، موږ نه پوهېږو چې له هغه سره څه وشول. موږ به په اروپا کې همدا خبرې او د ډله ایزو اعدامونو او د ډېروحشتناکو کیسو خبرونه اورېدل. نو دا واقعی  وه، او دا په ریښتیا هم موږ په خوب کې هم نه وو لیدلي  او په حقیقت کې دا هرڅه ریښیتا وو.  

زدکړې[سمول]

حسیني په ۱۹۸۴ کال کې د سان جوز د خپلواکۍ عالي لیسې (Independence High School in San Jose) څخه فارغ شو او د سانتا کلارا پوهنتون ته لاړ. هلته نوموړي په ۱۹۸۸ کال کې د بیولوژي په څانګه کې لیسانس ترلاسه کړ. په ورپسې کال کې، نوموړي د کالیفورنیا پوهنتون، د سان ډیاګو د طب پوهنځۍ ته لاره او هلته نوموړي په ۱۹۹۳ کال کې د MD سند ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۹۹۷ کال کې د لاس انجلس په سیدرز سینای روغتیایي مرکز کې په داخله برخه کې خپل تخصص بشپړ کړ. هغه د کاغذپران باز تر نشر تر یو نیم کار وروسته پورې،  د طب په برخه کې له لسو کلونه زیات کار وکړ.

سرچينې[سمول]

  1. Bilal ibn Rasheed The not-so-curious case of Khaled Hosseini Archived October 22, 2013, at the Wayback Machine.. Jang Group of Newspapers
  2. . A Critical Response to the Pashtun Bashing in The Kite Runner, by Nationalist Pashtun Rahmat Rabi Zirakyar. Dawat Independent Media Center (DIMC)
  3. Grossman, Lev (May 17, 2007). "The Kite Runner Author Returns Home". Time (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 0040-781X. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په June 7, 2013 باندې). Khaled Hosseni author of Kite Runner talks about his mistress: Writing. Loveland Magazine.
  5. Kaur, Harmeet (August 21, 2021). "The author of 'The Kite Runner' has a message for anyone worried about Afghanistan". CNN. د لاسرسي‌نېټه August 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په September 18, 2011 باندې). Best Sellers: Paperback Trade Fiction: Sunday, September 18th 2011. The New York Times.
  7. . Hardcover. The New York Times.
  8. (په May 11, 2008 باندې). Hardcover Fiction. The New York Times.
  9. Dallas Morning News archive Archived 2015-02-11 at the Wayback Machine.. Retrieved February 11, 2015.
  10. New York Times Best Seller list, January 12, 2014. Retrieved February 11, 2015.
  11. Refugees, United Nations High Commissioner for. "Khaled Hosseini". UNHCR (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Khaled Hosseini, M.D. Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په May 31, 2013 باندې). KITE RUNNER: A PSYCHOLOGICAL OPERATION?. Sabawoon Online.
  14. (په June 1, 2013 باندې). Remaking home. The Sydney Morning Herald.
  15. "Khaled Hosseini, M.D. Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په June 1, 2013 باندې). Remaking home. The Sydney Morning Herald.
  17. (په May 19, 2007 باندې). Despair in Kabul. Telegraph.co.uk.
  18. (په June 21, 2012 باندې). 'Kite Runner' Author On His Childhood, His Writing, And The Plight Of Afghan Refugees. Radio Free Europe
  19. (په May 31, 2013 باندې). Khaled Hosseini: 'If I could go back now, I'd take The Kite Runner apart'. The Guardian.