حیواني سره یاعضوي سره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

عضوي سرې[سمول]

Compost Basket

Manures د Menure کلمه د فرانسوي کلمې Manoeuvreis څخه اخیستل شوې ده چې په خاورې باندې د کار کولو معنی لري ، د Jethro Jull د نظریې په اساس د Tillage او Manure کلمې سره مترادفې دي. د Manure کلمه د لاتیني کلمې (Menu) څخه هم مشتق شوې ده چې د کار کولو معنی لري . Manuers هغه مواد دي چې په طبیعت کې عضوي دي ، نبات ته د غذايي موادو د برابرولو توان لري، تجزیوي شوي مواد لري ، معلوم جوړښت نه لري او په دې کې زیات مواد د نباتي او حیواني پاتې شونو څخه دي ، Menure د نباتاتو له پاره د غذايي موادو یوه مؤثره منبع ده. په ډېرو عضوي سرو کې په ډېر لږ مقدار سره نباتي مواد شامل دي ځکه نو دوی په خاوره کې د نبات د غذایي موادو د ډېرولو په منظور نه استعمالیږي. د دغه عضوي سرو ارزښت Humus په مقدار پورې اړه لري چې خاورو ته اچول کیږی، عضوي سرې د حاصلخېزۍ په مقصد استعمالیږي او په دې کې معمولاً د غوجل پاتې شوني، نباتي پاتې شوني، بوس، پروړه او داسې نور شامل دي.

په خاوره باندې د عضوي سرو اغېزې[سمول]

۱: څرنګه چې په دې عضوي سرو کې غذایي مواد نو دوی د نورو تجارتي سرو په څېر په نبات مستقیماً تاثیر لري، په Bulky عضوي سرو کې په لږ مقدار سره غذايي مواد شامل دي ځکه نو دوی باید په ډېر مقدار سره په یو Acre ایکړ استعمال شي. ۲: Bulky عضوي سرې د خاورې عضوي مواد او فزیکي بڼه یې زیاتوي، دغه اغېزه د کرنې په وړ ځمکه کې ډېر مهم دی، دغه عضوي سرې د خاورې عضوي مواد Humus زیاتوي په خاوره کې د اوبو د ساتلو ظرفیت زیاتوي او په Clay خاورو کې زهکشي زیاتیږی. ۳: Bulky عضوي سرې د خاورې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو له پاره غذا برابروي، دا د میکروبونو فعالیت زیاتوي او د نبات بې استفادې غذا د استفادې په شکل اړوي.

=د عضوي سرو طبقه بندي[سمول]

Home compost barrel in the Escuela Barreales, Santa Cruz, Chile
Materials in a compost pile
Food scraps compost heap

۱: Bulky عضوي سرې : چې په دې کې په لږ مقدار سره د نبات غذایي مواد شامل دي. (a): Compost : چې په دې کې لاندې برخې شاملې دي : الف : د کلي کمپوست Village Compost ب : د ښارګوټي کمپوسټ Town Compost ج : Water hyacinth Compost د: Vermi Compost (b): F.Y.M Farm Yard Manure الف : د غواګانو عضوي سرې ب : د وزو او پسونو عضوي مواد ج : د مارغانو عضوي سرې د : ناولې اوبه چکړې (خټې)Sewage and Sludge ۳: غلیظه حیواني سرې : چې په دې کې د نباتاتو د غذایي موادو لوړه فیصدي شاملیږي.

کمپوسټ[سمول]

