جې جي بالارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جې جي بالارډ
(انګلیسي: James Graham Ballard د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ نومبر ۱۹۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
شانګهای [۱۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 19 اپرېل 2009 (79 کاله)[۱۳][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال [۱۴][۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېمز ګراهام بالارډ (په انګلیسي: James Graham Ballard ، زوکړه د ۱۹۳۰ز کال د نومبر ۱۵مه ـــ مړینه د ۲۰۰۹ز کال د اپرېل ۱۹مه نېټه) یو انګرېز ناول لیکونکی، د لنډو کیسو لیکونکې، طنز لیکونکی او رساله لیکونکی و چې د خپلو پاروونکو اثارو لپاره یې کومو چې انسان د ارواپوهنې، تکنالوژۍ، جنسیت، او ټولیزو رسنیو تر منځ د اړیکو څېړنه کوله، شهرت درلود. هغه په لومړيو کې د علمي تخیلي ژانر د ناولونو په نوې څپه کې، کوم چې له اخر الزمان څخه د وروسته په اړه وو ښکلېل شو، لکه ډوبه شوې نړۍ (۱۹۶۲ز کال)، اما وروسته یې د فجایعو د نندارې (۱۹۷۳ز کال) په نامه د لنډو تجربوي کیسو مجموعې جنجالونه راوپارول چې د ۱۹۶۸ز کال کیسه " زه ولې غواړم له رونالډ ریګن سره همبستر شم" او د ټکر ناول (۱۹۷۳ز کال)، چې د فېتېشیستانو د یوې منحرفې ډلې د موټر د ټکر په اړه یوه کیسه، پکې شامله وه. [۱۷][۱۸]

په ۱۹۸۴ز کال کې، بالارډ د خپل جنګي ناول، د لمر د سترواکۍ لپاره، چې د جاپانیانو د اشغال پر مهال په شانګهای کې د یو ځوان برتانوي هلک د تجربو د نیمه-شخصي ژوند لیک یوه نسخه وه، په لوړه کچه شهرت وموند؛ یاده کیسه د ۱۹۸۷ز کال په یو فلم کې چې د ستیفن سپېلبرګ په واسطه یې لارښوونه کېده، اقتباس شوه. له ځوانۍ څخه تر منځني عمر پورې د مولف سفر د ښځو د مهربانۍ په نامه اثر کې (۱۹۹۱ز کال) د هغه د مستقیم ژوند لیک د ژوند معجزو (۲۰۰۸ز کال) کې له داستاني عطفونو سره تشرېح شوی دی. د هغه یو شمېر لومړني اثار په فلمونو کې اقتباس شوي دي، چې له هغې جملې څخه ټکر د ډېویډ کرونېنبرګ د ۱۹۹۶ز کال جنجالي اقتباس او د بالارډ د ۱۹۷۵ز کال له لوړ برج ناول څخه  د بېن وېتلي د ۲۰۱۵ز کال اقتباس د یادونې وړ دي.[۱۹]

د بالارډ د افسانوي کیسو ادبي بېلوالی د دې باعث شوی دی چې د بالارډي (Ballardian) صفت رامنځته شي، کوم چې په کولینز انګلیسي قاموس کې د "له هغو شرایطو سره ورته والی یا یې ښودنه ده چې د جې جي بالارډ په ناولونو او کیسو کې، په ځانګړې توګه دېستوپیان عصریت، د انسان په لاس جوړ شوي تورې منظرې او د تکنالوژیکي، ټولنیزو یا چاپېریالي پرمختګونو د اغېزو په توګه تعریف شوی دی."  د اکسفورډ د بیوګرافۍ ملي قاموس د بالارډ اثار د ژوند په انرژۍ (Eros) د مړینې په انګېزه (Thanatos)، په ټولیزو رسنیو او  په نویو ظهور کوونکو تکنالوژیو باندې مشتمل بولي.[۲۰][۲۱]

ژوند[سمول]

شانګهای[سمول]

