حوزې مارتي
| حوزې مارتي | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۸ جنوري ۱۸۵۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] هاوانا [۱۳] |
| مړینه | 19 می 1895 (42 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| تابعیت | |
| واک | |
| قونسلګري | |
| د واکمنۍ دوران ۳ مارچ ۱۸۸۷ – ۲۹ فېبروري ۱۸۹۲ |
|
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر [۱۴][۱۵][۱۶]، ليکوال [۱۳]، ژباړن/ه ، پوځي ځواک ، سياستوال ، خبريال |
| کاروونکې ژبه | اسپانيايي ژبه [۱۷] |
| پوځي خدمت | |
| مقام | تورن جنرال |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې[۱۸] | |
| سمول |
|
حوزي جولیان مارتي پرېز ( هسپانوي تلفظ یې [خوزي مارېتي/ xoˈse maɾˈti] د ۱۸۵۳ ز کال د جنورۍ په ۲۸ زېږېدلی - د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مړ شوی. یو کیوبایي ملت پال، شاعر، فلیسوف، مقاله لیکونکی او ناشر و، هغه له هسپانیې څخه د خپل هېواد په خپلواک کولو کې د خپل رول له امله د کیوبا د ملي اتل په توګه پېژندل کېږي. هغه د لاتینې امریکا په ادبیاتو کې هم یوه پېژندل شوې څېره ده. هغه له سیاسي اړخه ډېر فعال و او د سیاست له مهمو نظر خاوندانو او فلیسوفانو څخه یو و. هغه په ۱۹ پېړۍ کې د خپلو لیکنو او سیاسي فعالیتونو له لارې د هسپانیې له امپراتورۍ څخه د کیوبا د خپلواکۍ د هڅو په سمبول بدل شو او هغه اوس "د کیوبا د خپلواکۍ د رسول" په توګه یادیږي. هغه له نوې ځوانۍ څخه خپل ژوند د کیوبا د سیاسي خپلواکۍ او د ازادۍ د دودولو او د ټولو امریکایي هسپانویانو، د فکري خپلواکۍ لپاره ځانګړی کړ. هم انقلابي کیوبایانو او هم هغه ډلې کیوبایانو چې مخکې د انقلاب پیلولو ته مایل نه وو د هغه مړینه یې له هسپانیې څخه د کیوبا د خپلواکۍ لپاره د غم ناره یاده کړه.[۱۹][۲۰][۲۱]
مارتي د هسپانیې د سترواکۍ په هاوانا کې زېږېدلی خپل سیاسي فعالیتونه یې په کم عمر کې پیل کړل. هغه هسپانیا، لاتیني امریکا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل او د کیوبا د خپلواکۍ د ارمان لپاره یې عامه پوهاوی او ملاتړ زیات کړ. د کیوبا له مهاجرې ټولنې سره په ځانګړي ډول په فلورېدا کې اتحاد د هسپانیا خلاف د کیوبا د خپلواکۍ د جګړې د بریا لپاره ډېر اړین و. هغه د دغې جګړې په طرحه او پلي کولو کې کلیدي رول درلود او همدارنګه د کیوبا د انقلابي ګوند او د هغه د اېډيالوژۍ طراح هم و. هغه د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مه د ډوس ري یوس په جګړه کې مړ شو. مارتي د اوسنۍ پېړۍ په لومړیو کې د لاتینې امریکا له لویو روښان فکرانو څخه بلل کېږي. د شعرونو یوه ټولکه، مقالې، لیکونه، ویناوالۍ، یو ناول او د ماشومانو لپاره یوه مجله د هغه مکتوب آثار دي.