انځوردکمپوسټ جوړولو یوه دستګاه

Compostکمپوسټ یو عضوي سره ده چې په مصنوعي توګه د نباتي او حیواني بقایاوو د پاتې شونو څخه تر لاسه کیږي د کمپوسټ د جوړولو پروسه د Composting په نامه یادیږي . دا یوه بیولوژیکي پروسه ده چې په دې کې هوازي او غیر هوازي مایکرو ارګانیزم عضوي مواد تجزیه کوي او د بېکاره پاتې شونو د کاربن او نایتروجن نسبت کموي. په هوازي پروسه کې د کروندې ګډ پاتې شوني د یو مناسب اندازې لرونکې کندې کې اچول کیږي د هرې ورځې جمع کېدونکي موادپه یوه نرۍ طبقه کې خوریږي او د غواګانو تازه فاضله مواد (غوشایه) ورباندې اچول کیږي کمپوسټ سرې د Super Phosphate 25 Kg/Ton په واسطه ټینګیږي . کله چې کنده 1,5 – 2,0 پورې ډکه شي نو د یو انچ په اندازه د خټې او غواګانو دفاضله موادو په واسطه پوښل کیږي، کمپوسټ د ۳ – ۴ میاشتو پورې د اضافي کارونو څخه علاوه تیاریږي .

د کمپوسټ د جوړولو (تیارولو) له پاره مواد[سمول]

۱- د غله جاتو پروړه (بوس) کوم چې د حیواناتو د تغذیې له پاره ضروري نه وي. ۲- د کروندې هرزه ګیاوې او واښه. ۳ – د ګنیو پاڼې او پاتې شوني د جوارو او باجرې ټانټې. ۴- کورنۍ خځلې (کثافت) او د سبزیجاتو او میوه جاتو پاتې شوني . ۵- د نباتاتو پاتې شوني او د لرګیو ایره. ۶- د حیواناتو په متیازو چټله شوې خاوره. کمپوسټ د سبزیجاتو د پاتې شونو او د نورو بېکاره موادو، د غواګانو د غوشایو او متیازو د ګډېدلو او هم د ښارګوټي د چټلو موادو او انساني فاضله موادو څخه جوړیږي . دغه ډول کمپوسټ دوه ډولونه لري او په طبیعت کې سره تفاوت لري او د دې په ترکیب په لاندې ډول دی : ۱- کلیوال کمپوسټ : دغه ډول کمپوسټ د کروندې د اضافي موادو لکه : بوس، نباتي پاتې شوني، د ګنیو پاڼې، سبوس، د پنبې تنې، هرزه ګیاوې، د ونو د مړو شوو برخو بقایاوې، د متیازو په واسطه چټله خاوره د غوجلې موادو او پروړې څخه جوړیږي . دغه ډول کمپوسټ کې 0.4% - 0.8% نایتروجن د0.3% - 0.6% پورې P2O5 او 0.7% - 1.0% پورې K2O شامل دي. ۲- د ښارګوټي کمپوسټ : دغه ډول کمپوسټ د ښارګوټي د چټلو موادو او انساني فاضله موادو څخه تیاریږي (جوړیږي) په دغه ډول کمپوسټ کې 1% - 2% پورې نایتروجن، 1% پورې P2O5 او 5% د K2O شامل دي. د کمپوسټ له پاره ضروري اړتیاوې ۱- د بېکاره عضوي موادو یوه لویه کتله جوړول A massive organic refuse :

کمپوسټ په عمومي توګه د بېکاره موادو مختلفو ډولونو څخه جوړیږي چې دغه مواد باید په زیات مقدار سره موجود وي ، دغه عضوي بېکاره مواد په عادي توګه په لوړ نسبت سره نایتروجن او کاربن لري.