د بالارډ پلار، جېمز (زوکړه ۱۹۰۱ز کال ـــ مړینه ۱۹۶۶ز کال)، د نساجیو په یو شرکت کې چې به مانچستر کې مستقر و او د کالیکو چاپ په اتحادیه کې یو کېمیا پوه و، او د چین په شانګهای کې د هغې د فرعي شرکت چینا چاپ او بشپړونکي شرکت (China Printing and Finishing Company) رییس او عامل مدیر شو. مور یې ادنا نومېده (زوکړه ۱۹۰۵ز کال ـــ مړینه ۱۹۹۸ز کال) چې کوچینی نوم یې جانستون و. بالارډ د شانګهای په نړیوال مېشتځای کې زیږېدلی او رالوی شوی و، یاده سیمه د بهرنیانو تر واک لاندې یوه سیمه وه چېرته چې هغه " یو د امریکایي سبک ژوند درلود". هغه د شانګهای بانډ ته څېرمه د انګلیکن د تثلیث د مقدسی کلیسا د جامع کلیسا ښوونځي ته واستول شو. د چین-جاپان د دویمې جګړې له پیلېدو څخه وروسته، د بالارډ کورنۍ اړ شوه تر څو خپل د ښار په څنډه کې کور د لنډې مودې لپاره تخلیه کړي او په مرکزي شانګهای کې یو کور په کرایه ونیسي تر څو د چینایي او جاپاني ځواکونو له خوا د تر سره کېدونکو ډزو څخه خوندي پاتې شي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په هانګ کانګ باندې د جاپانیانو له حملې وروسته، جاپانیانو په شانګهای کې نړیوال مېشتځای یا ښارګوټی اشغال کړ. د ۱۹۴۳ز کال په لومړیو کې، هغوي د ملکي متحدینو په اسیرولو پیل وکړ او او بالارډ له خپل مور او پلار او کشرې خور سره د لانګهوا ملکي پنډغالي مرکز (د جاپان د سترواکۍ له خوا د اروپایي و امریکایي اتباعو لپاره جوړ شوی کمپ) ته ولېږل شو. هغه د دویمې نړیوالې جګړې پاتې برخه، هلته د اسارت په کمپ کې له دوو کلونو څخه زیات تېر کړل. د هغه کورنۍ په یوه کوچینۍ ساحه کې په جي (G) بلاک کې چې د ۴۰ کورنیو لپاره یوه دو پوړیزه رهایشي ساحه وه، اوسېده. هغه په کمپ کې د ننه ښوونځي ته تله، چې ښوونکي یې د بېلابېلو حرفو لرونکي د کمپ اسیران وو. لکه څرنګه چې هغه وروسته د خپل ځان په ژوند لیک د ژوند معجزو کې یادونه کړې ده، دغو تجربو د لمر د سترواکۍ بنسټ تشکیل کړ، که څه هم چې بالارډ د یاد کتاب په لیکلو کې، د کیسې له عمده برخو څخه د خپلو والدینو د ایسته کولو په شمول د پام وړ شمېر هنري رمزونو څخه ګټه پورته کړه.[۲۶][۲۷]

داسې فرض کېږي چې په یو اغېزمنېدونکي عمر کې د جنګ د کړاوونو سره د بالارډ مخ کېدل د هغه د تخیلي کیسو د زیاتې برخې اخر الزماني او له تاوتریخوالي ډک ماهیت توصیفوي. مارتین امیس لیکلي دي چې د لمر سترواکي "هغه څه ته بڼه ورکوي کوم څه چې ده ته بڼه ورکړې ده". له دغې تجربې څخه د بالارډ خپل روایت لا هم ظریف و: زه فکر نه کوم چې تاسې د جنګ تجربه پرته له دې چې د نړۍ په اړه مو درک د تل لپاره بدل شي، تجربه کړئ. هغه اطمئنان بخښونکې صحنه چې د لوېدیځې څنډې د هرې ورځې حقیقت موږ ته وړاندې کوي، پرې شوې ده؛ تاسې شلېدلې خوازې وینئ، او بیا د هغه تر شا حقیقت وینئ او دا کیدای شي یوه وېروونکې تجربه وي. اما همداراز: زه ـــــ نه وایم چې خوشحاله یم ــــ زه له کمپ څخه ډېرې دردوونکې خاطرې لرم. [...] زه په ناڅاپي توګه تر سره کېدونکي ډېر وحشیتوبونه او وهل ټکول په یاد راوړم ــــ خو هماغه وخت به موږ ماشومانو د تل لپاره یو سل او یوه لوبې کولې!. بالارډ وروسته یو ملحد شو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

