حاجي زمان
| حاجي زمان | |
|---|---|
| د شخص معلومات | |
| زېږېدنه | ۲۹ اپريل ۱۹۶۵ |
| د مړينې نېټه | 22 فېبروري 2010 (45 کاله)[۱] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| سمول |
|
حاجي محمد زمان (زوکړه، ۲۹ اپرېل ۱۹۶۵ – وژنه، ۲۲ فبروري ۲۰۱۰) چي د زمان غمشریک په نوم هم پیژندل کېده، یو افغان جنګسالار او سیاستوال وو. حاجي زمان د شوروي–افغان جګړې پر مهال په ختیځ کي له نوموتو مجاهدو قومندانانو څخه ګڼل کېدی، او کله چي طالبانو واک ترلاسه کړ، نوموړي له افغانستان څخه فرانسې ته پښې سپکي کړې. د ۱۱ سپټمبر تر پېښي وروسته حاجي زمان بېرته افغانستان ته راستون سو تر څو د نورو جنګسالارنو غوندی دی هم بیرته خپل پخوانی سیاسي او ټولنیز موقف ترلاسه کړي. ویل کېږي چې هغه په ګاونډي پاکستان کۍ هم با نفوذه دوستان لرل، چي د پاکستان د استخباراتو ځینې غړي هم پکښي شامل وه. راپورونه وایي چي حاجي زمان د شوروي یرغل په وړاندي د جګړې پر مهال د ۴۰۰۰ کسانو مشري په غاړه درلوده.
د حامد کرزي د حکومت له راتګ سره سم د مشرقي شورا چي حاجي زمان پکښي کلیدي غړی وو، د طالبانو له نسکورېدو وروسته د افغانستان د لومړي ولسمشر حامد کرزي اولنی ملاتړ کوونکی ګڼل کېدی. کرزي وروسته حاجي محمد زمان د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال وټاکه.
حاجي زمان د ۲۰۱۰ کال د فبروري پر ۲۲ مه په یو ځانمرګي برید کي ووژل سو.