۲ - په مناسب ډول خوځول (اړول ) : د عضوي موادو تجزیه د مایکرو ارګانیزمونو په وسیله صورت نیسي او دوی باید د کمپوسټ کندو ته د Suitable Stater په توګه علاوه شي، دغه کېدای شي چې میتیازې ، غوشایه، د انسانانو فاضله مواد، خټې ، ناولتیا اوسي. فعاله مواد کېدای شي چې غېر عضوي مواد لکه امونیم سلفیټ، سودیم نایتریت، کلسیم سیاناماید وي. ۳ – اوبه : د میکروبي فعالیت له پاره اوبه یو د مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کیږی، د کروندې په بېکاره موادو کې باید ۵۰ ٪ - ۶۰٪ اوبه د کمپوسټ د ښې تجزیې له پاره موجود وي. د کمپوسټ د ډېرۍ جوړولو له پاره اوبه ضروري دي چې د تبخیر او بهېدنې له لارې ښه تجزیه تر سره شي. ۴ – هوا : د کروندې فاضله موادو د تجزیې له پاره په مناسبه اندازه اکسېجن او د اکسیدېشن پروسې ته اړتیا لیدل کیږي، هوازي تجزیه د تجزیې په لومړیو مرحلو کې واقع کیږي نو په دغه وخت کې باید هوا په کافي اندازې سره موجوده وي . د ۱۰ – ۱۵ ورځو په دوران کې د کمپوسټ د ډېرۍ د اړولو په وخت شاید هوا واخلي، د عضوي موادو او نایتروجن له منځه تګ د کمولو له پاره نوره تجزیه په غیر هوازي توګه په کار اچول کیږي. مایع عضوي سره مایع عضوي سره د لیګیوم د شنو پاڼو د تجزیې څخه جوړیږي چې پاڼې تریخوالی ولري.

د مایع عضوي سرې اماده کول[سمول]

د غواګانو غوشایه د وزو، پسونو او مارغانو فاضله مواد د لیګومي نباتاتو د شنو پاڼو سره ګډیږي او دا بیا په یوه بوجۍ کې اچول کیږي چې دغه بوجۍ د ۲۰۰ لیتره اوبو په یو ډرام کې کېښودل کیږي ، د دغه موادو سره په بوجۍ کې یو خښته کېښودل کیږي تر څو بوجۍ د ډرام (بیرل) لاندینۍ برخې ته لاړه شي. ددغه بیرل اوبه د۵ دقیقو له پاره تر ۲۰ ورځو پورې ښورول کیږي، دغه عضوي سره په درې اونیو کې تیاریږي، کله چې مایع سره په مکمل ډول اماده شي نو د بیرل څخه هیڅ بد بوی نه راوځي او د اوبو رنګ چای ته ورته وی، کله چې دغه بوجۍ د بیرل څخه راووېستل شي نو 200 – 250 gr پورې ګوړه ورواچول کیږي دا د مایع عضوي سرې کیفیت زیاتوي، د دې د استعمال څخه مخکې همدومره اندازه اوبه ور اچول کیږي.

د مایع عضوي سرې استعمال[سمول]

دغه مایع عضوي سره نباتاتو باندې ســـــهار یا د ماسپښین په وخت کې استعمالیږي دا د Foliar (د نبات په پاسنیو برخو) په توګه هم سپری کیدلی شي، که چېرته دغه مایع عضوي سره په یخ او سیوري کې وساتل شي نو د دې کیفیت کې د ۴ – ۶ هفتو پورې ښه والي پاتې کیږي.

په خاوره کې د کمپوسټ ګټور عملیات[سمول]

کله چې کمپوسټ په خاوره کې واچول شي نو په فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي توګه په خاوره اغېزه کوي او په خاوره کې یو شمېر عملیات ترسره کیږي کوم چې په خلص ډول ‌ذکر کیږي. ۱- د خاورې فزیکي حالت اصلاح کوي : کله چې کمپوسټ د خاورې سره یو ځای شي نو د خاورو فزیکي ساختمان اصلاح کوي ، شګلنې خاورې تخته کوي آو مټنې (کلی) خاورې سستوي د خاورې د اوبو د ساتلو ظرفیت او د تودوخې د جذبولو توان زیاتیږي او د خاورې د نفوذ قابلیت اصلاح کوي او دخاورې علمیات اسانه کوي. د القلي او تېزابي خاورو د ضرر اندازه هم کموي او په دغه ډول خاورو کې د نبات وده اسانه کوي. ۲ – د غذايي موادو علاوه کول : دا چې کمپوسټ د نباتي پاتې شونو څخه جوړیږي نو د کمپوسټ خاورې ته د علاوه کولو په وخت کې ټول هغه غذایي مواد چې نباتات ورته اړتیا لري نباتاتو ته موجودیږي. هغه غذايي موادچې د خاورې څخه لاړ وي په اینده کې د نباتاتو د استعمال له پاره بیا خاورو ته واپس کیږي. د دې سره په څنګ کې په کمپوسټ په خاصه توګګه د دغه غذایي موادو لکه نایتروجن، فاسفورس، پوتاشیم او کلسیم په غیر عضوي ترکیب کې ترکیبیږي، او کله چې دغه مواد تجزیه کیږي نو دوی د نباتاتو د استعمال له پاره تجزیه شوي شکل سره موجود وي.