برتانیا او کاناډا[سمول]

د ۱۹۴۵ز کال په وروستیو کې، د جګړې له پای ته رسېدو څخه وروسته، د بالارډ مور له هغه او د هغه له خور سره یو ځای د اس اس اراوا (SS Arawa) بېړۍ له لارې برتانیې ته راستانه شول. دوی د پلاموت (Plymouth) په څنډو کې استوګنه غوره کړه او بالارډ په کمبرېج کې په لېز ښوونځي (The Leys School) کې داخله وکړه. هغه د ښوونځي پر مهال د مقالې جایزه وګټله اما د ښوونځي په مجله کې یې برخه وانخیسته. وروسته له دوو کلونو د هغه مور او خور بېرته چین ته راستنې او د بالارډ له پلار سره یو ځای شوې او بالارډ یې په هغه صورت کې چې که چېرې به د شپې او ورځې ښوونځي ته نه تلو خپل نیکه او نیا ته پرېښود. هغه په ۱۹۴۹ز کال کې د کامبرېج په کېنګ کالج کې د یو عقلي عصبي ډاکتر کېدو په نیت د طب زده کړې پیل کړې. [۳۲][۳۳][۳۴]

بالارډ په پوهنتون کې، د اوانت ګرېد (تجربي، راډیکال یا غیر اورتودوکس وګړی یا اثر) تخیلي کیسې لیکلې چې په ژوره بڼه د ارواپوهنې د تحلیل او سوریالېستو (ماوراءِ واقعیت پالونکو) نقاشانو څخه اغېزمنې شوې وې. په دې وخت کې هغه غوښتل چې یو لیکوال شي او همداراز یو طبي مسلک پر مخ یوسي. د ۱۹۵۱ز کال په مې میاشت کې، کله چې په کامبرېج کې د بالارډ دویم کال و، د هغه لنډه کیسه، "له تاوتریخوالي ډکه غرمه"، چې د ارنېست مېلر هېمېنگوې په سبک لیکل شوې یو تقلید و، او د مسابقې د داورانو د هیئت د رضایت په لاس راوړلو په موخه لیکل شوې وه، د جنایت د افسانې یوه سیالي یې وګټله او د محصیلینو په ورځپاڼې پوهنتون (Varsity) کې خپره شوه [۳۵][۳۶]

بالارډ چې د خپلې کیسې په خپرېدو سره تشویق کړای شو، او دې پایلې ته ورسېد چې کلینیکي طب هغه لیکنو ته نه پرېږدي، خپلې طبي زده کړې یې پرېښودې او د ۱۹۵۱ز کال په اوکتوبر کې یې د ملکې ماري په کالج کې نوم لیکنه وکړه تر څو انګلیسي ادبیات ولولي. هغه له یو کال وروسته د اعلاناتو له یوې اجېنسۍ سره د کاپي رایټر په توګه د کار کولو په موخه خپل تحصیل پرېښود، چې له هغه وروسته یې د پوهنغوڼد د پلورونکي په توګه کار وکړ. هغه لنډو افسانوي کیسو لیکلو ته ادامه ورکړه خو د هغو خپرول ورته ناممکن ثابت شول. [۳۷][۳۸][۳۹]