هغه د امریکا او لاتینې امریکا د ډېری ورځپاڼو لپاره لیکنې وکړې؛ هغه همدارنګه د یو شمېر ورځپاڼو بنسټ کېښود. د هغه د پاترېیا ورځپاڼه د کیوبا د خپلواکۍ د تبلیغاتو لپاره د هغه تر ټولو مهمه وسیله وه. د هغه تر مړینې وروسته د وېرسوس سېنسیلوس (ساده ایاتونه) له کتاب څخه د ګوانتانامېرا په سندرې واوښته چې په ډاډمن ډول د کیوبا د هېوادپالنې سندره ده. د ازادۍ، خپلواکۍ او ديموکراسي مفاهم د هغه د ټولو اثارو له وتلو موضوع ګانو څخه دي، چې پر نیکواراګايي شاعر روبین داريو او چيلییایي شاعر ګبرېلا مېسترال يې اغېز درلود. د کیوبا د ۱۸۵۹ ز کال تر انقلاب وروسته د مارتي اېډیالوژي د کیوبا په سیاست کې په اصلي محرکه قوه بدله شوه. هغه همدارنګه د کیوبا د شهید په توګه یادیږي. [۲۲][۲۳][۲۴]
ژوند
[سمول]لومړنی ژوند، کیوبا: ۱۸۵۳-۷۰ ۱۸ ز کلونه
[سمول]حوزې جولیان مارتي پيرېز د ۱۸۵۳ز کال د جنورۍ په ۲۸ د هاوانا د پاولا په ۴۱ سړک کې د هسپانوي مور او پلار په کور کې نړۍ ته راغی، پلار يې ماریانو مارتي ناوارو له والېنسیا او مور یې ليونور پرېز کابرا د کناري د ټاپووزمو له اصلي اوسېدونکو څخه وه. مارتي د ۷ خویندو: لیونور، ماریانا، ماریا دېل کارمېن، ماریا دېل پېلر، ریتا امېلیا، انتونیا او دولورېس مشر ورور و. هغه ته د فېبروري په ۱۲ د سانتو انجېل کاسټوډیو په کلیسا کې د تمعید غسل ورکړل شو. کله چې هغه څلور کلن و د هغه کورنۍ له کیوبا څخه د هسپانیا والېنسیا ته کډه شوه، خو دوه کاله وروسته دوی ټاپووزمې ته راستانه شول او حوزه یې د سانتا کلارا په سیمه کې چېرته کې د هغه پلار د زندان د ساتونکي په توګه کار کاوه، په يوه سیمهییز دولتي ښوونځي کې شامل کړ. [۲۵]
هغه په ۱۸۶۵ ز کال کې په Escuela de Instrucción Primaria Superior Municipal de Varones کې چې مشري يې د رافېل ماریا ډي مېنډېف پر غاره وه نوم لیکنه وکړه. منډېف د مارتي د سیاسي فلسفو په پراختیا کې اغېزمن کس و. د هغه د ټولنیز او سیاسي وجدان په پراختیا کې د هغه ښه ملګري فرمېن والډوس ډومېنګز چې د یوې شتمنې غلام لرونکې کورنۍ غړی و برخه لرله. د همهغه کال په اپرېل کې مارتي او ګڼو نورو زدهکړیالانو د ابراهام لېنکن د وژنې د خبر تر اورېدو وروسته، د هغه کس د مړینې لپاره خپل درد د ډلهییزې غمرازۍ له لارې شریک کړ چې په متحده ایالاتو کې يې د مرییتوب اصولو د له منځ وړلو امر کړی و. مارتي په ۱۸۶۶ ز کال کې د ( Instituto de Segunda Enseñanza ) انسټيټيوټ ته لار ومونده چې مېنډېف د هغه د زدهکړو لګښت ورکاوه. [۲۶]
مارتي د ۱۸۶۷ ز کال په سپټامبر کې په Escuela Profesional de Pintura y Escultura de La Habana (د هاوانا د نقاشۍ او مجسمې جوړونې حرفوي ښوونځی) کې چې د سن الحاندرو په نوم یادېده، نوم لیکنه وکړه، تر څو د رسامۍ په ټولګيو کې ګډون وکړي. هغه هيلهمن و چې په دې برخه کې به وځلېږي، خو تجارتي بریا یې ترلاسه نه کړه. هغه په ۱۸۶۷ ز کال کې د سان پابلو ښوونځي ته هم لار ومونده چې د منډېف له خوا جوړه شوې وه او مشري يې هم د هغه پر غاړه وه، هلته یې د لیسانس درجې د دویم او درېیم ټولګي لپاره نوملیکنه وکړه او د ښوونځي په اداري چارو کې يې له منډېف سره مرسته کوله. د ۱۸۶۸ ز کال په اپرېل کې د هغه شعر د منډېف مېرمنې (A Micaela) ته ډالۍ شو. د هغه En la Muerte de Miguel Ángel شعر د ګوانباکووا (Guanabacoa') په ورځپاڼه کې څرګند شو. [۲۷]
هغه مهال چې په ۱۸۶۸ ز کال کې په کیوبا کې لس کلنه جګړه پيل شوه، د کیوبا د ملتپالو په پلوۍ په ټوله کیوبا کې کلپونه رامنځته شول چې حوزه او ملګری یې فرمين له هغوی سره یوځای شول. مارتي د کیوبا د ژر تر ژره آزادۍ او خپلواکۍ لپاره هيلهمن و. هغه د دغه خیال لپاره شعر ویل پیل کړل او په ورته حال کې يې هڅه دا وه چې د دغې هيلې لپاره یو کار ترسره کړي. هغه په ۱۸۶۹ ز کال کې خپله لومړنۍ سیاسي لیکنه د اېلډيابلوکجیولو ورځپاڼې په یوازینۍ ګڼه کې د فرمېن والډېسډومېنګز په واسطه خپره کړه. په همهغه کال کې يې «ابدالا» چې د شعر په قالب کې یو هېوادپاله ډارامه وه، د لا پاترېیا لېبري ورځپاڼې په یو ټوک کې په خپله خپره کړه. «ابدالا» د نوبیا په نوم د یو خیالي هېواد کیسه ده چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. د هغه د اکتوبر د لسمې (10 de Octubre) غزل هم د همدغه کال په بهیر کې لیکل شوی و چې وروسته د هغه له مشهورو شعرونو څخه یو شو او وروسته د هغه د ښوونځي په ورځپاڼه کې خپور شو. [۲۷][۲۸]
د همهغه کال په مارچ کې استعماري چارواکو ښوونځۍ وتاړه او د مارتي زدهکړې يې ودرولې. هغه په کم عمر کې په خپله خاوره د هسپانويانو له واکمنۍ څخه ناخوښ شو او په همدې توګه يې په کیوبا کې د دود غلامۍ پر وړاندې هم په زړه کې کرکه راپیدا شوه. [۲۹]
