حميد الله قادري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حميدالله قادري هغه شپاړس کلن افغان دی چې د کندهار په ولايت کې زېږېدلی دی او څو کاله مخکي له خپلې کورنۍ سره انګلستان ته را مهاجر سوی وه. څو ورځی مخکې يې د انګلستان د کونتي کرکټ د ډاربيشېر ټيم لپاره خپله لومړنۍ لوبه وکړه او پنځه ويکټي يې واخيستې او د نوموړي ټيم د چمپينشېپ د بريا لامل سو. ويل کېږي چې ډاربيشېر له ۲۰۱۵ کال را په دېخوا کومه لوبه نه وه ګټلي. نن د انګلستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلي ته هم له هندوستان سره د لوبي لپاره غوره شوی دی، ويل کېږي چې قادري به په راتلونکي د ۱۹کلنو نړيوال جام ته هم د انګلستان نمايندګي کوي. قادري د انګلستان د کرکټ په مشهور ليګ (کاونټي کرکټ) کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړی دی چې په يوه لوبه کې يې پنځه ويکټي تر لاسه کړي وي.

تړلې لیکنې[سمول]

راشد ارمان

سرچینې[سمول]