حضرت یعقوب علیه السلام- پښتو داستان
www.andyal.com
حضرت يعقوب عليه السلام
[سمول]په پخوا وختونو کې د يعقوب په نامه يو سړى و ،چې د پلار نوم يې اسحاق او د نيکه نوم يې ابراهيم و،چې ټول د خداى(ج) پېغمبران وو او د يعقوب مور هم د حضرت لوط لور وه،چې هغه هم د خداى(ج) پېغمبر و؛نو د حضرت يعقوب دواړه نيکونه د خداى(ج) پېغمبران وو .
"يعقوب" او عيص دواړه همزولي ورونه وو،چې "عيص" ترې مشر و. يعقوب له هماغه پيله ښه او صادق هلک و؛نو ځکه د کنعان خلکو ورسره خورا مينه درلوده.
د حضرت يعقوب ځواني وه ،چې پلار يې حضرت اسحاق زوړ شو او د سترګو ديد يې له لاسه ورکړى و؛يوه ورځ يې پر يعقوب غږ وکړ : (( زويه ګورې،چې نور زوړ شوى يم او نشم کولاى خپله دنده په ښه توګه ترسره کړم او خداى(ج) اراده کړې،چې ته تر ما وروسته د خلکو د لارښوونې او پېغمبرۍ دندې سمبال کړې . ))
حضرت يعقوب وويل: د ستر څښتن شکرونه کوم .
حضرت اسحاق وويل : اوس مې خبرو ته ښه غوږ شه .
حضرت يعقوب غلى او ارام د پلار په مخ کې ودرېد. حضرت اسحاق وويل: ورور دې عيص مغروره ځوان دى، وېرېږم ،چې که واوري ته مې ځايناستى شوى يې؛نو حسادت وکړي او له منځه دې يوسي .
حضرت يعقوب وويل :..... هو پلار جانه ! هغه تل له ما سره حسادت کوي .
حضرت اسحاق وويل : (( څه مودې ته "فدان ارام" ته ولاړ شه! هلته دې ماما "لابان" له خپل ټبر سره ژوند کوي؛نو ته ورسره اوسېږه او خلک دې د نيکه ابراهيم دين ته رابله او څو کاله وروسته کنعان ته راستون شه .
حضرت اسحاق د خداى(ج) پېغمبر و؛زوړ او کمزورى و او حضرت يعقوب يې خورا درناوى کاوه او سره له دې ، چې د يعقوب کنعان خورا خوښ و؛خو د پلار خبره يې ومنله او تګ ته چمتو شو او د فدان ارام سيمې پر لور روان شو . فدان ارام په ننني "سوريه" هېواد کې دى او کنعان په ننني فلسطين کې دى،چې ددې دوو سيمو تر منځ خورا واټن و او حضرت يعقوب تر څو ورځو او شپو مزلونو وروسته فدان ته ورسېد. له لرې يې ستره رمه وليده؛ورمخکې شو؛رمه د څاه تر غاړې ولاړه وه او يوې پېغلې غوښتل له څاه اوبه راوباسي او څارويو ته يې ورکړي؛خو د څاه پر خوله ستر ګټ ايښوول شوى و او پېغلې نشو کولاى،چې ګټ د څاه له خولې لرې کړي. حضرت يعقوب ورمخکې شو،و يې پوښتله : (( ته د چا لور يې او دا رمه د چا ده ؟ )) پېغلې ورته وويل : زه "ليا" د "لابان" لور يم او دا رمه مې د پلار ده .حضرت يعقوب پوه شو،چې فدان ارام ته رارسېدلاى دى . ورمخکې شو او ګټ يې د څاه يې خولې لرې کړ؛اوبه يې راوايستې او رمه يې اوبه کړه او بيا له "ليا" سره د ماما کور ته ولاړل . ماما د خورين په ليدو خوشحاله شو او د مور و پلار پوښتنه يې ترې وکړه. حضرت يعقوب د خپل پلار خبرې لابان ته وکړې ."لابان" ورته وويل : اوس چې غواړې،دلته پاتې شې؛نو کولاى شې رمه مې څرا ته دښتې يوسې،چې په بدل کې به هر کال درته څو ګډې درکوم،چې په کلار کلار ته هم د رمې خاوند شې .