د دې نه علاوه کله چې کمپوسټ تجزیه کیږي کاربن ډای اکساید تولیدیږي کوم چې د اوبو د ترکیب سره کاربونیک اسید تولیدوي او په خاوره کې د موجودو نباتي غذایي موادو د ویلي کېدو قابلیت زیاتوي.

۳- هورمونونه او بیولوژیکي فعالیتونه : کمپوسټ د مایکرو اورګانیزم له مخې ډېر غني دي، په خاصه توګه بکتریا او فنجی کله چې کمپوسټ خاوره کې علاوه شي، نه داچې میلونونه مایکرو اورګانیزمونه په خاوره کې شتون پیدا کوي بلکې په خاوره کې د شته موجوداتو فعالیت هم زیاتوي. مختلفې پروسې لکه: Ammonification ، Nirtificition او Nitrogen Fixation هم تیزیږي، کمپوسټ په خاصه توګه هغه فنجای فعالوي چې د نباتاتو ريښې سره نژدې ژوند کوي لکه Mycrrhiza دوی د ضروري غذايي موادو د خاورې څخه نبات ته په لېږدولو کې مهم رول لوبوي. په کمپوسټ کې په کمه اندازه د ودې تشویقوونکي مود شامل دي چې د هورمونونو په نوم سره یادیږي. Vermi Culture Vermi Culture د بایو ټیکنالوژۍ یو اړخ دی کوم چې د ځمکني چنجیانو په روزلو کې رول لري، Earthwarms (ځمکني چنجیان) د دهقانانو د دوستانو په توګه ګڼل کیږي، ځکه چې د دوی شتون په خاوره کې د نباتاتو د حاصلخېزۍ توان زیاتوي. دوی د عضوي بقایاوو د بدلولو أه پاره اغېزمن دي، دوی د کرنې دوام ته انکشاف ورکوي ځمکني چنجیان ټوټه شوي بې هډوکو حیوانات دي دوی سر، سترګې، غوږونه، غاښونه او پوزه نه لري خو دوی د رڼا په مقابل کې حساس دي ، دوی د پوستکي له لارې اکسېجن اخلي.

دوی د بدن په یوه برخه کې خوله او په بله برخه کې مقعد لري، د دوی تکثر ډېر ګړندی دی او په کال کې د ۲۰۰ – ۲۵۰ چنجي تولیدولی شي ، دوی د خپلې ودې له پاره د 6.5 – 7.6 PH سیوري او د لمده بل شرایط خوښوي .

