حاد برونشيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د قصباتو حاد التهاب په انځور کې

حاد برونشيت يا د قصباتو حاد تسپود (په انگرېزي: Acute bronchitis) د سږو يوه ناروغي ته چې اصلي عامل يې باکتریا او یا هم ویروسونه دي. کله چې ویروسي تسپود د سږو په هوایي نلونو کې دوام وکړي نو باکتریا هم ورسره ضميمه کیږي او هوايي نلونه نور هم متاثره کوي. پدې وخت کې انټيبايوټيک اغېزمن درمل دي چې ناروغ ته ورکول کېږي.

د ناروغۍ نښې نښانې

د قصباتو د باکتريايي التهاب نښو کې چرکين شين رنگه يا زېړ رنگه بلغم د ټوخېدو سره موجود وي، ناروغ تبه هم لري او د ستېتسکوپ په مرسته د ناروغ په سږو کې د اصغاء په صورت کې د رانکای غږ اورېدل کېږي.

درملنه

د دې ناروغۍ درملنه د انټیبيوټيک درملو په مرسته ترسره کېږي. هغه انتيبيوتيکونه چې په دې حالت کې ورکول کېږي داسې دي:

امپيسيلين يا ټېټراسيکلين د 7 ورځو پورې بايد وکارېږي د 5 کالو نه کم عمره ماشومانو ته امپيسيلين ورکول کیږی. - مايعات د ايشېدلو اوبو انشاق