حضرت يعقوب ومنله او د ماما د رمې شپوڼ شو. د ورځې يې ګډې څړځي ته وړلې او په هماغه حال کې يې د خداى(ج) په هکله فکر کاوه او د شپې به ،چې ټبر ته راستون شو؛نو د خداى(ج) عبادت يې کاوه،چې په کلار کلار خلک هم د حضرت يعقوب پر ښه چلن پوه شول او ترې راټول شول او حضرت يعقوب به هم ورته د خپل نيکه ابراهيم د دين لارښوونه کوله او خلک يې د ايکي يو خداى(ج) عبادت ته رابلل .
څه موده وروسته "لابان" خپله مشره لور "ليا" حضرت يعقوب ته واده کړه؛اوس نور حضرت يعقوب يوازې نه و؛ ښه ژوند او مهربانه کورودانې يې درلوده ،چې حضرت يعقوب داهر څه د خداى(ج) پېرزوينه ګڼله .
کلونه کلونه تېر شول او هر کال د ليا يو زوى زېږېد؛اوس حضرت يعقوب لس زامن لري،چې په چارو کې يې مټ دي او رمې هم ورته څروي.
يوه ورځ ليا ناروغه شوه او ناروغي يې ورځ په ورځ زياته هم شوه ،چې د همدې ناورغۍ له امله مړه هم شوه. حضرت يعقوب يې پر مړينه خورا خواشينه شو؛ځکه د لسو زامنو روزنه او ساتنه او ورسره د رمو ساتنه خورا ستونزمن وو؛ نو ځکه "لابان"خپله بله لور "راحيل" يعقوب ته ورنکاح کړه .
يو کال وروسته راحيل د "يوسف" په نامه ښکلى زوى وزېږاوه. يوه ورځ حضرت يعقوب ته د يوسف په ليدو کنعان راياد شو. ډېر وخت و،چې په کنعان پسې يې سترګې سپېنې شوې وې؛خو نور يې د صبر کاسه ډکه شوې وه او هوډ يې وکړ ،چې کنعان ته ستون شي .
دا خبره د "لابان" غوږونو ته ورسېده او دا خبره يې ګاوڼديانو او ټبر ته ورسوله؛خلک د حضرت يعقوب له کېږدۍ راټول شول ،چې يو زوړ سړي وويل : د خداى(ج) پېغمبره ! اورېدلي مو دي ،چې غواړې له دې ځايه ولاړ شې ؟
حضرت يعقوب له کېږدۍ راووت او پر خلکو يې سلام وکړ،و يې ويل : هو ! غواړم کنعان ته ولاړ شم .
بوډا وويل: ته مو لارښود او پېغمبر وې پوښتنه مو چې درلوده؛نو ته مو پوښتلې او چې کله به په ستونزه کې راګېر شو؛نو تاته راتلو .
حضرت يعقوب خلکو ته غمجنه کتنه وکړه او مننه يې ترې وکړه او دعا يې ورته وکړه،چې خداى(ج) ورسره مرسته وکړي،بيا يې وويل : زه هم په تاسې پسې خپه يم؛خو ډېره موده ده،چې له کنعانه لرې يم؛غواړم د پلار او نيکه د قبرونو زيارت ته ولاړ شم .
حضرت يعقوب کډه راټوله او پر اوښانو يې بار کړه. رمه يې مخکې کړه او ورپسې روان شو او خلکو هم ورسره خداى پاماني وکړه .
حضرت يعقوب،کوردانې او زامن يې څو شپې او ورځې په لار کې ول او کنعان ته چې ورسېدل؛نو خلک يې په ليدو خوار خوشحاله شول؛ځکه پېژانده يې ،چې حضرت يعقوب يې هم د پلار په څېر مهربانه او د لوى سينې خاوند او د خداى(ج) پېغمبر دى؛نو ځکه له حضرت يعقوبه راتاو شول،کډه يې ورته راکوزه کړه او د کېږدۍ په وهلو کې ټولو ورسره مرسته وکړه. کډه پر ځاى شوه او په کنعان کې ژوند پيل شو؛خبرې اترې پيل شوې، خلک د حضرت يعقوب د خبرو د اورېدو لېواله وو. حضرت يعقوب د خداى(ج) تر ستاينې وروسته خلکو ته د خپل نيکه ابراهيم د دين لارښوونې وکړې او سپارښتنه يې وکړه،چې ښې چارې کوئ او له بديو ځان ژغورئ.
لیکوال: اسماعیل هنرمندنیا
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
پته:www.andyal.com