ځمکني چنجیان حیواني او نباتي تجزیه شوي مواد به مصرف رسوي او دوی یې په مفیده سره بدلوي، د عضوي موادو حاصل لوړوي ، داسې اټکل کیږي چې د Vermi Composting له لارې ۱۰۰۰ ټنه Sludge د ۳۰۰ – ۴۰۰ ټنه عضوي سره باندې اوړي . د Vermi Composting ۵ میټریک ټنه په یو هکتار کې (5.MT/Hec) استعمالیږي. د Vermi Culture فایدې ۱- د خاورې تخریب کموي ۲- فاضله مواد په مفیده (ژوندۍ سرې) اړوي ۳- د خاورې حاصلخېزي او دحاصلخېزۍ توان زیاتوي ۴- د اوبو په ساتلو کې مرسته کوي ۵- د خاورې هوا کشي زیاتوي ۶- په خاوره کې د میکروبونو فعالیت زیاتوي ۷ – په پای کې د اقتصاد په انکشاف کې کومک کوي ۸- د بېکاره ځمکې په انکشاف کې کومک کوي . په ښارونو او کلیوالو ساحو کې د کورونو، باغونو، مارکېټونو او حیواني فارمونو څخه د Vermiculture په واسطه په کم مصرف سره په مفیده ژوندۍ سرې اړول کیږي چې دا بیا د ښې عضوي سرې په توګه خرڅیږي. Vermi Compost هغه کمپوسټ چې د ځمکني چنجیانو په واسطه جوړیږي هغې ته vermi compost وايي، دغه سرې اوس مهال د عضوي سرو یوه مهمه برخه ګڼل کیږي، په اسانۍ سره جوړیږي، ښه خاصیتونه لري او نبات ته بیخي ضرر نه رسوي. په کنده کې د Vermi Compost جوړول د ښې تنظیمونې له پاره د کندې اندازه باید 2m x 1m x 0.75m وي په لاندینۍ برخه د ځمکې چنجیانو له پاره یو بستر جوړکړل شي د دې د پاسه ۱۵ - ۲۰ سانتي متره د میده شوي ریګ او شګې Loamy خاورې یوه ډبله طبقه اچول کیږي . تقربیاً ۱۰۰ چنجیان د کندې د پاسه اچول کیږي، چنجیان باید مرطوب وساتل شي تازه حیواني فاضله مواد د Vermi Bed د چنجیو د بستر د پاسه اچول کیږي د کمپوسټ کنده کې تقریباً ۵ سانتي متره وچې پاڼې یا پروړه اچول کیږي، کیدای شي چې کنده د کوپرې یا نورو پاڼو په واسطه و پوښل شي تر څو چنجیان د مرغیو څخه وساتي. د تجزیه کیدو څخه ۳۰ ورځې وروسته د حیواناتو او نباتاتو لامده عضوي مواد د ۵ سانتي مترو په ډبلوالي سره د دغه تجزیه شوو له پاسه شیندل کیږي، دغه عمل باید په هفته کې دوه وارې تکرار شي دغه ټول عضوي پاتې شوني شاید د لاس په واسطه سره یا واړول شي خو د چنجیانو د بستر ځای باید محفوظ وي. د عضوي پاتې شونو د اچولو عملیه د کندې تر ډکېدلو پورې تکرار شي دغه کنده باید د ۳۰ - ۴۵ ورځو پورې مرطوبه وساتل شي، په دغه وخت کې د چنجیانو د بستر څخه پرته نور ټول مواد په ځینو وختونو کې سره واړول شي. لمده بل باید د اوبو د اچولو په واسطه باید وساتل شي، دغه چنجیان باید په کنده کې د دښمنانو لکه مارغانو، موږکانو، مږو، مارانو ، مېږیانو او ګونګټو څخه د لمده بل په واسطه وساتل شي، ددې د رسېدلو په وخت کې د کمپوسټ لمده بل باید د ۳ - ۴ ورځو پورې وځنډیږي د دې له وجې چنجیان ژورې طبقې ته ځې، وروسته له دې به Vermi Compost د څلورو میاشتو په موده کې کرونده کې د استعمال له پاره اماده وي.

Fym[سمول]

د Farmyard عضوي سره د فارم د حیواناتو د اضافي موادو او خوراکي موادو جامد او مایع یو ګډ مخلوط دی د (F.Y.M) د حیواناتو د فارم جامد او مایع مواد دي، دا ډېره پخوانۍ او ډېره مشهوره عضوي سره ده.

د (F.Y.M) تشکیلوونکي مواد[سمول]