د ۱۹۵۴ز کال په پسرلي کې، بالارډ په سلطنتي هوايي ځواک کې شامل شو او د کاناډایي سلطنتي هواي ځواک د الوتنو د روزنې اډې ته، چې په کاناډا کې د سسکچوان ایالت په په موس جاو کې پرته ده، ولېږل شو. نوموړي هلته په امریکایي مجلو کې علمي تخیلي ژانر کشف کړ. هغه مهال چې نوموړی په سلطنتي هوايي ځواک کې و، د علمي تخیلي ژانر لومړنۍ کیسه، "ابدیت ته پاسپورټ" یې چې د امریکایي علمي تخیلي ژانر کوم چې ده لوستی و یو تقلید او خلاصه وه، هم ولیکله. یاده کیسه تر ۱۹۶۲ز کال پورې نه وه خپره شوې. [۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118656929  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890003k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69w19vw — subject named as: J. G. Ballard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?259 — subject named as: J. G. Ballard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/36083150 — subject named as: James Graham Ballard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2604998 — subject named as: J.G. Ballard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ballard-j-g-james-graham — subject named as: J. G. (James Graham) Ballard
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=James_Graham_Ballard — subject named as: James Graham Ballard — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: James G. Ballard — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF10213
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/25765 — subject named as: James Graham Ballard
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/152139 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. پیوستون : 118656929  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. http://news.bbc.co.uk/1/hi/entertainment/8007331.stm
  14. http://news.bbc.co.uk/2/hi/entertainment/1820478.stm
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890003k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/36243299
  17. (په 10 April 2008 باندې). Thomas Jones reviews 'Miracles of Life' by J.G. Ballard · LRB 10 April 2008.
  18. Dibbell, Julian (February 1989). "Weird Science". Spin Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Empire of the Sun (1984)". Ballardian. 16 September 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "About". Ballardian. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Will Self, ‘Ballard, James Graham (1930–2009)’, Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, January 2013. Retrieved 3 January 2013, کينډۍ:Subscription required
  22. Will Self, ‘Ballard, James Graham (1930–2009)’, Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, January 2013. Retrieved 3 January 2013, کينډۍ:Subscription required
  23. Pringle, D. (Ed.) and Ballard, J.G. (1982). "From Shanghai to Shepperton". Re/Search 8/9: J.G. Ballard: 112–124. کينډۍ:ISBN.
  24. "Grand Gothic cathedral restored to former glory". Shanghaidaily.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "JG Ballard in Shanghai". Timeoutshanghai.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ballard, J.G. (4 March 2006). "Look back at Empire". The Guardian. Retrieved 25 April 2009.
  27. "J.G. Ballard". Jgballard.ca. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Cowley, J. (4 November 2001). "The Ballard of Shanghai jail". The Observer. Retrieved 25 April 2009.
  29. Hall, C. "JG Ballard: Extreme Metaphor: A Crash Course in the Fiction Of JG Ballard". Retrieved 25 April 2009.
  30. Livingstone, D.B. (1996?). "J.G. Ballard: Crash: Prophet with Honour". Retrieved 12 March 2006.
  31. Welch, Frances. "All Praise and Glory to the Mind of Man". Ballard confesses to being an atheist, but adds: "that said, I'm extremely interested in religion... I see religion as a key to all sorts of mysteries that surround the human consciousness."
  32. Campbell, James (14 June 2008). "Strange Fiction". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 19 April 2009 باندې). Obituary:JG Ballard.
  34. Frick, Interviewed by Thomas (21 May 1984). "J. G. Ballard, The Art of Fiction No. 85". The Paris Review. Winter 1984 (94). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Collecting 'The Violent Noon' and other assorted Ballardiana". Ballardian. 5 February 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "The Papers of James Graham Ballard - Archives Hub". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Jones, Thomas (10 April 2008). "Whisky and Soda Man". London Review of Books. د کتاب پاڼي 18–20. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "'What exactly is he trying to sell?': J.G. Ballard's Adventures in Advertising, part 1". Ballardian.com. 4 May 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Notable Alumni/ Arts and Culture". Queen Mary, University of London. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 19 April 2009 باندې). Obituary:JG Ballard.