هغه د ۱۸۶۹ ز کال د اکتوبر په ۲۱مه په ۱۶ کلنۍ کې، د هسپانیا د دولت له خوا د خیانت او رشوت خوړلو د تور په لټه، د هسپانیا په پوځ کې د مارتي او فرمېن ملګري ته د دوی د رټونکی لیک تر کشف وروسته ونیول شو او په ملي زندان کې بندي شو. له څلورو میاشتو څخه ډېر وخت وروسته مارتي خپل تورونه ومنل او په ۶ کاله بند محکوم شو. مور یې د خپل ۱۶ کلن کوچني زوی د ژغورنې لپاره دولت ته د لیکونو د لېږلو له لارې هڅه وکړه، پلار يې د قانوني ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپل وکيل ملګري ته ورغی، خو د هغوی هڅه ناکامه وه، په پای کې مارتي ناروغ شو، پښې يې د زولنو له امله سختې ټپي شوې وې. په پایله کې هغه د اېسلا ډي پاینوس په نوم د کیوبا بلې برخې ته ولېږل شو. ورپسې هسپانوي چارواکو پرېکړه وکړه چې هغه هسپانیا ته تبعید کړي. مارتي چې هغه مهال ۱۸ کلن و، په هسپانیا کې يې په دې هيله د خپلو زدهکړو د دوام اجازه تر لاسه کړه چې هسپانیا ته به وفادار پاتې کېږي. [۳۰][۳۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118578235 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jose-Julian-Marti — سکالو پېژند: Jose Marti — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vx1gqg — سکالو پېژند: José Martí — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2494 — سکالو پېژند: José Julián Martí Pérez — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: José Martí — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Martí,_José — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?22661 — سکالو پېژند: José Martí — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/marti-jose-julian — سکالو پېژند: José Julian Martí — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120206475 — سکالو پېژند: José Martí — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040634.xml — سکالو پېژند: José Martí — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/13497/jose-marti — سکالو پېژند: José Martí — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: various authors — سرليک: Diccionario biográfico español — خپروونکی: Royal Academy of History
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Great Aragonese Encyclopedia ID: https://web.archive.org/web/http://www.enciclopedia-aragonesa.com/voz.asp?voz_id=8518 — سکالو پېژند: José Julián Martí y Pérez — ليکوال: Eloy Fernández Clemente — سرليک: Gran Enciclopedia Aragonesa
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/144694 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ پیوستون : 118578235 — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://www.poemhunter.com/jose-marti/poems/
- ↑ http://www.nytimes.com/2004/09/26/books/review/26SIEGELL.html
- ↑ http://www.worldatlas.com/webimage/countrys/namerica/caribb/cuba/cufamous3.htm
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25863523
- ↑ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?22661 — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۲۵
- ↑ Hudson, Michael (15 January 2000). "Speech to the Communist Party of Cuba". ترلاسهکېدو نېټه 5 August 2015.
- ↑ Mace, Elisabeth. "The economic thinking of Jose Marti: Legacy foundation for the integration of America". خوندي شوی له the original on 8 September 2015. ترلاسهکېدو نېټه 5 August 2015.
- ↑ "Jose Marti, apostle of Cuban Independence". www.historyofcuba.com. ترلاسهکېدو نېټه 2019-07-22.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "José Martí Bust on Cuba's Highest Peak".
- ↑ "José Martí, soul of the Cuban Revolution". 22 January 2018.
- ↑ Garganigo, John F. Huellas de las literaturas hispanoamericanas Upper Saddle River: Prentice Hall, 1997. P 272
- ↑ Alborch Bataller 1995, p. 15
- ↑ Fidalgo 1998, p. 26
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Alborch Bataller 1995, p. 16
- ↑ López 2006, p. 232
- ↑ "End of Slavery in Cuba". www.historyofcuba.com. ترلاسهکېدو نېټه 2019-07-22.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Alborch Bataller 1995, p. 18
- ↑ Jones 1953, p. 398
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1895ز مړينې
- 19 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