۱: غوشایه Dung : غوشایه د فارم د حیواناتو جامد فاضله مواد دي چې د نبات مفید غذايي مواد دي او دا د هغه خوړو څخه تر لاسه کیږي چې د حیواناتو په واسطه خوړل کیږي، تازه غوشایه د ۷۰ - ۸۰ ٪ لمده بل لري او په دې کې ناحل شوي او ناهضم شوي بقایا وي، د غذا شاملې وي. په مختلفو خوړو کې د نایتروجن ، فاسفورس او پوتاشیم مختلف مقدار شامل وي، کله چې خواړه د حیواناتو په واسطه وخوړل شي ډېرد دغو خوړو څخه د حیواناتو په وسیله نه هضمیږي چې دا د اطراح له لارې وځي، چې له دې څخه نایتروجن او پوتاشیم په خاص ډول د مایع فاضله موادو (تشو میتیازو) له لارې او فاسفورس په جامد ډول د غوشایو له لارې اطراح کیږي. هغه فاضله مواد چې د مختلفو حیواناتو په واسطه تولیدیږي په لاندې فکتورونو پورې اړه لري: الف: د حیوان عمر او وزن ب: حیواناتو ته د روزانه ورکوونکې غذا مجموعي اندازه. ج: د حیوان (‎څاروي) ډول. ۲: تشې میتیازې Urine : مایع فاضله مواد دي چې پکې کیمیاوي مرکبات شامل دي چې د هضم شوې غذا او اضافي تولیداتو څخه چې د حیوان عضوه او نورو نسجونو کې وي لاسته راځي. ۳: Litter : د نبات پاتې شوني دي چې د فارم د حیواناتو د بستر د برابرولو له پاره استعمالیږي، حیوان ته د ارام ورکولو او صفا ساتلو سره، سره دا غوشايي، تشې میتیازې، بوس، پروړه، د نباتاتو پاڼې او د ارې بور جذبوي او د Litter په توګه استعمالیږی.

هغه فکتورونه چې د Farmyard په جوړېدلو اغېزه کوي[سمول]

الف: د حیوان ډول: د عضوي سرو د ډولونو تشکیل د حیوان په ډول پورې اړه لري چې دا تولیدوي. ب: عمر او د حیوان حالت : ځوان او وده کوونکي څاروي د خپل بدن په جوړښت او ودې له پاره ډېرې غذا ته اړتیا لري، که چېرته د شیدو غوا وي نو د غذا یوه برخه د بدن د جوړښت له پاره استعمالوي او بله برخه په شیدو او فاضله موادو بدلیږي.هغه غوشایه چې د غویانو څخه واخیستل شي هغه به د شیدو د غواګانو د غوشایو په نسبت ډېر نایتروجن ولري. ج: د حیوان د خوړو ډول: دا د ډېرو مهمو فکتورونو څخه ګڼل کیږي چې د عضوي سرې کیفیت مشخصوي، حیوان ته ښه خواړه ورکول ښه سره تولیدوي ځکه چې د غذا ډېره برخه د حیوان څخه په فاضله موادو کې وځي. د: د ذخیره کولو طریقه : د نباتي تغذیې زیانونه د ذخیره کولو په طریقې پورې اړه لري، د نایتروجن له منځه تګ (زیان) د عضوي سرې د ذخیرې د عادي حالت لاندې واقع کیږي ، که چېرته غذایي مواد له لاسه ووځي د عضوي سرې اقتصادي ارزښت کمیږي.

د Farmyard عضوي سرې د اماده کولو طریقه[سمول]

