خالد الجراح الصباح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خالد الجراح الصباح
خالد الجراح الصباح
خالد الجراح الصباح

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۵۳
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خالد الجراح الصباح (په عربی: الشیخ خالد الجراح الصباح، په ۱۹۵۳ز کال کې زېږېدلی) یو کویټي سپهسالار دی، چې تر انتصاب وروسته د متقاعد جنرال شیخ احمد الخالد الحمد الصباح پر ځای د وزیر په توګه وټاکل شو او په اردو کې يې له خدمت کولو نه استعفا وکړه. نوموړی د ۲۰۱۳ ز کال د اګست له څلورمې نه د ۲۰۱۷ ز د د سمبر تر ۱۱ مې پورې د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع وزیر او د  ۲۰۱۷ز د د سمبر له ۱۱مې نه د ۲۰۱۹ ز د نومبر تر ۱۸ مې پورې د لومړ ي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر و. هغه د کویټ د واکمنې کورنۍ الصباح یو غړی دی. د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ میاشت کې د کویټ وزارتي محکمې د فساد په تور د هغه د نیولو او زنداني کولو امر وکړ. [۱]

کسب[سمول]

صباح د ۲۰۱۲ ز کال د مارچ په څلورمه د کویټ د نظامي ځواک د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. هغه د سپهسالارۍ د نظامي رتبې لرونکی و چې د کویټ له وسله وال پوځ نه تقاعد شو. هغه د ۲۰۱۳ز کال د اګست په څلورمه د لومړي وزیر د مرستیال په توګه منصوب شو. هغه په دواړو پوستونو کې د احمد الخالد الصباح ځای‌ناستی و او په ۲۰۱۷ ز کال کې يې د کورنیو چارو د وزیر دنده پر غاړه واخیسته. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۲۰۱۹  ز کال کې د کویټ لوی څارنوال ته د کویټ د دفاع وزیر شیخ ناصر صباح الاحد الصباح تر شکایت وروسته، د ۲۴۰ میلیونه کویټي دینارو (۷۹۴.۵ میلیون ډالر) د اختلاس په تور هغه مهال چې خالد د د فاع وزیر و، له دندې نه ګوښه شو. [۸]

مناقشه[سمول]

د عامه بودیجې د اختلاس تورونه[سمول]

د ۲۰۱۹ ز کال په نومبر کې د کویټ د دفاع وزیر شیخ ناصر الصباح د کویټ لوی څارنوال ته د کویټ د عامه بودیجې چې(د لندن په نظامي دفتر کې ساتل کېده) د اختلاس د ادعا په اړه شکایت وړاندې کړ، خالد الجراح او ناصر الصباح دواړه په ترتیب سره له خپلو دندو نه د کورنیو چارو د وزیر او د دفاع وزیر له پوستونو نه ګوښه شول. لوی څارنوال په خپل وار سره دا راپور د څېړنې لپاره وزارتي محکمې ته راجع کړ او محکمې د یوه فرمان په صادرولو سره د دې قضیې په اړه د کويټي رسنیو د راپور مخنیوی وکړ. [۹]

د امریکا د عدلیې وزارت د شتمنیو ضبطول[سمول]

د ۲۰۲۰ ز کال په جولای کې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وکیلانو د شتمنیو د ضبط په قضیه کې ادعا وکړه ، چې خالد الجراح او دوو نورو کسانو په لندن کې د کویټ د نظامي دفتر اړوند غیر قانوني حسابونه پرانیستي دي. د دوی د ادعا پر بنسټ وروسته يې دا غیر قانوني حسابونه د کویټ د عمومي پانګې له لسګونه میلیونو ډالرو، پونډو او یورو سره تمویل کړي او د خپلو موخو لپاره یې کارولي دي. د متحده ایالاتو د څارنوالانو په وینا: خالد الجراح د کویټ له اختلاس شویې پانګې نه  ۱۰۴ میلیونه ډالر د ۲۰۱۲ - ۲۰۱۵ ز کلونو ترمنځ د کلیفورینیا بانکونو ته لېږلې چې، د دې لېږد ځینې برخې په دروغي ‌ډول د کویټ د نظامي موخو په توګه یادې شوې دي. متحده ایالتونه ادعا کوي چې، دا پیسې د بورلي هېلز غره او د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د پېنټ هوز او په بورلي هېلز کې  د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د نور ملیکت د اخیستلو لپاره لګول شوې دي، چې متحده ایالات یې د ضبط په هڅه کې هم دي. دې ادعا سمیرالمحلاوي (هغه کس چې خالد یې نوال ته وروپېژانده) د تقلب په تور، تورن کړی دی. [۱۰][۱۱] 

نیول او توقیف کول[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ کې د کویټ وزارتي محکمې د خالدالجراح د توقیف امر صادر کړ، چې وروسته ونیول شو او زنداني شو. [۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. "New Kuwait cabinet: Emir names eldest son as defence minister". The National. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Lt. Gen. (ret.) Sheikh Khalid Al-Jarrah Al-Sabah". Kuwait Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Seven Al-Sabah family members in new Kuwait cabinet". Middle East Online. 4 August 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "4 August 2013 - Decree number 212 for year 2013 of the formation of the Cabinet". Kuwaiti Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 4 August 2013 باندې). Kuwait's new cabinet. Global Post.
  6. "11 December 2012 - Decree number 296 for year 2012 of the formation of the Cabinet". Kuwaiti Government. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Omar Hasan (په 4 August 2013 باندې). Kuwait forms cabinet with new oil, finance ministers. Fox News.
  8. "Kuwait Defence Minister Shaikh Nasser takes aim at outgoing premier Jaber". Gulf News. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 18 November 2019 باندې). Kuwait's emir reappoints premier, removes defence and interior ministers. Reuters.
  10. "U.S. Files Lawsuits Seeking to Recover More Than $100 Million Embezzled by Former Officials in Kuwait's Ministry of Defense". www.justice.gov (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-17. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2020-07-16 باندې). Stolen Kuwaiti Money in Beverly Hills ‘Mountain,’ U.S. Says. Bloomberg.com.
  12. "Kuwait transfers ex-interior minister to prison pending probe". Middle East Monitor. 15 March 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)