(F.Y.M) عضوي سرې د ۲۰ - ۲۵ فټه اوږد د ۵ -۶ فټه پراخه او ۳ - ۳،۵ فټه ژور لښتي (کنده) کې اچول کیږي. د کروندې بقایاوې په ځمکه د هر حیوان لاندې په ماښام کې د تشو میتیازو د جذبولو له پاره خوریږي ، دغه مواد باید په هغه ځای کې واچول شي چېرته چې تشې میتیازې په عمومي توګه توییږي. هر سهار په میتیازو اوبلن شوي نباتي مواد او غوشایه په ښه توګه سره ګډ او د عضوي سرو کندې ته یووړل شي. د درې فټو په اندازه یوه برخه د کندې په یو اړخ کې پرېښودل شي چې روزانه راوړونکی د حیواناتو فاضله موادو څخه ډکیږي. کله چې کنده د ۱،۶ - ۲ فټو په ارتفاع سره ډکه شي نو پاسنۍ برخه باید د خاورې او غوشایو د ګډولو په واسطه پلستر شي، دغه سره تقریباً په درې میاشتو کې جوړیږي . د (F.Y.M) سره په ځمکه د استعمالولو څخه مخکې په یو کنده کې د ۳۰ - ۴۰ کیلو ګرامه Super Phosphate په اضافه کولو سره هم تقویه کیدلی شي، د کیمیاوي موادو په توګه د سوپر فاسفیټ استعمالول درې فایدې لري: ۱: دا د نایتروجن له منځه تګ له (F.Y.M) سرې څخه کموي. ۲: دا په عضوي سره کې د فاسفورس فیصدي زیاتوي. ۳: دا په تېزابي خاورو کې د فاسفورس د استعمال ارزښت زیاتوي کوم چې موجود سوپر فاسفیټ موجود فاسفورس په نه میلاوېدونکي شکل اړوي. د اعلی کیفیت لرونکي (F.Y.M) د جوړولو له پاره ضروري عملیې ۱: د غوا غوشایه باید د سونګ موادو په توګه استعمال نه شي کوم چې په کلیواله ساحه کې یو عام طریقه ده. ۲: د زهکشۍ عملیه باید د عضوي موادو د کندې سره وصل شي تر ځو د فارم د حیواناتو د تشو میتیازو د ضایع کېدو مخنیوی وشي. ۳: د فارم د حیواناتو ضایعات (فاضله مواد) باید یو ځای شي او د ساتنې له پاره باید په منظم ډول د عضوي سرې کندې ته واچول شي. ۴: د حیواناتو د تشو میتیازو د جذبولو له پاره نباتي پاتې شوني باید د حیواناتو د غوجل په فرش کې د شپې له خوا خواره شي، کله چې دغه مواد بیا کندې ته واچول شي نو د Farmyard عضوي سرو کیفیت لوړوي. ۵: د غوجلې د خاورې سره د میتیازو ګډېدل باید ښه سره ګډ شي او بیا کندې ته ورواچول شي، د غوجل فرش باید د تازه خاورو په واسطه ډک شي، په میتیازو کې نایتروجن په اساسي توګه د Urea په شکل وي کوم چې په ګیس بدلیږي. ۶: دعضوي سرې کنده باید د یوې کلکې طبقې څخه په واسطه وپوښل شی چې دا عضوي سره د باران او د لمر د شعاع د زیان څځه ساتي.۷: کله چې د فارم فاضله مواد په زیات مقدارسره موجود وي نو بیا د کندو شمېر زیاتېدلی شي.

هغه شرایط چې د عضوي سرو په تجزیه کېدو تاثیر لري[سمول]

د تجزیه کېدو عملیه په عضوي سرو کې د نورو موجوداتو مایکرو ارګانیزمونو په پرتله په زیاته اندازه د بکتریا په واسطه اغېزمنه کیږي، بکتریا په عمومي توګه عضوي سرو ته د نباتي پاتې شونو، خوړو، هوا او اوبو له لارې چې د غوجل په شا او خوا کې استعمالیږي، انتقالیږي. د عضوي سرو ==د تجزیه کېدو عملیه په لاندې عواملو پورې اړه لري== ۱: لمده بل: په عضوي سرو کې د اوبو شتون د تودوخې درجه کموي ځکه نو د تخمر مخنیوی کیږي، اوبه د هوا رسول اغېزمن کوي چې په نتیجه کې هوازي تخمر هم اغېزمن کیږي . ۲: د تودوخې درجه : لوړه تودوخه د تخمر اندازه لوړوي او د غذایي موادو ضایعات هم زیاتوي . ۳: د عضوي سرو ترکیب : د عضوي سرې تجزیه کېدنه په عضوي موادو کې د حل شویو نایتروجني موادو په شتون پورې اړه لري، نایتروجني مواد د مایکرواورګانیزم له پاره خواړه جوړوي کوم چې د تخمر سبب کیږي . په تشو میتیازو کې شامل حل شوي نایتروجني مواد باید د عضوي سرو د تجزیې له پاره د عضوي سرې سره ګډ شي. ۴: د عضوي سرې د ډېرۍ تخته کول : په تخته شوې ډېرۍ کې تخمر ورو وي خو د غیر هوازي اورګانیزم له وجې منظم تخمر جاري وي خو په خلاص ډيري کې هوازي اورګانیزم د عضوي سرو په تجزیه کې برخه اخلي. هغه نباتات چې د شنو سرو د جوړېدلو له پاره مهم دي دا ډول نباتات په دوه ګروپونو وېشل شوي دي : ۱: Non Legumes : دغه Non Legumes چې دشنو سرو په توګه استعمالیږي یوازې خاورې ته عضوي مواد برابروي . هغه Non Legumes چې د شنې سرې په توګه استعمالیږي یوه ټاکلې اندازه دي چې په دې کې Musterd ، غنم، مولۍ، ګازرې، جوار، لمرګلی او داسې نور شامل دي . ۲: Legumeنباتات : هغه لیګومي نباتات چې د شنې سرې په توګه استعمالیږي خاوره کې د عضوي موادو په شان نایتروجن تهیه کوي . د شنې سرې فایدې ۱: خاورې ته عضوي مواد برابروي ۲: په خاوره کې نایتروجن علاوه کوي . ۳: د خاورې او غذایي موادو ساتنه کوي. ۴: د مایکرو اورګانیزمونو فعالیت زیاتوي. ۵ : هرزه ګیاوې کنترولوي. ۶ : د نباتاتو حاصل زیاتوي . Blood Meal وچه شوې وینه د حیواناتو د حلالې د ځای په واسطه تولیدیږي په دې کې د ۱۰ – ۱۲ ٪ نایتروجن، د 1 – 1.5 فیصده فاسفورس او 1% پوتاشیم شامل دي، دا ژر فعالیت کوونکي او په ټولو کرنیزو نباتاتو او د خاورو په ټولو ډولونو کې مؤثره ده . د Blood Meal استعمال Blood Meal د حیوان څخه په لاس راتلونکې یوه عضوي سره ده، دا د عضوي سرې په توګه او د مارغانو د ساحې د یوې برخې په توګه هم استعمالیږي دا باید دتېلي نباتاتو باندې استعمال شي . Fish Manure or Fish Meal د ماهیانو نه خوړونکې او اضافي مواد د Fish Meal د اماده کول له پاره استعمالیږي، دا لکه د وچ شوي ماهي په څېر وي یا د ماهي د خوراکي برخو یا پوډر په شکل موجود وي. د هیواد په هغو برخو کې چې د ماهي تېل سره ګډیږي د دې بقایاوې د عضوي سرې په توګه استعمالېدی شي، دا د ۴ – ۱۰ ٪ پورې عضوي نایتروجن، د ۳ – ۹ فیصدو پورې فاسفورس او د 0.3 – 1.5 پوتاشیم لري . د Fish Meal استعمالول :Fish Meal ژر فعالیت کوونکې عضوي سره ده او د دې استعمال په ټولو کرنیزو نباتاتو او په ټولو خاورو کې ګټورې دي، دا باید د استعمالولو څخه مخکې ښه پاوډر شي ، د دې یوه برخه د ماهیانو د تغذیې په توګه استعمالیږي . د لرګي ایره Wood Ash د لرګي ایره او د حیواناتو د غوشایو ایره او داسې نور د پوتاشیم اصلي سرچینې دي، د لرګي ایرې په لږ مقدار سره نایتروجن، د ۱ – ۵ فیصدو فاسفورس او د 0.5 – 36% پوتاشیم لري، پوتاشیم کاربونېټ او چونه په خاوره کې تېزابیت ښیي. د Wood Ash استعمال : د لرګي ایرې په خاصه توګه په میوه جاتو او سبزیجاتو استعمالیږي، د څارویو د غوشایو ایرې د خاورې د تېلو سره ګډیږي او په سبزیجاتو کې د حشراتو د حملې مخنیوی له پاره استعمالیږي .

تړلې لیکنې[سمول]

سره کرنه